89 - Al-Fajr ()

|

(1) لوړه په سهار.

(2) او لسو شپو.

(3) او پر جوړه او طاق.

(4) او پر شپه چې کله روانیږي.

(5) ایا په دې کې د هوښیار لپاره د منلو قسم شته؟

(6) ایا تا ونه لیدل چې ستا رب له عادیانو سره څه وکړل؟

(7) د لویو ستنو لرونکو ارم[۱۴]سره.
[۱۴] ـ دايي د نیکه یاد کومې واکمنې کورنۍ لقب دی.(کابلی تفسیر)

(8) چې په هیوادونو کې یي انډول نه وو پیدا شوي.

(9) او څه یې وکړل له هغو ثمودیانو سره چې په وادۍ کې یي سمڅې جوړولې؟

(10) او څه يي وکړل د میخونو له څښتن فرعون سره؟

(11) چې په هیوادونو کې یې سرغړونه کړې وه.

(12) او فساد یې پکې جوړ کړی و.

(13) نو بالاخره ستا رب پرې د عذاب دره او قمچینه راکوزه کړه.

(14) حقیقت دادی چې ستا رب په څارنځی کې دی.

(15) مګر انسان چې کله یې خپل رب وازمايي نو ويي پالي او نعمت ورکړي نو وايې چې زما رب زما پالنه کړې ده.(ځکه چې په ما کې یي ځای شته).

(16) او کله يي چې بیا په سختۍ وازمايي نو روزي یي ورکمه کړي بیا وایې چې زه خپل رب سپک کړم.

(17) نه:هیڅکله داسې نده بلکې تاسې يي چې د یتیم خیال نه ساتئ.

(18) او نه یو بل هڅوئ چې بې وسې ته خوراک ورکړي.

(19) او تاسې يي چې په میراث پاتې شوی مالونه په دواړو لاسونو راټولوئ.

(20) او له مال سره مو له اندازې ډيره مینه ده.

(21) نه هیڅکله داسې نه ده کله چې ځمکه ټوټه،ټوټه وټکول شي.

(22) ستا رب راشي،او ملایکې لیکه په لیکه ودریږي.

(23) او دوزخ مخامخ راوړول شي.نو په همدې ورځ به انسان وپوهیږي،خو پوهه به یې څه ګټه ورته وکړي؟

(24) وایې به کاشکې چې:ددغه ژوند لپاره یي څه وړاندې لیږلي وای.

(25) په دې ورځ به د الله د عذاب ورکولو په شان بل عذاب ورکوونکی نه وي.

(26) او نه به د هغه په څير تړونکی بل څوک وي.

(27) او ویل کیږي به چې ای ډاډه نفسه.

(28) ورځه خپل رب ته ورشه.خوښ اوسه ځکه چې الله در څخه خوښ دی.

(29) زما په نیکو بنده ګانو کې وردننه شه.

(30) او زما جنت ته ننه وځه.