(1) کافران د څه په هکله یو له بل څخه پوښتنه کوي؟
(2) د لوی خیر په هکله؟
(3) هغه خبر چې دوی پرې په خپلو مینځونو کې په جلا،جلا لارو دي.
(4) نه!هیڅکله نه ډیر ژر به پوه شي.
(5) بیا هیڅکله نه ډیر ژر به پوه شي.
(6) ایا مونږ ځمکه د اوسیدلو وړنده ګرځولې؟
(7) او غرونه مې پرې میخونه کړي.
(8) او تاسې مو جوړه جوړه پیدا کړي یاست.
(9) او خوب مو درته ارام او دمه ګرځولی دی.
(10) او شپه مو د هر څه لپاره پوش او پرده ګرځولې.
(11) ورځ مو ستاسې د ژوند وخت ګرځولی دی.
(12) ستاسې له پاسه مې اووه کلک اسمانونه جوړ کړي دي.
(13) او خورا روښانه څراغ مو هم در کړی دي.
(14) له وریځو څخه مې پرله پسې اوبه راښکته کړی دي.
(15) چې په همدې اوبو غلې دانې او واښه رازرغون کړو.
(16) او ګڼ باغونه.
(17) د پریکړې ورځ ټاکلې شوې ده.
(18) دا هغه ورځ ده چې په شپیلۍ کې به پوکی وشي او تاسې ټول به ډلې،ډلې راځئ.
(19) اسمان به خلاص او دروازې به شي.
(20) غرونه به له خپل ځای څخه روان او ځلیدونکی سراب به شي.
(21) دا هم پخه خبره ده چې جهنم څارنځای دی.
(22) د سرغړونکو ورتګ ځای.
(23) تل تر تله به پکې پاتې وي.
(24) نه پکې د یخ څيز خوند څکلی شي او نه تنده ماتوونکې اوبه.
(25) یوازې ګرمې خوټیدونکې اوبه او بوینې زوې.
(26) همدا يي د کړنو سره برابره جزا ده.
(27) ځکه چې په حساب ئې باور نه درلود.
(28) او زمونږ ایاتونه یي درواغ ګڼلي وو.
(29) مونږ هر څه په لیکلو سره خوندي کړي دي.
(30) ای کافرانو!زمونږ عذاب وڅکئ اوس به تاسې ته پرته له عذاب څخه بل څه نه ډير وو.
(31) پرهیزګاران به بې له شکه بریمن وي.
(32) باغونه او انګور به وي.
(33) او د یو عمر تنکۍ پیغلې.
(34) او ډک جامونه.
(35) نه به پکې بابیزه او چټیات اوري او نه درواغ.
(36) دا بدله د هغوی د کړنو په رڼا کې ستا د رب لورینه ده.
(37) داسمانونو او ځمکې او د دوی په مینځ کې د ټولو څيزونو پالونکی او مهربان دی.چې د هغه په وړاندې هیڅوک د خبرو واک نه لري.
(38) په کومه ورځ چې:جبرائیل او ملایکې کتار،کتار ودریږي پرته له هغو چې مهربان ذات اجازه ورکړي او په دنیا کې یې د توحید روغه کلمه ویلي وي بل به هیڅوک څه نشي ویلی.
(39) دا ورځ رښتیني ده د چا چې خوښه وي نو د خپل رب په لور ورتلونکې لار دې خپله کړي.
(40) مونږ تاسې له نژدې راتلونکې عذاب څخه ډاروو.له هغې ورځې چې هر سړی به د خپلو لاسونو وړاندې لیږلې کړنې وویني او کافر به وایې کاشکې زه خاورې وای[۱]
[۱] ـ چې له حساب او کتاب څخه په څنګ وای.(تفسیر البیضاوی)