(1) لوړه په شپه چې هر څه په تیاره کې پټ کړي.
(2) او قسم په ورځ چې روښانه شي.
(3) قسم په هغه ذات چې نر او ښځه یې پیدا کړي.
(4) چې ستاسې هڅې جلا،جلا دي.
(5) چا چې ورکړه او پرهیزګاري وکړه.
(6) او ښیګڼه یي رښتیني کړه.
(7) نو ډیر ژر به یې د اسانۍ لپاره جوړ کړو.
(8) او چا چې بخیلي وکړه او بې پروا شو.
(9) او ښیګڼه يي درواغ وګڼله.
(10) نو ژر به يې د سختۍ لپاره جوړ کړو.
(11) کله چې هلاک شي نو مال یې د هیڅ شي مخه نشي نیولای.
(12) بې شکه چې لار ښوونه زمونږ په غاړه ده.
(13) او دنیا او اخرت هم زمونږ په لاس کې دي.
(14) او تاسو مې له لمبې وهونکي اور څخه ډارولي یاست.
(15) پرته له لوی بد بخت څخه بل څوک نه ورننووځي.
(16) هغه چې د الله دین يي درواغ ګڼلی او مخ یي اړولی.
(17) او پرهیزګار به ډیر ژر ځان ترې ګوښه کړي.
(18) هغه چې د ځان د پاکوالي لپاره خپل مال د الله په لار کې ورکوي.
(19) او د هیڅ نیک کار انګیزه یي دانه وي چې د چا د ښیګڼي ځواب ووایې.
(20) پرته له دې چې د خپل اوچت رب خوښي ترلاسه کړي.
(21) او ډير ژر به یې د رب خوښي په برخه شي[۱۶].
[۱۶] ـ او یا معنا ده چې ډير ژر به د خپلو کړو خوښي تر لاسه کړي