(1) د ټولو ستاینو وړ یوازې هغه الله دی چې د اسمانونو او ځمکې پیدا کوونکی او د دوه، دوه، درې، درې او څلورو، څلورو وزرونو والا ملایکو رالیږونکی دی. الله د خپلې خوښې په رڼا کې په پیدایښت کې نور هم ډیروالی کوي. بې شکه چې هغه پر هر څه پیاوړی دی.
(2) د کوم رحمت دروازه چې پر خلکو خلاصه کړي نو بیا يې بندوونکي نشته. او هغه لورینه چې بنده کړي نو له هغه پرته يي بل لیږونکی نشته. او هغه پر هر څه برلاسی او حکمت والا دی.
(3) ای خلکو! پر خپلو ځانونو د الله لورینې رایادی کړئ. ایا پرته له الله بل پیداکوونکی شته چې له اسمان او ځمکې نه تاسې ته روزي درکوي؟ پرته له یو الله بل هیڅ خدای نشته نو تاسې په کوم لور اړول کیږئ؟
(4) او ای محمده! که دوی تا درواغجن وګڼي نو باک مه لره ځکه له تا نه وړاندې نور پیغمبران هم درواغجن ګڼل شوي وو. د الله په لور د ټولو کارونو ورګرځیدل دي.
(5) ای خلکو! د الله پاک وعده بالکل پخه ده نو باید د دنیوي ژوند مو ونه غولوي. او باید د الله په هکله مو هیڅ غولوونکی ونه غولوي.
(6) باوري خبره ده چې شیطان ستاسې دښمن دی. نو دښمن يې وګڼئ. هغه خپل انډیوالان خپلې لارې ته بلي چې ټول د بلیدونکي اور له ورتلونکو څخه شي.
(7) د هغو کسانو لپاره چې کافرران شوي دي ډیر سخت عذاب دی. او د هغو کسانو لپاره چې ایمان يې راوړی او نیکې کړنې يې خپلې کړي دي، بښنه او لوی اجر دی.
(8) ایا د هغه چا( له غمه ته مړ کیږې) چې خپلې بدې کړنې ورته ښایسته او غوره ښکاري؟ پخه خبره همدا ده چې د الله چا ته خوښه شي بې لارې کوي يي او چې چاته يي خوښه شي نو ښوونه ورته کوي. نو ای پیغمبره! ددې خلکو له غم او اندیښنې څخه باید ستا ځان اوبه نه شي. بې له شکه چې الله ته د دوی کړني ډیرې ښې معلومې دي.
(9) او الله هغه ذات دی چې بادونه رالیږي، بادونه وریځې راپورته کوي او مونږ همدا وریځې د وچو سیمو په لور بیایو او وچې ځمکې پرې راژوندۍ کوو. هو! په همدې توګه د انسانانو بیرته راژوندي کول هم دي.
(10) څوک چې عزت غواړي نو باید پوه شي چې عزت یوازې له یو الله سره دی. پاکې خبرې د هغه په لور خیژي او سپیڅلي عملونه يې لوړې پوړۍ ته رسوي. او د هغو کسانو لپاره چې بدي او ناروا دسیسي جوړوي دردناک عذاب دی او دسیسې يي د تل لپاره له مینځه تلونکي دي.
(11) او الله دی چې تاسې يې له خاورې او بیا له نطفي نه پیدا او بیا يي جوړه، جوړه ګرځولي یاست. هیڅ ښځه بار نه اخلې او نه زیږوي مګر الله ته معلوم دی. او نه د چا عمر زیاتیږي او نه کمیږي مګر دا هر څه په تل پاتې کتاب کې ښکل شوي دي. بې له شکه چې دا کار الله ته اسان دی.
(12) او دواړه سیندونه برابر نه دي. ددې یوه اوبه خوږې، خوندورې او ښې هضمیدونکې دي. او ددې بل اوبه مالګینې، تروې دي. خو له دواړو نه تاسې تازه غوښې ترلاسه کوئ. او د اغوستلو لپاره ترې ګاڼې راوباسئ. او وینئ چې کښتۍ بحر څیروي او وړاندې پکې ځي تر څو تاسې د الله فضل ولټوئ. او پکار ده چې شکر يې پر څای کړئ.
(13) همغه ده چې شپه په ورځ او ورځ په شپه کې ننه باسي لمر او سپوږمۍ يې ایل کړي دي. دا هر څه به تر ټاکلې مودې پوری چلیږي. نو همدغه الله ستاسې رب دی. پاچايې یوازې د همده ده. او کوم څه چې تاسې پرته له هغه نه رابلئ د خورما د زړي د نري پوستکي واک هم ورسره نه شته.
(14) که تاسې يي رابلئ نو ستاسې بلنه نه اوري او که وايې اوري هم نو ستاسې غوښتنې نشي پوره کولی. او د قیامت په ورځ به ستاسې له شریک نیولو نه انکار هم وکړي. او هیڅوک تاسې د خبیر ذات به څیر له څه نشي خبرولی.
(15) ای خلکو! تاسې الله ته اړ او هغه له هر څه نه بې پروا او ستایلی شوی دی.
(16) که وغواړي نو تاسې به له مینځه یوسي او نوي خلک به مینځ ته راولي.
(17) او دا کار پر الله ګران نه دی.
(18) او هیڅ پیټی اخیستونکی به د بل چا بار او پیټی وانخلي. که د درانه بار والا بل څوک راوبلي چې بار يې ترې کم یا لرې کړي هیڅ شی به ترې لرې نه کړاي شي که څه هم ډیر نژدې خپل يي رابللی وي. ای محمده! ته یوازې هغه کسان ډاروې چې په غیبو له خپل رب نه ډاریږي په بشپړ ډول لمونځ ادا کوي. او هر څوک چې ځان پاک کړي نو د خپل ځان ښیګڼه يي ده. او یوازې د یو الله په لور بیرته ورتګ دی.
(19) او ړوند او بینا برابریدای نه شي.
(20) او نه تیارې او رڼا
(21) او نه یخ سیوری او ګرمه هوا.
(22) او نه ژوندي او مړي سره برابریدای شي. د الله چې چاته خوښه شي ور اوروي يي او ته يې هغه چا ته نه شې اورولی چې په قبرونو کې دي.
(23) ته یوازې یو ډاروونکی يې.
(24) مونږ ته په حقه زیری ورکوونکی او ډاروونکی لیږلی يې. او هیڅ داسي امت نه دی تیر شوی چې هغوی ته ډاروونکی نه وي راغلی.
(25) او ای محمده! که دې خلکو ته درواغجن وګڼلې نو باک پرې مه کوه ځکه چې له دوی نه وړاندې خلکو هم هغه پیغمبران درواغجن ګڼلي وو چې له ښکاره دلایلو، لیکلو صحیفو او روښانه کوونکې کتاب سره ورته راغلي وو.
(26) خو بلاخره مونږ کافران ونیول، نو وګوره چې زمونږ بد ګڼل څرنګه وو.
(27) ایا ته نه ګوری چې الله له اسمان نه اوبه وروي. او همدا مونږ د اوبو په واسطه د ډول ډول رنګونو والا میوې راوباسو. او په غرونو کې هم سپینې، سرې او تکې تورې لارې او لیکي ډي چې رنګونه يي سره جلا، جلا دي .
(28) او په همدی توګه د انسانانو، خوځنده وو، او څارویو شکلو او رنګونه سره جلا، جلا دي. پخه خبره همدا ده چې: د الله په بنده ګانو کې یوازې عالمان او پوهان له هغه نه ډاریږي. بې له شکه چې الله په هر څه برلاسی، بښونک دی.
(29) کوم کسان چې د الله کتاب لولي، لمونځ ودروي او زمونږ له ورکړې روزۍ نه په پټه او ښکاره ورکړه کوي په رښتیا چې همدوی د یوه داسې تجارت هیله من دي چې هیڅکله تاوان نه لري.
(30) تر څو الله د هغوی مزدوري پوره ورکي او له خپلې لورینې څخه لا نور هم ورزیاته کړي. بې له شکه چې هغه بښونکی او ښه شکر منونکی دی.
(31) او ای پیغمبره! کوم کتاب چې مونږ تاسې ته وحي کړی دی، حق یوازې همدا دی چې پخواني کتابونه هم حق ګڼي ـ بې له شکه چې الله له خپلو بنده ګانو نه ډیر خبر او د هغوی هر څه ویني.
(32) بیا مونږ هغه کسان ددې کتاب وارثان کړل چې مونږ له خپلو نورو بنده ګانو څخه غوره کړي وو. نو ځینو يي پر خپلو ځانونو تیری وکړ. او ځینې يي نیمه خوا. او ځینې نور يې په نیکیو کې د الله په حکم یو له بل نه لومړی والی کوي او دا غوره صفت خورا لوی فضل دی.
(33) تل پاتې جنتونو ته به ورځي هلته به د سرو زرو او ملغلرو په بنګړیو سینګار او وریښمین کالي به يې اغوستن وي.
(34) او وايې به چې د ټولو ستاینو وړ هغه الله دی چې غمونه يي له مونږ نه لرې کړل. او په رښتیا چې زمونږ رب بښونکی او شکر منوونکی دی.
(35) هغه ذات دی چې مونږ يي د خپلې لورینې له مخې په تل پاتې ځای کې میشته کړو. چې نه پکې مونږ ته تکلیف او ستونزه رسیږي او نه پکې له ستړتیا او غم سره مخ کیږو.
(36) او کوم کسان چې کافران شوي دي د هغوی لپاره د دوزخ اور دی نه به خبره پای ته رسیږي چې مړه شي. او نه به يې په عذاب کې سپکوالی او کموالی راځي هو! مونږ هر کافر او ناشکره ته همدا وړ جزاء ورکوو.
(37) هلته به چیغې او سورې کړي. چې : ای زمونږ ربه! مونږ وباسه مونږ به د پخوانیو کړنو پر خلاف ښه عملونه وکړو. الله به وفرمايي: ایا ما تاسې ته هومره عمر نه وو درکړی چې چا پکې پند اخیسته نو اخیستلی يي شو؟ او تاسې ته ډاروونکی هم راغلی و. نو اوس يي خوند واخلئ! د ظالمانو لپاره هیڅ ملاتړ نشته.
(38) بې له شکه چې الله پاک د اسمانونو او ځمکې په پټو څیزونو عالم دی. او ان د سینو په پټو رازونو هم ډیر ښه پوهیږي.
(39) او هغه دی چې تاسې يې په ځمکه کې خلیفه ګان ګرځولي يې. نو څوک چې کافر شو، کفر يې د خپلې غاړې دی او کافرانو ته د هغوی کفر د الله له قهر او غضب نه پرته بل څه نه شي دیرولای. او هو! کافرانو ته د هغوی کفر پرته له تاوان نه بل څه نشي ډیرولای.
(40) ای محمده! مشرکانو ته ووایه چې ستاسې د هغو شریکانو په هکله چې تاسې يې پرته له الله نه رابلئ ما پوه کړئ چې ایا په ځمکه کې يي څه پيدا کړي دي؟ او یا يې په اسمانونو کې څه ونډه شته؟ او یا هغوی ته مونږ کوم کتاب ورکړی دی چې د هغه په رڼا کې د خپل شرک لپاره څرګند دلیل وښايي؟ نه دا یو هم نشته خو ظالمان یو بل ته د غولونې وعدې ورکوي.
(41) بې له شکه الله پاک اسمانونه او ځمکه له بې ځایه کیدلو څخه ژغوري. او قسم دی که چیرې دواړه بې ځایه شول نو پرته له الله يي بل هیڅوک نه شي ژغورلی. په رښتیا چې هغه ډیر زغمونکی او ښه بښونکی دی.
(42) د مکې مشرکانو خورا پاخه قسمونه خوړل چې قسم دی که چیرې ورته ډارروونکی راشي نو له بل هر امت نه به زیات په سمه لار وي. خو چې کله ورته ډاروونکی راغی نو راتللو يې پرته له تیښتې بل څه ور زیات نه کړل.
(43) په ځمکه کې يې د لويې غوښتلو او د بدو چلونو او دوکو لپاره هلې ځلې وکړي په داسې حال کې چې بدجلونه او دوکي بالاخره د دوکه باز د غاړې هار شي. نو ایا پرته له دې د څه انتظار کوي چې هغه څه ورسره وشي چې له پخوانیو خلکو سره شوي وو؟ نو که داسې ده نو د الله په راروانه کړنه کې به هیڅکله بدلون ونه مومې او نه به دا ووینې چې د الله دکړنې مخه دې په بل لور واووښتل شي.
(44) او ایا هغوی په ځمکه کې نه دي ګرځیدلي چې وګوري چې د پخوانیو خلکو پای څه شوه؟ سره له دې چې هغوی ترې پیاوړي هم وو. او د اسمانونو او ځمکې د هیڅ شي په توان نه ده چې الله بې وسې کړي بې له شکه چې الله پر هر څه پوه او دهر څه توان لري.
(45) او که چیرې الله پاک انسانان په خپلو کړو ونیسي نو د ځمکې پر مخ به هیڅ ژوندی پاتې نه شي. خو تر یوې ټاکلې نیټې وخت ورکوي. او کله يي چې ټاکلې نیټه پوره شي نو الله خپل بنده ګان ګوري.