(1) شروع مې ده په نامه د الله چې ډير مهربان او خورا بښونکی دی.
(2) ټولې ستاینې یوازې د هغه الله دي چې د ټولو کائناتو پالونکی دی.
(3) ډیر زیات مهربان او ښه بښونکی دی.
(4) د حساب او کتاب د ورځې څښتن دی.
(5) مونږ یوازې ستا عبادت کوو او یوازې له تا څخه کومک غواړو.
(6) مونږ ته روغه او سمه لیار وښایه.
(7) د هغو خلکو لیار چې تا پرې لورینه کړې ده، رټل شوي نه دي او لیار یې نه ده ورکه کړې.