(1) ای خلکو!له خپل رب نه ودار شئ.او پوه شئ چې د قیامت زلزله خورا درنه ده.
(2) په کومه ورځ چې ورسره مخ شي نو وبه ګورې چې هره تي ور کوونکي به له خپل تي خورنه بې پروا،او هره بلار به،به په خیټه بچی ګوزار او خلک به درته نیشه ښکاره شي هغوی به له مستۍ نیشه نه وي بلکې د الله عذاب خورا ډیر سخت دی.
(3) او ځینې خلک د الله په هکله د ناپوهۍ خبرې کوي او د هر سرکښه شیطان پسې ځي.
(4) د شیطان په هکله دا خبره پخه ده چې هر څوک ورسره دوستي وکړي،نو هغه به یې بې لارې او د دوزخ د عذاب په لور به ښوونه ورته وکړي.
(5) ای خلکو!که له مرګ نه وروسته په بیا ژوند کې مو څه شک وي نو باید پوه شئ چې تاسې مو له خاورې([۱۵]ب)پيدا کړي یې بیا له نطفي،بیا د ویني له یوې ټوټې،بیا د غوښې له یوی بوټۍ چې روغ بدن ترې جوړ شوی وي او یا ترې پوره بدن نه وي جوړ شوی. تر څو درته خپل قدرت او حکمت څرګند کړو.او چې زمونږ خوښه شي.نو په رحمونو کې ځینې نطفې تر ټاکلي مودې پورې ساتو.بیا مو کوچني راوباسو،بیا مو پالو[۱۶] تر څو چې بشپړې ځوانۍ ته ورسیږئ.ځینې مو مړه کیږي،او ځینې مو د ناکاره عمر خواته ګرځول کیږي چې په هر څه باندې له پوهیدلو وروسته بیا په هیڅ ونه پوهیږي.او ته ګورې چې ځمکه وچه کلکه وي خو کله چې مونږ پرې اوبه راوور وو نو تاسره ډډه او خوزیږي او هر ډول ښکلي او تازه بوټي را زرغون کړي.
[۱۵] ـ یوه معنا یې داسې کیدای شي چې:د هر څیز اصل له خاورې نه دی یعنې له کومو عناصرو چې انسان جوړ شوی دی او یا معنا دا چې ستاسې اولنې پیدایښت له خاورې وشو چې ادم علیه السلام په مستقیم ډول له خاورې نه پيدا شو.او بیا د پيدایښت سلسله له نطفې نه دوامداره شوه.
[۱۶] ـ له پیدایښت وروسته تاسې دری ډوله یاست:۱:ځینې له ځوانۍ نه مخکې مړه کیږئ۲:ځينې تر ځوانۍ رسیږئ۳:او ځینې تر بوډا توب رسیږئ.
(6) دا هر څه ځکه دي چې الله حق دی او همغه مړي راژوندي کوي.او پر هر څه پیاوړی دی.
(7) او قیامت ارومرو راتلونکی او الله پاک به هغه ټول بیرته ژوندی راپورته کړي چې،په قبرونو کې پراته دي.
(8) او ځینې خلک د الله په هکله پرته له دې چې پوهه،هدایت او روښنایې ورکوونکی کتاب ورسره وي شخړې او جګړې کوي.
(9) د حق له منلو ځکه مخ اړوي،چې نور دالله له لارې نه وښویوي.په دنیا کې یې رسوايې په برخه ده. او د قیامت په ورځ به سوزوونکی عذاب وروڅکو.
(10) هو!دا د همغه څه له لاسه چې تا په خپلو لاسونو وړاندې لیږلي که نه نو الله پاک په خپلو بنده ګانو هیڅ ډول تیری نکوي.
(11) او ځینې خلک د الله عبادت په شک سره کوي. که ګټې ورته مخه کړه نو ډاډه وي او که له ازمیښت سره مخ شي نو په بل مخ اوړي.دنیا یې هم ولاړه او اخرت هم.او همدغه دی څرګند تاوان.
(12) له الله پرته هغه څه رابلي چې نه ورته تاوان پیښولای شي او نه ګټه.همدا خورا پخه بي لارې ده.
(13) هغه څه رابلي چې تاوان یي له ګټې نه ډير نژدې دی.ډیر بد دي د هغه دوستان،ملګري او خپلوان.
(14) بې له شکه الله پاک مؤمنان او د نیکو کړو څښتنان داسې جنتونو ته ننه باسي چې لاندې به ترې ویالې بهیږي.بې له شکه الله هغه څه کوي چې خوښه یې شي.
(15) که د چا دا ګومان[۱۷]وي چې الله پاک به له محمد(صلی الله علیه وسلم) سره په دنیا او اخرت کې کومک ونه کړي نو د خپل کور په چت کې دې یو پړی کلک،په خپله غاړه کې دې واچوي،او بیا دې همدا پړی غوڅ او ودې ګوري چې ایا د هغه څه مخه یي ونیوله چې دده قهر راپاروي؟
[۱۷] ـ که د چا ګومان وي چې الله پاک به د محمد (صلی الله علیه وسلم)دین بریمن نه کړي،نو د مرګ ترپولی دي خپلې ټولې هلې ځلې په کار واچوي،بیا دې وګوري چې د اسلام د بري چې دی پرې ناخوښه دی مخه نیولې ده که نه؟(فتح القدیر).
(16) په همدې توګه مونږ دا قران له روښانو ایتونو سره نازل کړی دی او د الله چې چاته خوښه شي لار ورښایې.
(17) بي له شکه چې چا ایمان راوړی،او څوک یهودیان،ستوری بلونکي،عیسویان اوربلونکي او یا مشرکان شوي،نو الله پاک به د قیامت په ورځ د دوی په مینځ کې پریکړه وکړي.په رښتیا چې الله پاک په هر څه شاهد دی.
(18) او ایا ته نه ګورې چې د اسمان او ځمکې ټول اوسیدونکي او لمر،سپوږمۍ،ستوري،غرونه،ونې،څاروي او د خلکو ډيره برخه ـ او زیات هغه کسان چې د عذاب وړ ګرځیدلي دي.یوازی یو الله ته[۱۸]سجده کوي ـ او الله چې څوک سپک کړي هیڅوک یې عزتمن کولای نه شي.او د الله چې څه خوښه شي همغه کوي.
[۱۸] ـ د الله د امر تابع دي که خوښه یې وي او که نه؟د کافرانو د متابعت معنې داده چې له ناخوښۍ سره سره د همغه نظام تابع دي چې د دوی د بدن او چاپيریال لپاره الله پاک جوړ کړی دی.(فتح القدیر د امام شوکاني)
(19) دا ډوه ډلې دي چې د خپل رب په هکله یي سره شخړه ده.نو څوک چې کافران شوي دي، د هغوی لپاره اور لباس غوڅ شوی دی. او د سرونو له پاسه به پرې خوټیدلي اوبه اړولای شي.
(20) په دې اوبو به یې په ګیډه کې دننه پراته ټول څيزونه او د بدن بیرونې پوستکي هم خوړین او ویلي شي.
(21) او د هغوی دوهلو لپاره به داوسپنې ګرزونه وي.
(22) او چې کله هم د ډیر غم له لاسه د دوزخ نه د وتلو هڅه وکړي بیرته به پکې ورټیل وهل کیږي. او ورته به ویل کیږي چې وڅکئ د سوزوونکي عذاب خوند.
(23) بې له شکه الله پاک هغه کسان چې ایمان لري او نیک کارونه یې کړي دي،داسې جنتونو ته داخلوي چې لاندې به ترې ویالې روانې وي.هلته به د سرو زرو په بنګړیو او ملغلرو سینګار کړای شي.او جامې به یې وریښمیني وي.
(24) او هغوی ته د نیکې او پاکې خبرې او د ستایلې شوې لارې په لور ښوونه شوې ده.
(25) بې له شکه کوم کسان چې کافران شوي او دالله له لارې او له هغه مسجد الحرام نه خلک منع کوي چې: مونږ د اوسیدونکو او له بیرون نه د راتلونکو خلکو لپاره یو شان ګرځولی دی.او څوک چې په هغه کې د تیري او تجاوز هڅه وکړي نو مونږ به دردناک عذاب وروڅکو.
(26) او هغه را په زړه کړه چې مونږ ابراهیم ته د کعبي د خونې ځای وښولو.او ورته مو وویلي چې:له ماسره هیڅ شی مه برابره وه.او زما کور دطواف کوونکو،قیام کوونکو،رکوع کوونکو او سجده کوونکو لپاره پاک کړه.
(27) او خلکو ته د حج په لور یوه عامه بلنه ورکړه چې هغوی تاته پلي،او پر ستړو ستومانو اوښانو سپاره له لرې نه راشي.
(28) تر څو هغو ګټو ته حاضر شي چې دلته ورته موجودې دي او په ټاکلو ورځو کې پر هغو بې ژبو څارویو د الله نوم یاد کړي،چې الله پاک ورکړي دي.په خپله یې ترې وخورئ او په تنګ لاسو بې وزلانو یې هم وخورئ.
(29) بیا دې خپلې خبرې او ګردونه لرې،خپل نذرونه دې پوره او د لرغونې خونې[۱۹]طواف دې وکړي.
[۱۹] ـ د عتیق معنا ده پخوانۍ لکه چې الله فرمایې(ان اول بیت الایه)بله معنا یې ده ازاده چې هیڅ ظالم پرې واکمن شوی نه دی یا د ازادوونکې په معنا ده چې دا له اورنه ازادوونکې ده یا دا چې د نوح له طوفان نه خلاصه شوی اویا عتیق د محترمې او غوري په معنا دی(فتح القدیر د امام شوکاني)
(30) خبره همدا ده.او هر څوک چې د الله د حرمتونو درناوی وکړي نو دا ورته د رب په وړاندې ډیره غوره ده.او څاروي ټول درته حلال شوي دي مګر یوازې هغه حرام دي چې پر تاسې لوستل کیږي[۲۰]نو د بوتانو له پلیتۍ نه ځان وژغورئ او له درواغو خبرونه ډډه وکړئ.
[۲۰] چې عبارت دي له مردارې،د حلالولو دوخت خو ټییدونکې وینه.د خوګ غوښه او هغه روا څاروي چې پرته له الله د بل چا په نوم حلال شي.
(31) یوازې یو الله ته غاړه کیږدئ او له هغه سره هیڅ مه برابروئ.او څوک چې له الله سره بل څه برابر کړي نو داسې یې وګڼه لکه چې له اسمان نه راختاء او مارغان یي سره وتښتوي.او یایې باد په یوه لرې او ژور ځای کې ور ګوزار کړي.
(32) خبره همداده ـ او څوک چې د الله د نښو درناوی کوي نو بې له شکه چې دا یې د زړونو تقوی ده.
(33) تاسې تر یوې ټاکلې مودې له همدغو څارویو نه ګټه اخیستلای شئ او د قربانۍ ځای يې له لرغونې خوني سره دی.
(34) او مونږ د هرامت لپاره د قربانۍ یوه لاره ټاکلې ده چې:د الله نوم د الله په وروزي کړو څارویو یاد کړي.نو ستاسې معبود ایکې یو الله دی نو همغه ته غاړه کیږدئ ـ او ای محمده! عاجزی کوونکو ته زیری ورکړه.
(35) هغو کسانو ته چې د الله په یادولو سره یې زړونه لړزیږي د رسیدلو پيښو په وړاندې صبر کوونکي لمانځه و دروونکي،او زمونږ چې څه ورکړي دي له هغو نه خیراتونه کوي.
(36) او اوښان او نور غټ څاروي مونږ تاسې ته په شعاير الله کې شامل کړي دي. په هغو کې ستاسې دنیوي او اخروي ښیګڼه ده.په اوښانو په ولاړه د الله نوم واخلئ.او چې له حلالولو وروسته په ځمکه پریووځي نو په خپله یې وخورئ.او مسکینانو ته یې هم ورکړئ سوال کوي او که نه ـ دا څاروي مونږ ستاسې په واک کې در کړي دي ښايې چې تاسې شکر وباسئ.
(37) الله ته نه د هغې غوښې رسیږي او نه یې وینې بلکې هغه ته یوازې ستاسې تقوی رسیږي.او په دې توګه یي څاروي ستاسې په واک کې در کړي دي تر څو تاسې الله پاک د هغه د ښوونو په رڼا کې په لویې سره یاد کړئ او نیکو کارانو ته زیری ورکړه.
(38) بې له شکه چې الله پاک تل تر تله له مؤمنانو نه دفاع کوي ـ او دا هم پخه خبره ده چې الله پاک هیڅ خاین او ناشکره نه خوښوي.
(39) هغو کسانو ته چې جنګ پرې کیږي د جنګ اجازه وشوه،ځکه چې تیری پرې شوی دی.او الله یې پر ملاتړ ښه پياوړی دی.
(40) هغه کسان دي چې له خپلو کورونو څخه په ناحقه یوازې په دې ګناه وشړلی شول چې ویل به یې:زمونږ رب ایکي یو الله دی.هو!که الله پاک د ځینو خلکو په واسطه د نورو مخه نه نیوای نو د راهبانو چیله خانې،د عیسویانو او د یهودیانو کلیساګانې او د مسلمانانو هغه جوماتونه به ټول نړول شوي وای چې د الله نوم پکې ډیر یادیږي. او الله به خامخا د هغو کسانو ملا وتړي چې د هغه د دین ملاتړي وي.بي له شکه الله ډیر توانا او په هر څه برلاسی دی.
(41) دا همغه خلک دي چې که مونږ یې په ځمکه کې شته کړو نو لمونځ دروي،زکات ورکوي،په نیکۍ امر کوي،او د بدۍ مخه نیسي.او د ټولو کارونو پای الله ته ده.
(42) او ای محمده!که ته خپل قوم درواغجن وګڼلې،(نو باک مه کوه ځکه چې)له دوی نه وړاندې د نوح قوم عادیانو او ثمودیانو هم خپل پيغمبران درواغجن ګڼلي وو.
(43) د ابراهیم،او لوط قومونو هم همدا کار کړی و.
(44) او د مدین خلکو هم.او موسي هم درواغجن ګڼلی شوی و ما کافرانو ته مهلت ورکړ بیا مې ونیول نوو ګوره چې زمونږ د ناخوښۍ نیونه څنګه وه؟
(45) مونږ زښت ډير تیري کوونکي کلي تس،نس کړل چې اوس هغوی پرچتونو پړ مخ پراته،څاه ګانې یي وچې او دنګې او پخې ماڼۍ یي دړې وړې دي.
(46) ایا په ځمکه کې نه دي ګرځیدلي چې زړونو ئې پوهه او غوږونو یې اوریدانه کولای شوای؟ځکه سترګې نه بندیږي بلکې په سینو کې پراته زړونه ړانده شي.
(47) او ای پیغمبره!له تانه په تلوار سره عذاب غواړي او الله به هیڅکله له خپلې وعدې نه مخالفت ونه کړي. مګر دا یو واقعیت دی چې ستا د رب په وړاندې یوه ورځ ستاسې د شمار د زرو کلونو سره برابره وي.
(48) او څومره ډیرو ظالمو کلیو ته مونږ وخت ور کړی او بیا مو ونیول؟ او هر څه به بیرته ماته راځي.
(49) ای محمده!ووایه چې:خلکو!زه تاسې ته یو ډانګ پیلی اخطار درکوونکی یم.
(50) نو چا چې ایمان راوړ او نیکې کړنې یې وکړې،نو د هغوی لپاره بښنه او غوره روزي ده.
(51) او چا چې زمونږ په ایتونو کې زمونږ د لاندې راوستلو په تکل هڅې کړي.نو همدوی د اور ملګري دي.
(52) او ای محمده!مونږ چې له تا وړاندې هر رسول او نبي لیږلی او د څه هیله یې کړې ده،نو شیطان د هغه د هیلو[۲۱]په لار کې خنډونه اچولي دي خو الله د شیطان ټول اچولي خنډونه له مینځه وړي. او بالاخره خپل ایتونه کلک پر ځای دروي.او الله په هر څه پوه او د حکمت څښتن دی.
[۲۱] ـ د تمنی یوه معنی همداده چې مونږ کړې او د پیغمبر هیله همدا وي چې دین یي بریمن شي بله معنا یي لوست او تلاوت دی.او د ایت معنا به بیا دا شي چې پیغمبر چې هر څه لوستلي دي. شیطان تشویشونه او اشتباه ګانې اچولي چې خلک یې ونه مني خو الله پاک د شیطان اچول شوي تشویشونه له منځه وړي او خپل دین يي بریمن کړی دی ددی ایت په هکله ځینو معتبرو تفسیرونو ځینې اسرائیلي روایتونه نقل کړی دي چې د احادیثو علماوو هغه ټول درواغ ګڼلي دي د زیات تفصیل لپاره د شیخ الهند کابلی تفسیر او مولانا مودودي تفسیر باید وکتل شي.
(53) او الله پاک ځکه ددې کار د کولو فرصت ورکړ تر څو د شیطان له لورې اچول شوې وسوسه د هغو کسانو لپاره چې په زړونو کې یې مرض او سختوالی دی یو ازمیښت وګرځوي.او پخه خبره ده چې ظالم خلک په دښمنۍ کې لرې پړاو ته رسیدلي دي.
(54) او تر څو چې په علم سنبال شوي خلک ښه پوه شي چې دا ستا د رب له لورې حق دی.نو ایمان پرې راوړي او زړونه یې ورته نرم او مات شي.او بي له شکه چې الله پاک خامخا مومنانو ته د روغې لارې ښوونه کوي.
(55) او کافرانو به تر هغو د قران په هکله په شک کې ډوب وي تر څو د قیامت ورځ ورته ناببره رادمخه،او یا ورته د شنډې ورځې عذاب[۲۲]راورسیږي.
[۲۲] ـ عقیم وايې شنډې ته:یعنې هغه ورځ چې له هغې وروسته شپه نه راځي له دې نه د قیامت ورځ هدف دی.او یا د عذاب هغه ورځ چې کافران پکې هلاک او یا مغلوب شي.لکه د بدر ورځ(البحر المحیط).
(56) په دې ورځ به واکمني یوازی د یو الله وي.د خلکو په مینځ کې به غوڅه پریکړه وکړي.نو چا چې ایمان راوړی او نیکې کړنې یې کړي دي.له نعمتونو ډکو باغونو ته به ځي.
(57) او څوک چې کافران شوي او زمونږ ایتونه یي درواغ ګڼلي رسوا کوونکی عذاب یې په برخه دی.
(58) او هغو کسانو چې د الله په لار کې هجرت کړی،بیا په همدې لار کې وژل شوي او یا په خپل مرګ مړه شوي الله پاک به غوره او ښه روزي ورکړي ـ بې له شکه الله پاک ډیر ښه روزي ور کوونکی دی.
(59) او ارو،مرو به یې د هغوی د خوښۍ ځای ته ننه باسي ـ اوبې له شکه الله پاک په هر څه پوه او د اوږده زغم والا دی.
(60) هو! همدا یي برخه ده او هغه څوک چې د ورسره شوي تیري په شان خپله بدله واخلي او بیا پرې نور تیری وشي نو الله به یې ضرور ملاوتړي.بې له شکه چې الله پاک عفوه کوونکی او بښونکی دی.
(61) دا هر څه د الله په وس کې دي ځکه چې شپه په ورځ او ورځ په شپه کې ورننه باسي او الله پاک هر څه اوري،او هر څه ویني.
(62) او دا واکمني یي ځکه پر ځای ده چې:حق یوازې یو الله دی.او هغه څه چې مشرکان یي پرته له الله نه رابلي،ټول باطل،او بې له شکه الله ډیر پورته او ډیر لوی دی.
(63) ای انسانه!تا نه دي لیدلي چې الله پاک له بره اوبه راښکته کړي او بیا پرې ځمکه تکه شنه او تازه ګرځوي؟ بې له شکه الله پاک لطیف[۲۳]او له هر څه نه باخبره دی.
[۲۳] ـ لطیف د مهربان په معنې دی.او دا معنې یي هم ده چې داسې باریک کارونه کوي چې دانسان فکر ورته نه رسیږي.(فتح القدیر د امام الشوکاني).
(64) د اسمانونو او ځمکې ټول موجودات د هغه په واک کې دی.او بې له شکه له هر څه نه بي پروا او ستایلی شوی ذات یوازې یو الله دی.
(65) او ای انسانه!ته نه ګورې چې الله پاک د ځمکې ټول څیزونه درته تابع کړي.او هغه کښتۍ هم چې د الله په حکم په بحر کې چلیږي.او اسمان یې ټینګ نیولی چې د هغه له اجازې پرته په ځمکه را پرې نه وزي.بي له شکه الله پاک په خلکو ډیر مهربان او ډیر رحم والا دی.
(66) او الله هغه ذات دی چې تاسې یې ژوندي کړئ.بیا مو مړه کړي او بیا مو بیرته را ژوندي کوي.رښتیا هم چې انسان ډیر ناشکره دی.
(67) مونږ د هر امت لپاره ځانکړی نظام ټاکلی دی چې هر چا خپل نظام اخیستی دی.نو باید له تاسره ستا د کار په هکله جګړه ونه کړي.د خپل رب په لور بلنه کوه.له شکه نه وتلې خبره ده چې ته پره سمه یې.
(68) او که جګړه درسره کوي نو ورته ووایه چې:الله ته ستاسې کړنه ښه معلومه ده.
(69) او الله به د قیامت په ورځ ستاسې په مینځ کې د هغه څه پریکړه وکړي چې تاسې پکې په بیلو،بیلو لارو یاست.
(70) ایا په دې نه پوهیږئ چې داسمان او ځمکې ټول څیزونه د الله په علم کې دي؟ دا ټول هر څه په یوه لیکنه کې دي.او دا کار الله پاک ته ډیر اسان دی.
(71) نابوهان له الله پرته د داسې څیزونو عبادت کوي چې نه پرې الله کوم دلیل راښکته کړی،او نه پرې هغوی خپله پوهیږي.او د ظالمانو لپاره هیڅ ملاتړی نشته.
(72) او کله چې پر هغوی زمونږ روښانه ایتونه ولوستل شي،نو د کافرانو په مخونو کې د ناخوښۍ نښې ښکاره او نژدې وي چې پر هغو خلکو برید وکړي چې پر هغوی زمونږ ایتونو لولي.ای محمده!ووایه:آیا هغه څه دروښایم چې تاسې ته له دې نه خطرناک دی؟اور. الله ئې له کافرانو سره وعده کړې ده.او هغه د ورتګ ډیر بد ځای دی.
(73) ای خلکو! یو مثال وړاندې کولای شي ښه غوږ ورته کیږدئ.بې له شکه کوم څیزونه چې تاسې يي پرته له الله نه رابلئ که ټول سره راټول شي یو مچ نه شي پیدا کولی. بلکې که مچ له هغوی څه پورته کړي دوی یې خلاصولای ترې نه شي.او غوښتونکی[۲۴]او هغه چې غوښتنه ترې کیږي دواړه بې وسې دي.
[۲۴] ـ له طالب نه هدف مشرکان او له مطلوب نه مطلب بوتان دي.او ځینو له طالب نه بوت او له مطلوب نه مچ اخیستی دی.او ځینو له طالب نه مچ او له مطلوب نه بوتان مراد ګڼلي دي.(فتح القدیر).
(74) الله یې په رښتیني توګه نه دی پیژندلی.بې له شکه الله پاک ډیر پیاوړی او په هر څه برلاسی دی.
(75) او الله پاک په ملایکو او انسانانو کې ځینې خلک د پيغام رسونې لپاره غوره کوي.بې له شکه الله ښه اوریدونکی،او د هر څه لیدونکی دیږ
(76) د هغوی وړاندې او وروسته ټول ورته معلوم دي.او یوازې الله ته به ټول کارونه ور ګرځول کیږي.
(77) ای مؤمنانو!رکوع او سجده وکړئ،او د خپل رب عبادت وکړئ،او نیکیو ته ملاوتړئ.تر څو مو خلاصون په برخه شي.
(78) د الله په لار کې داسې حق جهاد وکړئ چې له هغه سره ښايي. هغه تاسې غوره کړي یي،او په دین کې یې پر تاسو کوم سختوالی او تنګي نه ده ټاکلې. د خپل پلار ابراهیم[۲۵]پر ملت ټینګ ودریږئ.او الله پاک پخوا هم تاسې (مسلمان)نومولي واست او په دې قران کې هم ستاسې همدا نوم دی،تر څو رسول پر تاسې او تاسې پر ټولو خلکو شاهدان واست.نو لمونځ ودروئ،زکات ورکړئ،او له الله سره ځانونه وتړئ.یوازې همغه ستاسې بادار دی.ډیر ښه بادار او ډیر ښه ملاتړ مو په برخه دی.
[۲۵] ـ ابراهیم علیه السلام د ټولو مسلمانانو معنوی پلار دی.او یا په دې حساب چې زمونږ د پیغمبر(صلی الله علیه وسلم) په نیکونو کې راځي.نو زمونږ پلار هم شو(معارف القران د مولانا محمد شفیع صاحب).