(1) ایا ته هغه کسان پیژني چې د جزا او سزا ورځ درواغ ګڼي.
(2) دا خلک یتیم رټي.
(3) او مسکین ته خوراک ورکول نه هڅوي.
(4) نو لمونځ کوونکي هلاک شول.
(5) هغوی چې له لمانځه څخه غافله دي[۱۸].
[۱۸] ـ په وخت یې نه کوي تل یې نکوي د ارکانو او شرایطو یې هیڅ پاک نه لري(کابلی تفسیر).
(6) دا هغه کسان دي چې د ځان ښوونه کوي.
(7) او د خیر هر څه منع کوي.[۱۹]
[۱۹] ـ د ضرورت کوچني څیزونه لکه مالګه،اورلګښت ګیلاس او نور چې ګاونډې یې یو بل ته سره ورکوي(کابلی تفسیر)