(1) لوړه په کلکو برجونو لرونکي اسمان.
(2) او په وعده شوې ورځ.
(3) او په حاضریدونکې[۷]او چې ورته حاضریږي[۸]
[۷] ـ د جمعې ورځ چې تل(حاضریدونکې)یا د قیامت ورځ چې حتما راځي.(کابلی تفسیر)
[۸] ـ د عرفې ورځ چې خلک ورته حاضریږي یا د قیامت ورځ چې خلک به ورته حاضریږي(کابلی تفسیر)
(4) چې د کندو خاوندان هلاک شول.
(5) د تیز او لمبه وهونکي اور.
(6) د اور په چاپيریال کې ناست وو.
(7) او د مسلمانانو د بدې ورځې او سوزیدانې سیل یې کاوو.
(8) له مسلمانانو یې پرته له دې بله ګناه نه وه لیدلې چې په توانا او ستایلي شوي الله جل جلاله یې ایمان راوړی ؤ.
(9) هغه ذا چې د اسمانونو او ځمکې واک ورسره دی.او د هر شی څارونکی دی.
(10) دا پخه خبره ده چې څوک مسلمان سړي او مسلمانې ښځې وکړوي او له خپل بد کار څخه توبه ونه کړي،نو د جهنم سوزوونکی عذاب یې په برخه دی.
(11) او چې څوک ایمان راوړي او نیک کارونه وکړي،نو داسې جنتونه یې په برخه دي چې:ویالې به[۹]پکې بهیږي.او دا لویه کامیابي ده.
[۹] ـ د پاکو شرابو،شاتو شیدو او پاکو اوبو ویالې به روانې وي.
(12) بیشکه چې ستا د رب نیونه خورا سخته ده.
(13) لومړی ځل پيدا کول او بیرته د پخوا په شان جوړول د هغه کار دی.
(14) بښوونکی او مینه ناک دی.
(15) د عرش څښتن او په خپله له هر څه څخه لوی دی.
(16) او د هغه اراده چې وکړي خامخا یې کوي.
(17) ای محمده!د لښکرو په هکله معلومات لرې؟
(18) د فرعون او ثمودیانو په هکله.
(19) خبره داده چې کافران هر څه درواغ ګڼي.
(20) او الله له هرې لورې ایسار کړي دي.
(21) او دا هم پخه ده چې قران د ډیر لوی شان څښتن دی.
(22) او په ستایلې شوې پاڼه کې خوندي دی.