(1) لوړه په اسمان او لوړه په طارق.
(2) او ته څه پوه کړې چې طارق څه ته وايې؟
(3) ځلیدونکی ستوری دی.
(4) هیڅ ساه کښ نشته چې پر هغه څارونکی نه وي ټاکل شوی.
(5) نو انسان باید ځیر شي چې له څه څخه پيدا شوی دی؟
(6) له ټوپ وهونکو اوبو څخه پيدا شوی.
(7) چې د شا او سینو له مینځ څخه راووځي.
(8) پخه خبره ده چې په بیا پیدا کولو یي توان لري.
(9) هغه ورځ چې پټ څیزونه رابربنډ شي.
(10) انسان به د ځان ژغورنې نه ذاتي ځواک لري او نه بل ملاتړی.
(11) لوړه په اسمان چې باران وروي.
(12) او په ځمکه چې د زرغونیدلو په وخت چوي.
(13) چې قران کریم اخرنۍ غوڅه خبره ده.
(14) ټوکه نه ده.
(15) کافران چل ول کوي.
(16) او زه هم تدبیر لرم.
(17) نو کافرانو ته لږ مهلت ورکړه[۱۰].
[۱۰] ـ او بیا وګوره چې بالاخره ورسره په دنیا او اخرت کې څه کیږي؟(کابلی تفسیر)