(1) حم.
(2) قسم پر څرګند او ښکاره کوونکي کتاب.
(3) مونږ قرآن په یوه مبارکه شپه کې نازل کړی ځکه چې مونږ خلک خبروو.
(4) په دې شپه کې هر پریکړه شوی کار له نورو جلا کیږي.
(5) د هر کار چې زمونږ له لورې يي پریکړه وشي. بې له شکه چې مونږ لیږونکي یو.
(6) ستا د رب له لورې رحمت لیږل کیږي. په رښتیا چې هغه ښه اوریدونکی او په هر څه پوه دی.
(7) د اسمانونو او ځمکې او د هغو ټولو څیزونو رب دی چې ددې دواړو په غیږ کې پراته دي که تاسې منونکي یاست.
(8) پرته له هغه هیڅ معبود نشته. ژوندون بښي او مړه کول کوي. ستاسې او ستاسې د پخوانیو پلرونو رب دی.
(9) بلکې کافران د هغه په هکله په شک کې لویدلي لوبیږي.
(10) نو ای محمده! د هغې ورځې انتظار کوه چې د اسمان له لورې یو ښکاره او څرګند لوګی راشي.
(11) ټول خلک به پټوي. او همدا دردناک عذاب دی.
(12) بیا به وايې چې: ای زمونږ ربه! له مونږ نه عذاب لرې کړه مونږ ایمان راوړونکي یو.
(13) اوس به هغوی ته پند منل څه ګټه ورسوي؟ په داسې حال کې چې هغوی ته ښکاره کوونکی پیغمبر راغلی و.
(14) بیا ترې ګرځیدلي و ویلي يي وو چې: خبره ورته ښوولې شوې لیونی سړی دی.
(15) مونږ به ډيرلږ عذاب لرې کړو. خو تاسې بیرته د کفر په لور ګرځیدونکي یاست.
(16) هغه ورځ رایاه کړه چې مونږ لویه او سخته نیونه وکړو. په رښتیا چې مونږ غچ اخیستونکي یو.
(17) او له دوی نه وړاندې مو د فرعون قوم هم ازمویلی او هغوی ته هم یو پتمن او عزتمن پیغمبر راغلی و.
(18) چې ويې ویل: له ماسره د الله بنده ګان پریږدئ زه ستاسې په لور یو امین استازی یم.
(19) ځانونه پر الله لوړ مه ګڼئ. په رښتیا چې زه تاسې ته یو ښکاره دلیل راوړم.
(20) او زه له خپل او ستاسې له رب نه پناه غواړم چې تاسې مې په ډبرو ووژنئ.
(21) او که په ما ایمان نه راوړئ نو له ما نه لرې شئ او مخه مې خوشې کړئ.
(22) او بیا يي خپل رب ته لاسونه پورته کړل او ويې ویل: دا یو سر کشه او مجرم قوم دی.
(23) الله ورته وفرمایل: نو زما بنده ګان د شپې روان کړه په تاسې پسې به پل واخیستی شي.
(24) او سیند په خپل حال ولاړ پریږده. بې له شکه چې هغوی غرقیدونکی لښکر دی.
(25) څومره ډیر باغونه او ښکلي چیني يې پریښوولې؟
(26) او څومره کښتونه او غوره او ښایسته محلونه؟
(27) او څومره نعمتونه چې هغوی به پکې چړچې کولي؟
(28) په همدې توګه مو هغوی هلاک او هر څه مو نورو ته په میراث ورکړل.
(29) په فرعونیانو نه اسمان وژړل او نه ځمکې او نه هغوی ته څه وخت ورکړای شو.
(30) او مونږ بنې اسرائیل له سپکوونکي عذاب څخه خلاص کړل.
(31) د فرعون له عذاب نه په رښتیا چې هغه ډیر لوی متکبر او له پولو ور اووښتی وو.
(32) او دخپل علم په رڼا کې مو هغوی پر ټولو خلکو غوره کړي وو.
(33) او هغه لويي نښي مو ورکړ چې په څرګند ډول ازمیښت و.
(34) هو! همدغه خلک دي چې وايي:
(35) زمونږ همدغه یو لومړنی مرګ وو او بیا مونږ ژوندي نه راپاڅول کیږو.
(36) که نه نو زمونږ پلرونه ژوني راولئ که تاسې رښتینې یاست.
(37) ایا دوی غوره دي؟ او که د تبع قوم؟ او هغه قومونه چې له تبع نه هم وړاندې تیر شوي وو؟ مونږ هغوی ټول ځکه هلاک کړل چې: مجرمان وو.
(38) مونږ اسمانونه، ځمکه او د دواړو په غیږ کې ټول څیزونه د لوبو لپاره نه دي پیدا کړي.
(39) مونږ پرته د حق له انګیزې په بله هیڅ انګیزه نه دي بیدا کړي خو ددوی دیر خلک نه پوهیږي.
(40) د پریکړې ورځ مو له دوی ټولو سره وعده ده.
(41) په هغه ورځ هیڅ دوست له بل دوست نه هیڅ شې نشي منع کولای او نه به له هغوی سره کومک کیدای شي.
(42) خو پرته له هغو چې الله پرې مهربانه شوی وي. بې له شکه چې هغه په هر څه برلاسی مهربان دی.
(43) بې شکه د زقوم ونه.
(44) د ګناه کار خورا ک دی.
(45) د ویلي شوو مسو په شان به په خیټو کې خوټیږي.
(46) کله جوش کړې شوې اوبه.
(47) وبه ویل شي چې ویي نیسئ او د دوزخ مینځ ته يې کش کړئ.
(48) او په سر يې د خوټیدلو اوبو عذاب ور واړوئ.
(49) دا خوند وڅکه! ته ډیر برلاسی عزتمن وې؟
(50) په باوري توګه دا هغه څه دي چې تاسو به پکې شک کاوه.
(51) او بې له شکه چې پرهیزګاران به په ډاډمن ځای کې وي.
(52) په باغونو او چینو کې به وي.
(53) له نریو او پیړو وریښمنو به يې کالي اغوستي یو تر بل به مخامخ [۱۰] سره ناست وي.
[۱۰] تل به سره مخ په مخ یو خای کیږي یو به د بل څټ نه ګوري( البحر المحیط)
(54) او په همدې توګه به مونږ هغوی ته تکې سپینې د ښایسته او غټو سترګو والا ښځې هم ور په برخه کړو.
(55) هلته به هر ډول میوې په ډاډمن ډول غواړي.
(56) پرته له هغه لومړني مرګ نه چې په دنیا کې پرې راغلی و بیا به د مرګ خوند نه څکي. او الله د دوزخ له عذاب نه وژغورل.
(57) دا ستا د رب مهرباني ده. او همدا ستر او لوی بری دی.
(58) نو ای پیغمبره! مونږ دا قران ستا پر ژبه اسان کړ تر څو هغوی پند واخلي.
(59) نو اوس ته انتظار کوه هغوی هم منتظر دي[۱۱]
[۱۱] ته ګوره چې د هغوی پای به څه وي؟ لکه چې هغوی ستا د دعوت نتایجو ته ګوري( تفسیر ابن جریر الطبری).