24 - An-Noor ()

|

(1) دا یو سورت دی چې مونږ نازل کړی او مونږ فرض کړی او په هغه کې مو څرګند ایتونه نازل کړي ښايې تاسې پند واخلئ.

(2) زنا یې ښخه او زنا يې سړی هر یو په سلو درو ووهئ او باید د الله د حکم د تطبیق په برخه کې پر هغوی زړه ونه سوزوئ که تاسې په الله او د قیامت په ورځ پوخ باور لرئ. او د مسلمانانو یوه ډله باید د عذاب ورکولو ځای ته حاضره شي.

(3) زنا يې سړی یوازې زنايې ښځه او یا مشرکه ښځه په نکاح اخلي. او زنا يې ښځه هم یوازې زنايې سړی او یا مشرک سړی په نکاح اخلي دا کار پر مؤمنانو حرام کړای شوی دی.

(4) او هغه کسان چې په پاک لمنو ښځو تور ولګوي بیا څلور شاهدان رانه ولي نو اتیا درې يې ووهئ او هیڅکله يې شهادت ونه منئ. او همدوی فاسقان دي.

(5) خو که څوک له دې وروسته توبه وباسي او ځانونه اصلاح کړي نو الله پاک ښه بښونکی او مهربان دی.

(6) او کوم کسان چې پر خپلو میرمنو تور لګوي او پرته له ځان څخه بل شاهد ورسره نه وي نو څلور ځل به د الله په نوم قسم اخلي چې: بې له شکه دی رښتیا ویونکی دی.

(7) او پنځم ځل به وايې چې د الله لعنت دې پرې وي که دی درواغ ویونکي وي.

(8) او ښځه په دې توګه له عذاب نه بچ کیدای شي چې څلور ځل د الله په نوم قسم واخلي چې: خاوند يې درواغ ویونکي دی.

(9) او په پینځم ځل به وايي چې د الله قهر دی پر هغې وي که میړه يې رښتیني وي.

(10) که د الله فضل او مهرباني پر تاسې نه وای، او که دا خبره نه وای چې الله ښه توبه منونکی او د لوی حکمت څښتن دی( نو له ناشونو سره به مخ شوي وای).

(11) کومو کسانو چې لوی درواغ جوړ کړي دي[۱۲] هغوی ستاسې له مینځ نه یوه ډله ده. دغه پيښه د ځان لپاره شر مه ګڼئ. دا ستاسې لپاره خیر دی. د هر چا لپاره د هغه د کړنې په اندازه ګناه ده. او چا يې چې لویه برخه[۱۳] په غاړه اخیستې وه، د هغه لپاره ډیر لوی عذاب دی.
[۱۲] دا هغه درواغ دي چې د بني مصطلق غزا په اوږدو کې پر بي بي عایشي رضي الله عنها تړل شوي وو ( ابن جریر الطبری). [۱۳] عبدالله بن ابی ابن سلولو چې ددې بهتان جوړوونکی وو ( ابن جریر الطبری).

(12) که دا پيښه تاسې واوریده، نو ولې مؤمنو سړیو او مؤمنو ښځو پر خپلو ځانو د خیر ګومان ونه کړ؟ او ولې يي ونه ویل چې دا ډانګ پیلي درواغ دي؟

(13) او لوې درواغ جوړوونکو څلور شاهدان وړاندی نه کړل؟ نو چې شاهدان یې رانه وستل نو په ډاګ ده چې همغوی د الله په وړاندې درواغجن دي.

(14) که پر تاسې په دنیا او اخرت کي د الله فضل او مهرباني نه وای، نو د هغه څه په بدل کې به چې تاسو پکې غوپي وهلې، لوی عذاب در رسیدلی وای.

(15) هغه وخت چې تاسې درواغ د ژبو په سر اخیستي او هغه څه مو ویل چې په بشپړ ډول ترې ناخبره واست او ګومان مو کاوو چې دا کومه بابیزه خبره ده. په داسې حال کې چې هغه د الله په وړاندې ډیره لویه وه.

(16) او کله چې تاسې هغه واوریده، نو ولې مو ونه ویل: له مونږ سره نه ښايې چې په دې هکله څه ووایو سبحان الله! دا ډیر لوی بهتان دی.

(17) الله تاسې ته پند درکوي هسې نه چې بیا دا وړ کار وکړئ که تاسې مؤمنان یاست.

(18) او الله پاک همدا تاسې ته ایاتونه بیانوي او الله په هر څه پوه او د حکمت څښتن دی.

(19) بې له شکه د هغو کسانو لپاره چې د مؤمنانو په مینځ کې د فحشاوو خپرول خوښوي، په دنیا او اخرت کې دردناک عذاب دی. الله پوهیږي او تاسې نه پوهیږئ.

(20) او که پر تاسې د الله فضل او مهرباني نه وای او هم الله ښه نرمي کوونکی او ډیر رحم والا نه وای( نو له لوی رسوايې او عذاب سره به مه شوي واست).

(21) ای مؤمنانو! د شیطان پر پلونو مه ځئ او هر څوک چې دشیطان پر پلونو ولاړ نو هغه به په فحشاوو او ناروا کارونو ورته امر وکړي. او که پر تاسې د الله فضل او احسان نه وای، نو هیڅکله به مو کوم یو له ګناه څخه پاک شوی نه وو. خو الله پاک هغه خلک پاکوي چې خوښه يي شي او الله اوریدونکی او پوه دی.

(22) ستاسې مهربان او مالدار خلک دې لوړه نه کوي چې خپلوانو، تش لاسو، او د الله په لار کې مهاجر خلکو ته به څه ورنه کړي. باید عفوه ورکړي او ترې تیر شي. تاسې نه خوښوئ چې الله درته بښنه وکړي؟ الله ښه بښونکی او مهربان دی.

(23) کوم کسان چې پر پاک لمنو ناخبره، مؤمنو ښځو تور تپي پر هغوی په دنیا او اخرت کې لعنت وکړای شو. او ډیر لوی عذاب يي په برخه دی.

(24) په هغه ورځ چې په کړو وړو به يې ژبې، لاسونه او پښې شاهدي ووايې.

(25) په هغه ورځ به الله پاک پوره حساب په لاس ورکړي او هغوی ته به په ډاګ شي چې حق او څرګند یوازې د الله ذات دی.

(26) ناپاکې ښځې د ناپاکو نارینه وو لپاره دي او ناپاک نارینه د ناپاکو ښځو لپاره دي او پاکې ښځې د پاکو سړیو او پاک سړي دپاکو ښځو لپاره دي. د دوی لمن له هغو خبرو نه پاکه ده چې منافقان يې په درواغو جوړوي. د دوی لپاره بښنه ده او ښه روزي.

(27) ای مؤمنانو! له خپلو کورونو پرته نورو کورونو ته تر هغه مه ننوځئ، تر څو چې اجازه يي ترلاسه او په اوسیدونکو يې سلام ووايې. دا ستاسې لپاره ډیر غوره دی ښآيې چې تاسې پند واخلئ.

(28) نو که څوک مو هلته مینده نه کړل، نو ترڅو چې اجازه درته نه وي شوی مه ورننوځئ او که درته وویل شو چې : بیرته وګرځئ نو وګرځئ، بیرته ګرځیدل درته ډیره پاکه کړنلاره ده. او الله ستاسې په کړنو ډیر ښه پوهیږي.

(29) په تاسې کوم باک نشته چې هغو کورونو ته بې له اجازې ولاړ شئ چې هلته څوک نه اوسي، او هلته ستاسې څه ګټي او اړتیاوې پرتې وي. الله ته هغه ټول ښه معلوم دي چې تاسې يې ښکاره کوئ او یا يې پټوئ.

(30) ای پیغمبره! مؤمنانو ته ووایه چې خپلې سترګي ټيټي او د شرم ځایونه پټ وساتي. دا د دوی لپاره پاکه کړنلاره ده. الله پاک يې له ټولو کړنو ښه خبر دی.

(31) او مؤمنو ښځو ته ووایه چې: خپلې سترګې ټیټې او د خپل شرم ځایونه پټ وساتي. او خپل ښایست دې پرته له هغه چې ښکاره دي[۱۴] نه په ډاګه کوي او خپل پوړني دی، پر خپلو سینو او ټټرونو خپاره کړي او خپل سینګار او ښایست دې نه ښکاره کوي مګر یوازې د دغو خلکو په وړاندی. میړونه يې ، پلرونه يې، د میړونو پلرونه، خپل ځامن، د میړونو ځامن(بنزیان) ورونه، وریرونه، خوریونه، خپلې ښځې، خپل غلامان د خپل لاس لاندی هغه نارینه چې څه خواهش ونه لري. او هغه کوچنیان چې لا تر اوسه د ښځو د پټو رازونو سره اشنا نه وي. او پښې دی په زوره نه ږدي تر څو يې پټ کړې ښایست ډاګیز شي. او ای مؤمنانو! ټول الله ته توبه وباسئ. ښايې چې خلاصون مو په برخه شي.
[۱۴] عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه لباس ښوولې او عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما مخ او ورغوي ښوولي او ځینو نورو دواړه ښوولي( معارف القران).

(32) او نا واده هلکان او پیغلې، نیک غلامان او وینځې مو واده کړئ. که بې وسې وي نو الله به يې له خپلې لورې ماړه کړي. د الله هر څه پراخ او په هر څه ښه پوه دی.

(33) او هغه خلک چې نکاح يې په وس کې نه وي باید پاک لمنه اوسي تر څو يې الله پاک له خپلې لوری بډایان کړي. او ستاسې هغه غلامان او وینځې چې د بدل په ورکولو سره د ازادئ غوښتنه کوي. که تاسې ته په هغوی کې څه خیر ښکاري نو دا تړون ورسره وکړئ او د الله له هغه مال نه برخه ورکړئ چې تاسې ته يې درکړی دی. او که ستاسو وینځو د پاک لمنۍ ژوند خوښولو نو د څو ټکو د تر لاسه کولو په تکل يي فاحشه توب ته مه اړباسئ او هر څوک چې هغوی اړ باسي نو له دې اړویستنې څخه وروسته الله د اړ شوو خلکو لپاره ښه پښونکی او مهربان دی.

(34) او مونږ تاسې ته ښه روښانه، بیانوونکي ایاتونه او د تیرو خلکو کیسې او مثالونه او د پند اخیستونکو لپاره پندونه درلیږلي دي.

(35) الله د اسمانونو او ځمکې نور او روښانيې ده. د هغه د روښنايې مثال داسې دی لکه په یو تاخچه کې ډیوه بله وي. ډیوه په یوه ښیښه کې وي. ښیښه د ځلیدونکې ستوري په شان وي او هغه ډیوه د ښوون له یوي مبارکي او بختورې ونې چ نه ختیزه وي او نه لویدیزه له تیلو نه بلولای شي د هغې تیل هومره روښانه او صاف وي چې نژدې پرته له اور لګیدلو نه خپل په خپله رڼا وکړي. او په دی توګه د رڼا له پاسه رڼا ده، د الله چې چا ته خوښه شي د خپلې روښنايې په لور ښوونه ورته کوي. الله خلکو ته مثالونه وړاندې کوي. او په هر څه ښه پوه دی.

(36) په هغو کورونو کې چې الله پاک يي د لوړ ساتلو او هلته د خپل نوم یاولو حکم کړی سهار او ماښام د هغه ثنا او صفت ویل کیږي.

(37) هسې سړي يې ثنا او صفت وايې چې تجارت او راکړه ورکړه يې د الله له یادولو، د لمانځه له ودرولو او د زکات له ورکولو څخه نه بې پروا کوي له هغې ورځې نه ډاریږي چې زړونه پکې اړوي را اړوي او سترګې رډې خیژې.

(38) تر څو الله پاک د هغو د کړنو ښه بدله ورکړي. او د خپلې لورینې لا زیاتوالی ور په برخه کړي. اود الله چې چا ته خوښه شي له اندازې وتلې روزي ورکوي.

(39) او کوم کسان چې کافران شوي عملونه یې د لوی دښتې هغه سراب ته ورته دي چې تږی پرې د اوبو ګومان وکړي. خو کله چې هلته ورشي هیڅ نه وي. او هلته يي د الله عذا ب وموند، نو حساب يې ښه پوره ورکړـ او الله خورا ژر حساب کوونکی دی.

(40) یا د هغوی عملونه د ژور بحر هغو تیارو ته ورته دي چې څپه پرې خوره شوې واو د هغې له پاسه بله څپه او بیا د هغې له پاسه وریځې وي. دا یو د بل له پاسه تیارې دي. که په دغو تیارو کې پریوتی خپل لاس بیرون وباسي، نو نه بریښي چې ودې ګوري. حقه خبره همدا ده چې چا ته الله پاک رڼا ور نه کړي، د هغه به هیڅ ډول روښنايې نه وي.

(41) ای اوریدونکیه! ته نه ویني چې د اسمانونو او ځمکې ټول موجودات ان د هواء مارغان چې د وزرونو په خوزولو الوزي د الله پاک ثنا او صفت واي؟ دوی هر یوه ته د الله د شان سره مناسب لمونځ او ثناء معلومه ده ـ او الله پاک ته د هغوی ټولي کړنې ښې معلومې دي.

(42) د اسمانونو او ځمکې واکمني یوازې د الله ده. او د هر څه بیرته ورتګ یوازی یو الله ته دی.

(43) او ای اوریدونکیه! ته نه وینې چې الله پاک وریځې هر لور ته خورې ورې، بیا يې سره یو ځای او یو د بل د پاسه يې کت په کت کړي؟ نو ته ګورې چې له چاودونو یې باران را څڅیږي. او الله دی چې له بره وريځو داسې غرونه راښکته کوي چې ږلۍ ورسره وي. د الله پاک چې چاته خوښه شي همدا ږلۍ پری وروي او چې چاته يې خوښه شي ترې يې په څنګ کوي. نژدې وي چې د وریځو د بریښنا رڼا يې د سترګو رڼا له مینځه یوسي.

(44) او الله دی چې شپې او ورځې سره اړوي را اړوي. په رښتیا هم چې په دې خبرو کې د سترګه ورو لپاره لوی درس او عبرت دی.

(45) او الله پاک ټول خوځیدونکي له اوبو نه پیدا کړي. چې ځیني يې پر ګيډو ښوئیږي. ځیني يې په دوه پښو او ځيڼې يي په څلورو پښو تګ کوي د الله چې څه خوښه وي هغه پیدا کوي. ځکه چې هغه د هر څه وس لري.

(46) په رښتیا چې مونږ ښه ښکاره کوونکي او بیانوونکي ایاتونه نازل کړي دي. او چې د الله چاته خوښه شي د سمې لارې په لور ښوونه ورته کوي.

(47) او منافقان وايې[۱۵] چې مونږ په الله او رسول ایمان راوړی. او مننه مو کړی ده، خو بیا د هغوی ځینې خلک له دې وینا وروسته مخ اړوي، نو رښتیني مؤمنان نه دي.
[۱۵] د یوه یهودي او منافق سره جګړه وه، یهودي ورته ویل چې پریکړه په محمد صلی الله علیه وسلم کوو، خو منافق پوهیده چې حق دده په خوا نه دی نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د پریکړې لپاره نه تلو. نو دا ایت نازل شو( تفسیر ابن کثیر).

(48) او کله چې هغوی د الله او د هغه د رسول په لور وبلل شي چې رسول به د هغوی په مینځ کې پریکړه وکړي. نو ځینې يي ناببره ډډه کوي.

(49) که حق د هغوی په خوا وي نو بیا غاړه ایښوونکې د پیغمبر په لور را روان وي.

(50) ایا د هغوی زړونه ناروغه دي؟ او که هغوی شکمن دي؟ او که له دې ډاریږي چې الله او رسول به پرې تیری وکړي؟ اصلي خبره همدا ده چې دوی په خپله ظالمان دي.

(51) او مؤمنان چې کله هم د الله او د هغه د رسول په لور وبلل شي چې رسول د هغوی په مینځ کې پریکړه وکړي نو وايې: مونږ بلنه واوریده، او ومو منله. او خلاصون د همدوی په برخه دی.

(52) او هغه کسان چې د الله او رسول مننه وکړي، له الله وډار شي او له سرغړوني څخه يې ځان وژغوري نو همدوی بریمن دي.

(53) منافقان ډیرې سختي لوړې کوي چې: والله که ته ورته امر وکړی نو ارو مرو به ووځي. ای محمده! ورته ووایه ډیرې لوړې مه کوئ. مننه ښکاره ده. او بې شکه چې الله پاک ستاسې له کړنو ډير ښه خبر دی.

(54) ووایه چې: د الله او رسول مننه وکړئ نو که مخ مو واړاوو نو پوه شئ چې د پیغمبر دنده یوازې هغه ده چې په غاړده يي ور اچول شوې او له تاسې به د هغه څه پوښتنه کيږي چې په غاړه در اچول شوې. او که تاسې د هغه مننه وکړئ نو سمه لار به ومومئ. که نه نو د پیغمبر دنده پرته له ښکاره او ډاګیزه رسونې بل څه نه ده.

(55) الله پاک ستاسې له هغو کسانو سره چې ایمان يې راوړی او نیک کارونه يې کړي وعده کړې ده چې خامخا به يې په ځمکه همغه شان خلیفه ګان وګرځوي، لکه چې له دوی وړاندې خلک يې ګرځولي وو او هغه دین به يي په پښو ودروي چې الله ورته خوښ کړی دی. او ډار به يي په ډاډ بدل کړي. هغوی به زما عبادت کوي او له ماسره به هیڅ شی نه شریکوي. او څوک چې له دې وروسته هم کافر شي همدوی ډیر غټ فاسقان دي.

(56) او لمونځونه ودروئ زکات ورکړئ او د رسول مننه وکړئ چې رحم درباندې وکړای شي.

(57) او ګومان مه کوه چې کافران په ځمکه کې د الله بې وسې کوونکي دي. د هغوی ورتګ اور ته دی او هغه د ورتګ ډیر بد ځای دی.

(58) ای مؤمنانو! ستاسې غلامان او ستاسې هغه کوچنیان چې بلوغ ته نه وي رسیدلي په دریو وختونو کې باید له اجازې اخیستلو وروسته در شي. سهار له لمانځه وړاندې او غرمه چې کله تاسې جامې وباسئ. او د ماخستن لمانځه وروسته. بس دا درې وختونه ستاسې د ځان بربنډولو وختونه دي. او له دې دریو وختونو پرته نه پر تاسې څه ګناه شته او نه پر هغوی ـ ځکه ستاسې یو بل ته بیا، بیا تګ راتګ وي. په همدې توګه الله پاک تاسې ته ایاتونه څرګندوي. او الله په هر څه پوه او د حکمت څښتن دی.

(59) او چې کوچنیان مو بالغ شي نو باید همغه ډول اجازه وغواړي کله چې نور بالغ خلک يي غواړي. په همدې توګه الله پاک تاسې ته خپل ایاتونه څرګندوي. او الله په هر څه پوه او د حکمت څښتن دی.

(60) او له ځوانۍ نه ناستې زړې ښځې چې د واده کولو شوقمنې نه وي که خپل پوړني[۱۶] کیږدي څه ګناه پرې نشته خو په دې شرط چې د خپل ښایست ښوونه به نه کوي. خو که بیا هم ځان پټ وساتي ډير يي په ګټه ده الله هر څه اوري او په هر څه پوه دی.
[۱۶] هدف هغه پوړنی یا ټوټه ده چې سینګار او ښایست پرې پټولا شي. نه دا چې ځان به لوڅوي او پوړنی به نه استعمالوي( معارف القران).

(61) پر ړانده، ګوډ، ناروغ او پر تاسې هیڅ ګناه نشته چې له خپلو کورونو یا د پلرونو، مورګانو، ورونو، خورګانو، ترونو، ترورګانو، ماماګانو، توړیو او یا له هغو ګورونو چې واک يې تاسې ته سپارل شوی او یا د دوستانو له کورونو نه خوارک وکړئ. او پر تاسې هیڅ ګناه نشته چې یو ځای خوراک کوئ او که جلا، جلا خو کله چې کورونو ته ننوځئ نو پر خپلو ځانونو د هغو برکتناکو او پاکیزه ټکو سلام ووایې چې د الله له لورې ټاکل شوی. په دې توګه الله پاک تاسې ته ایاتونه بیانوي، ښايې تاسې له عقل نه کار واخلئ.

(62) بې له شکه رښتیني مؤمنان هغه کسان دي چې په الله او د هغه په رسول يې ایمان راوړی او کله چې په کوم ټولنیز کار کې له رسول سره مل وي نو د هغه له اجازې برته نه ځي. هو! کوم کسان چې له تانه اجازه غواړي همغوی په الله او د هغه په رسول ایمان راوړي. نو کله چې هغوی د خپلو ځینو اړتیاوو له مخې له تانه اجازه وغواړي نو چا ته دې چې خوښه شي اجازه ورکړه او له الله نه ورته بښنه وغواړه. بې له شکه الله پاک ښه بښونکی او مهربان دی.

(63) ای مؤمنانو! ستاسې په مینځ کې د پیغمبر بلل لکه ستاسې یو د بل بلنې غوندی مه ګڼئ[۱۶] الله پاک ته ستاسې هغه کسان ښه معلوم دي چې یو، یو، دوه، دوه کښیږي او یو د بل ترڅنګ په ځان پټولو سره ووځي. د پیغمبر له حکم نه سرغړوونکي باید وډار شي هسي نه چې په کومه فتنه کې اخته او یا ورته دردناک عذاب ورسیږي.
[۱۶] بله معنې يې دا ده چې پیغمبر ته هسې نارې مه وهئ په خپلو مینځونو کې يې یو بل ته وهئ، دریمه معنا يي دا ده چې پیغمبر ښیرا او دغاء داسې مه ګڼئ لکه په خپلو مینځونو کې يي چې تاسې یو بل ته کوئ( تفسیر الماوردی) مړ په (۴۵۰).

(64) واورئ٬ په اسمانونو او ځمکه کې ټول موجودات یوازې د یو الله دي. هغه ته تاسې ښه بربنډ یاست. او په کومه ورځ چې خلک هغه ته بیرته وروستل شي نو د هر چا په وړاندې به د هغه خپل کړه ورته کیږدي. او الله په هر څه ډیر ښه پوه دی.