23 - Al-Muminoon ()

|

(1) په باوري ډول مؤمنان بریمن دي.

(2) هغوی چې په خپل لمانځه کې زارۍ او عاجزي کوي.

(3) له ورانو کارونو مخ اړوي.

(4) زکات ورکوي.

(5) او خپل شرم ځایونه ساتي.

(6) خو نه له خپلو ښځو او خپلو وینځو. ځکه چې په هغوی کې څه باک نشته.

(7) او که چا له دې نه اخوا نور څه وغوښتل نو همدوی له پولې اوښتي دي.

(8) او هغوی چې د خپلو امانتونو او وعدې پالنه کوي.

(9) د خپلو لمونځونو ساتنه کوي.

(10) همدغه کسان وارثان دي.

(11) فردوس جنت به په میراث وړي ـ او تل تر تله به هملته وي.

(12) او مونږ انسان له نچوړ شوې خټې نه جوړ کړ.

(13) بیا مو په یوه خوندي ځای کې د اوبو یو څاڅکی وګرځاوو.

(14) بیا مو د اوبو له څاڅکې نه د ویني ټوټه جوړه، نو بیا مو د ویني له ټوټې نه د غوښي یوه بوټۍ جوړه او بیا مو د غوښي له بوټۍ نه هډوکي جوړ او بیا مو هډوکو ته غوښه وروپوښله. بیا مو هغه په یو بل[۲] پیدایښت سره ژوندی کړ، الله د ډیر لوړ شان څښتن او له ټولو پیداکوونکو نه ښه بیدا کوونکی دی.
[۲] معنی دا چې روح ورکړای شو. ویښتان او نوکان عقل او نور امتیازي خصوصیتونه ور په برخه شول( فتح القدیر د امام الشوکانی)

(15) بیا تاسې له دې وروسته اور ، مرو مړه کیدونکي یاست.

(16) او بیا د قیامت په ورځ بې له شکه ژوندي راپورته کړای شئ.

(17) او مونږ ستاسې له پاسه اوه اسمانونه هم پیدا کړي. او مونږ له موجوداتو څخه ناخبره یو.

(18) او مونږ له بره په برابره اندازه اوبه راښکته کړي او په ځمکه کي مو تم کړي او په بیرته وړلو يې هم ښه پیاوړي یو.

(19) او په اوبو مو تاسو ته د خرماوو او انګورو باغونه پیدا کړل چې تاسې ته پکې ډیرې میوې په لاس درځی. او له هغو نه خوراک هم کوئ.

(20) او مونږ د سیناء طور په غره کې هغه ونه پیدا کړی چې تیل هم لري، او د خوړونکو لپاره انګولی هم.

(21) او پخه خبره همدا ده چې په څارویو کې تاسې ته یوه ښوونه ده. په هغو شیدو چې د هغوی په بدن کي دي مونږ تاسې خړوبه وو او په همدې څارویو کې ستاسې نورې ډیرې ګټې هم دي او له همدې څارویو نه تاسې خوراک هم کوئ.

(22) او په همدې څارویو او کښتیو تاسو بارول کیږئ هم.

(23) او مونږ نوح خپل قوم ته استولی وو. هغه وویل: ای زما قومه! د یو الله عبادت وکړئ پرته له هغه مو بل خدای نشته نو ولې له هغه نه ډاریږئ.

(24) د هغه د قوم کافرو مشرانو وویل: نوح ستاسې په شان یو انسان دی غواړي چې ځان پر تاسې لوړ کړې او که الله غوښتي وای، نو یوه ملایکه به يې رالیږلې وای. مونږ د انسان د پیغمبرۍ خبره له خپل پلار نیکه نه نده اوریدلي.

(25) بس دا یو سړی دی چې لیونتوب پرې حمله کړي. لږ څه نور هم ورته وګورئ.

(26) نوح وویل: ای زما ربه! زما ملا وتړه ځکه چې هغوی زه درواغجن وګڼلم.

(27) مونږ هغه ته وحې وکړه چې : زمونږ د څارنې او وحې په رڼا کې کښتۍ جوړه کړه. کله چې زمونږ حکم راشي، او په تنور کې اوبه راوخوټيدې نو له هر ډول څارویو نه جوړه، جوړه دوه دانې، او د کورنۍ له هغو غړو پرته چې د هغوی په هکله وړاندې پریکړه شوی نور ټول درسره په کښتۍ کې سپاره کړه. او پام چې د ظالمانو په هکله له ماسره خبرې ونه کړې ځکه چې هغوی غرقولای شي.

(28) او کله چې ته سره له خپلو کسانو پر کښتۍ ښه برابر شوي نو ووایه چې: ټوله ثنا[۳] یوازې هغه الله ته ده چې مونږ يي له ظالم قوم نه خلاص کړي یو.
[۳] دا د سپریدو وخت دعا ده.

(29) او ووایه چې: ای زما ربه! مونږ یوه ښه او مبارک ځای [۴] ته ښکته کړه بې له شکه چې ته ښه ځای ورکوونکی یې.
[۴] دا د ښکته کیدلو د وخت دعا ده( فتح القدیر د امام الشوکاني)

(30) هو! په دې کیسه کې ډیرې سترې نښاني دي او مونږ ارو، مرو ازمیښت کوونکي یو.

(31) له دوی وروسته مو د نورې زمانې خلک راپیدا کړل.

(32) او په هغوی کې مو د هغوی یو سړی رسول ولیږه چې: د یو الله عبادت وکړئ او پرته له هغه ستاسې بل خدای نشته نو ولې نه ډاریږئ.

(33) د هغه د قوم هغو مشرانو چې له منلو يې انکار کړی وؤ د اخرت ملاقات یې درواغ ګڼلی او مونږ پرې په دنیوي ژوند کې ښه لورینه کړې وه، وویل: دا سړی پرته له دې چې ستاسې غوندې یو انسان دی بل هیڅ نه دی هغه څه خوري چې تاسې يې خورئ او هغه څه څښي چې تاسې يې ځښئ.

(34) او قسم دی که تاسې د خپل ځان پشان په یوه بل انسان پسې ولاړئ نو ډیر تاوانیان يې.

(35) ایا دی له تاسې سره وعده کوي چې کله تاسې مړه، خاورې او هډوکي شئ نو بیرته به راویستلای شئ؟

(36) ناشوني دی، ناشونی دی، هغه کار چې له تاسې سره يې وعده کیږي.

(37) بس زمونږ همدا یو د دنیا ژوند دی چې مړه کیږو او ژوندي کیږو. او له مرګ نه وروسته بیا ژوندي نه راپاڅول کیږو.

(38) بس دغه سړی پر الله درواغ تړي او مونږ يې هیڅکله منوونکي نه یو.

(39) پیغمبر وویل: ای زما ربه! زما ملا وتړه ځکه چې هغوی زه درواغجن وګڼلم.

(40) الله پاک وفرمایل: ډير ژر به هغوی پښیمانه شي.

(41) نو ناڅاپې چیغې په رښتیا ونیول او د سیلاب وړوغوندی مو وګرځول. ظالم قوم له مهربانۍ څخه لرې شو[۶].
[۶] د الله له رحمت او لورینې نه لرې شو.

(42) بیا مونږ له هغوی وروسته نور قومونه پیدا کړل.

(43) هیڅ قوم نه له خپلې ټاکلې نیټې وړاندې مري او نه ترې وروسته کیږي.

(44) له دی وروسته مونږ په مسلسل ډول خپل استازي ولیږل. هر امت ته به چې پیغمبر ورغې نو درواغجن به يې وباله. نو مونږ هم هغوی یو په بل پسې له مینځه یوړل. چې بالاخره هغوی تشې کیسې شوې. نو لری او بي برخې دې وي هغه خلک چې ایمان نه راوړي.

(45) بیا مو خپل رسولان، موسی او د هغه ورور هارون له خپلو نښانو او ښکاره دلایلو سره ولیږل.

(46) چې فرعون او د هغه واکمني ډلې ته ورشي. خو هغوی لوي يې وکړه او لويې يې پخوانی عادت ؤ.

(47) نو ویي ویل: ایا مونږ د داسې دوه سړیو خبره ومنو چې زمونږ په شان انسانان او دهغوی قوم زمونږ غلامان دي؟

(48) دواړه پیغمبران يې درواغجن وګڼل نو ځکه ټول له مخې هلاک شول.

(49) او مونږ موسی ته کتاب ورکړی ؤ تر څو پرې هغوی لار ومومي.

(50) او د مریمی ځوی او د هغه مور مو یوه نښانه ګرځولي او دواړو ته مې په هغه هسکه مینه کې ځای ورکړی وو. چې د ډاډ ځای او د پاکو او صافو اوبو چینې پکې روانې دي.

(51) ای پیغمبرانو! پاک څیزونه وخورئ او نیک کارونه وکړئ زه ستاسو له ټولو کړنو ډیر ښه خبر یم.

(52) او ستاسې ټولو دین، یو او زه مو رب یم نو له ما نه وډار شئ.

(53) خو له هغوی نه وروسته خلکو خپل کار په خپله ټوټه، ټوټه کړ. او هر ه ډله په همغه څه خوښه ده چې ورسره دي.

(54) نو ای محمده! دوی پریږده چې تر ټاکلې نیټې په خپل غفلت کې ډوب وي.

(55) ایا د دوی ګومان دی چې مونږ ورسره د مال او اولاد لورینه کړې.

(56) ګنې مونږ ورته د ښیګڼو مخه ژر کړې ؟ نه : بلکې هغوی نه پوهیږي.

(57) بې له شکه هغه کسان چې د خپل رب له ډار نه په لړ زان دي.

(58) او هغوی چې د خپل رب په ایتونو ایمان راوړي.

(59) او هغوی چې له خپل رب سره هیڅ شې نه برابر وي.

(60) او هغوی چې د الله په لار کې د هغه ورکړی مال مصرفوي او په زړونو کې يې ډاروي چې خپل رب ته خامخا بیرته ورتلونکي دي.

(61) نو همدغه کسان په ښیګڼه کې تلوار کوي او له هر چا وړاندی وردانګې.

(62) او مونږ پر هیچا له توان نه پورته بار نه ږدو او له مونږ سره داسې لیکنه ده چې هر څه کټ مټ په ګوته کوي. او پر هغوی به هیڅ تیری ونه کړای شي.

(63) بلکې د هغوی زړونه له دې حقو خبرو نه بې خبره، او له دې پرته په نورو پریوتو کړنو اخته دي.

(64) تر څو يې مونږ په نعمتونو کې ډوب مشران په عذاب اخته کړو. نو بیا به چیغې او فریادونه کوي.

(65) نن چیغې مه وهئ له مونږ نه مو څوک خلاصولای نشي.

(66) ځکه چې زما ایاتونه به پر تاسو لوستل کیدل خو تاسو به مخ په څت په منډه واست.

(67) په هغو مو لويې کوله. د شپې به په کیسو اخته او زما ایاتونه مو پریښې وو.

(68) ایا هغوی خبرې ته فکر نه دی کړی؟ او که داسې څه ورته راغلي چې پخوانیو پلرونو ته يې نه وو راغلي؟

(69) او که خپل پیغمبر نه پیژني چې اوس ورسره نا اشنا دي؟

(70) او که وايې چې پیغمبر لیونی دی. نه! دا یوه هم نه ده بلکې حق ورته راغلی او د هغوی ډير خلک حق نه خوښوي.

(71) که حق د دوی د هیلو پسې تللی وای نو نو اسمانونه، ځمکه او په هغوی کې ټول څیزونه، به خراب شوی وو. نه داسې نه ده بلکې مونږ هغوی ته پند راوړی خو هغوی ترې مخ اړوي.

(72) او که ته له دوی نه څه غواړې؟ نو ستا د رب ورکړه ډیره غوره ده. او هغه تر هر چا ښه روزي ورکوونکی دی.

(73) او بې له شکه چې ته هغوی سمې لارې ته بلې.

(74) خو کوم کسان چې په اخرت ایمان نه لرې له سمې لارې نه کاږه دي.

(75) او که مونږ پر هغوی مهربان شوی او اخته کړ او مو ترې لرې کړی وای نو بیا به هم په خپله سرغړونه کې لا کلک او لالهانده به وو.

(76) ځکه مو په عذاب اخته کړل خو بیا يې هم خپل رب ته غاړه کیښوده او نه ورته زارۍ کوي.

(77) تر هغو چې مونږ پری د سخت عذاب دروازه را خلاصه کړو نو بیا به له هر څه نه مایوسه وي.

(78) او الله هغه ذات دی چې تاسې ته يې غوږونه، سترګې او زړونه درکړې. خو تاسې ډیر لږ شکر ویستونکي یاست.

(79) او هغه ذات دی چې تاسې يې په ځمکه کې خواره واره کړي يي او د همغه په لور به بیرته وروستلای شئ.

(80) او هغه دی چې ژوند بښي او وژنه کوي او د شپې او ورځې اړول را اړول د هغه کار دی. ایا تاسې له عقل نه کار نه اخلئ.

(81) خو دوی همغه څه وايې چې پخوانیو یې ویلي وو.

(82) پخوانیو يې ویلي وو: ایا چې مونږ مړه، خاورې او هډوکي شو بیا به هم ژوندي راپاڅول کیږو؟

(83) همدا یوه وعده له مونږ سره کیږې او زمونږ له پلرونو سره لا پخوا شوې وه. دا پرته له زړو کیسو نور هیڅ نه دي.

(84) ای محمده! ووایه: که تاسې پوهیږئ نو ووایاست چې ځمکه او د هغې هر څه د چا دي؟

(85) ارو، مرو به وايي د الله، ورته ووایه نو ولې ځان په خبره نه رسوئ.

(86) ورته ووایه: د اووه اسمانونو او د لوی عرش واکمن څوک دی؟

(87) ارو، مرو به هغوی ووایي: الله. ووایه: نو لوې له هغه نه ډار نه لرئ؟

(88) ووایه: د هر شي واک د چا په لاس کې دی؟ هسې واکمن چې پناه ورکوي. خو د هغه پر خلاف هیڅوک پناه نه شي ورکولای؟ نو که پوهیږئ ووایاست؟

(89) ژر به ووايې د الله، ورته ووایه نو بیا ولې غولول کیږئ.

(90) بلکې مونږ هغوی ته حق راوړی ،ا وپه دې کې هیڅ شک نشته چې هغوی درواغجن دي.

(91) نه الله کوم اولاد نیولې او نه له هغه سره کوم بل خدای شته. که نه نو هر خدای به خپل پیدایښت جلاء کړی او ځینو به پر نورو د برلاسۍ هڅه کړې وای. الله له دغو خبرو نه پاک دی چې دوی يې بیانوي.

(92) په پټو او ښکاره وو ټولو پوه او له هغه څه نه ډیر لوړ دی چې هغوی يې ورسره شریکوي.

(93) ای محمده! دعاء وکړه! ای زما ربه! که ته زما د سترګو په وړاندې هغه څه پر هغوی راولې چې وعده يې ورسره شوې.

(94) نو زما ربه! ما په ظالمانو کې مه شاملوه.

(95) او په دې کې شک نشته چې دا زمونږ په وس ده چې ستا د سترګو په وړاندې پری هغه څه راولو چې وعده يې ورسره کوو.

(96) او د بدۍ مخه په نیکۍ سره ونیسه. مونږ ته هغه څه ډیر ښه معلوم دي چې مشرکان يې وايې.

(97) او ووایه چې: ای زما ربه! زه له تا نه د شیطانانو له وسوسو او ټونګو نه پناه غواړم.

(98) او په تاسره د شیطانانو له راتګ نه پناه غواړم.

(99) او مشرکان به تر هغوی په بدیو سر وي چې د مرګ نښې ورته راشي نو وايې به چې: ای زما ربه! ما بیرته وګرځوه.

(100) کیدای شي چې زه په پاتې شوې دنیا کې ښه کارونه وکړم. نه داسې نه کيږي. دا هسي یوه بابیزه خبره ده چې هغه يې وايې. اوس د دوی په وړاندی د بیا ژوندون تر ورځې یوه لویه پرده ده.

(101) نو کله چې شپیلۍ پو[۹] کړای شي نو بیا به يې خپل مینځي ټولي اړيکي پرې، او یو له بل نه به پوښتنه هم نه کوي.
[۹] د ابن عباس قرائت له مخې( الصور) د (صاد پيښ او د (واو) زور د (صورة) بدن جمع ده. یعنې په بدنو کې روح واچول شي.( البحر المحیط).

(102) نو په هغه ورځ چې د هر چا تلې درنې شوې نو بس همغوی بریمن دي.

(103) او د چا چې تلې سپکې شوې نو ځانونه يې تاواني، او تل به په جهنم کې پاتې وي.

(104) مخونه به يې اور کې سوزي او تل به چینګ داړي وي.

(105) ورته به وایه شي چې ایا پر تاسو زما ایتونه، نه وو لوستل شوي؟ چې تاسو به درواغ ګڼل.

(106) هغوی به وایې زمونږ ربه! پر مونږ بدبختۍ زور کړی او مونږ بې لارې وو.

(107) ای زمونږ ربه! مونږ ترې اوس وباسه که مونږ بیا په همغې پخوانۍ لار تاو شو نو مونږ به رښتیا ظالمان وو.

(108) الله به وفرمايې په دوزخ کې پراته او له ما سره خبرې مه کوئ.

(109) ځکه چې په دنیا کې به زما ځینو بنده ګانو ویل: زمونږ ربه! مونږ په تا ایمان راوړی. مونږ وبښه او راباندې مهربانه شه ته له هر چا ښه مهربان یې.

(110) تاسو به پرې ملنډې وهلي او تر هغو په دښمنۍ کې وړاندې ولاړئ چې زما پند مو هیر او پر هغوی به مو خنداګانې کولې.

(111) نن مې د هغوی د صبر له مخې د بریالیتوب پاڼه ورکړه.

(112) بیا به يې الله وپوښتي چې: په ځمکه کې څو کلونه واست؟

(113) په ځواب کې به ووايې: ورځ یا څه برخه د ورځې. ته له حساب کوونکو نه پوښتنه وکړه.

(114) الله به په خپله وفرمايي: پرته له ډیر لږ وخت مو هیڅ درنګ نه دی کړی، کاشکي هغه وخت پرې پوهیدای.

(115) ایا تاسې ګومان کاوو چې مونږ هسې بابیزه پیدا کړی يئ؟ او مونږ ته بیرته نه راتاوول کیږئ.

(116) لوړ او پورته دی الله پاک، رښتینې، او حق واکمن. له هغه پرته بل هیڅ خدای نشته. د ستر عزت ناک عرش څښتن دی.

(117) او څوک چې د الله تر څنګ بل خدای بل خدای چې هیڅ دلیل هم پرې نه لري راوبلي نو حساب يې له رب سره دی. او دا خبره پخه ده چې کافران بریمن کیدای نشي.

(118) او ای محمده! زما ربه! ما وبښه او راباندې مهربان شه او ته له ټولو مهربانانو څخه غوره مهربان يې.