(1) هغه ټکوونکې.
(2) څه ده هغه ټکوونکې.
(3) ته څه پوهیږي چې ټکوونکې به څه وي؟
(4) په کومه ورځ چې:انسانان د خورو،ورو ملخانو او پتنګانو په څير شي.
(5) او غرونه د رنګا رنګ ډانډس شوو وړیو په شان.
(6) نو د چا چې د ایمان او نیکی تله درنه شوه.
(7) نو خورا خوښ ژوند ته به ځي.
(8) او د چا چې د ایمان او نیکی تله سپکه شوه.
(9) نو ورتګ یې ژورې کندې ته دی.
(10) او ته څه پوهیږي چې ژوره کنده څه ده؟
(11) ګرم اور دی.