(1) کله چې اسمان وچوي.
(2) ستوري خواره واره شي.
(3) بحرونه وشلیږي.
(4) او قبرونه خلاص او هر څه ترې رابیرونه شي؟
(5) نو هر څوک به خپل وړاندې او وروسته ټول وپيژني.
(6) ای انسانه!ته څه شي په خپل مهربان رب وغولولې؟
(7) هغه رب چې ته يي پیدا کړې،سم یې کړې او بیا یې ستا هر څه په اندازه برابر کړل.
(8) او په کومه څيره او ښکل يي چې خوښه وه سره یې ونښلولې.
(9) خبره داسې نه ده بلکې تاسې د جزا او سزا ورځ درواغ ګڼئ.
(10) سره له دې چې پر تاسې څارونکي ټاکل شوي.
(11) عزتمن لیکونکي.
(12) ستاسې په ټولو کړو پوهیږي.
(13) بې شکه چې نیکان به نعمتونه ته ځي.
(14) او بدان به دوزخ ته.
(15) د جزا او سزا په ورځ به ورننوځي.
(16) پټیدای ترې نه شي.
(17) ته څه پوهیږي چې د جزا او سزا ورځ څه ده؟
(18) هو!ته څه پوهیږي چې د جزا او سزا ورځ څه ده؟
(19) دا هغه ورځ ده چې هیڅوک به د هیچا لپاره د هیڅ شي وس نه لري.او نن به واک او حکم یوازې د یو الله جل جلاله چلیږي.