(1) ن .لوړه پر قلم او پر هغه څه چې يي لیکلي.
(2) ته د خپل رب د پيرزونې له مخې لیونی نه يي.
(3) او تاته پای ته نه رسیدونکی اجر در کول کیږي.
(4) او ته د ډیر لوی او اوچت خوی څښتن يي.
(5) نو ډیر ژر به ته ووینې او هغوی به یي هم وویني.
(6) چې په تاسې کې څوک لیونی دی؟
(7) بیشکه چې ستا رب ته ښه معلوم دي چې څوک د هغه له روغې لارې بې لارې شوی دی.او لار میندونکي هم ورته ښه معلوم دي.
(8) نو د هغو خلکو مه منه چې د حق پیغام درواغ ګڼي.
(9) ډیر خوښوي چې ته د حق په پریښوولو کې نرمي وکړی نو هغوی به هم په دښمنۍ کې نرمي وکړي.
(10) نو ته باید د هر سپک قسم خور ونه منې.
(11) طعنې ورکوونکی،خبرووړونکی راوړونکی.
(12) د ښیګنو مخ نیوی کوونکی،تیری کوونکی او په ګناهونو کې ډوب.
(13) بدخویه او ددې ټولو لپاسه حرامي.
(14) که څه هم د ډیر مال او ځامو څښتن وي.
(15) کله چې زمونږ ایتونه پرې ولوستل شی نو وايي چې:دا د پخوانیو خلکو کیسې دي.
(16) ډیر ژر به يي په خړتم داغ ولګوو.
(17) مونږ دا خلک ازمایو لکه چې:د باغ څښتنان مو ازمایلي وو.هغه وخت چې قسم یي وکړ چې د خپل باغ میوې او کښت به ګهیڅ څرک راټولوي.
(18) او هیڅ به نه بیلوي.
(19) دوی لاویده وو چې د الله له لورې یوه بلا راښکته شوه.
(20) او ټول داسې وګرځیدل لکه له بیخه ریبل شوي.
(21) نو چې یو بل ته یې ګهیځ څرک غږ وکړ.
(22) که په رښتیا میوې راټولوئ نو باید سهار وختي باغ ته ولاړشئ.
(23) ولاړل،او په ورو،ورو یي سره ویل.
(24) نو باید یو مسکین هم باغ ته راپرې نږدو.
(25) او ګهیځ وخت له پاخه هوډ سره باغ ته ولاړل.
(26) خو چې باغ یي ولید نو ویي ویل:مونږ لکه چې لار ورکه کړې.
(27) (خوژر پوه شول چې نه)بلکې له باغ څخه بې برخې شوي یو.
(28) مینځني یي وویل مادرته نه وو ویلي چې:تاسې ولې الله په پاکۍ سره نه یادوئ؟
(29) نو بې له درنګه ټولو وویل:زمونږ رب ډیر پاک دی او په رښتیا چې مونږ تیری کړی و.
(30) یوه پر بل مخ راواړاو او یوه پر بل ملامتي اچوله.
(31) ټولو وویل:افسوی زمونږ پر حال مونږ پوره سرغړونه کړې وه.
(32) زمونږ هیله ده چې زمونږ رب به له دې باغ څخه غوره باغ مونږ ته راکړي مونږ خپل رب ته مخ اړوونکي یو.
(33) په همدې شان عذاب وي او د اخرت عذاب ډير لوی دی خو که پوهیدای.
(34) دا پخه خبره ده چې د پرهیزګارانو لپاره د رب په وړاندې له نعمتونو څخه ډک جنتونه دي.
(35) ایا مونږ به امر منونکي د مجرمانو پشان وګڼو؟
(36) دا تاسې څه خبره کوئ؟
(37) او که داسې لیکنه لرئ چې(خپل برخه لیک)پکې لولئ؟
(38) او یوازې هغه څه درته پکې ښکارې چې د ځانو لپاره یې غوره ګڼئ.
(39) او که پر مونږ داسې تړون اړولی دی چې د قیامت تر ورځې به یوازې هغه څه در رسیږي چې تاسې یې پریکړه وکړئ.
(40) لدوی څخه پوښتنه وکړه چې کوم یو یي ددې خبرو ضامن او ذمه وار دی.
(41) او که ځیني شریکان لري.که رښتیني وي نو هغه دې هم رامینځ ته کړي.
(42) په کومه ورځ چې الله پاک خپله پونډۍ بربنډه او دوی سجدې ته وبلل شي نو توان به یي نه وي چې سجده وکړي.
(43) سترګې به یي ټیټي او سپکاوي به خوار کړي وي هو! هغه وخت چې دوی روغ رمټ وو سجدې ته بلل شوي وو.
(44) نو اوس ما او هغه سره پریږده چې دا خبرې درواغ ګڼي.زه به یې په داسې ډول ورو ورو ونیسم چې دوی به پرې پوه هم نشي.
(45) مهلت ورکوم.زما پلان او پروګرام ډیر پوخ دی.
(46) د دین رسونې په بدل کې ترې داسې څه غواړې چې د هغوی اوګي یې نشي پورته کولی؟
(47) ایا له دوی سره داسې پټ معلومات شته چې دوې یې لیکي؟
(48) نو د خپل رب د پریکړې انتظار وکړه!او د کب د خاوند(یونس علیه السلام)پشان مه کیږه کله چي هغه د غمونو او ستونزو په مینځ کې غږ وکړ.
(49) نو که د خپل رب پيرزوني ورته نه واې رسیدلې نو په یوه خالي دښته کې به رټل شوی غورځول شوی وای.
(50) خو الله پاک غوره،او له نیکانو څخه یي وګرځاوو.
(51) نژدې ده چې کافران تا په سترګو سترګو کې له خپل ځان څخه وښویوي او چې ستا راوړې پند واروي نو وايي چې محمد په رښتیا لیونی دی.
(52) پداسي حال کې چې قران کریم د ګرد عالم لپاره پند او نصیحت دی.