(1) اې مؤمنانو! د الله او د هغه له رسول نه مه وړاندې کیږئ او له الله نه وډار شئ بې له شکه چې الله د هر څه اوریدونکی او په هر څه پوه دی.
(2) اې مؤمنانو! د پیغمبر په غږ خپل غږ مه په پورته کوئ او له هغه سره په لوړ غږ خبرې مه کوئ لکه څنګه يې چې تاسې یو له بل سره کوئ. هسې نه چې ستاسې ټولې کړني بابیزه شي او تاسې خبر هم نه واست.
(3) کوم کسان چې د الله د رسول په وړاندې خپل غږونه ټیټوي په حقیقت کې هغه کسان دي چې الله يې د پرهیزګارۍ لپاره زړونه له ازمیښت نه تیر کړي دي بښنه او لوی اجر يي په برخه دی.
(4) بې شکه کوم کسان چې بیرون له خونو څخه تاته چیغي وهي، ډیر يي له عقل نه خالي دي.
(5) که ستا تر راوتلو يې صبر کړی وای نو دا ورته ډیره غوره وه او الله ښه بښونکی مهربان دی.
(6) اې مؤمنانو! که چیرې کوم فاسق تاسې ته یو خبر راوړی نو ښه يي وپلټئ هسې نه چې په ناپوهۍ سره کم قوم ته تاوان ورسوئ او بیا پر خپلو کړو پښیمانه واست.
(7) او پوه شئ چې د الله رسول ستاسې په مینځ کې دی. که په ډیرو کارونو کې ستاسې مننه وکړي نو تاسې به له ستونزو سره مخ شئ خو الله تاسې ته د ایمان محبت در په برخه کړی او هغه يي ستاسې په زړونو کې ښکلی بریښولی دی او کفر، فسق او سرغړونه يي تاسې ته بده ښکاره کړې ده، دا وړ خلک هوښیار او لار میندونکي دي.
(8) دا د الله فضل او لورینه ده او الله په هر څه پوه او د حکمت څښتن دی.
(9) او که د مؤمنانو دوه ډلې په جنګ شوې، نو په مینځ کې يې روغه وکړئ. که یوې ډلې پر بلې تیر وکړ له تیري کوونکې ډلې سره تر هغو وجنګیږئ چې د الله حکم ته راوګرځي. او چې کله د الله حکم ته راوګرځیده نو بیا يې په مینځ کې په عدالت او انصاف سره روغه وکړئ بې له شکه چې الله انصاف کوونکي خوښوي.
(10) بې له شکه مؤمنان سره ورونه دي. نو د خپلو ورونو په مینځ کې روغه راولئ او له الله نه وډار شئ کیدای شي چې پر تاسې رحم وکړای شي.
(11) اې مؤمنانو! د سړیو کومه ډله باید په نورو سړیو ملنډې ونه وهي کیدای شی چې هغوی له دوی نه غوره وي او نه دې ښځې پر نورو ښځو ملنډې وهي، کیدای شي چې هغوی له دوی نه غوره وي. او هم یو دبل بد مه یادوئ او مه یو بل ته بد لقبونه ږدئ له ایمان راوړلو وروسته د فسق نوم یادول ډیر بد کار دی. او هر څوک چې له دې وانه ووښت نو همغوی لوی ظالمان دي.
(12) اې مؤمنانو! له ډیرو ګومانونو څخه ځانونه وژغورئ. له شک نه وتلې ده چې ځینې ګومان ګناه وي. او یو د بل پټ رازونه مه راسپړئ او ځیننې د ځینو نورو غیبت مه کوئ. ایا تاسې به خوښه کړئ چې د خپل مړ ورو غوښه وخورئ؟ بده به يې وګڼئ له الله نه وډار شئ بې له شکه چې الله ښه توبه منونکی مهربان دی.
(13) اې خلکو! تاسې ټول مې له نر او ښځې نه پیدا کړي یاست او تاسې مې خیلونه او قومونه ګرځولي یې تر څو سره وپيژنئ او بې له شکه چې د الله په وړاندې ستاسې تر ټولو غوره ستاسې پرهیزګاران دي بې له شکه چې الله په هر څه پوه او له هر څه خبر دی.
(14) بانډه چیان وايې چې مونږ ایمان راوړی دی. ورته ووایه چې ایمان موندی راوړی بلکې ووایې چې مونږ غاړه ایښي ده. او ایمان لا تراوسه ستاسې په زړونو کې ځای نه دی نیولی او که تاسې د الله او د هغه د رسول مننه وکړئ. الله به ستاسې هیڅ کړنې کمې نه بلکې پوره ثواب به يي درکړي. بې له شکه چې الله ښه بښونکی مهربان دی.
(15) حقیقې مؤمنان هغه کسان دي چې په الله او رسول يې ایمان راوړی. بیا يې هيڅ شک نه دی کړی او د الله په لار کې يي په خپل مال او سر سره جهاد کړی. بس همدغه رښتیني خلک دي.
(16) اې پیغمبره! ورته ووایه چې ایا تاسې الله له خپل ایمان راوړلو نه خبروئ. په داسې حال کې چې د اسمانونو او ځمکي ټول څیزونه هغه ته ښه معلوم دي او هغه په هر شي پوه دی.
(17) هغوی پر تا اسلام راوړلو احسان بار وي. ورته ووایه چې پر ما مو د اسلام احسان مه کوئ بلکې پر تاسې د الله احسان دی چې د ایمان په لور يې ښوونه درته کړې که تاسې رښتینې مؤمنان یاست.
(18) بې له شکه چې الله ته د اسمانونو او ځمکې ټول پټ رازونه ښه معلوم دي او الله ستاسې د کړنو ډیر ښه لیدونکی دی.