(1) د خپل لوړ رب نوم وستایه.
(2) چې پيدایښت یي کړی او انډول یي کړی.
(3) هر څه يي په اندازه کړي او ښوونه یې ورته کړې ده.
(4) شنې او تازه څراګاه یې زرغونې کړي.
(5) بیا یې وچ او تور بوس ګرځولي دي
(6) ډير ژر به یي په تاولولو نو هیر وي به یې نه.
(7) پرته له هغو چې د الله خوښه ده.بې شکه چې الله پاک په ښکاره او پټو پوهیږي.
(8) مونږ به تا د اسلام لپاره اسان کړو[۱۱].
[۱۱] داسې به دې وروزو چې د اسلام او قران منلو او یادولو ته تر هر چا ډیر تیاروې(کابلی تفسیر)
(9) نو پند ورکوه ځکه چې پند هرومرو ګټه رسوي[۱۲].
[۱۲] بله معنې يې ده پند ورکوه که ګټه يي رسوله( کابلی تفسیر)
(10) هغه به ترې پند واخلي چې ډار ورسره وي.
(11) او لوی بدبخته به ترې ځان په څنګ کړي.
(12) هغه چې لوی اور ته به ولاړ شي.
(13) بیا به نه پکې مري او نه به ژوندی کیږي.
(14) هغه بریمن شول چې سپيڅلتیایې غوره کړه.
(15) او د خپل رب نوم یې یاد او لمونځ یې وکړ.
(16) خو تاسې د دنیا ژوند ته ډیره پاملرنه کوئ.
(17) په داسې حال کې چې اخروي ژوند ډير غوره او تل پاتې دی.
(18) دا خبرې په پخوانیو صحیفو کې دي.
(19) د ابراهیم او موسې په صحیفو کې.