(1) ای پیغمبره!مونږ ستا سینه پراخه نه کړه؟
(2) او له تا څخه مو دروند پیټی لرې کړ.
(3) هغه چې ستا شاه یې درنه کړې وه.
(4) او ستا نوم مونږ پورته کړ.
(5) نو بې شکه چې له سختۍ سره اسانتیا شته.
(6) او دا خبره پخه ده چې له سختۍ سره اسانتیا شته.
(7) نو کله چې اوزګاریدلې نو د عبادت لپاره هلې څلې کوه.
(8) او خپل رب ته مخ اړه وه.