(1) حم.
(2) ددغه کتاب نازلیدل د الله له لورې دي چې په هر څه برلاسی او د حکمت څښتن دی.
(3) منلې خبره ده چې په اسمانونو او ځمکه کې د مؤمنانو لپاره لويي نښې دي.
(4) او ستاسې پیدایښت، او هغه خوځنده چې الله يې په ځمکه کې خوروي د باوري قوم لپاره ډیرې لويې نښې دي.
(5) او د شپې او ورځې په اختلاف او په هغه باران کې چې الله له بره راښکته کړی، وچه ځمکه يې بیرته پرې ژوندۍ کړې او د بادونو په اړولو را اړولو کې د هغه قوم لپاره ډیرې لويې نښې دي چې له عقل څخه کار اخلي.
(6) دا د الله ایتونه دي چې مونږ يې په حقه پر تالولو. نو د الله او د هغه له ایتونو وروسته به په کومه خبره ایمان راوړي؟.
(7) هلاکت او تباهي ده د هر درواغجن بدعمله لپاره.
(8) د الله ایتونه پرې ولوستلی شي نو اوري يې خو بیا ځان په لويې او غرور سره داسې نیسي لکه چې هیڅ يې اوریدلي نه وي. نو دغه وړ انسان ته د دردناک عذاب زیری ورکړه..
(9) او چې کله زمونږ پر کوم ایت پوه شي نو بیا يې په ټوکه اخلي. د دا وړ خلکو لپاره سپکوونکی عذاب دی.
(10) دوزخ يې په مخکې دی. او ددوی کړنې، او هغه دوستان چې پرته له الله يې نیولي دي، د هیڅ شي مخه به ونه نیسي. او ډیر لوی عذاب يې په برخه دی.
(11) دا قران هدایت دی. او د هغو خلکو لپاره چې د خپل رب پر ایتونو کافر شوي دي د ډیر سخت او درد ناک عذاب ربړونه ده.
(12) الله هغه ذات دی چې سمندر يې ستاسې تابع وګرځاو تر څو پکې د الله په امر کښتۍ روانې او تاسو د خپل رب مهرباني ولټوئ، او شکر يې پر ځای کړئ.
(13) او د خپلې مهربانۍ له مخې يې د اسمانونو او ځمکې ټول څیزونه ستاسې تابع وګرځول په رښتیا چې په دې کې د هغه قوم لپاره چې فکر کوي ډيرې لويي نښې دي.
(14) ای پیغمبره! مؤمنانو ته ووایه چې له هغو کسانو څخه سترګې[۱۲] پټې کړي چې د الله د ورځو هیله من نه دي. تر څو الله پاک هرې ډلې ته د هغوی د کړنو پوره [۱۳] بدله ورکړي.
[۱۲]دا د کافرانو او منافقانو ضرر، رسونه ده چې په ورځنې ژوند کې پیښیږي. او اسلامي حکومت يې هومره اغیزمنې نه ګڼې چې په مقابل کې يې عکس العمل وښوول شي.
[۱۳]مؤمنانو ته د زغم او کافرانو او فاسقانو ته به د بدی جزا ورکړي خینو علماو ویلی دي چې دا ایت د جهاد په ایت منسوخ دی.
(15) هر چا چې ښه وکړل نو د ځان يي دي. او چا چې بدي وکړه نو تاوان يې دده پر غاړه دی بالاخره به تاسې ټول خپل رب ته ورګرځولی شئ.
(16) او مونږ بنې اسرائیلو ته کتاب، واکمني او پیغمبرې ورکړې، د پاکو څیزونو روزي مو ور په برخه کړې او د خپلې زمانې په ټولو خلکو مو غوره کړي وو.
(17) او په اړونده چارو کې مو ښکاره ښوونه ورته وکړه خو هغوی د خپل مینځي دښمنۍ له کبله د علم او پوهې له راتګ وروسته اختلافاتو ته بډې ووهلې. پخه خبره ده چې ستا رب به د قیامت په ورځ د هغوی په مینځ کې د هغو خبرو پریکړه وکړي چې اختلاف يي پکې کاو.
(18) له دې وروسته مو پیغمبره! ته ددین بر یوه روښانه لار برابر کړې ته باید همدا ومنې او د هغو خلکو په هیلو او هوسونو پسې مه ځه چې نه پوهیږي.
(19) هغوی به د الله په مقابلې کې له تا نه د هیڅ شي ونشي نیولی. او بې له شکه چې ظالمان یو د بل دوستان او کار جوړوونکي دي او الله د پرهیزګارانو کار جوړوونکی دوست دی.
(20) دا قران د ټولو خلکو بینا يې او د باور کوونکي قوم لپاره هدایت او رحمت دی.
(21) ایا د هغو کسانو چې بدي يې کړې ګومان دی چې: مونږ به يې د هغو خلکو په شان کړو چې ایمان يي راوړی او نیکې کړنې يې خپلې کړي؟ ژوند اومرګ به يې سره برابر وي؟ ډيره بده او ناروا پریکړه ده چې هغوی يې کوي.
(22) او الله اسمانونه او ځمکه په حق سره پیدا کړي دي تر څو هر ساه کښ ته د هغه د کړنو پوره بدل ورکړای شي او هیڅ تیری به پرې ونشي.
(23) ایا تا د هغه چا په هکله غور کړی دی چې خپل خواهشات يې خپل معبود ګرځول الله سره له پوهې لار ورکی کړی د هغه په غوږونو او زړه يې ټاپه وهلې او په سترګو يې ورته پرده غوړولي. نو له الله وروسته څوک شته چې لار ور وښايي؟ ایا تاسې پند نه اخلئ؟
(24) او هغوی وايې چې ژوند همدغه د دنیا ژوند دی چې همدلته مړه کیږو او پیدا کیږو او دا زمانه ده چې مونږ هلاکوي. په دې برخه کې هیڅ پوهه او علم ورسره نشته. بس د اټکل له مخې هر څه وايي.
(25) او کله چې زمونږ ښکاره او څرګند ایتونه پر هغوی ولوستل شي نو پرته له دې ورسره بل هیڅ دلیل نه وي چې وايي: که تاسې رښتیني یاست نو زمونږ پلرونه همدلته او همدا اوس ژوندي راولئ.
(26) ای پیغمبره! ورته ووایه چې الله تاسې ژوندي کوي او بیا مو مړه کوي. او بیا مو د قیامت په ورځ چې هیڅ شک پکې نشته ټول یو ځای ته راټولوي. خو ډیر خلک پدې خبره نه پوهیږي.
(27) د اسمانونو او ځمکې واکمني یوازې د یو الله ده. او هغه ورځ چې قیامت مینځ ته راځي باطل منونکي به له لوی زیان سره مخ شي.
(28) په هغه ورځ به ګورې چې هر امت به په ګونډو وی او هر امت به خپلو لیکنو ته وبلل شي. او وبه ویل شي چې نن به تاسې ته د هغو کړنو بدل درکړای شي چې تاسې به کولې.
(29) زمونږ لیکنه نن پر تاسې په حقه شاهدي وايي. ځکه چې مونږ په ملایکو ستاسې ټولې کړنې لیکلې.
(30) نو چا چې ایمان راوړی او نیکي کړنې يي خپلې کړي، نو رب به يي په خپل رحمت کې شامل کړي. او همدا ښکاره او ډاګیز بری دی.
(31) او څوک چې کافران شوي دي نو ورته به وویل شي ایا تاسې نه واست چې زمونږ ایتونه به درباندې لوستل کیده نو تاسې به تکبر کولو؟ او تاسې مجرم قوم واست؟
(32) او کله به چې وویل شو چې د الله وعده حقه ده او قیامت په راتګ کې هیڅ شک نشته تاسو به ویل مونږ نه پوهیږو قیامت څه وي؟ مونږ هسې یو ګمان غوندې کوو هیڅ باور مو نه راځي.
(33) هغوی ته خپلې بدې کړنې څرګندې او هغه څه ترې راچاپیر شول چې ټوکې او ملنډې به يي پرې وهلې.
(34) او ورته به ویل شي: نن مونږ تاسې هیروو کله څرنګه چې تاسې ددغې ورځې ملاقات هیر کړی و. د ورتګ ځای مو اور دی او هیڅوک مو ملاتړ او مرستندویه نشته.
(35) دا هر څه له دې کبله چې تاسې د الله ایتونه په ټوکو نیولي او دژوند غولولي واست. نو نن به نه له اور څخه وایستلای شي او نه به ترې غوښتنه وشي چې( د خپل رب د خوښۍ لپاره) عذر او زارۍ وکړي.
(36) د ټولو ستاینو وړ یوازې هغه الله دی چې د اسمانونو، ځمکې او د ټول عالم روزونکی او پالونکی دی.
(37) په اسمانونو او ځمکه کې لويي، عظمت او واکمني یوازې د هغه ده، او هغه په هر څه برلاسی او د حکمت څښتن دی.