(1) مهربان ذات.
(2) قران یې ښوولی دی.
(3) انسان یې پیدا کړی .
(4) او بیانول یې ورښوولي دي.
(5) لمر او سپوږمۍ په یوه حساب دي.
(6) او ستوری([۹] الف) اوونه دواړه سجده کوي.
[۹] الف:النجم ـ په عربي ژبه کې هغو بوټو ته هم وايي چې ډډه ونلري (ابن جریر الطبری)
(7) اسمان یې هسک کړی او تله یې ایښې ده.
(8) تر څو په تله کې له اندازې وانه وړئ.
(9) ټول په انصاف کړئ او ډنډې پکې مه وهئ.
(10) ځمکه یې دټول مخلوق لپاره هواره ایښې ده.
(11) په هغې کې هر ډول میوې او وګي لرونکی خرماګاني دي.
(12) پروړه لرونکی دانې او د ښکلی یوي ګلان.
(13) نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(14) انسان یې له یوې داسې کړنګیدونکې خټې څخه پیدا کړی دی چې د کودړې په شان یي اواز کاوو.
(15) او پیری يي داورله لمبو څخه پیدا کړی.
(16) نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(17) رب د دواړو ختیځونو او رب د دواړو لویدیځونو دی([۹]ب)
[۹] ب ـ د لنډې ورځې یو مشرق او د اوږدې ورځې بل مشرق او په دې توګه یې مغرب هم جلا جلا دی.(الماوردی)
(18) نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ ګڼئ؟
(19) دوه دریابونه یې بیولي دي چې سره یو ځای کیږي.
(20) خو په مینځ کې یي پرده ده چې یو هم ترې نه تیریږي.
(21) نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لوریه درواغ وګڼئ؟
(22) له دواړو سیندونو څخه ملغلرې[۱۰]او مرجان اوځي[۱۱]
[۱۰] ـ ټولو لویو ملغلرو او مرجان کوچنیو ملغلرو ته وايي او ځینو یي برعکس معنا کړي
[۱۱] ـ ایت د اوبو د مینځ ګټه په ګوته کوي او(۲۴)ایت یې د پاسنۍ او ښکاره برخې.
(23) نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(24) هغه کښتۍ یې په واک کې دي چې د لوړو غرونو په څیر هسکې په سمندر کې روانې وي.
(25) نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(26) هر څه چې د ځمکې پر مخ دي ټول له مینځه تلونکي دي.
(27) او یوازې ستا د رب لوي او عزتمن مخ به تل پاتې وي.
(28) نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(29) څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي یوازې له هغه څخه غوښتنه کوي هغه هر وخت په بیل بیل کار کې دی.
(30) نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(31) ای پيریانو او انسانانو! ډیر ژر به مونږ تاسې ته اوزګار شو[۱۲]
[۱۲] ـ دا د قهر او غضب اخرنۍ لوړه مرحله ده.لکه یو څوک بل ته په قهر کې ووایې زه به در اوزګار شم.(فتح القدیر).
(32) نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(33) ای د پیریانو او انسانانو ډلو!که تاسو توانیدلی شئ چې د اسمانونو او ځمکې له پولو وتښتئ؟نو وتښتئ؟خو تاسې نه شئ[۱۳]تیښتیدلی مګر په قوت او دلیل سره.
[۱۳] ـ او دا توان له تاسې سره مرسته نشته چې د الله له واکمنۍ څخه راوزئ ځکه هر ځای د الله واکمني ده نو معنې دا چې:نشئ تښتیدلی (فتح القدیر).
(34) نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(35) پر تاسې به داور سرې لمبې او ویلي شوی مس راښکته کړی شي نو تاسو به یو له بل سره هیڅ ډول کومک نه شئ کولای.
(36) نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(37) نو کله چې اسمان څیرې او د سرې څرمنې په شان تک سور ګل شي.
(38) نو تاسې به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(39) نو نن به له انسانانو او پیریانو څخه د هغوی د ګناهونو پوښتنه ونشي.
(40) نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(41) مجرمان به له نښو او علامو څخه پیژندلی شي نو له تندیو او پښو څخه به ونیول شي.
(42) نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(43) دا همغه دوزخ دی چې مجرمانو به درواغ ګاڼه!
(44) هغوی به د دوزخ او ګرمو خوټیدلو اوبو په مینځ کې تاویږي راتاویږي.
(45) نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(46) او د هغو خلکو لپاره چې د خپل رب په وړاندې له دریدلو نه ډاریږي دوه جنتونه دي.
(47) نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(48) د تازه څانګو او خرانګو لرونکي به وي.
(49) نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(50) په دواړو کې به دوه چینې روانې وي.
(51) نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(52) هره میوه به پکې جوړه جوړه وي[۱۴]
[۱۴] ـ چې یوه به یې په دنیا کې لیدلې او ورسره به آشنا وي،او له بلې سره به ناآشنا وي.یا یوه وچه بله تازه(فتح القدیر).
(53) نو ای انسانانو او پيریانو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(54) پر هغو فرشونو به یې تکیه کړې وي چې پوښ به یې له غټو وریښمووي.او د میوو را پر یکول به یې خورا اسان وي.
(55) نو ای انسانانو او پيریانو! تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(56) د داسې حیاناکو سترګو لرونکې ښځې به پکې وي چې له دوی نه وړاندې به هیڅ انسان او پیري لاس نه وي وروړی.
(57) نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(58) لکه چې لعل او مرجان وي.
(59) نو ای انسانانو او پيریانو! تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(60) ایا د نیکۍ بدل پرته له نیکۍ نه بل څه کیدای شي؟
(61) نو ای انسانانو او پیریانو! تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(62) او له دغو دوه باغونو پرته به دوه نور باغونه هم وي.
(63) نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(64) له ډیر شین والي نه به تک تور بریښي.
(65) نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(66) په دواړو جنتونو کې به دوه فواره کوونکي چینې وي.
(67) نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(68) په دواړو کې به میوې،خرماګانې او انار ښه ډیر وي.
(69) نو اې انسانانو او پيریانو!تاسو به دخپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(70) او هم به پکې د ښو اخلاقو ښایسته مخې ښځې وي.
(71) نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(72) حورې به په خیمو کې په پرده کې وي.
(73) نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(74) له دوی نه وړاندې به هیڅ انسان او پیري لاس نه وي وروړی.
(75) نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(76) پر شنو او ښکلو بالښتونو،نفیسو او غوره فرشونو به یې تکیه کړې وي.
(77) نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
(78) ستا د ډير لوی عزت او وقار څښتن رب نوم ډير برکتناک دی.