79 - An-Naazi'aat ()

|

(1) قسم په هغو ملایکو چې روحونه په سختۍ وباسي.

(2) او په هغو چې په اسانۍ یې وباسي.

(3) او په خورا چټکتیا غوټې وهي.

(4) او بوه له بلې څخه وړاندې ځي.

(5) نو د کارونو سرپرستي په لاس کې اخلي.

(6) او هغه ورځ چې ولړزیږي لزړیدونکي.

(7) ورپسې وي بله پیښه.

(8) په دي ورځ به زړونه په ډاروي.

(9) سترګې به ښکته او پریوتې وي.

(10) کافران وايي:ایا مونږ بیرته لومړني حال ته ګرځول کیږو؟

(11) سره له دې چې مونږ به وراسته هډوکي وو؟

(12) دوی وایې:که کار همداسې وو نو دا خورا زیانمن کار دی.

(13) الله پاک وایې:بیرته راژوندي کول یوازې یو پوکی دی.

(14) نو ټول به په میدان کې ژوندي ولاړ وي.

(15) ایا د موسې(علیه السلام)له کیسې خبریې؟

(16) الله پرې د طوا په پاکه او مبارکه کنده کې غږ وکړ.

(17) فرعون ته ولاړ شه هغه سرغړولی.

(18) ورته ووایه چې د ځان له پاکولو سره مینه لرې؟

(19) زه به تاته ستا د رب په لور لار دروښایم چې وډارشې[۲].
[۲] ـ او سرغړونه ونه کړې.(تفسیر البیضاوی)

(20) فرعون ته یې لویه نښه وښووله.

(21) خو هغه درواغجن وګاڼه او انکار یې وکړ.

(22) شاه یې واړوله او په فساد کې یې هڅې کړندی کړې.

(23) خلک یې راټول او په لوړ غږ یې وویل.

(24) خلکو!زه ستاسې تر ټولو لوی رب یم.

(25) الله جل جلاله د اخرت په عذاب اخته او هم یي د دنیا په عذاب ککړ او غرق یې کړ.

(26) دا پيښه دهغو لپاره چې ډار ورسره وي ډیر لوی پند او عبرت دی.

(27) ایا ستاسې بیرته پيدا کول ډیر ګران دي که د اسمان پیدایښت چې کړی یې دی.

(28) اسمان یي صاف روغ جوړ او پروته کړ.

(29) شپه یې تیاره او ورځ یې روښانه کړه.

(30) او ځمکه یې وروسته له دې هواره کړه.

(31) اوبه او ورشویې ترې راوښکله.

(32) غزونه یې کلک او محکم کړل.

(33) ستاسې او ستاسې د څارویو د ګټې لپاره.

(34) نو کله چې لوی مصیبت او ستره پیښه مینځ ته راشي.

(35) دا هغه ورځ ده چې انسان به خپلې پخوانۍ کړنې رایادې کړي.

(36) دوزخ به ټولو لیدونکو ته وښوول شي.

(37) او چا چې سرغړونه کړې وي.

(38) او د دنیا ژوندی یې په هر څه غوره ګڼلی وي.

(39) نو دوزخ یې د ورتګ ځای دی.

(40) او څوک چې د خپل رب له مخامخ کیدلو څخه ډار شوی او ځان یې له بدو او ناکاروهیلو څخه ژغورلی وي.

(41) نو جنت یې د ورتګ ځای دی.

(42) کافران له تا څخه پوښتنه کوي چې قیامت به کله پیښیږي.؟

(43) ستا یې له دې سره څه چې د نیټې یادونه يي وکړي؟

(44) د نیټې او وخت بشپړ معلومات یې ستا له رب سره دی.

(45) ستا دنده یوازې داده چې ډاریدونکی ترې ښه وډاروي.

(46) په کومه ورځ چې قیامت وویني داسې به وي لکه چې په دنیا کې یي یوازې یو ماښام تیر کړی وي او یا سهار.