76 - Al-Insaan ()

|

(1) ایا پر انسان داسې یو وخت تیر شوی چې هغه د یاد وړ کوم څیزنه ؤ.

(2) مونږ انسان له ګډوشوو اوبو څخه پيدا کړی[۵]چې ويي ازمایو.نو اوریدونکی او لیدونکی مو وګرځاو.
[۵] ـ د مور او پلار ګډې شوې اوبه.یا له مختلفو عناصرو څخه را ټولې شوې اوبه(کابلی تفسیر).

(3) لار مو وروښووله یا به شکر کوونکی وی او یا ناشکره.

(4) او بیشکه چې مونږ د کافرانو لپاره ځنځیرونه،غاړکۍ او ګرم اور تیار کړی دی.

(5) بیشکه چې نیکان به د هغو شرابو ډکې پيالې وڅښي چې کافور به ورسره ګډ شوي وي.

(6) د هغې چینې اوبه چې د الله ځانګړي بندګان به يي څښي او په خپله خوښه به یې پر هر لور بیا يي.

(7) (د الله نیک بندګان هغه دي چې)نذرونه پوره کوي او له هغې ورځې څخه ډاریږي چې شر به يي په هر لور خوروي.

(8) د الله د مینې په رڼا کې به،مسکین،یتیم او بندي ته خوراک ورکوي.

(9) (او وايي به چې) مونږ یې یوازې د الله په مخ درکوو له تاسې،نه بدل غواړو او نه شکریه.

(10) بیشکه چې مونږ د خپل رب له هغې ورځې ډیر ډاریږو چې خورا تریو مخې او له کړاوونو څخه به ډکه وي.

(11) نو الله د همغې ورځې له شر څخه وژغورل او له تازه ګۍ او خوښۍ سره یي مخ کړل.

(12) او د صبر په بدل کې یي جنت او د وریښمو لباس ورکړ.

(13) هلته به یي په تختونو تکیه کړې وي.نه به پکې د لمر ګرمي او نه د ژمي سخته یخني ویني.

(14) د جنت د ونو سیوری به پرې زوړند او میوې به يي په بشپړ ډول په واک کې ور کړی شوې وي.

(15) د سپینو زرو لوښي او د ښیښو ګیلاسونه به پرې ګرځول کیږي.

(16) د سپینو زرو ښیښې به د جنت ساقیانو په بشپړ ډول اندازه کړي وي.

(17) د هغو شرابو په ډکو کاسو به خړوبه کیږي چې سونډ به ورسره ګډ شوي وي.

(18) دا یوه چینه ده په سلسبیل نومول شوې ده.

(19) هغه همیشني هلکان به پرې ګرځیږي چې ويي ګوري نو ګومان به وکړې چې ګواکې شیندلې شوې ملغلرې دي.

(20) او چې په هر لورې ګورې نو په نعمتونو او لویه پاچايي به دې سترګې نښلي.

(21) د شنو نریو او دشنو پیړو وریښمو کالي به یې يه تن او د سپینو زرو بنګړي به ورته په لاس کړی شوي او رب به یې په پاک ځښاک خړوبوي.

(22) بیشکه چې د ستاسې د نیکو کړنو بدل او هڅې مو منل شوي دي.

(23) بیشکه چې مونږ پرتا قران په بشپړ ډول نازل کړی دی.

(24) د خپل رب په حکم صبر وکړه او د ګناه ګار او ناشکره کافر مننه مه کوه.

(25) د خپل رب نوم سهار او ماښام یادوه.

(26) په شپه کې ورته سجده وکړه او اوږده شپه یې په پاکۍ ستایه.

(27) بیشکه چې دغه خلک دنیا خوښوي او راتلونکې لویه درنه ورځ پریږدي.

(28) مونږ پيدا کړل او بندونه مو ورته کلک کړل.او چې کله وغواړو نو هغوی ته له ورته خلکو سره به يي په بشپړ ډول بدل کړو.

(29) بیشکه چې دا قران نصیحت دی.نو د چا چې خوښه وي د خپل رب په لور به لار ونیسي.

(30) او تاسې خوښه نشئ کولای مګر هله چې د الله خوښه شي،بیشکه چې الله پوره پوه او د حکمت څښتن دی.

(31) چاته يي چې خوښه شي پخپل رحمت کې یي داخلوي.او د ظالمانو لپاره يي دردناک عذاب تیار کړی دی.