93 - Ad-Dhuhaa ()

|

(1) قسم په رڼا ورځ.

(2) قسم په شپه چې خوره شي.

(3) ته خپل رب نه پریښی يې او نه یي دښمني درسره کړې.

(4) او اخرت ستا لپاره له دنیا څخه غوره دی.

(5) ستا رب به ډير ژر هغه څه در کړي چې ته پرې خوښ شي.

(6) ایا ته یتیم نه وي چې ځای یي درکړ؟

(7) ته یو نابلده سړی وې لارې یې دروښووله.

(8) بې وزلې او ناتوانه وې شتمن یي کړې.

(9) نو په یتیم قهر مه کوه.

(10) او سوال کوونکی مه رټه.

(11) او د خپل رب لورینه بیان کړه.