(1) د اسمانونو او ځمکې ټولو څيزونو یوازې د یو الله پاکي بیان کړې.الله پر هر څه برلاسی او د حکمت څښتن دی.
(2) الله هغه ذات دی چې د اهل کتابو کافر خلک یې به لومړنۍ مرحله[۵]کې له خپلو کورونو څخه وایستل.مؤمنانو!تاسو ګمان نه کاو چې یهود به ووځي.او هغوی هم ګڼله چې کلکې کلاګانې به یي د الله له عذاب څخه وژغوري خو د الله عذاب پرې له داسې لورې راغی چې د هغوی خیال هم نه وو.په زړونو کې یې ډار ورواچاو.نو ځکه یې خپل کورونه په خپلو او د مؤمنانو په لاسونو ورانول.نو ای سترګه ورو!عبرت واخلئ.
[۵] ـ داول الحشر ډیرې معنا وي شوي:لومړی ځل را ټولول چې له مدینې څخه ووتل دویم ځل یې د خیبر نه شام ته د حضرت عمر په زمانه کې دریم ځل به یې د قیامت په ورځ وي.
(3) که الله پاک یې جلا وطني په برخه کړې نه وای نو په دنیا کې به یې سخت عذاب ور کړی وای.او په بله دنیا کې د اور عذاب د هغوی دی.
(4) ځکه چې له الله او د هغه له رسول سره یې دښمني وکړه.او هر څوک چې له الله سره دښمني وکړي،نو د الله عذاب خورا سخت دی.
(5) د خورما کومې ونې[۶]چې تاسې پریکړې او یا مو ولاړې پریښوولې،دا د الله حکم او پریکړه وه تر څو پرې فاسقان خوار او رسوا شي.
[۶] ـ نوری معنا یې دي(۱)د خرما ټولې ونې(۲)ښې خرما پرته له عجوي(۳)د خرابې خرما ونې بله معنې دا چې اول ځل لښکر را ټولیدل پرته له دې چې جنګ پرې وشي(تفسیر البضاوی)
(6) او کوم مال چې الله پاک له هغوی نه خپل رسول ته راتاو کړ تاسو ور پسې نه اسونه زغلولي دي او نه اوښان بلکې دا د الله اراده او خوښه وه چې خپل رسولان پر چا برلاسي کوي.او الله په هر شي توانا دی.
(7) کوم مال چې الله ددغو کلیو له خلکو نه خپل رسول ته راتاو کړ نو هغه د الله،درسول،د رسول د خپلوانو،یتیمانو،مسکینانو او مسافرو برخه ده.تر څو چې هغه مال یوازې ستاسې د بډایانو په مینځ کې تاویدونکی نه وي.او څه چې پيغمبر در کړل وایې خلئ او له څه نه یې چې منع کړئ ترې منع شئ.له الله نه وډار شئ.بې شکه چې الله پاک سخت عذاب ورکوونکی دی.
(8) او هغه ناتوان مهاجرین هم پکې برخه من دي چې له خپلو کورونو او مالونو څخه ویستل شوي.د الله د فضل او خوښۍ لټوونکي او د الله او د هغه د رسول ملاتړي دي. هو!همدغه خلک رښتیني خلک دي.
(9) او هغه خلک هم پکې برخه من دي چې د مهاجرینو له راتګ څخه وړاندې یې په مدینه کې[۷]ځای نیولی او ایمان یې خپل کړی و او له هغو خلکو سره مینه کوي چې دوی ته یي هجرت کړی دی.او د هغه مال په لور یې په زړونو کې هیڅ هیله نه پیدا کیږي چې مهاجرو وروڼو ته یي ور کړای شي پر خپلو ځانونو یي غوره کوي که څه هم خپله اړمن وي.واقعیت همدادی چې هر څوک له بخیلۍ څخه وژغورل شو نو همدوی بریمن دي.
[۷] ـ یعنې انصار.(تفسیر البیضاوی)
(10) او هغه هم پکې برخه من دي چې له لومړنیو مهاجرینو څخه وروسته راغلي او وایې زمونږ ربه مونږ وبښه او زمونږ هغه وروڼه وبښه چې له مونږ نه وړاندې یې ایمان راوړی دی.او زمونږ په زړونو کې د مؤمنانو کینې ته ځای مه ورکوه.ای زمونږ ربه!ته ډیر زیات مهربان او د رحم والا یې.
(11) ای پیغمبره!تاته هغه منافقان معلوم نه دي چې په اهل کتابو کې خپلو کافرو وروڼو ته وایې:که تاسې وویستل شوئ نو مونږ به خامخا درسره ووځو.او ستاسې په هکله به د هیچا خبره وانه ورو.او که له تاسې سره جنګ وشو نو مونږ به ستاسې ملاتړ وکړو.خو الله پاک شاهدي وایې چې دوی درواغجن دي.
(12) قسم دی که اهل کتاب وویستل شو دا منافقان به ورسره ونه ووځي او که پر هغوی جنګ وشو نو دوی به یې ملاتړ ونه کړي.او بالفرض که ملاتړ ته یې ووتل هم نو ډیر ژر به وتښتي.بیا به له دوی سره هیڅ ډول ملاتړ ونه شي.
(13) په زړونو کې یې له الله نه زیاته ستاسې ویره ده.ځکه چې الله یې نه دی پيژندلی.
(14) هیڅکله به په سپین میدان کې له تاسې سره جنګ ونه کړي که جنګیږي هم نو د کلکو کلیو او دنګو دیوالونو تر شاه به جنګیږي.په خپلو مینځو کې یې سره خورا سخته دښمني ده.ته ګڼې چې سره یو دي خو د هغوی زرونه یو له بل نه بیزاره دي.ځکه چې دوی هغه خلک دي چې له عقل څخه کار نه اخلي.
(15) د هغو خلکو[۸]په شان دي چې له دوی نه لږ وړاندې یې د خپلو بدو کړنو خوند څکلی دی.او دردناک عذاب یې په برخه دی.
[۸] ـ کافرو قریشو او د بنې قینقاع یهودو ته اشاره ده چې د مسلمانانو له خوایې ماتې خوړلې وه.(تفسیر البیضاوی).
(16) منافقان شیطان ته ورته دي چې انسان ته وایې کافر شه او کله چي کافر شي نو بیا ورته وایي چې زه له تا څخه بې زاریم زه له هغه الله نه ډاریږم چې د ټول عالم واکمن دی.
(17) نو د دواړو پای همدا ده چې د تل لپاره به په اور کې وي.او همدا د تیري کوونکو جزا ده.
(18) ای مؤمنانو!له الله وډار شئ او باید هر څوک ورګوري چې د سبا لپاره یي څه لیږلي دي.له الله وډارشئ.بې شکه چې الله ستاسې له کړنو څخه ښه خبر دی.
(19) او د هغو کسانو په څيرمه کیږئ چې الله یي هیر کړ،نو الله ترې خپل ځانونه هیر کړل همدغه خلک فاسقان دي.
(20) د اور والا او د جنت والا سره هیڅکله برابر نه دي.بریمن یوازې هغه دي چې جنت ته ځي.
(21) که دا قران مونږ پر یوه غر نازل کړی واي نو تابه لیدلي وای چې هغه د الله له ویرې ټیټیږي،ډاریږي او ټوټه ټوټه کیږي.دا مثالونه مونږ خلکو ته بیانوو ښایې چې فکر وکړي.
(22) الله هغه ذات دی چې پرته له هغه بل هیڅ معبود نشته.په پټو او ښکاره پوه دی.رحمان او رحیم دی.
(23) الله هغه ذات دی چې له هغه پرته بل معبود نشته،واکمن دی،ډير سپیڅلی،له ټولو عیبونو څخه سالم،امان ورکوونکی،د هر څه څارونکی او پر هر څه شاهد،برلاسی،د دبدبې خاوند،د ټولو ورانو جوړوونکی او دلویې څښتن دی.الله له هغه شرک نه پاک دی چې خلک یې کوي.
(24) الله هغه ذات دی چې د هر څه پيدا کوونکی،له نشت نه وجود ته راوستونکی،شکل او صورت ورکوونکی دی.د هغه ډیر غوره نومونه دي.ټول هغه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي په پاکۍ سره د هغه ستاینه کوي.هغه په هرڅه برلاسی او د حکمت څښتن دی.