(1) هلاکت او تباهي ده ډنډې وهونکو ته.
(2) هغوی چې له خلکو څه راپيمانه کوي نو پوره یې ترې اخلي.
(3) او چې:نورو ته پيمانه ورکوي یا څه ورتلي نو کمی پکې کوي.
(4) ایا په دې باور نه لري چې:ژوندي به راپورته کړای شي.
(5) یوې لویې ورځې ته.
(6) په دې ورځ به ټول خلک د رب العالمین په وړاندې ودریږي.
(7) نه هیڅکله نه:د بدکارانو عمل نامې د زندان په دفتر کې دي.
(8) د زندان دفتر تاته څه معلوم دی؟
(9) یو بشپړ لیکل شوی دفتر دی.
(10) په هغه ورځ د درواغ ګڼونکو تباهي ده.
(11) هغوی چې د جزا او سزا ورځ درواغ ګڼي.
(12) دا ورځ هیڅوک درواغ نه ګڼي پرته له خپلو حدودو څخه دورتیرو شوو ګناه کارانو.
(13) کله چې پرې زمونږ ایاتونه تلاوت شي نو وایې:دا خو د پخوانیو کیسې دي.
(14) نه:هیڅکله نه:پر زړونو یې د هغوي کړنو زنګ اچولې دې.
(15) نه:هیڅکله نه:د خپل رب له لیدنې څخه به په دې ورځ بې برخې او په پردو کې به وي.
(16) او بیا مخامخا دوزخ ته ورتلونکي دي.
(17) بیا به هلته ورته وویل شي چې:دا هغه څه دي چې تاسې به درواغ ګڼل.
(18) نه هیڅکله نه:د نیکانو عمل نامې د لوړو مقامونو په دفتر کې دي.
(19) او ته څه پوه یې چې د لوړ مقام لرونکو خلکو دفتر څه دی؟
(20) یو بشپړ لیکل شوی دفتر دی.
(21) الله ته نژدې به ورته حاضریږي.
(22) نیکان به په یقینې ډول د نعمتونو په خوندونو کې وي.
(23) پر هسکو تختونو به ناست وي.
(24) او په څیرو کې به یې د نعمتونو تازه والی له ورایه پيژنې.
(25) په سر پټو شرابو به خړوبه کیږي.
(26) دې شرابو مهر به له مشکو څخه وي.نو څوک چې د نعمتونو په لاس ته راوړولو کې ځان وړاندې کوي نو ژر دې وړاندې شي.
(27) دا شراب د هسکې چینې له شرابو سره ګډیږي.
(28) هسکه چینه هغه چینه ده چې یوازې الله ته نژدې خلک ترې اوبه څښي.
(29) بې شکه مجرمان پرمسلمانانو خاندي.
(30) او چې کله پرې تیریږي نو په خپلو مینځونو کې د ملنډو خندا کوي.
(31) او چې کورونو ته ځي نو خورا د خوښۍ په غرور ځي.
(32) او چې مسلمانان وګورې نو وایې چې په رښتیا چې مسلمانانو لار ورکه کړې ده.
(33) په داسې حال کې چې:د مسلمانانو د څارنې دنده په غاړه نه ده ور اچول شوې.
(34) نن به مسلمانان پر کافرانو خاندي.
(35) په هسکو تختونو به ناست ګوري.
(36) چې ایا کافرانو ته د هغوی د بدو کړنو پوره بدل ورکړای شو؟