(1) ای محمده!ووایه چې ماته وحی وشوه چې د پيریانو یوې ډلې د قران یوه برخه واوریده نو ويي ویل چې:بې شکه مونږ عجب قران واورید.
(2) د روغې لارې ښوونه کوي نو مونږ پرې ایمان راووړ.او هیڅکله به له خپل رب سره بل څوک شریک نه کړو.
(3) او بې شکه چې زمونږ د رب شان او شوکت ډير لوړ دی نه یې ښځه نیولې او نه یې بچی.
(4) او دا خبره هم پخه ده چې زمونږ ناپوه(ابلیس)پر الله له واقعیت او انصاف لرې خبرې تړلی.
(5) او مونږ ګمان کاو چې انسان او پیری به هیڅکله پر الله درواغ نه تړي.
(6) او د انسانانو ډیرو سړیو د پیریانو له ډیرو سړیو څخه پناه غوښتله نو په دې کار ئې د پيریانو غرور،ظلم او ګناه لا پسې زیاته کړه.
(7) او ای پیریانو!انسانانو هم ستاسې په شان ګمان کاو چې الله به هیڅکله څوک رسول راونه لیږي.
(8) خو چې مونږ اسمان ته ورسیدلو نو ومولیده چې اسمان په سختو پیره دارانو او سوزوونکو ستورو کې پټ کړی شوی دی.
(9) مونږ به د اسمان په څنډو کې د اوریدانې لپاره کیناستو.خو چې اوس هر څوک اوریدل وغواړي نو سوزوونکی ستوری به تیار په انتظار کې مینده کړي.
(10) مونږ نه پوهیږو چې کوم شر دی چې د ځمکې د خلکو لپاره غوښتل شوی دی او یا که رب یې د ښوونې اراده کړې ده.
(11) او بې شکه چې زمونږ ځیني خلک نیکان دي او ځیني نور مو ښکته دي.مونږ پر جلا،جلا لارو یو.
(12) او بې شکه چې زمونږ باور دی چې مونږ به هیڅکله الله پاک په ځمکه کې بې وسه نه شو کړای او نه به یي په تیښته چې په بل لورې ترې وتښتو.
(13) (نو ځکه)چې مونږ هدایت واورید نو ایمان مو پرې راوړ.او هر څوک چې په خپل رب ایمان راوړي له تاوان،ظلم او زیاتي څخه دي نه ډاریږي.
(14) او بې شکه چې زمونږ ځیني مسلمانان دي،او ځیني مو ظالمان او کاږه دي.نو چا چې الله ته ځان وسپاره د روغې لارې د میندلو هڅه یې وکړه.
(15) او هغه چې کاږه او ظالمان دي د جهنم لرګي(خس او خاشاک)دي.
(16) او ای محمده!ووایه چې ماته وحي شوې ده چې که هغوی د اسلام په لار سم شول نو مونږ به یې خامخا په ډیرو اوبو خړوبه کړو.
(17) تر څو یې په دې نعمت وازمایو.او هر څوک چې د خپل رب له یادونې څخه مخ وګرځوي نو سخت عذاب ته به یې بوځي.
(18) او دا هم راته وحې شوې چې جوماتونه د الله دي نو له الله سره بل څوک مه رابلئ.
(19) او راته وحي شوې چې:کله د الله بنده(محمد صلی الله علیه وسلم)پورته شو او الله پاک یې باله نو انسانانو او پیریانو پرې ګڼه ګوڼه او ازدحام جوړ کړ.
(20) (ای محمده!)ووایه چې زه یوازې خپل رب بلم او له هغه سره هیڅوک نه برابروم.
(21) ووایه چې تاسې ته تاوان او یا ښوونه زما په توان کې نه ده.
(22) ووایه چې هیڅوک ما له الله څخه ژغورلی نه شي.او نه پرته له هغه څخه بل پناه ځای پیدا کولای شم.
(23) زما دنده یوازې همداده چې د الله پیغام تاسې ته ورسوم.او هر څوک چې له الله او له رسول څخه یې سرغړوي نو بې شکه چې د ورتګ ځای یې دجهنم اور دی او د تل لپاره به پکې وي.
(24) تر څو چې په(غبرګو سترګو)هغه څه ویني چې اوس يي ورسره وعده کیږي.نو هلته به پوه شي چې د چا ملاتړ ډیر کمزوری او د چا شمیر ډیر لږ دی؟
(25) (ای محمده!)ووایه:زه نه پوهیږم هغه څه چې زما رب یې درسره وعده کړې نژدې ده او که زما رب ورته یوه لرې موده تاکلې ده.
(26) په پټو ښه پوهیږي او خپل پټ څیزونه هیچاته نه ښکاره کوي.
(27) مګر یوازې هغو رسولانو ته چې خوښ یې کړي د څو کیدارو ملایکو په ملتیا ځیني پټ رازونه وايي.
(28) د ملایکو ملتیا رسول پوهوي چې د رب پیغامونه یې په بشپړ ډول ورته ورسول.او الله په هغه څه پوره احاطه کړې ده چې له ملایکو او رسولانو سره دي او هر څه یي په شمیر سره ګڼلي دي.