54 - Al-Qamar ()

|

(1) قیامت نژدې او سپوږمۍ وچاودیده[۸]
[۸] ـ د هغې پيښې یادونه ده چې کافرانو له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه معجزه وغوښته الله پاک سپوږمۍ دوه ټوټې کړه.بخاري،مسلم،ابن جریر.

(2) که هر نښه وویني نو مخ به ترې واړوي او وایې به چې دا یو پیاوړی جادو دی.

(3) دا پیښه یې درواغ وګڼله او په خپلو خواهشاتو پسې ولاړل.او دا پخه خبره ده چې هر شی پای ته رسیدونکی دی.

(4) او هغوی ته د پخوانیو هغه حالات ښه څرګند شوی چې له بدۍ څخه د مخنیوي لپاره ښه رټونکی دي.

(5) ښه پوره او بشپړ حکمت ؤ،خو ډاروونکو د هیڅ شی مخه ونه نیوله.

(6) نو ای محمده!مخ ترې واړه وه.او هغه ورځ رایاده کړه چې یو بلونکی به یې د یوې نااشنا صحنې په لور وبلي.

(7) هلته به یې سترګې مړاوي او د خورو ورو ملخانو په څير به له قبرونونه راپورته کیږي.

(8) د بلونکی په لور به په منډه روان وي.او کافران به وایې چې:دا ډیره سخته ورځ ده.

(9) له دوی نه وړاندې د نوح قوم هم ددرواغو نسبت کړی و،زمونږ بنده یي درواغجن ګڼلی او ویلي یي وو چې:یو رټل شوی لیونی دی.

(10) نوح خپل رب ته لاسونه پورته کړل او دعا يي وکړه:زه بې وسې کړی شوی یم زما بدل واخله!

(11) نوهغه وو چې مونږ د تیز او تند باران په ورولو د اسمان دروازې راخلاصې کړې.

(12) او ځمکه موټوله د چینو په توګه راوخوټوله او دواړه اوبه د ټاکلی شوي کار لپاره سره یو ځای شوی.

(13) مونږ نوح په تختو او میخ لورنکو کښتۍ کې سور کړ.

(14) کښتۍ زمونږ د سترګو لاندې روانه وه.هو!دا د هغه چا بدل اخیستل وو چې منلی شوی نه و.

(15) مونږ کښتۍ د یوې نښې په توګه پریښووله ایا شته کوم پند اخیستونکی؟

(16) نو څنکه و عذاب زمونږ او زمونږ ډارول؟

(17) او په یقین چې مونږ قران د پند اخیستلو لپاره اسان کړی دی ایا شته کوم پند اخیستونکی؟

(18) عادیانو هم د دوراغو نسبت کړی وو.نو وګوره چې څرنګه وو زمونږ عذاب؟او زمونږ ډارول؟

(19) مونږ پرې په یوه شومه ورځ په پرله پسې توګه یو سخت تند او ډیر یخ باد راوالو زاوو.

(20) خلک به یې داسې الوزول لکه چې د ویستلو شوو خرماګانو پراته ډډونه وي.

(21) نو وګوره چې څرنګه وو زمونږ عذاب؟او زمونږ ډارول؟

(22) او په یقین چې مونږ قران د پند اخیستلو لباره اسان کړی دی.ایا شته کوم پند اخیستونکی؟

(23) ثمودیانو هم داروونکي دوراغجن ګڼلي وو.

(24) او ویلي یي:ایا مونږ په یوه داسې چا پسې ولاړ شو چې زمونږ په شان بشر دی؟ که مونږ دا کار وکړ نو مونږ به ډیر لار ورکي او ناپوهان یو.

(25) ایا په مونږ کې یوازې هغه وچې وحې پرې نازله شوه؟نه هیڅ ورته نه دي نازل شوي بلکې هغه ډیر لوی درواغجن متکبر دی.

(26) سبا ته به هغوی ته معلومه شي چې ډیر لوی درواغجن متکبر څوک دی؟

(27) مونږ او ښه د ازمیښت په توګه ورولیږله.نو اوس ته انتظار او صبر کوه چې څه ورسره کیږي؟

(28) او ورته څرګنده کړه چې اوبه د دوی او اوښې ترمینځ په نوبت دي.هر څوک به خپل نوبت ته حاضریږي.

(29) خپل بد بخته ملګرې یې راوغوښت یو له بل سره یې لاس ور کړ او ښه یي زخمي کړه.

(30) نووګوره چې څرنګه وو زمونږ عذاب؟او زمونږ ډارول؟

(31) مونږ یوازې یوه چیغه ورولیږله ناببره د شپول د پروړی په شان ځپ،ځپ شوی وو.

(32) او په یقین چې مونږ قران د پند اخیستلو لپاره اسان کړی دی.ایا شته کوم پند اخیستونکی؟

(33) د لوط قوم هم ډاروونکي درواغجن ګڼل.

(34) مونږ پرې کاڼي ویشتونکی باد راوالوزاوه خو د لوط کورنۍ وژغورل وه.په سپیده چاود کې مو هغو یته نجات ورکړ.

(35) دا زمونږ لورینه وه.او زمونږ هر شکر کوونکي ته په همدې ډول بدله ورکوو.

(36) په یقین چې لوط هغوی زمونږ له نیولو نه ډارولی وو. خو هغوی ډاروونکو ته د شک په سترګه کتل.

(37) او د هغه د میلمنو د لاس ته راوړلو پوره هڅه یي وکړه خو مونږ په سترګو ړانده کړل.او ورته مو وویل:چې اوس زما د عذاب او ډارولو خوند واخلئ.

(38) سهار وختي پرې پوخ او نه خوځیدونکی عذاب راښکته شو.

(39) نو وڅکئ زما عذاب او دارول.

(40) او په یقین چې مونږ قران د پند اخیستو لپاره اسان کړی دی.ایا شته پند اخیستونکی؟

(41) د فرعون خلکو ته ډاروونکي راغلي وو.

(42) زمونږ ټولې نښې یې درواغ وګڼلې نو مونږ د یوه برلاسي او پیاوړي ځواک په توګه ونیول.

(43) ایا ننه ني کافران له پرونیو کافرانو څخه غوره دي؟او که په کتابونو کې ستاسې خلاصون اعلان شوی دی؟

(44) ایا هغوی وايې چې مونږ یو موټې او یو د بل بدل اخیستونکي یو؟

(45) ډیر ژر به دا ډله ماته او مخ په څټ تیښته به وکړي.

(46) بلکې داصلي ماتې وعده ځای ئې قیامت دی.او هغه خورا سخت او تریخ وخت دی.

(47) بې شکه چې مجرمان په ګمراهۍ کې اخته او له سوزوونکي اور سره مخ دي.

(48) هغه ورځ چې پړ مخ پر مخونو په اور کې راکش،او ورته به وویل شي چې:اوس د دوزخ خوند وڅکئ.

(49) او بې له شکه مونږ هر شی په تاکلې اندازه پیدا کړی دی.

(50) او زمونږ هر کار یو حکم دی چې د سترګو په رپ کې پوره کیږي.

(51) او ستاسې په څیر مونږ ډیر خلک هلاک کړي دي.ایا شته کوم پند اخیستونکی؟

(52) هغوی چې هرڅه کړي،په کتابونو کې ښکل شوي دي.

(53) او هر کوچنی او لوی کار ښکل شوی دی.

(54) بې له شکه پرهیزګاران به په باغونو او ویالو کې وي.

(55) د توانا او پیاوړي پاچا په وړاندې به د رښتیا او عزت په ځای کې ناست وي.