38 - Saad ()

|

(1) ص. قسم په پند ورکوونکي قران.

(2) هغه کسان چې کافران دي، په غرور، لوي او دښمنۍ کې اخته دي.

(3) مونږ له دوي نه وړاندې څومره دیرخلک هلاک کړل؟ ډیرې چیغې يې ووهلې خو خلاصون نه وو.

(4) او کافرانو ته د حیرانتیا خبره ښکاري چې خپل یو سړی يې د ډاروونکی په توګه ورته راغلی. او کافران وايې چې دا پیغمبر یو کوډګر درواغجن دی.

(5) ایا ډیر معبودان پر یوه خدای بدلوي؟ رښتیا چې دا د تعجب وړ خبره ده.

(6) د هغوی مشران پورته او سره يي وویل: په خپلو خدایانو ټینګ اوسئ. په رښتیا چې دا خبره د یوه هدف[۱۴] لپاره شوې ده.
[۱۴] چې د محمد صلی الله علیه وسلم تابع شو او یا معنا دا ده چې : په خپلو خدایانو ټینګ شئ او همدغه د کولو کار دی او باید وشي(فتح القدیر)

(7) دا خبره مونږ په بل دین کې نه اوریدلې. دا پرته له ځانه جوړو شوو درواغو نه بل څه نه دي.

(8) ایا په مونږ کې یوازې ده ته پند نازل شو؟بلکې اصلي خبره دا ده چې دو زما د پند په هکله شکمن دي او لاتر اوسه يي زما عذاب نه دی څکلی.

(9) ایا ستا د برلاسي او بخشش والا رب د مهربانیو خزانې د دوی په واک کې دي؟

(10) ایا د اسمانونو، ځمکې او په مینځ کې د ټولو څیزونو واکمني ددوی په لاس کې ده؟ که څه واکمني يي ورسره وي نو پورته دې وخیژي؟

(11) دوی له لویو ډلو نه یو کوچنی ټولګی دی چې هلته يي ماتې په برخه ده.

(12) له دوی نه وړاندې د نوح قوم، عادیانو او د میخونو څښتن فرعون پیغمبران درواغجن ګڼلي وو.

(13) ثمودیانو، د لوط قوم او د ځنګلونو خاوندانو هم پیغمبران درواغجن ګڼلي وو. هو! هغوی لويي ډلې وې.

(14) ټولو رسولان درواغجن ګڼلي وو، نو ځکه پرې عذاب پوخ شو.

(15) او دا خلک د یوې چیغې انتظار وباسي چې بیا به هیڅ مهلت نه وي.

(16) او وايي ای زمونږ ربه! زمونږ برخه د حساب له ورځې نه وړاندې په بیړه راکړه.

(17) ای محمده! د هغوی پر خبرو صبر وکړه او زمونږ پیاوړی بنده داوود ریاد کړه. په رښتیا چې هغه ښه رجوع کوونکی و.

(18) مونږ غرونه ورسره همغږي کړي وو چې سهار او ماښام به يې تسبیح ویله.

(19) او مارغان مو هم ټول د هغه تابع کړي او ټولو ورته غاړه ایښي وه.

(20) مونږ يي پاچايي پیاوړي کړې پوهه او حکمت مو ورکړی او د شخړو او جګړو د پریکړې هنر مو وربښلی وو.

(21) او ایا تاته د هغو جګړه مارو کیسه معلومه ده چې د داود د ماڼۍ په دیوال وروختل.

(22) کله چې داود ته ورننوتل نو هغه ترې وډار شو هغوی وویل: مه ډاریږه! مونږ دوه جګړه مارې ډلې یو، ځینو مو پر ځینو نورو تیری کړی دی نو ته مو په مینځ کې د حق پریکړه وکړه د هیچا پلوي مه کوه او مونږ ته سمه لار وښایه.

(23) زما له دغه ورور سره نهه نوي میږې دي او زه یکی یوه میږه لرم. راته وایي چې هغه یوه میږه هم زما په واک کې راکړه او په خبرو کې په ما زورور دی.

(24) داود وویل: پر تا يې تیری کړی دی چې ستا یوه میږه له خپلو میږو سره یوخای کوي. او له شک نه وتلې ده چې ډير شریکان یو پر بل تیری کوي خو یوازې هغه کسان تیری نه کوي چې ایمان يې راوړی او نیک عمله وي خو دا وړ خلک ډیر لږ دي. داوود ډیر ژر پوه شو چې مونږ په ازمیښت کې اچولی له خپل رب نه يي بښنه وغوښته پړمخ په سجده پریووت او په بشپړ ډول يي الله ته رجوع وکړه.

(25) مونږ يي دا کار وباښه. په یقین چې هغه زمونږ په وړاندې د لوړې رتبې خاوند او ښه ځای ته ورتلونکی دی.

(26) ای داوده! مونږ ته د ځمکې خلیفه ګرځولی يي. نو د خلکو په مینځ کې په حقه پریکړه کو. او په هیلو پسې مه ځه، که ه نو د الله لار به در څخه ورکه کړي او د هغو کسانو لپاره چې د الله لار ترې ورکه شي سخت عذاب دی ځکه چې د حساب ورځ یي هیره کړې ده.

(27) او مونږ اسمان، ځمکه د دوی د مینځ څیزونه بابیزه نه دي پیدا کړي. دا د هغه چا ګومان دی چې کافران شوي دي نو د کافرانو لپاره د اور لویه کنده ده.

(28) ایا مونږ به هغه کسان چې ایمان ي راوړی او نیکې کړنې يې کړي دي د هغه چا په شان کړو چې په ځمکه کې فساد کوي؟ او یا پرهیزګاران به د بدکارانو په شان کړو؟

(29) دا یو برکت ناک کتاب دی چې مونږ تاته نازل کړی دی ترڅو يې هغوی په ایتونو کې فکر وکړي او د عقل څښتنان ترې پند واخلي.

(30) او مونږ داود ته سلیمان وباښه. هغه غوره او الله ته پوره پناوړونکی بنده و.

(31) کله چې سلیمان ته په لمر پرتواته کې خورا ښه اصیل او ګړندی اسونه وړاندې کړای شول.

(32) نو سلیمان وویل: دغه اسونه ما د الله د ذکر له کبله خوښ کړي دي. او تر هغو ورسره وو چې لمر پرې ډوب شو.

(33) غږیې کړ: بیرته يي ماته راولئ. او بیا يي د هغو په پوندیو او غاړو لاس راکش کړ.

(34) مونږ سلیمان په ازمیښت کې واچاو او د هغه پر تخت مو یوه تنه وغورځوله، هغه الله ته رجوع وکړه.

(35) او ويې ویل: ای زما ربه! ما وبښه او یوه داسې پاچايې راکړه چې له مانه وروسته د هیچا وړ نه وي. په رښتیا چې ته ښه بخشش ورکوونکی يي.

(36) نو باد مو د هغه تابع کړ چې په کوم لور به د سلیمان هیله وه په هغه لور به خورا په نرمۍ سره تلو.

(37) او هر ډول ماڼۍ جوړوونکي او غوټه وهونکي پیریان مو هم د هغه تابع کړي وو.

(38) او نور خپل سري پیریان په ځنځیرونو تړل شوي وو.

(39) هو! دا زمونږ پریمانه او بې حسابه لورینه ده.

(40) خوښه ستا چې چا ته څه ورکوې او که نه؟ بې له شکه چې زمونږ په وړاندې د هغه لپاره نژدې مقام او غوره پای ده.

(41) او زمونږ بنده ایوب یاد کړه. چې خپل رب ته غږ کړ چې: شیطان په ستونزو او کړاو اخته کړی یم.

(42) مونږ ورته وویل: خپله پښه په ځمکه ووهه. دغه دي د لمبلو او څښلو لپاره یخې اوبه.

(43) او هغه ته مو د هغه کورنۍ او په همغه اندازه نور خپلوان د خپلې لورینې له مخې وروبښل چې د عقل خاوندانو لپاره پند وي.

(44) او مونږ ورته وویل: د کڼکو یو ګیډی په لاس کې واخله او وهل پرې وکړه او خپل قسم مه ماتوه. مونږ هم زغم لرونکي ومینده. ډیر غوره بنده و. په رښتیا چې الله ته رجوع کوونکی و.

(45) او ای پیغمبره! زمونږ پیاوړی او سترګور بنده ګان ابراهیم اسحق او یعقوب رایاد کړه.

(46) مونږ ځکه هغوی پوره سوچه کړي وو چې د اخرت کور به يي تل یاداو.

(47) او په رښتیا چې هغوی زمونږ په وړاندې له غوره کړو شوو ښو خلکو څخه وو.

(48) او اسماعیل یسع او ذالکفل هم رایاد کړه دوی ټول له ښو خلکو څخه وو.

(49) هو! دا یو پند دی او پرهیزګارانو ته د ورتګ ډیرښه ځای په برخه دی.

(50) د تل اوسیدلو هغه جنتونه دي چې دروازې به يې د دوی په مخ خلاصې وي.

(51) هغوی به پکې تکیه کوونکي او هرډول میوې او دڅښلو څیزونه به غواړي.

(52) او هم به ورسره حیاناکې همځولې ښځې وي.

(53) هو! دا همغه نعمتونه دي چې له تاسې سره يي وعده کیدله چې د حساب په ورځ به درکول کیږي.

(54) او هو! دا زمونږ روزي ده چې هیڅ نه خلاصیږي.

(55) هو! دا د پرهیزګارانو ځای دی. او د سرغړونکو ورتګ ډیر بدځای ته دی.

(56) دوزخ ته به ورننوځي. هغه ډیر بد استوګنځی دی.

(57) هو! همدا عذاب دی نو باید هغوی د جوشیدلو اوبو او زوو خوند وڅکي.

(58) او په همدې توګه نور ډول ډول عذابونه.

(59) د خپلو پیروانو په لیدلو به سره ووايې: دا لښکر به هم له تاسې سره ننووځي ورځ يي بده ده ځکه چې اور ته ننوتونکي دي.

(60) تابعان به يي ځواب ورکړي چې ستاسې ورځ دې بده وي ځکه چې تاسو واست چې مونږ ته مو دا هر څه راوړاندې کړل دا څومره د استوګنې بد ځای دی.

(61) او بیا به ووايې: زمونږ ربه! هغو خلکو ته په اور کې دوه برخې عذاب ورکړه چې مونږ ته يي دا هر څه له وړاندې برابر کړي.

(62) او بیا به سره ووايي: مونږ ولې هغه سړي نه وینو چې مونږ به په دنیا کې اشرار ګڼل؟

(63) ایا مونږ به پرې ملنډې وهلي؟ او که اوس ترې سترګې چپې شوي دي؟

(64) هو! خامخا به دا وړ جګړې د دوزخیانو ترمینځ روانې وي.

(65) ای محمده! ووایه چې زه یو ډاروونکی یم. او پرته له یو الله چې پر هر څه زورور او ډیر قهرجن دی بل هیڅ رب نشته.

(66) د اسمانونو، ځمکې او د هغوی ترمینځ څیزونو رب، په هر څه برلاسی او ښه بښونکی دی.

(67) ای محمده! ووایه چې دا قران لویه خبره ده.

(68) خو تاسې ترې مخ اړوونکي يې.

(69) ماته د پورتنی عالم د خپل مینځي بحثونو او مناقشو په هکله هیڅ معلومات نشته.

(70) ماته یوازې همدا یوه خبره وحي کیږي چې زه یو ښکاره ډاروونکی یم.

(71) هغه رایاد کړه چې ستا رب ملایکو ته وویل: زه له خټې یو بشر پیدا کوم.

(72) کله مې چې هغه په بشپړ ډول برابر او خپل روح مې پکې پو کړ نو تاسې ورته په سجده پریوځئ.

(73) هغه وو چې ګردو ملایکو له یوی مخې سجده وکړه.

(74) خو یوازې ابلیس لويي وکړه او له کافرانو څخه ؤ.

(75) الله وفرمایل: ابلیسه! ته څه پرې نښوولې چې هغه چا ته سجده وکړې چې ما په خپلو دواړو لاسونو جوړ کړی دی؟ ایا تکبر کوې؟ او که له لویانو نه يي؟

(76) ابلیس وویل: زه له هغه نه غوره یم ځکه چې زه دې له اور او هغه دې له خټې نه پیدا کړی دی.

(77) الله وفرمایل: نو ووځه ته رټل شوی يې.

(78) او تر قیامته پر تا زما لعنت دی.

(79) ابلیس وویل: ای زما ربه! د بیا ژوندي راپورته کیدلو تر ورځې مهلت راکړه.

(80) الله وفرمایل: ښه ده ته له مهلت ورکړی شوو نه يې.

(81) تر ټاکلې ورځې پورې.

(82) ابلیس وویل: ستا په عزت دی زما قسم وي چې زه به دوی ټول وښویوم.

(83) خو پرته ستا له سوچه کړو شوو بنده ګانو.

(84) الله وفرمایل: حق دا دی او زه تل حق وایم.

(85) چې زه به دوزخ له تا او له هغو ټولو انسانانو څخه ډک کړم چې ستا مننه وکړي.

(86) ای محمده! ووایه چې ددې قران په رسونه زه له تاسې څخه نه کوم بدل غواړم او نه زه له ځان نه[۱۷] جوړوونکو څخه یم.
[۱۷] قران ما له ځان څخه نه دی جوړ کړی( تفسیر الماوردی او معارف القران).

(87) قران پرته له دې چې د ټول عالم لپاره پند وي بل څه نه دی.

(88) او تاسې به د هغه په وینا څه وخت وروسته خامخا[۱۸] پوه شئ.
[۱۸] له مرګ نه وروسته یا د قیامت په ورځ ( فتح القدیر)