(1) قسم په پرله پسې لیږلو شوو بادونو.
(2) نو قسم په تیزوالوتکو بادونو.
(3) او قسم په هغو بادونو چې وریځې خپروي.
(4) او قسم په جلا کوونکو بادونو.
(5) نو قسم په پند راړونکو ملایکو.
(6) چې د عذر د لرې کولو او یاد ډارولو لپاره یي راوړي.
(7) بیشکه چې له تاسې سره وعده شوی چې پیښه خامخا واقع کیږي.
(8) نو کله چې ستوري بې رڼا او تت شي.
(9) او کله چې اسمان خیرې شي.
(10) او کله چې غرونه والوزول شي.
(11) او کله چې د رسولانو د راټولولو لپاره نیټه وټاکلي شي.
(12) د کومې ورځې لپاره دا کار وروسته کړای شوی؟
(13) د پریکوونکې ورځې لپاره.
(14) ته څه پوه کړې چې د پریکړې ورځ څه ده؟
(15) پدې ورځ د درواغ ګڼونکو لپاره هلاکت دی.
(16) ایا مونږ پخواني ندي هلاک کړي؟
(17) او وروستني هم ور پسې کوو.
(18) مونږ له مجرمانو سره همدا ډول کړنه کوو.
(19) پدې ورځ د درواغ ګڼونکو لپاره هلاکت دی.
(20) ایا تاسې مو له سپکو اوبو څخه نه يې پیدا کړي؟
(21) دا اوبه مو په یو تم ځای کې تم کړي.
(22) تر معلومې نيټې.
(23) هلته مو ورته اندازه وټاکله او مونږ غوره اندازه کوونکي یو.
(24) په دې ورځ د درواغ ګڼونکو لپاره هلاکت دی.
(25) ایا ځمکه مو راټولوونکې نده ګرځولې.
(26) د ژوندیو او مړو.
(27) او په ځمکه کې مو لری او دنګ غرونه ګرځولي او تاسې مې په خوږو او تنده ماتوونکو اوبو خړوبه کړي یئ.
(28) په دې ورځ د درواغ ګڼونکو لپاره هلاکت دی.
(29) ای کافرانو! د هغه څه په لور ولاړ شئ چې تاسې به درواغ ګڼل.
(30) د هغه سیورې په لور ولاړ شئ چې دې څانګی به لري.
(31) نه سیوري کوي اونه له لمبو څخه ژغورنه.
(32) دا اور به د ماڼۍ په شان سپرغی بادوي.
(33) (ته به وايې)ګواکې ژیر اوښان دي.
(34) په همدې ورځ د درواغ ګڼونکو لپاره هلاکت دی.
(35) پدې ورځ به خبرې نه کوي.
(36) او نه به اجازه ورکړای شي چې عذرونه او بانې وړاندې کړي.
(37) په همدې ورځ د درواغ ګڼونکو لپاره هلاکت دی.
(38) دا د پریکړی ورځ ده چې تاسې او پخواني ټول مې را ټول کړي يې.
(39) نو که تاسې سره له عذاب څخه د ژغورلو کوم چل او دسیسه وي نو ویي کړئ.
(40) په همدې ورځ د درواغ ګڼونکو لپاره هلاکت دی.
(41) بیشکه چې پرهیزګاران به په سیورو کې د چینو تر اړخ وي
(42) او د هیلو مطابق هر ډول میوې به يي په مخکې وي.
(43) (او ورته به وویل شي چې)په خوند او لذت سره خوراک او څښاک وکړئ دا ستاسې د کړنو بدل دی.
(44) نو په همدې ډول نیکو کارانو ته بدل ورکوو.
(45) په دې ورځ د درواغ ګڼونکو لپاره هلاکت دی.
(46) ای درواغ ګڼونکو!د لږ وخت لپاره خوراک وکړئ او له دنیوي څیزونو څخه لږه ګټه واخلئ بیشکه چې تاسې مجرمان یئ.
(47) په دې ورځ د درواغ ګڼونکو لپاره هلاکت دی
(48) او کله چې ورته وویل شو چې رکوع وکړئ رکوع نه کوي.
(49) په دې ورځ د درواغ ګڼونکو لپاره هلاکت دی.
(50) نو له دې قران څخه وروسته به په کومه خبره ایمان راوړي؟