11 - Hud ()

|

(1) الر. دا یو کتاب دی چې د حکیم او خبیر ذات له لورې يې ټول ایتونه له نیمګړتیاوو نه پاک په پوره تفصیل سره بیان شوي دي.

(2) تاسې پرته له الله نه د بل هیڅ شي عبادت مه کوئ په یقیني توګه زه تاسې ته د هغه له لورې ډاروونکی او زیری در کوونکی یم.

(3) د خپل رب نه مو بښنه وغواړئ او په پوره اخلاص سره د هغه په لور وګرځئ. هغه به هم تاسې ته تر ټاکلې نیټې پورې ښه ژوند در په برخه او د نیکیو والا ته به د هغه د نیکیو بدله ورکړي. او که مخ مو واړولو، نو زه پر تاسې د یوې لويې ورځې له عذاب نه ډاریږم.

(4) ستاسې ټولو ورتګ د یو الله په لور دی. او هغه په هر شي توانا دی.

(5) وګورئ چې کافران خپلې سینې تاوه وي تر څو له الله نه ځانونه پټ کړي خو باید پوه وي چې الله هغه وخت هم د هغوی په پټو او ښکاره وو پوه دی چې هغوی ځانونه په کالیو کې رانغاړي. ځکه چې هغه لا ان د سینو په پټو رازونو هم پوه دی.

(6) په ځمکه کې چې څومره خوځنده دي د هغوی ټولو روزي پر الله ده او الله ته د هغوی د اوسیدانې او له مرګ وروسته د امانت ایښوولو ځایونه معلوم دي ـ ټول هر څه په یوه روښانه کتاب کې ښکل شوي دي.

(7) الله هغه ذات دی چې اسمانونه او ځمکه يي په شپړو ورځو کې پیدا کړل، عرش يې هغه وخت پر اوبو و. تر څو تاسې وازمايې چې کوم یو مو د غوره کړو، وړو خاوند دی. ای محمده! که ته کافرانو ته ووايې چې تاسې به خامخا له مرګ وروسته بیرته را پورته کړای شئ نو کافران به یې له درنګه ووایې چې نه ستا خبرې پرته له ښکاره کوډو بل څه نه دي.

(8) او که مونږ تر ټاکلې مودې[۱] عذاب ټال کړو نو خورا په تلوسه به وايې چې څه شي عذاب ایسار کړی دی؟ باید واورئ چې په کومه ورځ ورته عذاب راشي نو هیڅوک به يې ترې په بل لور وانه ړولای شي. او د همغه څه په نیونه کې به راشي چې هغوی پرې ملنډې او مسخرې وهلې.
[۱] امة په لغت کې هغې ډلې خلکو ته وايي چې دین يې یو وي. خو په مختلفو معناګانو استعمال شوی چې یوه يې وخت او زمانه هم ده( فتح القدیر د امام الشوکاني)

(9) که مونږ انسان ته د خپل رحمت څه برخه وروڅکو او بیا يې بیرته ترې واخلو نو هغه خورا مایوسه او ناشکره وي.

(10) او که له ور په غاړه شوو ستونزو وروسته د نعمت خوند وروڅکو نو هرو، مرو وايې چې زما ستونزې ولاړې او له اندازې ډیر خوښ او په نورو ځان لوړ ګڼي.

(11) خو یوازې هغه کسان له دې عیب نه پاک دي چې ستونزې زغمي او نیکي يې خپله کړې وي ـ نو د همدوی لپاره بښنه او لوی اجر دی.

(12) ای محمده! هسې نه چې ته ځینې هغه څه پریږدي چې تاته يې وحې شوې ده او هسې نه چې ستا زړه له هغه څه نه تنګ شي چې مشرکان يي وايي چې ولې پر محمد خزانه نده نازله شوې؟ او ولي ورسره ملایکه نه ده راغلې؟ هو! ستا دنده یوازې ډارول دي او بس ـ الله په هر څه ښه څارونکی دی.

(13) ایا هغوی وايې چې محمد قرآن له ځانه جوړ کړی دی ای محمده! ووایه نو که ستاسې دا خبره رښتیا وي نو تاسې هم د قران په څیر لس سورتونه له ځان نه جوړ کړئ او پرته له الله مو چې چاته لاس رسیږي مرسته ترې وغواړئ.

(14) که ستاسې معبودانو ستاسې غوښتنه پوره نه کړای شوه نو پوه شئ چې قران یوازې د الله په علم سره نازل شوی دی او پرته له همغه یو الله نه بل هیڅ معبود نشته ـ نو ایا اوس د حق منلو ته تیار یاست؟.

(15) څوک چې یوازې همدا دنیا او ښکلا يې وغواړي مونږ به يې د کړنو بدل همدلته پرته له څه کموالي ورکړو.

(16) خو ددې خلکو لپاره په اخرت کې پرته له اور بل هیڅ نشته. ددې ځای ګردې کړنې يې بابیزه، او ټولې هلې ځلې يې خوشې ولاړې.

(17) نو دا غوره دی او که هغه چې د خپل رب له لورې په روښانه لار وي؟ د الله له لورې شاهد[۲] هم ورسره وي؟ او له دې وړاندې د موسی کتاب د لارښود او رحمت په توګه تیر شوی دی؟ دا غوره خلک په همدې حق ایمان راوړي. او کومې انساني پرګنې چې ترې منکرې شي نو له هغوی سره مو د اور وعده ده. نو ای پیغمبره! په دې هکله باید هیڅ شک درسره نه وي چې دا قران په حقه ستا د رب له لورې نازل شوی دی خو ډیر خلک پرې ایمان نه راوړي.
[۲] یعنې جبرایئیل علیه السلام ( معارف القران)

(18) او له هغه چا نه به بل لوی ظالم څوک وي چې پر الله يې درواغ تړلي ،ي؟ دوی چې الله ته وړاندې کړای شي نو شاهدان به وايي: دوی همغه کسان دي چ ېپر خپل رب يې درواغ تړلي وو. واورئ چې پر ظالمانو د الله لعنت دی.

(19) پر هغو ظالمانو چې د الله له لارې خلک منع کوي، او هڅه کوي چې کږه يې خلکو ته وړاندې او له اخرت نه منکر وي.

(20) دې خلکو په ځمکه کې الله نه شو بې وسه کولای او نه يې له الله نه بل څوک ملاتړي وو. اوس به يې عذاب دوه برابره شي. ځکه چې نه يې حق خبره اوریده او نه يې حق لیده.

(21) همدغو خلکو په خپله ځانونه زیانمن کړل او هغه څه ترې ټول ورک شول چې په درواغو به يې جوړول.

(22) له شک[۳] نه وتلې خبره ده چې د اخرت زیانمن خلک همدوی دي.
[۳] ځینو علماوو ویلي دي چې (لا) یعنې نه یعنې دوی په حقه نه دي( جرم) یعنې کړي يې دي بد کارونه او ځینې وايي چې دواړه یعنې( لاجرم) مرکب په یو معنې دی چې ( حقا) او ځینې وايې ( لا) زائد دی معنې نه لري( فتح القدیر د امام الشوکاني).

(23) او له شک نه وتلې ده چې کومو کسانو ایمان راوړی او نیک کارونه يې کړي او خپل رب يې زارۍ کړي نو همغوی جنتیان دي. او تل تر تله به پکې وي.

(24) ددې دواړو ډلو مثال داسې دی لکه چې یو انسان زړوند کوڼ وي او بل لیدونکی او اوریدونکی ایا دواړه سره برابر دي؟ نو ایا اوس هم تاسې پند نه اخلئ.

(25) او مونږ نوح د هغه قوم ته لیږلی و چې زه تاسې ته ډانګ پیلی ډاروونکی یم.

(26) پرته له الله نه د بل هیچا عبادت او بندګي مکوئ بې شکه زه پر تاسې د یوې دردناکې ورځې له عذاب نه ډاریږم.

(27) د قوم کافرو مشرانو يې وویل ته مونږ ته زمونږ په څير یو سړی ښکارې او مونږ وینو چې زمونږ له پریوتو او سر، سري خلکو نه پرته بل هیچا ستا مننه نه ده کړې. او بالاخره مونږ په تا کې داسې څه ونه لیدل چې پر مونږ ستا غوره والی او لوړوالی وښايي نو زمونږ غالب ګومان همدا دی چې ته درواغجن يې.

(28) نوح وویل ای زما قومه په دې مې پوه کړئ چې سره له دې چې زه د خپل رب له لورې په سپینه لار روان او له خپلې لورې يې د هغه رحمت پیرزوینه راباندې کړې وي چې تاسې يې لیدلای نه شئ. نو زما څه په وس ده چې ستاسې له ناخوښئ سره سره تاسې په زوره همدې لارې ته راولم.

(29) او ای زما قومه! زه په دې دنده کې تاسې نه کوم مال نه غواړم. زما اجر پرته له الله نه پر بل هیچا نه دی او زه هغه خلک هم له خپل اړخ څخه نه شړم چې ایمان يې راوړی. ځکه چې هغوی خپل رب ته ورتلونکي دي خو زه وینم چې تاسې په زوره ځانونه په ناپوهۍ کې اچولي دي.

(30) او ای زما قومه! څوک به ما له الله وژغوري که زه هغوی وشړم؟ تاسې ولې په خبره نه پوهیږئ؟

(31) او زه تاسې ته نه وایم چې له ماسره د الله خزاني دي او دا هم نه وایم چې زه په غیبو پوهیږم او نه وایم چې زه پرښته یم او د هغو خلکو په هکله چې ستاسې په وړاندې خوار او سپک ښکاري نه وایم چې الله پاک به هیڅکله ښیګڼه ورنه کړي. د هغوی په پټو یوازې الله ښه پوهیږي که زه داسې څه ووایم و زه به لوی ظالم وم.

(32) قوم یي وویل: ای نوحه! تا له مونږ سره ډیرې ناندرئ ووهلې نور دې خبرې پریږده که رښتیا وايې نو هغه عذاب راوله چې همیش يې وړاندې وړاندې کوي.

(33) نوح وویل: د عذاب راوړل یوازې د الله کار دی که هغه یې راوستل وغواړي نو بیا يې تاسې مخه نه شئ نیولای.

(34) او که زه هر څومره ستاسې د ښیګڼې هیله من اوسم خو چې الله پاک ستاسې د بې لارې کولو او هلاکولو اراده کړي وي نو زما خیر غوښتنه درته ګټه نه شي رسولاۍ هغه ستاسې رب دی او د همغه په لور به تاسې بیرته وروستلای شئ.

(35) ایا دا خلک وايې چې محمد دا هر څه له ځانه جوړ کړي دي؟ ووایه! که ما له ځانه جوړ کړي وي نو مسؤلیت يې زما په غاړه دی او زه ستاسې له کړنو څخه بیزار یم.

(36) او نوح ته وحې شوې وه چې ستا د قوم خلک پرته له هغو چې تر اوسه يې ایمان راوړی نور پکې څوک ایمان نه راوړي نو باید په کړنو يې خفه نه شي.

(37) او هم ورته وحې وشوه چې زمونږ د څارنې او ښوونې په رڼا کې کښتۍ جوړه کړه خو د ظالمانو په هکله به له ما غوښتنه نه کوې ځکه چې د هغوی د غرقیدو پریکړه شوې ده.

(38) نوح د کیښتۍ په جوړولو بوخت وو خو چې د قوم د مشرانو هره ډله به پرې تیریده نو ملنډې به يې پرې وهلې.[۴] نوح به ویل نن که تاسې پر مونږ ملنډې وهئ ویې وهئ مونږ به هم په تاسې همداسې وخاندو لکه نن چې په مونږ خنداګانې کوئ.
[۴] په دې توګه چې نوح لیونی شو په وچه دښته کې د بحر لپاره کیښتۍ جوړ وي.

(39) ډیر ژر به درته څرګنده شي چې رسوا کوونکی تل پاتې عذاب چا ته راځي او څوک پرې اخته کیږي؟.

(40) تردې چې کله حکم راغی او په تنور کې اوبه راوخوټیدلې نو مونږ نوح ته وویل له هر ډول څارویو یوه یوه جوړه او ستا د کورنۍ د هغو غړو نه پرته چې له پخوا نه د هغوی په هکله پریکړه شوې ده نور ټول او ایمان لرونکي خلک درسره په کښتۍ کې سپاره کړه. په نوح ډیرو لږو خلکو ایمان راوړی ؤ.

(41) نوح وویل: په کښتۍ کې سپاره شئ د الله په نوم به روانیږي او د هغه په نوم به ودریږي. بې شکه زما رب بښوونکی او مهربان دی.

(42) کښتۍ د غرونو په څیر لویو څپو کې له سپرلیو ډکه روانه وه چې نوح خپل ځوی ته چې لږ ترې وړاندې ؤ، غږ کړ چې ای زما بچیه! له مونږ سره را سپور، او د کافرانو ملګرتیا پریږده.

(43) ځوي يې وویل: زه به یوه لوی غره ته پناه یوسم چې له اوبو نه مې بچ کړي. نوح ورته وویل: نن د الله د رحم نه پرته بل هیڅ لار نشته چې څوک پرې د الله د امر او حکم نه وژغورلی شي. په همدې ترڅ کې یوه لویه څپه د دواړو په مینځ کې دیوال او هغه هم له غرقیدونکو څخه ؤ.

(44) او حکم وشو چې ای ځمکې اوبه دې جذبې کړه او اسمانه بند شه اوبه لږې شوې کار پای ته ورسید او کښتۍ د جودي غره له پاسه تم شوه او اعلان وشو چې الله پاک ظالم خلک له خپل رحمت نه لرې کړي دي.

(45) او نوح خپل رب ته غږ وکړ چې ای زما ربه! زما ځوی زما د کورنۍ غړی دی او بې له شکه چې ستا وعده(۵) حق ده او ته له ټولو پریکه کوونکو څخه غوڅ پریکړه کوونکی یې.

(46) الله وفرمایل: ای نوحه! هغه ستا له کورنۍ څخه نه دی. ځکه چې هغه د فاسدو کړنو څښتن دی نو له ما نه هغه غوښتنه مه کوه چې په حقیقت یې نه پوهیږې. زه تاته پند درکوم چې باید د ناپوهانو په څیر غوښتنې ونه کړې.

(47) نوح وویل ای زما ربه! زه تاته له دینه پناه دروړم چې له تا نه هغه څه وغواړم چې زه پرې نه پوهیږم. که ته ما ته بښنه ونه کړې او راباندې مهربان نه شې نو زه به له زیان کارو څخه شم.

(48) حکم وشو چې ای نوحه! ښکته شه زما له لورې پر تا سلامتیا او برکتونه دي او پر هغو خلکو هم چې له تاسره ملګري دي. او داسې خلک به هم راشي چې زه به ښه لورینه پرې وکړم خو بالاخره به هغوی زمونږ له لورې په دردناک عذاب اخته شي.

(49) ای محمده! دا هغه پټې خرې دي چې مونږ يې تاته د وحې په وسیله څرګنده وو. که نه نو له دې وړاندې نه تا او نه ستا قوم په دې هکله څه معلومات وو. صبر کوه. اخری بری د پرهیزګارانو په برخه ده.

(50) او د عادیانو په لور مو د هغوی ورور هود ولیږه. هغه ورته وویل: ای زما قومه! د یو الله عبادت وکړئ له هغه پرته موبل هیڅ خدای نشته. تاسو پرته له دې چې درواغ سره وتړئ بل څه نه دي کړي.

(51) ای زما قومه! د دین په رسونه زه له تاسې نه کوم اجر نه غواړم زما اجر او مزدوري یوازي پر هغه ذات ده چې زه يې پیدا کړی یم. ایا تاسې له عقل نه کار نه اخلئ؟.

(52) او ای زما قومه! له خپل رب نه بښنه وغواړئ او په پوره توګه هغه ته وګرځیږئ هغه به پر تاسې د اسمان دروازې راخلاصې او اوسنۍ پیاوړتیا به مو لا زیاته کړي نو تاسې د بدئ په لور مه اوړئ.

(53) قوم يې وویل: ای هوده! تا خو مونږ ته کوم څرګند دلیل رانه ووړ. نو مونږ هم ستا په خبره د خپلو خدایانو پریښوونکي نه یو او نه هسې په هسې په تا ایمان راوړی شو.

(54) ستا په هکله زمونږ خبره دا ده چې زمونږ ځینو خدایانو تاته بدي رسولې ده. هود ځواب ورکړ چې زه الله شاهد نیسم او تاسې هم شاهدان اوسئ چې زه ستاسې د ټولو شرکي کړنو څخه بې زاره یم.

(55) پرته له الله مو نیولي ټول خدیان زما پر خلاف یو موټی راپورته او پر ما ایله مه کوئ.

(56) ما پر هغه الله توکل کړی دی چې زما او ستاسو ټولو رب دی. هیڅ ژوی نشته مګر واکمني يې له هغه سره ده. بې له شکه چې زما رب په سمه او برابره لار دی.

(57) نو که تاسې مخ اړوئ پر مايې باک نشته ځکه چې ما هغه څه تاسې ته پوره رسولي دي چې زه پرې ګومارل شوی وم. او زما رب به ستاسې پر ځای نور خلک وټاکي او تاسې د هغه هیڅ نشئ کمولای. ځکه چې زما رب د هر شي ښه څارونکی دی.

(58) او کله چې زمونږ حکم راغی نو هود او د هغه مومن ملګري مو په خپل رحمت سره خلاص او له سخت عذاب نه مو وژغورل.

(59) هو! دا همغه عادیان وو چې د خپل رب له ایتونو څخه منکر د هغه له استاذو نه سرغړوونکي او د هر سرکښه متکبر پیروي يې کړې وه.

(60) نو په دنیا کې لعنتیان او د قیامت په ورځ به هم لعنتیان وي. خبر شئ چې : عادیان په خپل رب کافران شوي وو. او خبر شئ چې د هود قوم عادیان له رحمت نه خورا ډیر بې برخې شول.

(61) او مونږ د ثمودیانو په لور د هغوی ورور صالح ورولیږه. صالح وویل ای زما قومه! د یو الله عبادت وکړئ له هغه پرته ستاسې بل هیڅ معبود نشته. همغه تاسې له ځمکې نه پیدا کړي او د هغې د ابادولو دنده ئې درکړې نو باید له هغه نه بښنه وغواړئ او په بشپړ ډول ور وګرځیږئ. بې شکه چې زما رب خورا نژدې او زارۍ ښې مني.

(62) هغوی وویل: صالحه! له دې نه وړاندې مو تا ته ډیر امیدونه وو ایا ته مونږ د هغو څیزونو له عبادت نه منع کوې چې زمونږ پلرونو يې عبادت کاوه د کوم څه په لور چې ته مونږ بلې د هغه په هکله له مونږ سره ډیر زیات تشویش او خورا په ترددکې يې اچولي یو.

(63) صالح وویل: ای زما قومه په دې مې پوه کړئ چې که زه د خپل رب له لورې په سپینه او روښانه لار وم او له خپلې خوا یې پر ما لورینه هم کړې وي نو بیا هم زه له هغه نه سرغړونه وکړم ایا شته څوک چې ما له الله نه وژغوري؟ تاسې پرته له دې چې ما نور هم په زیان کې وغورځوئ بل هیڅ ګټه مو ما ته نه را رسوئ.

(64) او ای زما قومه دغه د الله او ښه تاسې ته یوه نښه ده پریږدئ چې د الله په ځمکه کې وڅري او په بده لاس مه ور وړاندې کوئ که نه نو ډیر ژر به مو عذاب ونیسي.

(65) خو هغوی اوښه ووژله صالح خبر ورکړ چې اوس نو په خپلو کورونو کې یوازې درې ورځې ژوند وکړئ. او ګورئ چې دا د درواغو خبره نده.

(66) نو چې زمونږ حکم راغی صالح او د هغه مومن ملګري مو په خپل رحمت سره خلاص او د هغې ورځې له رسوايې نه وژغورل. بې شکه چې ستا رب ډیر قوي او پر هر څه بر لاسی دی.

(67) او تیري کوونکي خلک یوې هیبتناکې چیغې ونیول نو په خپلو کورونو کې پړ مخې هلاک وغورځیدل.

(68) ته به وايي لکه چې له سره دلته اوسیدلي نه وو. واورئ چې ثمودیان په خپل رب کافران شوي وو او واروئ چې ثمودیان د الله له رحمت نه خورا ډیر لرې شو.

(69) او زمونږ پرښتې له زیري سره ابراهیم ته ورغلې وې ملایکو وویل سلام دې وي پر تا. ابراهیم هم د سلام په ویلو ځواب ورکړ او په بیړه يې وریت کړی خوسی راووړ.

(70) خو چې ویې لیده چې د میلمنو لاسونه د خوسې په لور نه وړاندې کیږي نو نابلده ورته ښکاره او په زړه کې يې ترې ډار وشو. ملایکو ورته وویل ډاریږه مه مونږ د لوط قوم په لور لیږل شوي یو.

(71) میرمن يې هلته ولاړه وه ويې خندل مونږ هغې ته اسحاق او له هغه وروسته د یعقوب زیری ورکړ.

(72) هغې وویل: های زه بوډۍ به بچی وزیږوم؟ او زما دا خاوند چې ډير بوډا شوی دی. دا خو یو ډیر حیرانوونکی کار دی.

(73) ملایکو وویل د الله پاک کار درته حیرانوونکی ښکاري؟ ای د نبوت کورنۍ د الله رحمتونه او برکتونه دې پرتاسې وي. هغه ښه ستایل شوی او د ډیرې لويي څښتن دی.

(74) له ابراهیم نه چې ډار ولاړ او زیری يې واورید نو د لوط د قوم په هکله یي له مونږ سره په شخړه لاس پورې کړ.

(75) په رښتیا چې ابراهیم خورا زغم لرونکی فریاد کوونکی او په هر حال کې مونږ ته راګرځیدونکی ؤ.

(76) ای ابراهیمه دا خبره نوره پریږده ځکه چې ستا د رب پریکړه راغلې او اوس هغوی ته هغه عذاب راتلونکی دی چې په هیڅ ډول يې مخه نه شي اړول کیدای.

(77) او چې کله زمونږ استازي لوط ته ورغلل نو خورا درانه پرې تمام او خپلې بې وسۍ يي لاپسې کمزوری او ويې ویل چې نن خورا د غم ورځ ده.

(78) او قوم يې په ځغاسته ورغی هغوی لا له پخوا نه په بدو اخته وو. لوط ورته وویل ای زما قومه دا زما لوڼې [۷] شته هغوی ستاسې لپاره ډيرې پاکې دي نو له الله نه وډار شئ او میلمنو ته مې مه خجالت کوئ. ایا په تاسې کې کوم هوښیار اوسم سړی نشته.
[۷] کیدای شي چې مطلب د لوط خپلې لورګانې وي یانې په نکاح يي واخلئ او یا د قوم لورګانې ځکه پیغمبر د یو قوم پلار وي( فتح القدیر).

(79) قوم يې وویل تا ته خو څرګنده ده چې ستا په لوڼو کې زمونږ حق نشته او پدې هم پوهیږې چې مونږ څه غواړو؟

(80) لوط وویل: کاشکې چې زما دومره توان وای چې ستاسې مقابله مې کړې او یا مې یوې پخې او کلکې [۸] اسرې ته پناه وړې وای.
[۸] لوط علیه السلام په قوم کې یو مسافر سړی وو الله پاک له ده وروسته هر پیغمبر له خبل قوم څخه لیږلی ( ابن جریر الطبری).

(81) پرښتو وویل : ای لوط! مونږ ستا د رب استازي یو دا خلک به هیڅکله تاته څه ونه شي رسولای خپله کورنۍ دې شپې د شپې له دې ځایه وباسه او ستاسې یو تن هم باید مخ په څټ ونه ګوري خو پرته ستا له ښځې. چې هغه به په دوی کې پاتې وي او همغه څه به وررسیږي چې د قوم خلکو ته رسیږي. د هوی د هلاکولو وخت سهار ټاکل شوی دی. ایا سهار نژدې نه دی؟.

(82) نو کله چې زمونږ پریکړه راغله د هغوی سیمه مو په بل مخ واړوله او د پخې شوې خټې ډبرې مو پرې په مسلسل ډول ووره ولې.

(83) ستا د رب له لورې هره ډبره په نښه شوې وه. او له ظالمانو سره دا وړ عذاب څه لرې [۱۰] کار نه دی
[۱۰] دا ځای او نیټه د قریشو له ظالمانو نه څه لرې نه دی ډیره پخوا نه ده تیره شوي او ځای هم د مدیني او شام په مینځ کې دی( معارف القران د مفتي محمد شفیع صاحب)

(84) او د مدین خلکو ته مونږ د هغوی ورور شعیب ولیږه. شعیب هغوی ته وویل ای زما قومه! د یو الله عبادت وکړئ له هغه پرته مو بل هیڅ خدای نشته. په پیمانه او تله کې کموالی مه کوئ نن مو په ښه حال کې وینم خو زه پر تاسې ډاریږم چې د هغې ورځې عذاب درباندې راشي چې له هر اړخه مو راګیر کړي.

(85) او ای زما قومه! بیمانې او تلې مو په انصاف سره پوره او د خلکو څیزونه کم مه ورکوئ او په ځمکه کې د ورانکارئ او فساد هلې ځلې مه کوئ.

(86) د الله له لورې درکړې ګټه درته غوره او بس ده که تاسې مؤمنان يې. او زه ستاسې څارونکی او ساتونکی نه یم.

(87) هغوی وویل: شعیبه! ایا ستا لمونځ تا هڅوي چې مونږ هغه خدایان ټول پریږدو چې زمونږ پلرونه يې رابلي؟ او یا په خپلو مالونو کې د خپلې خوښې تصرف ونکړو؟ بې له شکه چې ته ډیر زغم لرونکی[۱۱] او د سمې لارې سړی يې.
[۱۱] دا خبره يي یا د ملنډو په توګه کړي چې: یوازې همدا ته زغم لرونکی يي بل څوک نشته؟ او یا يي معنا ده ښه ستا د حلم او رشد نتیجه دا شوه چې مونږ په هر څه کې تنګوي؟( ابن جریر الطبری).

(88) شعیب وویل ای زما قومه! په دې مې پوه کړئ چې که زه خپل رب له لورې په روښانه لار وم او د خپلې لورې يې ماته براخه روزي هم راکړې وي( نو څنګه ستاسې په شان خیانت وکړم؟) او زه نه غواړم چې هغه څه په خپله وکړم چې تاسې ترې منع کوم. زما ټوله غوښتنه همدا ده چې د توان تر اخرنۍ پولې دروغې جوړې او سموالي هڅه وکړم او پرته له الله نه د بل هیچا اسره راسره نشته. یوازې پر هغه مې توکل کړی او یوازې هغه ته مې پناه ده.

(89) او ای زما قومه! هسې نه چې له ماسره دښمني مو په هغو غمونو اخته کړي چې د نوح، هود او یا د صالح قومونه ورسره لاس او ګریوان شوي وو. او د لوط قوم هم له تاسې نه څه لرې نه دی.

(90) او له خپل رب نه مو بښنه وغواړئ او په بشپړ ډول هغه ته ور وګرځئ. بې له شکه چې زما رب ډير مهربان او ډیر مینه کوونکی دی.

(91) هغوی وویل شعیبه! مونږ ستا په ډیرو خبرو نه پوهیږو او مونږ وینو چې ته په مونږ کې یو ناتوانه انسان يې[۱۲] که د قوم او خپلوانو ملاتړ درسره نه وای نو خامخا به مو په ډبرو وژلی وای. ځکه چې ته پر مونږ څه برلاسی نه لرې.
[۱۲] وايي چې شعیب په دواړو سترګو ړوند وو. خو د خبرو او منطق هومره ځواک ورسره وو چې په( خطیب الانبیاء) سره يي شهرت میندلی و( کابلی تفسیر).

(92) شعیب په ځواک کې وویل ای زما قومه! ایا زما خپلوان درته له الله نه ډیر پیاوړي ښکاري؟ او الله مو شاته وغورځاوو؟ خو باید پوه شئ چې زما رب ستاسې پر ټولو کړنو ښه احاطه کوونکی دی.

(93) او ای زما قومه! تاسې په خپل دریځ باندې ولاړ او زه په خپله کړنلاره ولاړ یم ډیر ژر به درته څرګنده شي چې چا ته رسوا کوونکی عذاب راځي؟ او څوک درواغجن دي؟ تاسې يې انتظار کوئ زه هم ستاسې په شان انتظار کوونکی یم.

(94) او کله چې زمونږ حکم راغی نو مونږ شعیب او د هغه مومن ملګري د خپلې مهربانۍ له مخې خلاص کړل او ظالمان یوی چیغې ونیول نو ټول په خپلو کورونو کې پړمخ ځای په ځای هلاک شول.

(95) ته به وايې لکه چې له سره په دې کورونو کې اوسیدلي نه وو. واورئ د مدین خلک له رحمت نه لرې دي لکه څنګه چې ثمودیان ترې لرې شوي وو.

(96) او مونږ موسی له خپلو ایتونو او څرګنده دلیل سره لیږلی وو.

(97) فرعون او د هغه د واکمنۍ د سر سړیو ته خو هغوی د فرعون حکم ته غاړه کیښوده. سره له دې چې د فرعون حکم په سمه برابر نه ؤ.

(98) د قیامت په ورځ به د خپل قوم په وړاندې روان او ټول به اور ته ننه باسي. د ورتګ خورا بد ځای همدا اور دی چې دوی پرې ورننویستل کیږي.

(99) په دنیا کې پرې لعنت دی او د قیامت په ورځ هم. دا خورا بده ورکړه ده چې دوي ته ورکول کیږي.

(100) دا د څو کلیو کیسې دي چې مونږ يي تا ته اوروو ځینې يي اوس هم ولاړ او ځينې نور يي نړیدلي دي.

(101) مونږ پرې تیری نه وو کړې بلکې هغوی په خپله پر ځانونو تیری کړی وو خو کله چې ستا د رب حکم راغی هغو خدایانو چې پرته له الله نه يي رابلل هیڅ دفاع ترې ونه شوه کړای او پرته له هلاکوالي او بربادۍ نه يې بل هیڅ شی ورته رانه وړ.

(102) او چې کله ستا رب کومې ظالمې سیمي نیسي نو همدا ډول کړنه ورسره کوي. بې شکه چې ستا د رب نیونه خورا دردناکه او سخته وي.

(103) هو! همدا خبره د هغوی خلکو لپاره چې د اخرت ډار ورسره وي لویه نښه او دلیل دی. د اخرت ورځ هغه ورځ ده چې ټول خلک به ورته راټول او هر څه به پکې رامیدان ته کړای شي.

(104) مونږ هغه ورځ نه وروسته کوو بلکې د هغې لپاره مو په شمار موده ټاکلې ده.

(105) کله چې هغه ورځ راشي د الله له اجازی پرته به هیڅ ساه لرونکی څه نه شي ویلای نو ځیني به يې بدمرغه او ځینې به يي نیکمرغه وي.

(106) کوم کسان چې بدمرغه وي په اور کې به په لوړو او ټیټو [۱۳] اوازونو یانګیږي.
[۱۳] زفیر د خره یانګلو اواز ته وايي او شهیق يي د یانګلو ټیټ اواز ته وایي( فتح القدی د امام الشوکاني)

(107) د تل لپاره به هملته وي تر څو چې اسمانونه او ځمکه ولاړ وي[۱۴] مګر دا چې ستا رب بل څه وغواړي. بې له شکه چې ستا رب څه وغواړي همغه کوي.
[۱۴] معنا يې ده چې د تل لپاره ځکه د عربي محاوري له مخې دا جمله دوام لپاره استعمالیږي او یا يې معنا دا ده چې د اخرت اسمانونونه او ځمکې ځکه چې قیامت شروع کیږي نو دنیا اسمانونه او ځمکه له مینځ ځي( ابن جریر الطبري).

(108) او کوم کسان چې نیک مرغه کړای شي نو د تل لپاره به په جنت کې وي تر څو چې اسمانونه او ځمکه ولاړ وي مګر دا چې ستا رب نور څه وغواړي. په هغوی به د نه پرې کیدونکي ورکړې لورینه وکړای شي.

(109) نو ای پیغمبره! د هغه څه په هکله چې دا کافران يې رابلي په شک او ګومان کې مه پریوزه. دوی د همغه څه عبادت کوي چې وړاندې يې پلرونو عبادت کاوه. مونږ به هم د هغوی برخه په پوره ډول بې له کموالي ورکړو.

(110) دا خبره پخه ده چې مونږ موسی ته کتاب ورکړ خو د هغه په هکله اختلاف وشو. که ستا د رب له لورې له وړاندې نه خبره نه وای شوې نو خامخا به د هغوی په مینځ کې پریکړه شوې وه. او دا خبره هم ډاګیزه ده چې ننه ني کافران هم د قران په هکله شکمن او د تردد په څپو کې لالهانده دي.

(111) او په دې کې هیڅ شک نشته چې ستا رب د هغوی د کړنو پوره بدله ورکړې. ځکه چې له ټولو کړنو نه يې خبر دی.

(112) ای محمده! ته اوستا هغه ملګري چې د حق لور ته ګرځیدلي دي همغه شان په حق برابر اوسئ چې حکم يې درته شوی دی او له پولو نه وړاندې مه ځئ. الله پاک ستاسې کړنې ډیرې ښي ویني.

(113) د ظالمانو په لور مه کږیږئ که نه نو اور به مو راښکیل کړي او له الله برته به مو نه دوستان وي او نه به څوک ملاتړ وکړای شي.

(114) او دورځې په دواړو اړخونو او د شپې په اوږدو کې لمونځ کوه. بې له شکه چې نیکي بدي له مینځه وړي. دا خبره د پند اخیستونکو لپاره ښه پند دی.

(115) او زغم خپل کړه ځکه چې الله پاک هیڅکله هم د نیکو کارانو بدل نه بابیزه کوي.

(116) ولې له تاسې نه په پخوانیو خلکو کې د عقل او هوښ څښتنان نه وو چې په ځمکه کې يي د فساد مخه نیولې وای؟ هو! که وو هم خورا لږ وو چې مونږ له عذاب نه خلاص کړي وو. او ظالمان په هغه څه پسې ولاړل چې پر دوی يې لورینه شوې وه([۱۴]ج) او هغوی ګناه ګاران وو.
[۱۴] د هغو نعمتونو غلامان شو چې الله ورکړی وو( ابن جریر الطبری).

(117) او ستا رب هغه کلي په ناحقه نه دړې، وړې کوي چې اوسیدونکي يي سمون راوستونکي وي.

(118) که ستا رب غوښتې وای نو ټول خلک به يي[۱۵] یو ملت ګرځولی وو( خو دا يې د خدايي غوښتنه نده) نو ځکه به دوی یو له بل سره د تل لپاره په اختلاف کې وي.
[۱۵] دا د الله غوښتنه نه ده چې خلک په زور مسلمانۍ ته مجبور کړي بلکې دنیا يې د همدې لپاره اباده کړي ده چې خلک په خپله خوښه دنیکۍ او یا بدۍ لار ونیسي( ابن جریر الطبري).

(119) مګر یوازې هغه خلک به ترې وژغورل شي چې ستا رب پرې مهربان شي. او د همدغه ( واک د ترلاسه کولو) لپاره يي انسانان پیدا کړي دي. او ستا ر هغه خبره پوره شوه چې زه به خامخا جهنم له پیریانو او انسانانو نه ډکوم.

(120) او ای محمده! مونږ تا ته د پیغمبرانو کیسې په تفصیل سره بیانوو چې ستا زړه پرې کلک او مطمئن کړو. او د همدې کیسو په اوږدو کې تا ته ححق او د مؤمنانو لپاره پند او یادونه راغلې ده.

(121) او هغو کسانو ته چې ایمان نه راوړي ووایه چې تاسې په خپل دریځ مخ په وړاندې ولاړ او مونږ په خپل لار ځو.

(122) تاسې انتظار وکړئ مونږ هم منتظر یو.

(123) د اسمانونو او ځمکي ټول پټ رازونه د الله په واک کې دي او یوازې همغه ته د ټولو کارونو بیرته ورګرځیدل دي نوا ی محمده! د هغه عبادت وکړه او پر هغه توکل وکړه، ستا رب ستاسو له کړنو نه بې خبره نه دی.