(1) الم
(2) دا د الله کتاب دی هیڅ شک پکې نشته پرهیز ګارانو ته لار ښوونکی دی.
(3) هغوی چې په غیبو ایمان راوړي لمونځونه ودروي او زمونږ د ورکړي مال ځينې برخه خیراتوي.
(4) او هغه کسان چې ایمان راوړي په هغه کتاب چې تاته نازل کړای شویدی او په هغو کتابونو هم ایمان راوړي چې له تا څخه وړاندې نازل شوي دي او په آخرت پوخ باور لري ( چې خامخا راتلونکی دی)
(5) دا ډول خلک د خپل رب له لورې په سمه او روغه لیار دي. او همدا خلک خلاصیدونکي دي.
(6) بې شکه کافرانو ته دا خبره یوه ده چې ته يې وډاروې او که ویې نه ډاروي ایمان نه راوړي.
(7) الله پاک د هغوی په زړونو او غوږونو مهر لګولی دی. او په سترګو یې پرده ده، او هغوی د خورا سختې سزا وړ دي.
(8) ځينې خلک داسې هم شته چې وايي: مونږ په الله او د آخرت په ورځ ایمان راوړی دی، خو( د حقیقت له مخې) هغوی مؤمنان نه دي.
(9) له الله او مؤمنانو سره يې غولونه را اخیستې خو په واقعیت کې خپل ځانونه په خپله غولوي. خو په دې نه پوهیږي.
(10) د هغوی په زړونو کې ناروغي ده الله پاک نوره هم ورته زیاته کړه. او د هغو درواغو په بدل کې چې دوی يې وايې دردونکی عذاب یې په برخه دی.
(11) او کله چې هغوی ته وویل شول چې: په ځمکه کې فساد مه کوئ هغوی وویل چې یقینا مونږ اصلاح کوونکي یو.
(12) پام ولرئ په حقیقت کې همدوي فساد کوونکي دي خو نه پوهیږي.
(13) او کله چې هغوی ته وویل شول چې: لکه څنګه چې نورو خلکو ایمان راوړی تاسې هم ایمان راوړئ نو هغوی ځواب ورکړ چې ایا مونږ د ساده ګانو او کم عقلانو په شان ایمان راوړو؟ خبر اوسئ! چې د دوی کم عقلي او ساده توب پخه خبره ده. خو دوی نه پوهیږي.
(14) او کله چې له مسلمانانو سره یو ځای شوي نو وايې چې مونږ مسلمانان یو. او چې له خپلو شیطانو مشرانو سره یوازې شوي نو بیا وايې چې په اصل کښې مونږ له تاسې سره یو. له دې خلکو سره یوازې ملنډې او ټوکې کوو.
(15) الله پاک د ټوکو جزا ورکوي او په سرغړونه کې وخت ورکوي چې سرګردانه او لالهانده پکې وګرځي.
(16) دغو خلکو د هدایت په بدل کې بې لیاري راونیوه، خو په تجارت کې يې ګټه ونه کړه، او نه په روغه لیار دي.
(17) ددی منافقانو مثال هغه چا ته ورته دی چې: اور یې بل کړی وي، چې چاپیریال یې ورته روښانه کړي، الله پاک ترې رڼا واخلي او په داسې تیارو او تروږمیو کښې یې پریږدي چې هیڅ ورته نه ښکاري.
(18) دوی کاڼه، ګونګیان او ړانده دي نو ځکه بیرته نه راستنیږي.
(19) یا یې مثال د هغه چا په شان وګڼئ چې د تورو تیارو، درزهار او پړکار په مینځ کې اسمانې زورور باران راګیر کړي وي. له ډاره په غوږونو کې ګوتې ننه باسي چې تندري اوازونه یې مرګ ته ونه لیږدوي او کافران له هر لورې د الله پاک په ولکه کې دي.
(20) ژر ده چې بریښنا یې په خورا چټکۍ سره د سترګو نظر والوزوي ـ کله هم چې بریښنا ورته رڼا وکړي، نو قدمونه پکې اخلي او چې تیاره پرې خپره کړي نو هک پک ولاړوي. که چیرې د الله پاک خوښه شوی وای چې کاڼه او ړانده یې کړي نو داوریدو او لیدو توان به یې پوخ ترې اخیستی وای، باوري خبره همدا ده چې الله پاک د هر څه توان لري.
(21) ای خلکو! د هغه رب ستاینه او عبادت وکړئ چې تاسې او له تاسې څخه وړاندې ټول خلک یې پیدا کړي دي، ستاسې د خلاصون هیله یوازې په همدې ډول کیداې شي.
(22) هغه ذات چې ستاسې لپاره یې ځمکه وغوړوله، اسمان یې چت جوړ او له بره څخه یې اوبه راښکته کړې. په اوبو سره یې ستاسې د خوراک لپاره ډول ډول میوې راوښکلې، نو باید تاسې هم له الله پاک سره نور څیزونه برخه من ونه ګرځوئ. او تاسې ښه پوهیږئ( چې هیڅ شی له الله سره برابر نه دي).
(23) او که چیري تاسې په هغه قران کې چې مونږ په خپل بنده( محمد صلی الله علیه وسلم) نازل کړی شک من یاست؟ نو هغه ته ورته یو سورت جوړ کړئ ـ که تاسې رښتیني یاست نو پرته له الله چې څومره ملاتړي لرئ ټول راوغواړئ.
(24) نو که دا مو په توان نه وه او باور لرم چې هیڅکله به یې توان ترلاسه نه کړئ نو له هغه اور څخه ځانونه وژغورئ چې خلک او ډبرې به یې سونګ وي چې د کافرانو لپاره تیار شوی دی.
(25) او هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی او نیک کارونه یې کړي د هغو جنتونو زیری ورکړه چې( دونو او ماڼیو) لاندې به یې ویالې روانې وي کله هم چې په جنتیانو د جنت کومه میوه خوړل کیږي نو دوی به وایې چې: دا خو همغه ده چې لږ وړاندې هم په مونږ خوړل شوې وه( دا ځکه چې) په جنت کې به دوی ته یو بل ته ورته میوې ورکول کیږي او هم به یې هلته پاکې ښځې په برخه وي او تل تر تله به پکې اوسیږي.
(26) الله پاک له دې خبرې څخه شرم نه کوي چې د کومې خبرې د بیانولو لپاره د ماشي او یا له ماشي څخه هم د کوم کوچني څیز مثال راوړي ـ نو مؤمنان پوهیږي چې دا مثال د الله جل جلاله له لورې رښتینی مثال دی او کافران وايي: له دې مثالونو سره د الله څه کار دی؟ الله پاک په همدی یوه کار ډیر خلک بې لیارې کوي او ډيرو نورو ته لیار ښايې. بې لیاري( او ګمراهي) یواې د فاسقانو په برخه ده.
(27) هغوی چې له الله سره تړلې وعدې ماتوي او هغه اړیکې پرې کوي چې الله پاک یې د ټینګښت غوښتنه کړې ده. او هم په ځمکه کې فساد خپروي. هو! دا خلک پاخه تاوانیان دي.
(28) څرنګه په هغه الله کافران کیږئ چې مړه واست ژوندي يې کړئ بیا به مو مړه او بیا به مو را ژوندي کړي او بیرته به هغه ته وروستل شئ.
(29) دا هغه ذات دی چې د ځمکې ټول څیزونه یې ستاسې لپاره پیدا او بیا یې د اسمان جوړښت ته مخه کړه اووه اسمانونه یي جوړ کړل. او همدی په هر څه پوه دی.
(30) او هغه وخت را یاد کړه چې ستا رب پرښتو ته وویل : چې زه په ځمکه کې د یوه خلیفه پیداکوونکی یم. پرښتو وویل: ایا تاسې په ځمکه کې داسې څوک خلیفه ټاکئ چې هغه به پکې ګډوډي جوړوي او وینې به تویوي؟ په داسې حال کې چې مونږ ستا تسبیح سره له ثنا وایو او تا په پاکئ سره یادوو. الله پاک وفرمایل: په یقین سره زه په هغه څه پوهیږم چې تاسې پرې نه پوهیږئ.
(31) الله پاک د ټولو شیانو نومونه ادم علیه السلام ته وښوول او بیا یې همغه شیان ملائکو ته وړاندې او ورته يې وویل: ووايې ددې شیانو نومونه؟ که تاسې رښتینې یاست.
(32) پرښتو وویل: بشپړه پاکي یوازې ستا ده مونږ یوازې په هغه څه پوهیږو چې تا راښوولي دي. ته پوهیږي او د حکمت خاوند یې.
(33) الله پاک وفرمایل: ما تاسې ته نه وو ویلي چې د اسمانونو او ځمکې نالیدلي شیان ماته معلوم دي او هغه څه هم راته ښکاره دي چې تاسې يې څرګندوئ او یا يې پټوئ.
(34) ( او هغه وخت هم را په زړه کړه) کله چې مونږ ملائکو ته وویل چې : ادم ته سجده وکړئ ټولو سجده وکړه او اداب یې پرځای کړل خو یوازې ابلیس مخ واړاوه، لویې یې وکړه او له پخوا له کافرانو څخه وو.
(35) او مونږ وویل: ادمه ! ته او ښځه مو په جنت کې اوسئ. هر څه مو چې خوښ وي ښه پریمانه یې خورئ خو یوازې دغې( یوې) ونې( غنم یا انګور) ته مه نژدې کیږئ که نه نو تاسې دواړه به هم د تیري کوونکو په کتار کې راشئ.
(36) هغه وو چې ادم او ښځه یې شیطان وښویول او له هغو نعمتونو څخه یې چې دوی پکې وو وایستل. نو مونږ ورته وویل: ښکته شئ! تاسې به ځينې د ځینو نورو دښمنان یاست. او په ځمکه کې تر یو وخته ستاسې د اوسیدنې او ګټې وټې بندوبست شوی دی.
(37) بیا ادم له خپل رب څخه څو دعاء ګانې زده کړې او د همغو دعاء ګانو له کبله یې الله پاک توبه ومنله. بې شکه چې الله پاک ډير ښه توبه منونکی او مهربان دی.
(38) مونږ ورته وویل: له جنت څخه ټول ولاړ شئ نو که زما له لورې کومه لیار ښوونه درغله نو چا چې زما لیار ښوونه منلې وي هغوی به له ډار او غمونو څخه وژغورل شي.
(39) او چا چې مننه نه وي کړي او زما ایاتونه یې درواغ ګڼلې وي نو اور ته به ور ځي او د تل لپاره به پکې وي.
(40) اې بنې اسرائیلو! زما هغه پیرزوینې چې په تاسې مې کړي دي را یادې کړئ او له ما سره مو کړی تړون پوره کړئ. زه به خپل هغه تړون چې له تاسې سره مې کړی دی پوره کړم. او یوازې له ما څخه وډارشئ.
(41) او هغه کتاب ومنئ چې ما نازل کړی دی او له تاسې سره په لاسونو کې د پروت کتاب تائید کوي او باید چې ددې کتاب د نه منونکو مخکښان نشئ او نه زما په ایتونو لږې پیسې ترلاسه کړئ. او یوازې زما له عذاب څخه ځانونه وژغورئ.
(42) حق له باطل سره مه ګډه وئ. او نه حق پټ کړئ په داسې حال کې چې تاسې ښه پوهیږئ چې( حق کوم او باطل کوم دی؟).
(43) لمونځونه وکړئ. او زکاتونه ورکړئ او له رکوع کوونکو سره یو ځای رکوع وکړئ.
(44) ایا دا هم کوم کار دی چې خلک د نیکۍ په لوربلئ او خپل ځانونه مو هیر کړي دي؟ او همدا تاسې کتاب هم لولئ ( چې هلته یې په دې هکله څومره د قهر خبرې کړي دي) عقل مو ولي په کار نه اچوئ.
(45) د صبر او لمانځه په خپلولو سره ځانونه پیاوړي کړئ. هو! دا یو دروند کار دی خو په عاجزۍ کوونکو دروند نه دی.
(46) پر هغوی چې پوخ باور یې وي چې: یوه ورځ به مړه او الله ته به ورتاویږي.
(47) ای بني اسرائیلو! زما هغه لورینه در یاده کړئ چې په تاسې مې کړې او تاسې مې د خپلې ( زمانې) پر ګردو خلکو غوره کړي واست.
(48) او د هغې ورځې له ستونزو څخه وډارشئ چې هیڅوک به له هیچا څخه هیڅ شی نشي لرې کولای او نه به د چا په هکله سپارښتنه منل کیږي او نه به ترې د ستونزو په بدل کې تاوان اخیستل کیږي او نه به ورسره څوک لاس کولای شي.
(49) او هغه وخت هم در په زړه کړئ چې مونږ تاسې د فرعونیانو له سختو او ناورینو عذابونو خلاص کړئ، ستاسې نران به یې وژل او ښځینه به یې ژوندۍ پریښوولې، دا کار ستاسې د رب له لورې یو لوی ازمیښت ؤ.
(50) او هغه وخت هم در یاد کړئ چې د سیند اوبه مې درباندې جلا، جلا، تاسې مې خلاص او فرعونیان مې ټول ستاسې په وړاندې په اوبو کې ډوب کړل.
(51) او هغه وخت هم در په یاد کړئ چې مونږ له موسی علیه السلام سره ( ۴۰) شپې وعده وکړه تاسې دده له تګ وروسته خوسی په الوهیت ونیو، او یوه لوی تیري ته مو ملا تړلې وه.
(52) بیا مونږ له دې وروسته هم بښنه درته وکړه کیدای شي چې تاسې ښګڼه ومنئ.
(53) او هغه وخت هم در په زړه کړئ چې مونږ ستاسې د لیار موندلو په تکل موسی ته تورات او د حق او باطل ترمینځ جلا کوونکې نښې ورکړې.
(54) او هغه هم رایاد کړئ چې موسی خپل قوم ته وویل : زما قومه! د خوسې په اله منلو سره تاسې په خپلو ځانونو ډیر تیری کړی دی، نو اوس خپل رب ته توبه وباسئ خپل ځانونه ووژنئ همدا کار ستاسې د رب په وړاندې ستاسې په ګټه دی، هغه وه چې ستاسې توبه یې ومنله، بې شکه چې الله پاک ښه توبه منونکی او ډیر مهربان دی.
(55) او هغه وخت هم را په زړه کړئ چې تاسې وویل: ای موسی! مونږ به هیڅکله په تا ایمان رانه وړو تر څو الله پاک په ډاګه وګورو، نو هغه وو چې تاسې ورته کتل او ناببره د مرګ په خوله کې ورپریوتئ.
(56) بیا هم مونږ له مرګ وروسته بیرته را ژوندي کړئ کیدای شي ښیګڼه ومنئ.
(57) او د وریځې سیوری مې درباندې جوړ او من او سلوی مې درته راښکته او درته مې وویل چې زما له لورې در کړی شوی پاک خوراک وخورئ په مونږ یې هیڅ تیری نه و کړی، خو له خپلو ځانونو سره یې بد کړي و.
(58) او هغه وخت هم را په یاد کړئ چې: مونږ وویل: دې کلې ته ولاړشئ او هلته مو چې څه خوښه وي ښه پریمانه یې خورئ او په دروازه باندې د سجدې او زارۍ په حال کې چې ( زمونږ ګناهونه وبښه) به مو په خولو وي ورننوځئ، نو مونږ به ستاسې ګناهونه وبښو او د نیکانو برخه به ور زیاته کړو.
(59) خو ظالمانو هغه خبره چې ورته ویل شوې وه بدله کړه( او له دې چیغو سره ورننوتل چې غنم غواړو) نو مونږ هم په تیري کوونکو د هغوی دمخ اړونې او سرغړونې له کبله له اسمان څخه سخت عذاب راښکته کړ.
(60) او هغه وخت را په زړه کړه چې موسې ( علیه السلام) د خپل قوم لپاره اوبه وغوښتې مونږ ورته وویل: هغه ډبره په خپله امسا ووهه، کله یې چې ډبره ووهله نو دولس چینې ترې وخوټیدي، هرې ډلې خپله خپله چینه او ګودر وپیژندلو، مونږ ورته وويل: د الله درکړای شوې روزي وخورئ او وڅښئ خو په ځمکه کې د فساد او ګډوډۍ هڅه مه کوئ.
(61) او هغه وخت هم را په زړه کړئ چې تاسې موسی ته وویل: مونږ به نور هر ګز په یو ډول خوراک صبر ونه کړو، له خپل رب څخه دې وغواړه چې مونږ ته هغه څه راکړي چې ځمکه یې زرغونوي، لکه ترکاري، بادرنګ، ترئ، اوږه، غنم، نسک، او پیاز، موسی ورته وویل: ایا ناڅیز اخلئ او غوره له لاسه ورکوئ؟ ( نو که ستاسې همدا خوښه وي) یوه ښارته ښکته شئ دغه څیزونه چې تاسې يې غواړئ هلته به په لاس درشي، هلته پري سپکاوي او تش لاسي مسلط او دالله په قهر او غضب اخته شول، ځکه چې د الله له ایتونو څخه یې مخ اړاو، او په ناروا سره یې پیغمبران وژل، او ځکه چې: سرغړونه یې کړې وه او له ټاکلو پولو څخه یې وړاندې پل اخیسته.
(62) باور ولرئ هغه څوک چې مؤمنان دي که یهودیان، نصارا او یا صابیان، که هر چا په الله او د اخرت په ورځ ایمان راوړی او غوره عمل يې کړی وي، نو د الله جل جلا له په نزد ورته اجر او ثواب دی نه به پرې ډار وي او نه غم.
(63) او یاد کړئ هغه وخت چې مونږ له تاسې څخه تړون واخیست او د طور غرمې پر تاسې له پاسه رانسکور او درته مې وویل چې: کوم دین او لارښوونې چې مونږ تاسې ته درکړي په کلکه یې ونیسئ او څه چې درته وايې خپل يې کړئ نو ښايې تاسې ځانونه( له ګناهونو څخه) وژغورئ.
(64) بیا تاسې تړون ته شاه کړه نو که الله درباندې نه وای مهربان شوی او لورینه یې درسره نه وای کړې نو خامخا به زیانمن شوی واست.
(65) او تاسې خپل هغه خلک ښه وپیژندل چې د شنبې په ورځي یې سرغړونه کوله نو ځکه مونږ ورته وویل : شئ سپک او خوار بیزوګان.
(66) دا وړ عذاب مونږ د همغې زمانې اوسیدونکو او د راتلونکو نسلونو لپاره پند وګرځاو او د پرهیز ګارانو لپاره نصیحت.
(67) او هغه وخت هم را په زړه کړئ چې موسی خپل قوم ته وویل: الله پاک تاسې ته امر کوي چې یوه غوا حلاله کړئ د قوم خلکو یې وویل: ته اوس له مونږ سره ټوکې کوې؟ او پر مونږ ملنډې وهې؟ موسی علیه السلام وویل: زه الله پاک ته پناه ور وړم چې د ناپوهانو په څیر خبرې وکړم.
(68) قوم یې وویل: نو اوس له خپل رب څخه مونږ ته معلومات ترلاسه کړه چې کوم ډول غوا پکار ده؟ موسی وویل : الله فرمايي چې دا غوا باید نه ډیره زړه وي او نه ډیره وړه ددې دواړو په مینځ کې دې وي لنډه دا ده چې څه درنه غوښتل شوي هغه وکړئ.
(69) قوم یې وویل: له رب څخه دې دا هم راته معلومه کړه چې رنګ به یې څه ډول وي؟ موسی وویل: بې شکه چې الله فرمايې چې تکه ژیړ رنګه غوا ده د کتونکو سترګې پرې خوږیږي.
(70) قوم یې وویل: له خپل رب څخه دې دا هم راته معلومه کړه چې: څه خیل غوا ده؟ غوا په مونږ ګډه وډه شوې ده او که دالله خوښه وي نو ژر به لیار مینده کړو.
(71) موسی وویل: بې شکه الله فرمایې یوه داسې غوا ده چې ستړې شوي نه ده چې ځمکي ېې اړه ولې وي، او یا یې اړهټونه تاو کړي او کښتونه یې خړوبه کړي وي پاکیزه، روغه رمټه بې داغه غوا ده، قوم یې وویل اوس دې پوره او بشپړه خبره وکړه غوا یې حلاله کړه خو داسې نه بریښیدل چې دا کار یې کړی وای.
(72) او هغه وخت را په زړه کړئ چې تاسې یو سړی وواژه نو بیا سره په اختلاف کې شوئ چې چا مړ کړی دی؟ خو الله هغه خبرې بربنډوي چې تاسې یې پټوئ.
(73) کله چې غوا حلاله شوه نو مونږ وویل: اوس د غوا په یوه اندام سره مړی ووهئ او وګورئ چې په همدې ډول الله مړي را ژوندي کوي او تاسې ته د خپل واک نښې درښايې چې عقل مو په کار واچوۍ.
(74) له دې وروسته ستاسې زړونه د ډبرې په شان سخت شول، بلکې له ډبرې څخه هم ډير سخت او کلک، ځکه چې ډبرې ځینې هغه دي چې :ویالې ترې بهیږي او ځینې یې پړکې چوي او اوبه ترې را وځي او ځینې یې د الله له ډار څخه رغړي، الله ستاسې له کړنو څخه ناخبره نه دی.
(75) ای مؤمنانو! تاسې لا اوس هم هیله من یاست چې دوی به ستاسې دین در سره ومنئ؟ او په دوی کې داسې خلک هم وو چې د الله کلام به یې واورید او ښه به پرې پوه شول بیا به یې ګوتې پکې وهلې او پوهیدل به چې ناوړه کار کوي.
(76) او کله چې له مؤمنانو سره یو ځای شي نو وايې چې: مونږ هم ایمان راوړی او چې په خپلو مینځونو کې شي نو یو بل ته وايي: تاسې مسلمانانو ته هغه خبرې کوئ چې الله جل جلاله یوازې تاسې ته ښکاره کړې؟ تر څو بیا د الله په وړاندې تاسې په خپلو خبرو ملامته کړي، ایا په خبره نه پوهیږئ.
(77) نو ایا دوی نه پوهیږي چې بې شکه الله ته هغه معلوم دي چې دوي یې پټوي او هغه هم چې دوي يې ښکاره کوي.
(78) ځینې یې نالوسته دي په کتاب( تورات) نه پوهیږي خو یوازې په هیلو او ارزوګانو ښه پوهیږي، او ټول کار یې په اټکل ولاړ دی.
(79) نو هغو ته هلاکت دی چې یو شی په خپل لاس ولیکي او بیا وايي چې دا د الله پاک رالیږلې لیکنه ده، تر څو په دې توګه ډیرې لږې پیسې تر لاسه کړي نو د دوي د لاسونو د لیک له کبله ورته هلاکت دی، او هم ورته هلاکت دی د هغوی د نا څیزې ګټې له کبله.
(80) دوی دا هم وایې چې مونږ ته اور نه رسیږي خو بیا هم که چیرې اور وي نو یو څو د ګوتو په شمیر ورځې به وي. محمده! ( صلی الله علیه وسلم) ورته ووایه که له الله څخه مو په دی برخه کې کومه وعده تر لاسه کړي وي نو هغه بیا له خپلې وعدې څخه هیڅکله نه تیریږي او که په الله پورې هغه څه تړئ چې تاسې هم پرې نه پوهیږئ.
(81) نه هر ګز نه بلکې هر چا چې یو بد کار( ګناه او شرک) وکړ او بیا یې دا ګناه هومره ډیره شي چې چاپیریال یې ټول ونیسي نو دا ډول خلک د اور انډیوالان دي او د تل لپاره به پکې پاتې شي.
(82) او هغو کسانو چې ایمان راوړی، او نیک کارونه ئې کړي نو دوي د جنت انډیوالان دي او د تل لپاره به په جنت کې اوسیږي.
(83) او هغه وخت را په زړه کړئ چې مونږ له بني اسرائیلو څخه ژمنه واخیسته چې پرته له الله څخه به د بل هیچا او هیڅ شي عبادت نه کوئ او د مور او پلار، خپلوانو، یتیمانو او بې وسانو سره به نیکي کوئ او ټولو خلکو ته به غوره خبرې کوئ او لمونځونه به په بشپړ ډول ادا کوئ او زکاتونه به ورکوئ، خو ستاسو له لږو خلکو څخه پرته نورو ټولو(تړون) ژمنه ماته او د بیرته راستنیدلو په تکل کې نه یاست.
(84) او هغه هم را په زړه کړئ چې مونږ له تاسې څخه ژبه(ژمنه) واخیسته چې یو به دبل وینې نه تویوئ او نه به یو بل له خپلو کورونو څخه وباسئ بیا تاسې دا خبره ومنله او همدا اوس هم ددې خبرې شاهدي ورکوۍ.
(85) خو بیا همدا تاسې هغه خلک یې چې یو بل سره وژنۍ او یو بل له خپلو کورونو څخه وباسۍ، د ګناه، ظلم او تیرې په کولو یو د بل په تاوان ډلې جوړوئ او ملاتړ یې کوئ خو که چیرې ستاسې په لاسونو کې بندیان شي [۱] نو تاسې یې د را خوشې کولو لپاره بدل ورکوئ په داسې حال کې چې په تاسې یې ویستل او له کورونو څخه شړل حرام شوي دي، نو ښه ! تاسې ځینې کتاب منئ او له ځینې نور څخه بیا انکار کوئ؟ نو د هغو خلکو جزا چې دا وړ کارونه کوي پرته له دې بل څه نه ده چې: په دنیاوي ژوند کې به له رسوایې سره مخ او د قیامت په ورځ به خورا سخت عذاب ته وروستل شي، او الله پاک ستاسې له کړنو څخه ناخبره نه دی.
[۱] یاله بندي کیدلو وروسته د کومک لپاره راشي( کابلی تفسیر)
(86) دې خلکو د اخرني ژوند پر ځای د دنیا ژوند خوښ کړ نو نه به ترې عذاب کم شي او نه به ورسره څه کومک وشي.
(87) او مونږ موسی علیه السلام ته کتاب ورکړ او له ده وروسته مو په پر له پسې ډول نور استازي هم ولیږل او هم مو د مریمې ځوی عیسی ته ښکاره او روښانه نښې ورکړې، او په سپیڅلي روح ( جبرائیل) سره مو د هغه ملاتړ کړی ؤ، دا نو کومه خبره ده چې هر رسول تاسې ته ستاسې د خوښې نه پرته څه راوړي تاسې لويي کړې او غاړه مو غړولې ده؟ ځینې پیغمبران مو درواغجن ګڼلي دي او ځینې نور مو وژلي دي؟
(88) او دوی وایې چې زمونږ زړونه په پردو کې نغښتي دي نه: بلکې د هغوی د کفر له کبله پرې الله لعنت کړی دی نو ډیر لږ ایمان راوړي.
(89) او کله چې هغوی ته د الله له لورې یو داسې کتاب راغی چې د هغوی په لاسونو کې د پخواني کتاب تائید کوي او هم به هغوی ددې کتاب او د راوړونکې په ملاتړ یې پر کافرانو د خپل بري هیله څرګندوله، خو هغه څه چې ښه يې پيژندل ورته راغلل نو انکار یې ترې وکړ او پرې کافران شول، نو د الله لعنت دې پر کافرانو وي.
(90) ډیر بد دی هغه څیز چې دوی پرې ځانونه خرڅ کړي دي او هغه دا چې دوی د الله په رالیږلي دین یوازې له دې حسد او کینې څخه کافران شوي دي چې الله خپل فضل او مهربانې په خپل ځینو بنده ګانو ولې راښکته کړې ده؟ نو ځکه هغوی د یوه غضب له پاسه پر بل غضب اخته شول او د کافرانو لپاره سپکوونکی عذاب دی.
(91) او کله چې دوی ته وویل شو چې د الله له لورې په راغلي دین ایمان راوړئ نو وايې مونږ یوازې په هغه څه ایمان راوړو چې پر مونږ نازل شوي دي او له دې پرته له نورو ټولو څخه انکار کوي، که څه هم هغه حق وي او د هغوی په لاس کې د موجود کتاب تائید کوي ښه! نو ورته ووایه چې تاسې ولې د الله رسولان وژنئ؟ که چیري تاسې مؤمنان یاست؟
(92) او بې شکه چې موسی ( علیه السلام ) تاسې ته ښکاره نښې راوړې وي ، خو ( د طور غر ته) د هغه له تګ وروسته تاسې خوسی په الوهیت ونیو او تاسې تیری کوونکي یاست.
(93) او هغه هم در په زړه کړئ چې مونږ له تاسې ژبه(ژمنه) واخیسته، د طور غرمې در باندې راپورته او درته مې وویل: هغه څه چې زه یې درکوم منګولې پرې ولګوئ او غوږ ونیسئ هغوی وویل: خبره مو واوریده خو منلو ته یې تیار نه یو. دا نادودې یې ځکه کولې چې د کفر له مخې یې د خوسې مینې په زړونو کې ځای نیولی و، اې محمده! ورته ووایه که تاسې دا کارونه د خپل ایمان په رڼا کې کوئ نو ستاسې ایمان تاسې ته په ډیرو نا دودو امر کوي.
(94) ورته ووایه که چیرې الله پاک د اخرت ښه ژوند له ګردو خلکو څخه یوازې تاسې ته درکوي، نو مرګ وغواړئ که تاسې رښتیني یاست.
(95) هغوی به هیڅکله د مرګ هیله ونه کړي ځکه چې: لاسونو یې خورا زښت ډیر ناوړه کارونه وړاندې لیږلي دي، او الله د تیري کوونکو له برخه لیک څخه ښه خبر دی.
(96) ته به هرو مرو له ګردو خلکو څخه هغوی د دنیوي ژوند ډیر خوښوونکي ومومئ ان له مشرکانو څخه هم، هر یو یې خوښوي چې کاشکې زر کلونه یې عمر واې، خو زر کلونه عمر به یې هم له عذاب څخه ونه شي ژغورلی، الله د هغوی کړنې ویني.
(97) ای محمده! ووایه څوک چې د جبرائیل سره دښمني لري نو باید پوه شې چې : جبرائیل( علیه السلام) د الله په امر ستا په زړه داسې یو قران نازل کړی دی چې د پخوانیو کتابونو ملاتړ کوي او د مؤمنانو لپاره لیار ښوونه او زیری دی.
(98) څوک چې دالله، د هغه د ملائکو، استازو، جبرائیل او میکائیل سره دښمنې لري، نو باید پوه شي چې الله د کافرانو دښمن دی.
(99) مونږ پر تا روښانه نښې نازلې کړي دي، پرته له سر سختو سرغړوونکو نور څوک ترې مخ نه اړوي.
(100) او ایا داسې نه دي شوي چې : کله هم دوی تړون وکړي خامخا یوه ډله تړون غورځوي، بلکې زیات یې ایمان نه راوړي.
(101) او کله هم چې دالله له لور داسې یو رسول هغوی ته راغلی دی چې: د هغوی د کتاب تائید یې هم کړی نو د اهل کتابو یوې ډلې د الله کتاب ته داسې شا کړې ده لکه چې په هیڅ نه پوهیږي.
(102) او هغه څه یې منلې دي چې د سلیمان ( علیه السلام) د واکمنۍ په زمانه کې به شیطانانو لوستل، سلیمان ( علیه السلام) کافر نه وه، بلکې شیطانانو کفر خپل کړی ؤ چې خلکو ته به یې جادو ورښوولو او د هغه څه مننه یې وکړه چې د بابل په ښار کې هاروت او ماروت نومو دوه ملایکو ته نازل شوی ؤ، دواړو ملائکو به هیچاته جادو نه ښوولو ترڅو په ډاګه به یې ورته وویل: باید پوه شئ چې مونږ یو ازمیښت یو تاسې کفر مه خپلوئ، بیا به هم دوي له ملایکو څخه هغه څه زده کول چې د سړي او ښځې ترمینځ به پرې جلاوالی راتلی شو، هو! هغوی په دې جادو هیچا ته څه ضرر د الله له حکم (ارادې) څخه پرته نه شو رسولای، او هغه څه یې زده کول چې تاوان یې پکې ؤ، نه ګټه، او په دې ښه پوه شوي وو چې څوک هم جادو واخلي نو په اخرت کې به یې هیڅ ونډه نه وي، ډیره بده ده چې په خورا ناڅیز شي يې خپل ځانونه وپلورل خو کاشکې چې په خبره یې سر خلاصیدای.
(103) او که چیرې هغوی ایمان خپل کړای او ځانونه یې له جادو څخه ژغورلي وای نو د الله ورکړه خورا غوره وه، کاشکې چې هغوي پوهیدای.
(104) ای مؤمنانو! (راعنا) [۲] مه وايئ بلکې ( انظرنا) ووايې: او خبره واورئ او پوه شئ چې کافرانو ته دردوونکی عذاب ورکول کیږي.
[۲] منافقانو به ( راعنا) داسې کږولو چې ( راعینا) به ترې جوړ شو چې معنې یې ده( اې زمونږ شپونکیه) کابلی تفسیر.
(105) چا چې د حق له بلنې څخه انکار کړی دی اهل کتاب دي او که مشرکان هیڅکله نه خوښوي چې پر تاسې د رب له لورې کومه ښیګڼه او د خیر خبره نازله شي، خو د الله پاک چې څوک خوښ شي په خپل رحمت سره یې غوره کوي او الله د لوي فضل او مهربانۍ څښتن دی.
(106) مونږ چې کوم ایاتونه منسوخوو او یا یې هیروو نو په ځای یې له هغې څخه غوره او یا لږ تر لږ انډول راوړو ایا تاسې په دې نه پوهیږئ چې الله پاک په هر څه توان لري.
(107) او په دې نه پوهیږۍ چې : د اسمانونو او ځمکې واکمني خاص له الله سره ده او بې له هغه څخه نه د ستاسې کوم دوست شته او نه کوم ملاتړی.
(108) ایا تاسې پتیلې ده چې له خپل پیغمبر څخه هغه وړ پوښتنې وکړۍ لکه وړاندې چې له موسی څخه شوې وې؟ هر چا چې کفر په ایمان بدل کړ[۳] نو روغه لیار یې ورکه کړه.
[۳] د ایمان په بدل کې يې کفر واخیست.
(109) ډیر اهل کتاب خوښوي چې تاسې له ایمان وروسته بیرته کافران کړي د هغې کینې او رخې له مخې چې له تاسې سره یې لري، سره لدې چې حق ورته ښه ښکاره شوی دی، عفوه وکړئ او تر هغو ترې مخ واړوئ تر څو الله پاک خپله پریکړه وکړي بې شکه چې الله پر هر څه توانا دی.
(110) لمونځونه ودروئ او زکاتونه ورکړئ، او د خپلو ځانو لپاره چې هره ښیګڼه وړاندې ولیږۍ له الله سره به يې مینده کړۍ بې شکه الله پاک ستاسې کړنې ویني.
(111) اهل کتابو به ویل: چې جنت ته پرته له یهودیانو او نصاراوو څخه بل څوک نه شي تلای دا یې هیلې وي ورته ووایه: که تاسې رښتینې یاست نو دلیل مو را وړاندې کړئ.
(112) داسې نه ده بلکې هر څوک چې : خپل ځان الله پاک ته وسپاري او په عملې توګه نیکو کاره وي نو: د خپل رب له لورې به نیکه بدله وګوري نه به پرې ډار وي او نه به له کوم غم سره مخ کیږي.
(113) یهودیانو به ویلې چې نصارا پر حق دین نه دي او نصاراوو به ویل چې یهودیان پر حق دین نه دي په داسې حال کې چې دواړه ډلې کتاب لولي( او پوهیږي چې کوم دین حق دی؟) همدا وړ خبره هغو هم کوله چې په هیڅ نه پوهیږي، نو الله جل جلاله به د قیامت په ورځ د دوي په منځ کې ډاګیزه پریکړه وکړي چې کوم یو په حقه دي؟
(114) له هغه چا څخه به لوې ظالم څوک وي؟ چې د الله جوماتونه یې له دی څخه منعه کړي چې : دالله نوم پکې یاد شي او په ورانولو کې یې هڅه کړې، دا خلک ددې وړ ندي چې جوماتونو ته پرته له ډار څخه ننووځي، په دنیا کې يې رسوايې په برخه ده او په اخرت کې لوي عذاب.
(115) ختیځ او لویدیځ ټول دالله دي په کوم لورې مو چې مخ کړ همغه د الله پاک د طاعت لور دی، بې شکه چې د الله پاک هر څه پراخ او په هر څه ښه پوه دی.
(116) او دغو( ناپوهانو) ویلې چې الله ځوی نیولی دی، الله له دی څخه پاک او څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي ټول یې مخلوق دی او ټول ورته غاړه ایښوونکي دي.
(117) د اسمانونو او ځمکې(بې مثاله) پیدا کوونکی دی او چې د یو څیز د پیدا کولو تکل وکړي نو ورته وایې( شه) نو هغه کیږي.
(118) دغو ( ناپوهانو) دا هم ویلې چې الله ولې له مونږ سره مخامخ خبرې نه کوي؟ او ولې یوه نښه مونږ ته نه راځي؟ دا وړ خبره هغو هم کوله چې له دوی څخه وړاندې تیر شوي وو زړونه یې سره ورته دي، مونږ ټولې نښې د باور لرونکو خلکو لپاره بیان کړي دي.
(119) ( غټه نښه دا ده چې) ته مو په رښتیا زیری ورکوونکی او ډاروونکی لیږلی یې او ته د دوزخیانو په هکله نه پوښتل کیږي.
(120) یهودیان او نصارا به تر هغې له تا څخه خوښ( راضي) نه شي تر څو یې چې دین ونه منې، ورته ووایه چې د الله لیار ښوونه خو همدا ده چې ما راوړې ده او قسم دی که چیرې تا سره له دې چې پوره معلومات درته راغلي دي د دوی هیلې ومنلې نو له الله څخه به دې هڅ دوست او ملاتړ ونه شي ژغورلی.
(121) کومو کسانو ته چې مونږ کتاب ورکړی دی په رښتینې ډول یې لولي( ځان پرې پوهوي) او ایمان پرې راوړي او څوک چې په دې قران کافران شول نو همدوی زیانمن دي.
(122) ای بنې اسرائیلو! زما هغه لورینه در یاده کړئ چې پر تاسې مې کړې وه او تاسې مې د خپل وخت پر ګردو خلکو غوره کړي واست.
(123) او د هغې ورځې له ستونزو څخه وډارشئ چې هیڅوک به له هیچا څخه، هیڅ شی نه شي لرې کولای او نه به ترې تاوان منل کیږي او نه به سپارښت ورته ګټه رسولای شي او نه به ورسره څوک لاس( امداد ) کولای شي.
(124) او یاد کړه هغه وخت چې پر ابرهیم د هغه رب د څو خبرو ازمیښت وکړاو هغه ټولې سرته ورسولې نو الله وفرمایل: زه تا د ټولو خلکو لارښوونکی ټاکم ابراهیم وړاندیز وکړ چې زما په اولاده کې به هم له ځینو سره همدا وعده وي؟ الله ځواب ورکړ چې: زما وعده له ظالمانو سره نشته.
(125) او هغه وخت را په زړه کړه چې مونږ د کعبې خونه دخلکو د ورتګ خوندې ځای وګرځاو او امر مو وکړ چې د ابراهیم د اودریدو ځای د لمانځه لپاره خاص کړئ او ابراهیم او اسماعیل دواړو ته مې امر وکړ چې زما خونه د طواف کوونکو، اعتکاف کوونکو، رکوع او سجده کوونکو( لمونځ کوونکو) لپاره پاکه کړئ.
(126) او هغه وخت هم را یاد کړه چې ابراهیم وویل : اې زما ربه ! دغه ځای د امن ښار وګرځوه او هغو اوسیدونکو ته یې چې په الله او د قیامت په ورځ ایمان لري د خوراک لپاره ډول، ډول میوې ورکړه، الله وفرمایل او څوک چې کافر شوی زه د یو څو ورځو ګټه وټه ورکوم خو بالاخر به یې د اور عذاب ته په زور بیایم او هغه د ورتګ لپاره خورا بد ځای دی.
(127) او هغه وخت هم را یاد کړه چې ابراهیم او اسماعیل د خونې بنسټونه کیښوول او په دعاء کې یې ویل چې: اې زمونږ ربه! زمونږ هلې ځلې ومنه ته ښه اوریدونکی او ښه پوه یې.
(128) ای زمونږ ربه! مونږ دواړه ستا حکم منونکي وګرځوه، او زمونږ په اولادې کې هم یوه حکم منونکې ډله راپورته کړه، د حج احکام، او د عبادت لیارې لیکې راوښایه، توبه مو ومنه، بې شکه چې ته ښه توبه منونکی ډیر مهربان یې.
(129) ای زمونږ ربه! په دوی کې یو داسې استازی راپاڅوه چې ستا ایتونه ورته ولولي کتاب او حکمت ور وښايې او پاک یې کړي، بې شکه چې ته د لوي توان او حکمت څښتن یې.
(130) او څوک دی چې د ابراهیم له دین او لیارې څخه کرکه وکړي؟ پرته له هغه چې: خپل ځان یې پخپله په ناپوهۍ کې اچولی وي، مونږ ابراهیم په دنیا کې د خپل رسالت لپاره غوره کړی ؤ او په اخرت کې به هم د نیکانو په ډله کې وي.
(131) ځکه چې کله ورته خپل رب وویل: غاړه کیږده! ځواب یې ورکړ : ما د ګرد عالم پالونکي ته پوره غاړه ایښې ده.
(132) په همدې لیارې د تللو غوښتنه ابراهیم او یعقوب له خپلې اولادې څخه کړې وه او ورته يې ویلې وو چې :اې زامنو! الله پاک تاسې ته همدا دین غوره کړی دی نو باید هومره کلکې منګولې پرې ولګوئ چې : مرګ درته راځي نو باید تاسې مسلمان واست.
(133) ایا تاسې حاضر واست چې کله د یعقوب اخرنۍ سلګۍ شوې نو له خپلو بچیانو څخه یې پوښتنه وکړه، له ما وروسته به د څه عبادت کوئ؟ هغوی ځواب ورکړ چې مونږ به د هغه یو الله عبادت کوو چې ستا رب دی، ستا د پلرونو هر یو ابراهیم، اسماعیل، او اسحاق رب هم دی، او مونږ هم پوره غاړه ورته ایښې ده.
(134) دا یو ټولی ؤ چې تیر شوی دی څه یې چې کړي، ګټه او تاوان یې د هغوی دی او تاسې به د خپلو کړو ښه او بد وینۍ او د هغوی د کړنو په هکله نه پوښتل کیږۍ.
(135) یهودیانو به ویل چې یهودیان شئ او نصاراوو به ویل چې نصارا شئ نو روغه لیار به ومومئ، ورته ووایه چې مونږ ابراهیمي روغ رمټ مسلک منلی دی او هغه د مشرکانو له ډلې څخه نه ؤ.
(136) ای مؤمنانو! ورته ووایې چې مونږ په الله ایمان راوړی او په هغه لیارښوونه هم چې مونږ ته راغلې ده او په هغو مو هم ایمان راوړی چې ابراهیم، اسماعیل، اسحق ، یعقوب او د هغوی اولادې ته نازل شوي وو او په هغو مو هم ایمان راوړی دی چې موسی، عیسی او نورو ګردو پیغمبرانو ته د دوی د رب له لورې ورکړی شوي دي، مونږ د هغوی په مینځ کې هیڅ توپیر نه کوو او مونږ الله ته غاړه ایښوونکي یو.
(137) نو که چیرې یې هغه ډول ایمان راوړو لکه چې تاسې راوړی دی نو سمه لیار یې مینده کړه، او که مخ یې واړاو نو ښکاره خبره ده چې په خورا پخه دښمنۍ کې دي، نو ډاډه اوسه چې الله پاک د هغوی په پرتله ستا بس دی او هغه ښه اوریدونکی او په هرڅه پوه دی.
(138) مونږ د الله رنګ اخستی دی او د الله له رنګ څخه به د چا رنګ ښه وي او مونږ د هغه پوره عبادت کوونکي یو.
(139) ورته ووایه: آیا تاسې له مونږ سره د هغه الله په هکله جګړه کوۍ چې زمونږ پالونکی دی اوستاسې هم؟ زمونږ کړنې زمونږ او ستاسې کړنې ستاسې دي، او مونږ خپل ټول ژوند خاص د هغه په لیار سم کړی دی.
(140) او که تاسې وایې چې ابراهیم، اسماعیل، اسحاق، یعقوب او د دوی نور ځامن( ټول پیغمبران) یهودیان یا نصارا وو؟ ووایه تاسې ښه پوهیږئ که الله؟ او له هغه چا څخه به بل لوی ظالم څوک وي چې د الله له لورې ورکړی شوی علم او شهادت له ځان سره پټوي؟ او الله پاک ستاسې له کړنو څخه ناخبره نه دی.
(141) دا یو امت ؤ چې تیر شوی دی څه یې چې کړي ګټه او تاوان یې د هغوی دی ـ او تاسو به د خپلو کړو ښه او بد وینۍ او د هغوی د کړنو په هکله نه پوښتل کیږي.
(142) ناپوه خلک به ډیر ژر ووایې چې څه شي مسلمانان له هغې قبلې څخه وګرځول چې تر اوسه یې ورته مخ کړی ؤ، ورته ووایه چې ختیځ او لویدیځ ټول د الله دي د الله چې چا ته خوښه شي نو سمه لیار ورته ښايي.
(143) او په همدې توګه مونږ تاسې یو غوره امت ګرځولي یاست تر څو تاسې پر ګرد بشریت شاهدان واست، او پیغمبر پر تاسې شاهد وي، پخوانۍ قبله مو یوازې ددې لپاره درته غوره کړې وه چې هغه خلک په ډاګ کړو چې د رسول اطاعت کوي له هغو څخه چې په شا اوړي، هو! دا خورا دروند کار ؤ خو هغو ته دروند نه و چې الله ورته لیار ښولې وه باید پوه شئ چې الله ستاسې ایمان نه ضایع کوي ځکه الله پر خلکو خورا ډير مهربان او لوروونکی دی.
(144) مونږ همیش ستا مخ لیدلو چې د اسمان په لور به دې اړاو( چې قبله دې بدله شي) ډير ژر به مونږ تا هغې قبلې ته واړو چې ستا خوښه ده نو مخ دې د مسجد حرام په لور وګرځوه او په هر ځای کې چې واست نو مخونه مو د مسجد حرام په لور وګرځوئ، او اهل کتاب په دې ښه پوهیږي چې ستا نوې قبله په رښتیا د هغوی د رب له لورې ګرځيدلې ده، الله پاک د هغوی له کړنو څخه ناخبره نه دی.
(145) که اهل کتابو ته هره نښه ( او دلیل) وړاندې کړې ستا قبله نه مني او نه ته د هغوی قبله منې او هغوی په خپلو مینځونو کې هم په یوه قبله نه دي راټول شوي نو که سره له دې چې تاته پوره معلومات درکړ شوي دي بیا هم د هغوی هیلو ته سر ټیټ کړې نو بې له شکه به ته د ظالمانو له ډلې څخه یې.
(146) کومو کسانو ته چې مونږ کتاب ورکړی دی محمد صلی الله علیه وسلم د خپلو اولادونو په څیر پیژني خو د دوی یوه ډله په رڼو سترګو حق تر ښو لاندې کوي.
(147) حق ستا د رب له لورې ثابت دی نو پام چې شک ونه کړې.
(148) او د هر چا لپاره یو طرف دی چې هغه ته مخ اړوي نو تاسې د ښیګڼو او نیکیو په لور یو له بل څخه په ځغاسته کې وړاندې شئ هر چیرې چې تاسې واست الله تعالی به مو ټول راولي، ځکه چې هغه پر هر څه پوره توان لري.
(149) او له هر ځایه چې ووځې، نو د مسجد حرام په لور مخ واړه وه، د مسجد حرام په لور مخ اړول ستا د رب له لورې حق خبره ده او هغه ستاسې له کړنو څخه ناخبره نه دی.
(150) او له هر ځایه چې ووځې نو د مسجد حرام په لور مخ واړوه او هر چیرې چې واست نو مخونه مو د مسجد حرام په لور واړه وئ تر څو پرته له ظالمانو څخه دبل هیچا ګوته درته ونه نیول شي خو له هغوی څخه مه ډاریږئ یوازې له ما څخه و ډار شئ او قبله مې ځکه درته بدله کړه چې خپل نعمت در باندې پوره او کیدای شي چې تاسې روغه لیار و مومئ.
(151) لکه له دې وړاندې مې ستاسې له ډلې څخه یو رسول تاسې ته درولیږه چې زما ایتونه درته وایې، تاسې پاکوي، کتاب او حکمت درښايې او هغه څه درښايې چې تر اوسه پرې تاسې نه پوهیدئ.
(152) نو له دې امله تاسې ما یاد کړئ زه به تاسې یاد کړم، زما شکریه وکړئ او ناشکري مه کوئ.
(153) اې مؤمنانو! په صبر او لمانځه سره کومک وغواړئ بې شکه چې الله پاک د زغم لرونکو مل دی.
(154) او هغو خلکو ته مړه مه وایې چې: د الله په لیار کې وژل شوي دي په یقین سره ژوندي دي خو تاسې پرې نه پوهیږئ.
(155) مونږ به ارو مرو تاسې په ډار، لوږې د مالونو، ځانونو او د میوو په کموالي وازمایو زغم کوونکو ته زیری ورکړه.
(156) هغوی ته چې کله کوم مصیبت ور ورسیږي وایې چې : مونږ ټول د الله یو او مونږ ټول به هغه ته بیا ورګرځو.
(157) پر دا وړ خلکو د دوی د رب ډیري پیرزوینې او مهربانۍ دي او همدوی د روغې او سمې لیارې میندونکي دي.
(158) بې شکه چې صفا او مروه د الله تعالی له نښانو څخه دي، نو څوک چې د بیت الله د حج یا عمرې تکل وکړي هیڅ باک نه لري چې د دواړو په مینځ کې منډې را منډې وکړي او څوک چې نیک او ښه کارونه په خوښه وکړي نو الله ښه شکر منونکې او عالم دی.
(159) دا خبره پخه ده چې کوم کسان زمونږ له لورې رالیږل شوي ښکاره څیزونه او لارښوونې سره له دې چې مونږ په کتاب کې پوره روښانه کړي دي، پټوي الله پرې لعنت وايې او نور ټول لعنت ویونکي به هم پرې لعنت ووايې.
(160) خو پر هغه چا به لعنت نه وی چې له ورانۍ څخه بیرته راوګرځي ځانونه روغ، نیکیو ته مخه او ښوونې بیان کړي د دغو خلکو توبه به زه ومنم ځکه چې زه توبه منونکی مهربان یم.
(161) او دا خبره هم پخه ده چې څوک کافران شوي او په کفر ور مړه شوي نو پر هغوی د الله، ملایکو، او ټولو خلکو لعنت دی.
(162) تل به پرې لعنت وریږي نه به ترې عذاب سپک او نه به مهلت ورکړای شي.
(163) خبر اوسئ چې : ستاسې معبود همدا یو الله دی پرته له دې مهربان او بښونکې الله څخه بل هیڅ(حق) معبود نشته.
(164) دا یوه کوټلې خبره ده چې د اسمان او ځمکې په پیدایښت، د شپې او ورځې په جلاوالي او هغو کښتیو چې په بحر کې د خلکو د ګټو لپاره تګ راتګ کوي او هغو اوبو چې الله له بره څخه راښکته کړي او ځمکه یې پرې له وچوالي او مرګ څخه بیرته تر او تازه او ژوندۍ کړې او هر ډول ساه کښ یې پکې خواره کړي او د بادونو بدلول او الوزول او د اسمان او ځمکې په مینځ کې د امر منونکو وریځو زوړندول د عقل مند قوم لپاره خورا لوی او پوره دلیلونه او نښې دي.
(165) او ځینې خلک داسې هم شته چې له الله څخه پرته نور شیان د هغه شریکان او انډول نیسي، له هغوی سره هومره منیه کوي چې باید یوازې له الله سره شوې وای، او دا پخه خبره ده چې مؤمنان له الله سره کلکه مینه لري که چیرې نن ظالمان په هغه څه پوه شي چې د عذاب لیدلو په ورځ به پرې پوهیږي چې ټول زور له الله سره دی او الله سخت عذاب ورکونکې دی.
(166) ( نو له الله سره به شریک ونه نیسي) په دې ورځ به هغه خلک چې مننه یې کیدله له هغو څخه چې د دوی مننه یې کوله بیزاري اعلان او عذاب به په غبرګو سترګو وګوري او خپل مینځې اړیکي به یې سره پرې شي.
(167) نو پیروي کوونکي به وایې چې کاشکې مونږ یو ځل بیا دنیا ته تللې وای لکه نن دوی له مونږ بیزاري ښکاره کوي مونږ به هم ترې بیزاره شوي وای په همدې توګه به الله د دوی د ګردو کړنو افسوس او پښیمانتیا ور څرګنده او له دوزخ څخه به هیڅکله بهر نه شي.
(168) ای خلکو! د ځمکې حلال پاک څیزونه وخورئ او د شیطان په پل مه ځئ ځکه چې هغه ستاسې ښکاره دښمن دی.
(169) خبره همدا ده چې هغه تاسې ته د بدۍ او بې حیایې په لور بلنه درکوي او دیته مو هڅوي چې په الله جل جلاله هغه څه وتړئ چې تاسې پرې نه پوهیږئ.
(170) او کله چې هغوی ته وویل شو چې: هغه څه ومنئ چې الله نازل کړی دي هغوی وویل: نه بلکې مونږ یوازې د هغه څه پسې ځو چې پلرونو مو پرې میندلي دي، هو! دوی همدا کوي که څه هم پلرونه یې نه په څه پوهیدل او نه یې روغه لیار میندلې وه.
(171) کافران( او د کفر په لور بلونکي) هغه شپونکي ته ورته دي چې: هغه نه اوریدونکي څاروي رابلي چې پرته له ها، ها او غږ څخه نور په هیڅ نه پوهیږي، دوی کاڼه، ګونګیان او ړانده دي چې له عقل څخه کار نه اخلي.
(172) ای مؤمنانو! هغه پاک څیزونه وخورئ چې مونو تاسې ته درکړي دي او یوازې د یو الله شکر پر ځای کړئ که تاسې یوازې د هغه عبات کوونکي یې .
(173) بې له شکه چې مرداره، خوټیدونکي وینه ، د خنزیر غوښه او هغه څه چې د حلالې په وخت پرې پرته له الله د بل چا نوم اخیستل شوی وي الله پاک پر تاسې حرام کړي دي خو که څوک یې خوراک ته اړ شي او له اړتیا څخه وړاندې او هم یې د اړتیا له اندازې څخه زیات ونه خوري نو هیڅ ګناه پرې نشته، ځکه چې الله ډیر بښونکی او مهربان دی.
(174) دا پخه خبره ده چې هغه خلک چې د الله له لورې نازل شوي کتاب پټوي او په بدله کې یی ډیره لږه ګټه تر لاسه کوي خپلو ګیډو ته له اور څخه پرته بل څه نه ورښکته کوي د قیامت په ورځ به نه الله ورسره د مهربانۍ خبرې وکړي او نه به یې پاک کړي بلکې دردناک عذاب یې په برخه دی.
(175) ځکه دوی بې لیاري د هدایت په بدل کې او عذاب د بښنې په بدل کې واخیست ښه نو کوم شي د اور زغملو ته تیار کړي دي.
(176) دا به ځکه کیږي چې الله پاک کتاب په رښتیا سره نازل کړی دی او چا چې په کتاب کې اختلاف کړی دی په کینه او دښمنۍ کې خورا وړاندې او لرې تللي دي.
(177) نیکي یوازې دا نه ده چې تاسې خپل مخونه د ختیځ یا لویدیځ لور ته واړوۍ بلکې : نیکي د هغه چا ده چې په الله پاک او په اخرنۍ ورځ، ملایکو، کتابونو او پیغمبرانو یې ایمان راوړی او زړه ته نژدې مال یې خپلوانو، یتیمانو، مسکینانو، مسافرو، سوال کوونکو او د غلامانو په ازاده ولو کې ورکړی وي لمونځونه یې ودرولي، او زکاتونه یې ورکړي وي، د خپلو وعدو پوره کوونکي، او د سختیو، مرضونو، او جګړې په وخت کې صبر کوونکي وي، هو! همدا رښتینې او همدا پرهیزګار خلک دي.
(178) ای مؤمنانو! د وژلو شوو په هکله پر تاسې قصاص فرض شوی دی چې : ازاد په ازاد، مرئې په مرئي او ښځه په ښځه قصاصیږي، نو که کوم قاتل ته د هغه د عقیدې د ورور ( د مقتول د ورثې) له لورې بښنه وشي نو د وژل شوي ورثه دې په غوره ډول دیت وغواړي او قاتل یې هم باید په خورا غوره ډول ورکړي دا کارونه ستاسې د رب له لورې اسانتیا او مهرباني ده او چا چې له عفوې وروسته تیر وکړ، نو هغه ته دردناک عذاب دی.
(179) ای د عقل څښتنانو! په قصاص کې ستاسې ژوندون دی ښائیږي تاسې ځانونه وژغورئ.
(180) پر تاسې فرض شوي دي چې که د یو چا اخرنۍ سلګۍ وي او مال یې پریښی و چې: د مور او پلار او خپلوانو لپاره په ښه ډول وصیت وکړي دا یو حق دی پر پرهیزګارانو.
(181) نو که څوک وصیت واوري او بیا یې بدل کړي، نو ګناه یې یوازې پر هغو ده چې بدلوي يي بې شکه چې الله پاک ښه اوریدونکې او پوه دی.
(182) نو که څوک ډاریده چې وصیت کوونکي به د چا طرفداري یا ګناه کړي وي او بیا یې د دوی په مینځ کې روغه جوړه وکړه پر روغه کوونکي هیڅ ګناه نشته، بې شکه الله پاک بښونکی مهربان دی.
(183) ای مؤمنانو! پر تاسې روژه فرض شوی ده لکه څنګه چې: له تاسې څخه په وړاندې خلکو هم فرض شوې وه، تر ځو تاسې پرهیزګاران شئ.
(184) څو د شمار ورځې دي نو که ستاسې کوم یو ناروغ وي او یا پرسفر وي، نو شمار دې له نورو ورځو څخه پوره کړي او پر هغوی چې د نیولو توان یې لري،[۴] د مسکین د خوراک فدیه ده نو که څوک ښیګڼه په خپل خوښه زیاته وکړي دا ورته ډیره غوره ده او چې روژه ونیسي دا مو خورا په ګټه ده که تاسې پوهیږئ.
[۴] دا حکم په لومړنیو وختونو کې و بیا منسوخ شو او نور علما وايي چې منسوخ ندی نو معنا یې ده چې توان یې درلود خو د ناروغتیا او زوړوالي له کبله یې توان ختم شي نو بیا دې روژه نه نیسي او فدیه دې ورکوي( ابن حجر)
(185) روژه هغه میاشت ده چې په دې کې هغه قران نازل شوی دی چې د خلکو لپاره لارښود او د لیارښووني او د حق او باطل ترمینځ د جلاوالي څرګند دلایل دي نو څوک چې له تاسې څخه دا میاشت مومي، نو روژه دې ونیسي او څوک چې ناروغ یا پر سفر وي نو شمیر دې له نورو ورځو څخه پوره کړي، الله پاک ستاسې لپاره اسانتیا غواړي نه سختي، ترڅو تاسې ټاکلي ورځي پوره او د الله جل جلاله لویې په همغه ډول وستایې چې تاسې ته یې ښوونه کړې ده او شکر یې وکړئ.
(186) او کله چې زما بنده ګان له تا څخه زما په هکله پوښتنه وکړي نو ورته ووایه چې : زه نژدې یم د هر بلونکي بلنه منم چې ما راوبلي نو باید زما مننه وکړي او پر ما ایمان راوړي تر څو روغه لیار ومومي.
(187) تاسې ته روا ده چې د روژې په شپه کې له خپلو ښځو سره یو ځای او کوروالې ورسره وکړئ ښځې ستاسې لباس او تاسې د هغوی لباس یاست، الله جل جلاله پوهیده چې تاسې به له خپلو ځانو سره خیانت وکړئ نو ستاسې توبه یې ومنله، او بښنه یې درته وکړه، نو اوس له خپلو ښځو سره یو ځای او د هغه څه هڅه وکړئ چې الله پاک ستاسې لپاره ټاکلی دی، او خوراک او څښاک تر هغو وکړئ چې د سهار سپینه کرښه له تورې کرښې څخه درته ښکاره شي بیا روژه تر شپې وساتئ او چې په جوماتونو کې مو اعتکاف کړی ؤ له ښځو سره مه یو ځای کیږئ دا د الله جل جلاله پول دي مه ورنژدې کیږئ، په همدې توګه الله پاک خلکو ته خپل ایاتونه بیانوی تر څو ځانونه وژغوري.
(188) او تاسې خپل مالونه په خبلو مینځو کې په نارواء مه خورئ او مه یې واکدارنو ته وروړئ تر څو پرې د خلکو د مالونو یوه برخه په ناروا سره وخورئ، او تاسې پوهیږئ چې دا مال پردی او ناروا دی.
(189) خلک له تا څخه د سپوږمۍ( د نرۍ کیدلو او غټیدلو) په هکله پوښتنه کوي ورته ووایه: چې دا د خلکو لپاره د وخت ټاکلو او حج نښې دي، او دا کومه نیکي نه ده چې تاسې کورونو ته د شا له لوری راځئ بلکې اصلي نیکې د هغه چا ده چې له الله څخه وډار شي، او تاسې کورونو ته د دروازو له لیارې ولاړ شئ او له الله څخه وډار شئ کیدای شي چې خلاصون مو په برخه شي.
(190) د الله په لیار کې له هغو سره وجنګیږئ چې له تاسې سره جنګیږي، خو تیری مه کوئ بیشکه چې الله پاک تیري کوونکي نه خوښوي.
(191) او هغوی ووژنئ په هر ځای کې مو چې پرې وس ورسید او ویی باسئ له کومو ځایو څخه یې چې تاسې ایستلي یاست، فتنه او فساد له وژلو څخه خورا بد دی او په مسجد حرام کې تر څو چې هغوی جګړه نه وي پیل کړې تاسې ورسره جګړه مه کوئ خو که هغوی درسره جګړه پیل کړه نو ویې وژنئ همدا د کافرانو جزاء ده.
(192) او که لاس یې واخیست نو دا خبره پخه ده چې الله پاک بښونکې او مهربان دی.
(193) تر هغو ورسره وجنګیږئ چې فتنه له مینځه ولاړه او یوازې د الله دین واکمن شي خو که له جنګ څخه یې لاس واخیست نو پرته له ظالمانو په بل چا تیرې نشته.
(194) د حرامې میاشتې بدله همغه حرامه میاشت ده، او د حرامو کړو شوو څیزونو پالنه برابره ده نو که چا پر تاسې تیری کړی وي تاسې هم پرې په همغه شان تیری وکړئ او له الله څخه وډارشئ او پوه شئ چې الله له ده څخه د ډاریدونکو مل دی.
(195) د الله په لیار کې مو مالونه مصرف او پخپلو لاسونو ځانونه په هلاکت کې مه اچوئ او ښیګڼې کوئ بې شکه چې الله پاک ښیګڼه کوونکي خوښوي.
(196) د الله لپاره حج او عمره پوره کړئ خو که چیرې ستاسې مخه ونیول شوه د خپل توان په رڼا کې قرباني وکړئ مګر سرونه مو باید تر هغو کل نه کړئ تر څو چې د قربانۍ څاروي د حلالولو ځای ته نه وي رسیدلي او که ستاسې کوم یو ناروغ او یا یې په سر کې څه تکلیف وي او سر یې کل کړ نو باید د فدیې په توګه روژه ونیسي یا خیرات ورکړي او یا څاروی حلال کړي او کله چې ډاډمن شوئ نو چا چې : عمره سره له حج کړې وي نو باید د خپلې وسي څاروی قربانې کړي خو که چاته په لاس ورنه شي نو درې ورځې دې د حج په شپو کې روژه ونیسي او(۷) ورځې دې هغه وخت روژه شي چې کله خپلو ځایونو ته ستانه شئ په دې توګه(۱۰) ورځې پوره شوې، دا سانتیا د هغه چا لپاره ده چې : کورنۍ يې د مسجد حرام په حدودو کې نه وي له الله څخه و ډار شئ او پوه شئ چې الله پاک خورا سخت عذاب ورکوونکې دی.
(197) د حج معلومې میاشتي دي نو چا چې په دې میاشتو کې د حج لپاره ملا وتړله او پر ځان یې لازم کړ نو شهواني خبرې، کارونه، ورانکاري او نوره جنګ جګړه به د حج په اوږدو کې نه کوي، تاسې چې هر نیک کار کوئ الله ته معلوم دی او د حج لپاره له ځان سره توښه واخلئ تر ټولو غوره توښه له الله څخه ډاریدل دي، او ای د عقل څښتنانو له ما څخه وډار شئ.
(198) په دې کې پر تاسې کومه ګناه نشته چې د حج په اوږدو کې د خپل رب د مهربانۍ (حلال رزق) د تر لاسه کولو لپاره هڅه وکړئ او کله چې له عرفات څخه راښکته شوئ نو په مشعرالحرام کې الله پاک په همغه شان یاد کړئ چې تاسې ته یې ښوونه کړې ده، او که څه هم تاسې له دې دوړاندې بې لیارې واست.
(199) بیا د نورو خلکو په شان راښکته او له الله څخه بښنه وغواړئ بې شکه چې الله پاک بښونکې مهربان دی.
(200) نو چې کله مو د حج احکام پر ځای کړل نو الله پاک په همغه ډول یاد کړئ لکه څنګه مو چې خپل پلرونه یادول، بلکې له هغې يې هم زیات یاد کړئ د الله په یادولو کې ځینې خلک داسې دي چې وایې ای زمونږ پالونکیه! مونږ ته هر څه په دنیا کې راکړه په اخرت کې د دواړو خلکو لپاره هیڅ برخه نشته.
(201) او ځینې یې هغه دي چې وایي: ای زمونږ پالونکیه! مونږ ته په دنیا کې ښیګڼه راکړه او په اخرت کې هم او د اور له عذاب څخه مو وژغوره.
(202) دې خلکو ته د دوی د کړنو پوره برخه ده او دالله حساب ډیر تیز دی.
(203) او الله جل جلاله په شمارلو ورځو کې یاد کړئ نو که چا په دوه ورځو کې بیړه وکړه کومه ګناه پرې نشته، او که څوک وروسته ورځې ته پاتې شو هم ګناه پرې نشته خو دا د هغه چا لپاره چې له الله څخه ډاریږي له الله وډار شئ او پوه شئ چې هغه ته به ورټول کړای شئ.
(204) ځینې خلک لا هغه دي چې د دنیوي ژوند خبرې یې تا خوښوي او همیش الله پاک په هغه څه شاهد نیسي چې په زړه کې یې دي خو هغه خورا بد جګړه مار وي.
(205) او کله چې ستا له مخې ولاړ یا واکمن شي نو ټوله هڅه یې همدا وي چې په ځمکه کې فساد جوړ، کښتونه او نسلونه تباه کړي او الله پاک فساد نه خوښوي.
(206) او کله چې ورته وویل شو چې: له الله وډار شه! نو غرور او تکبر نور هم په ګناه ور ټینګ کړ نو جهنم یې بس دی هغه خورا بد استوګنځای دی.
(207) او ځینې کسان لا داسې دي چې : د الله جل جلاله د خوښې د ترلاسه کولو لپاره خپل ځان پلوري او الله په بنده ګانو ډیر مهربان دی.
(208) ای مؤمنانو! په اسلام کې په بشپړ ډول ورننوځئ، او د شیطان پر پلونو مه ځئ، بې شکه چې شیطان ستاسې ښکاره دښمن دی.
(209) نو که بیا هم سره له دې چې تاسې ته روښانه دلیلونه راغلي دي وښوئیدلئ نو پوه شئ چې الله زوره ور او حکیم دی.
(210) ایا دوی پرته له دې د بل څه انتظار کوي؟ چې الله ورته د وریځو په سیورو کې راشي او ملایکې هم او د کار پریکړه وشي او خاص الله ته ټول کارونه ورګرځول کیږي.
(211) له بني اسرائیلو څخه پوښته وکړه چې مونږ دوی ته څومره ډیر ښکاره دلیلونه او نښې ورکړې وې او هغه څوک چې د الله نعمت وروسته له راتګ څخه بدل کړي نو باید پوه شي چې دالله عذاب خورا سخت دی.
(212) کافرانو ته دنیوی ژوند ښکلی کړای شوی دی او پر هغو کسانو چې ایمان یې راوړی دی ملنډې وهي، متقیان به د قیامت په ورځ پر دوی لوړ او پورته وي، او د الله چې چاته خوښه شي بې حسابه روزي ورکوي.
(213) ټول خلک یو امت و، نو الله پاک زیرې ورکوونکي او ډاروونکي پیغمبران ورولیږل او له هغوی سره یې حق کتاب هم ولیږه تر څو د خلکو په مینځ کې د پیښ اختلاف پریکړه وکړي او اختلاف هم پرته له هغو کسانو بل چا نه ؤ کړی چې کتاب ورکړای شوې ؤ او ښه ښکاره او پاخه دلیلونه ورته راغلي وو خو د خپل مینځي دښمنۍ او کینې له کبله یې اختلاف ته ملا تړلې وه او الله جل جلاله هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی ؤ د خپلې مهربانۍ له مخې د هغې رښتینې خبرې ښوونه وکړه چې دوی پکې په جلا جلا لیارو وؤ، او د الله پاک چې چا ته خوښه شي د سمې لیارې ښوونه ورته کوي.ټول خلک یو امت و، نو الله پاک زیرې ورکوونکي او ډاروونکي پیغمبران ورولیږل او له هغوی سره یې حق کتاب هم ولیږه تر څو د خلکو په مینځ کې د پیښ اختلاف پریکړه وکړي او اختلاف هم پرته له هغو کسانو بل چا نه ؤ کړی چې کتاب ورکړای شوې ؤ او ښه ښکاره او پاخه دلیلونه ورته راغلي وو خو د خپل مینځي دښمنۍ او کینې له کبله یې اختلاف ته ملا تړلې وه او الله جل جلاله هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی ؤ د خپلې مهربانۍ له مخې د هغې رښتینې خبرې ښوونه وکړه چې دوی پکې په جلا جلا لیارو وؤ، او د الله پاک چې چا ته خوښه شي د سمې لیارې ښوونه ورته کوي.
(214) ایا ګمان کوئ چې جنت ته به ولاړ شئ؟ په داسې حال کې چې پر تاسې د هغو خلکو په شان حالات تر اوسه نه دي راغلي چې له تاسې وړاندې تیر شوي دي هغوی ته ستونزي کړاوونه او مرضونه رسیدلي او هومره لړزول شوي وو چې رسول او ورسره مؤمنانو به ویل: د الله مرسته او کومک به کله راځي؟ خبردار! باور وکړئ چې د الله کومک ډیر نژدې دی.
(215) دوی له تا څخه پوښتنه کوي چې: څه مصروف کړي؟ ورته ووایه: هر مال چې مصرفوئ نو د مور او پلار، خپلوانو، یتیمانو، مسکینانو او مسافرو په ښیګڼه کې یې مصرف کړئ، او تاسې چې هر نیک کار وکړئ نو بې شکه چې الله پاک ترې ښه خبر دی.
(216) پر تاسې جنګ فرض کړای شوی دی، که څه هم تاسې یې نه خوښوئ او شاید تاسې یو شې بد وګڼئ خو هغه به ستاسې لپاره غوره وي او شاید تاسې یو څیز خوښ کړئ خو هغه به ستاسې لپاره شر او بد وي الله پاک ښه پوهیږي او تاسې نه پوهیږئ.
(217) دوی له تا څخه په حرامو میاشتو کې د جنګ په هکله پوښتنه کوي، ورته ووایه په دې میاشتو کې جنګ لویه ګناه ده خو د الله له لیارې څخه منع کول، په الله کافریدل، او له مسجد الحرام څخه د خلکو بندول، او اوسیدونکي یې ترې ویستل د الله جل جلاله په وړاندې ډیره زیاته لویه ګناه ده او برسیره په دې فتنه او فساد له وژنې څخه هم لوی جرم دی، او کافران به تل له تاسې سره په جنګ وي تر څو که توان یې ورسي چې تاسې له خپل دین څخه واړه وي ـ او ستاسې هر څه چې له خپل دین څخه واړوي او بیا په کفر کې مړ شي نو ټولې نیکې کړنې یې په دنیا او اخرت کې بابیزه او ضایع شوې، او دا وړ خلک د اور څښتنان دي چې تل به پکې وي.
(218) په یقین سره کومو کسانو چې: ایمان راوړی او کومو کسانو چې د الله په لیار کې هجرت او جهاد کړی دی نو همدوی د الله جل جلاله د رحمت او مهربانۍ هیله من دي او الله پاک بښونکی او مهربان دی.
(219) دوی له تا څخه د شرابو او جووارۍ په هکله پوښتنه کوي، ورته ووایه چې په دې دواړو کې لویه ګناه ده او د خلکو لپاره څه ګټې هم شته خو ګناه یې تر ګټې خورا لویه ده او دوی له تا څخه پوښتنه کوي چې کوم مال خیرات کړي؟ ورته ووایه هغه مال چې له دوی څخه زیات وي په همدې توګه الله پاک تاسې ته خپل ایاتونه او احکام بیانوي تر څو تاسې د دنیا او اخرت دواړو په هکله ژور فکر وکړئ.
(220) او دوی له تا څخه د یتیمانو په هکله پوښتنه کوي، ورته ووایه: چې د هغوی سنبالول د هغوی په ګټه او که له ځان سره یې ګډ او یو ځای کړئ نو ستاسې وروڼه دي( کوم باک نه لري)ځکه چې الله پاک وراني کوونکي او سنبالوونکې سره پيژني، که الله پاک خوښه کړې وای نو تاسې به یې خامخا په ستونزه او کړاو کې اچولي وای خو په یقین چې الله پاک زوره ور او حکیم دی.
(221) او مشرکې ښخې په نکاح مه اخلئ تر څو چې مسلمانې شوي نه وي، با ایمانه وینځه له مشرکې اصیلي څخه ډیره غوره ده که څه هم تاسې ډیره خوښه کړې وي او هم مسلمانې ښخې مشرکانو ته مه واده کوئ تر څو چې مسلمانان شوي نه وي، په یقین سره مسلمان مریي له مشرک اصیل سړي څخه ډیر غوره دی که څه هم ستاسې ډیر خوښ شوی وي دا کسان د اور په لور بلي او الله پاک په خپل اذن او حکم سره تاسې ته د جنت او بښنې په لور بلنه درکوي او خلکو ته خپلې نښې او دلیلونه په ښکاره ډول وړاندې کوي تر څو پند واخلئ.
(222) او دوی له تا څخه د حیض په هکله پوښتنه کوي ورته ووایه : حیض ناولتوب دی، د حیض په وخت کې له ښځو څخه ځانونه لرې کړئ او تر څو چې پاکې شوي نه وي مه ور نژدې کیږئ او کله چې ښې پاکې شي نو په همغه ځای کې ورته ورشئ چې الله پاک درته امر کړی دی په یقین سره چې الله پاک توبه ویستونکي او پاکي کوونکي خوښوي.
(223) ستاسې ښځې ستاسې کښت ځایونه دي، څرنګه مو چې خوښه وي خپلو کښتونو ته ورشئ او د خپلو ځانونو لپاره وړاندې زیرمه ولیږئ او له الله څخه وډار شئ او پوه شئ چې تاسې ورسره مخامخ کیدونکي یاست، او مؤمنانو ته د خوښئ زیری ورکړه.
(224) او تاسې د الله نوم د خپلو قسمونو لپاره نښه مه ګرځوئ چې نیکۍ به کوئ، پرهیزګاري به کوئ او د خلکو په مینځ کې به روغه جوړه راولئ، الله اوریدونکی او په هر څه پوه دی.
(225) الله پاک تاسې په بابیزه قسمونو نه نیسي، خو تاسې په هغو قسمونو چې په زړونو کې مو ورته هوډ کړی وي نیسي او الله بښونکې او زغم کوونکې دی.
(226) کوم کسان چې له ښځو څخه د جلا کیدلو قسم کوي نو د هغوی لپاره څلور میاشتي مهلت او انتظار دی، نو که یو له بل سره یو ځای شول بې شکه چې الله بښونکی او مهربان دی.
(227) او که د طلاق اراده یې کړې وه نو په یقین سره الله اوریدونکی او پوه دی.
(228) طلاقې شوې ښځې باید درې حیضه انتظار وکړي، او دا ورته روا نه ده چې هغه څه پټ کړي چې الله یې په رحمونو کې پیدا کړي دي( اولاد وي او که حیض) که په الله او د قیامت په ورځ د پاخه ایمان څښتنانې وي، که میړونو یې د روغې جوړې اراده کړي وي نو حق لري چې د عدت په موده کې یې بیرته ځانو ته وګرځوي، ښځې پر سړیو د عرف او قانون مطابق همغه ډول حقوق لري لکه څنګه چې پر ښځو د سړیو حقوق دي، خو بیا هم سړي پر ښځو لوړ او پورته دي، او الله په هر څه بر لاسی او د حکمت والا دی.
(229) رجعي طلاق دوه ځلې دی، بیا یا په ښکاره او نیکه توګه ساتنه ده او یا یې په نیکۍ سره پریښوول، او تاسې ته جواز نه لري چې له خپلې ښځې څخه د طلاق په وخت کې د هغه مال څه برخه بیرته واخلئ چې د نکاح تړلو په وخت کې مو ورکړی وي خو د اخیستلو یې څه باک نشته، که دواړه ډاریدل چې نور په ګډ ژوند کې د الله حدود نه شي پوره کولای نو که تاسې ډاریدلئ چې دوی دواړه به دالله حدود پوره نه کړی شي، پر دواړو ګناه نشته چې ښځه څه مال د طلاق په بدل کې میړه ته ورکړي، دا د الله ټاکلي پولي دي او باید ترې وانه وړئ او څوک چې د الله له پولو څخه اوړي نو هغوی ظالمان دي.
(230) نو که درې یم ځل یې طلاقه کړه نو بیا ورته تر هغو نه شي روا کیدای تر څو طلاقه شوې ښځه له لومړي میړه پرته بل میړه وکړي، نو که ( دویم میړه) طلاقه کړه نو پر دواړو ( میړه او ښځې) څه ګناه نشته چې په بیا نکاح سره یو ځای شي که باوریان وو چې د الله حدود پوره کولای شې او دا د الله حدود دي چې د پوهیدونکي قوم لپاره یې بیانوي.
(231) او کله چې تاسو ښځې طلاقې کړۍ او د هغوی عدت پوره شو نو بیا یې په غوره ډول وساتئ او یا یې په غوره توګه خوشې کړئ او د ضرر رسولو په تکل چې تیرې به پرې کوئ له ځان سره یې مه ساتئ او هر څوک چې دا کار کوي نو په حقیقت کې یې په ځان ظلم وکړ، او د الله احکام په ټوکو مه اخلئ او پر تاسې د الله شوې پیرزوینې دریادې کړئ او هغه دریاد کړئ چې پر تاسې یې کتاب او د حکمت[۵] خبرې نازلې کړي چې پند او نصیحت پرې درکړي له الله څخه وډارشئ او پوه شئ چې بې شکه الله پاک پر هر شي پوه دی.
[۵] علماو له کتاب څخه قران کریم او له حکمت څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث مراد کړي دي ( ابن جریر الطبري)
(232) او کله چې تاسې ښځې طلاقې کړې او هغوی خپل عدت پوره کړ نو له دې څخه یې مه منع کوئ چې له خپلو پخوانیو میړونو سره بیرته نکاح وکړي چې په مینځ کې یې د عرف او رواج مطابق په نیکه توګه موافقه راشي، په دې خبرې سره ستاسو هغو کسانو ته پند او نصیحت ورکول کیږي چې په الله او اخرنۍ ورځې ایمان لري دا کار تاسې ته ډیر غوره او سپیځلې دی الله پاک پوهیږي او تاسې نه پوهیږئ.
(233) مورګانې باید خپلو بچیو ته دوه بشپړ کلونه تې( شیده) ورکړي دا حکم د هغه چا لپاره دی چې د تي( شیدو) ورکولو موده پوره کول غواړي، په دې موده کې د مورګانو خوراک او پوښاک د وس او توان په رڼا کې د پلرونو په غاړه دی په هیچا باندې د هغه له وس څخه پورته پیټی نه شي ایښوول کیدای نه به مور ته د هغې د بچې له مخې زیان رسول کیږي او نه به پلار ته د بچې له مخې کوم زیان رسول کیږي، د کوچني پر وارث هم همدا وړ حق دی نو که مور او پلار په خوښه د مشورې په رڼا کې پریکړه وکړه چې کوچنی له تي( شیدو) څخه جلا کړي په دواړو هیڅ ګناه نشته ، او که تاسو غوښتل چې خپلو بچیو ته یوه بله ښځه د شیدو لپاره ولټوئ پر تاسې هیڅ ګناه نشته چې هغې ته ټاکلی مال په ښه توګه د عرف او رواج په رڼا کې وسپارئ او له الله څخه وډارشئ او پوه شئ چې الله پاک ستاسې ټولې کړنې ویني.
(234) او ستاسې کوم کسان چې مړه شي او ښځې يې پاتې شي نو باید چې ښځې یې څلور میاشتي او لس ورځې اتظار وکړي او کله يې چې خپل ټاکلی عدت پوره کړ، نو پر تاسې کومه ګناه نشته چې هغوی پر ځانونو باندې د عرف او رواج په رڼا کې په نیکه توګه څه ترسره کړي او الله ستاسې له ټولو کړنو څخه ښه خبر دی.
(235) او پر تاسې په دې کې هم ګناه نشته چې همدغو ښخو ته چې په عدت کې وي په اشارو سره د واده وړاندیز وکړئ او یا یې هیله په زړونو کې پټه وساتئ الله پوهیږي چې تاسې به ډیر ژر دوی یادې کړئ خو په پټه ورسره د واده پخه خبره مه کوئ یوازې ددې خبرې اجازه شته چې نیکه او ښکاره خبره ورته وکړئ او تر هغو چې عدت پای ته نه وي رسیدلی تاسې یي د نکاح د تړلو هوډ ونه کړئ او پوه شئ چې الله په هغه څه ښه پوهیږي چې تاسې په زړونو کې دي، نو له هغه څخه وډارشئ او پوه شئ چې بې شکه الله بښونکی او زغم کوونکی دی.
(236) پر تاسې ګناه نشته چې ښځې مو وړاندې له دې چې لاس ور وړئ او یا مهر ورته وټاکئ طلاقې کړئ خو په دې صورت کې به څه خرڅ ورکوئ پراخ لاسی به یې د خپل توان او وسې په اندازه ورکوي، او تنګ لاسی د خپلې وسې په اندازه دا څوری او خرڅ په نیکه توګه د عرف او رواج مطابق پر نیکیو کوونکو باندې لازم شوی دی.
(237) او که له لاس ور وړلو وړاندې مو ښخې طلاقې کړې او مهر مو ورته ټاکلی وو نو باید چې د ټاکلي مهر نیمایې برخه ورکړئ خو نیم هم نشته چې ښځې عفوه وکړي او مهر وانخلي او یا ( پوره ورکړل شي) چې د نکاح د غوټې څښتن عفوه وکړي او ټول مهر ورکړي عفوه کول مو پرهیزګارۍ ته خورا نژدې دی په خپلو مینځو کې غوره والی او نیک چلن مه هیروئ بې له شکه الله ستاسې ټولې کړنې ویني.
(238) پر ټولو لمونځونو په ځانګړې توګه پر منځني لمانځه[۶] خورا ټینګار وکړئ او الله ته عاجزي کوونکي ودریږئ.
[۶] علماء وایي چې د مازدیګر لمونځ دی( کابلی تفسیر)
(239) نو که تاسې له ډار سره مخ واست نو په ولاړه یا سپاره په اشاره لمونځ وکړئ او کله چې ډاډمن شواست نو الله هومره ښه او غوره یاد کړئ چې تاسې ته یي ښوونه کړې ده او پخوا په هیڅ نه پوهیدئ.
(240) او هغه کسان چې له تاسې څخه مري او ښځې ترې پاتې کیږي نو اید د خپلو ښخو د یوه کال د مصارفو او خرڅ وصیت وکړي[۷] او باید ونه ویستلې شي خو که په خپله خوښه وتلې نو په تاسې څه ګناه نشته چې په خپلو ځانو په نیکه توګه هر څه کوي او الله تر هر چا زوره ور او د حکمت څښتن دی.
[۷] دا حکم د میراث په ایت منسوخ شو.( کابلی تفسیر)
(241) د ټولو طلاقو شوو ښخو لپاره [۸] پر پرهیزګارو سړیو څه خرڅ او څورې لازم دی.
[۸] لاس ور وړل شوی وي او که نه مهر ورته ټاکلی شوی وي یا نه ( کابلی تفسر)
(242) په همدې توګه الله تاسې ته خپل ایتونه بیانوي تر څو تاسې عقل په کار واچوئ.
(243) ایا تا ته د هغو زرګونو خلکو حال نه دی معلوم چې د مرګ له ویرې له خپلو کورونو څخه وتلي او تښتیدلي وو؟ الله ورته وویل: ومرئ بیا یې هغوی ټول بیرته را ژوندي کړل رښتیا خبره همدا ده چې الله پاک پر خلکو ډير زیات مهربان دی خو ډیر خلک شکر نه پر ځای کوي.
(244) او د الله په لیار کې وجنګیږئ او پوه شئ چې په یقین سره الله هر څه اوري او په هر څه پوه دی.
(245) هغه څوک دی؟ چې الله ته قرض حسنه ورکړي، بیا الله د ده دا قرض څو برابر زیات کړي، د پراخۍ او تنګ لاسۍ راوستل د الله کار دی او تاسې بیرته یوازې هغه ته وروستل کیږئ.
(246) تا ته د بنې اسرائیلو د هغې ډلې حال نه دی معلوم؟ چې له موسی وروسته یې خپل پیغمبر ته وویل مونږ ته یو پاچا وټاکه چې دالله په لیار کې جنګ وکړو پیغمبر ورته وویل ایا ستاسې په هکله دا انګیرلای شي چې که پر تاسې جنګ فرض شي ګنې تاسې به جنګ ونه کړئ؟ هغوی وویل: مونږ به ولې د الله په لیار کې نه جنګیږو؟ سره له دې چې مونږ له وطن څخه شړل شوي او له اولادونو څخه جلا کړای شوي یو، خو کله چې پر هغوی جنګ فرض شو نو پرته له لږو خلکو نور ټول په شا ولاړل او الله پاک تیري کوونکي ډیر ښه پیژني.
(247) او پیغمبر یې ورته وویل: چې په یقین سره الله پاک طالوت ستاسې د پاچایې لپاره ټاکلې دوي وویل: هغه به څرنګه پر مونږ پاچايې کوي؟ مونږ د هغه په پرتله د پاچایې ډير وړ یو او هغه ته لا ډیر مال هم نه دی ورکړل شوی، پیغمبر وفرمایل: خبره همدا ده چې هغه الله پر تاسې غوره کړی دی او هم یې د علم او تن په پیاوړتیا کې پر تاسې لوړ کړی دی او دالله چې چا ته خوښه شي خپله پاچایې ورکوي هغه د ډیر پراخ فضل او پوره پوهې څښتن دی.
(248) پیغمبر یې ورته وفرمایل: د هغه د پاچایې نښه دا ده چې تاسې ته به یو صندق راشي په هغه کې به ستاسې د رب له لورې د زړونو ډاډ وي او ځینې هغه څیزونه به هم وي چې د موسی او هارون کورنۍ پریښي دي دا صندق به ملایکې ستاسې په وړاندې راوړي که تاسې یي منئ نو په دې کار کې ستاسې لپاره خورا لویه نښه شته.
(249) کله چې طالوت خپل لښکر جلا کړ نو ورته یې وویل: الله تاسې په یوې ویالې سره ازمايې، که چا له دې ویالې څخه اوبه وڅښلې نو هغه به زما ملګری نه وي، او که چا ونه څښلې نو بس هغه زما ملګری دی هو! یوازې هغه څوک زما ملګری کیدای شي چې دلاس په لپه کې اوبه را واخلي او ویې څښي همغه وو چې پرته له لږو خلکو نورو ټولو په مړه خیټه اوبه وڅښلې نو کله چې طالوت د خپلو مؤمنو ملګرو سره له ویالې تیر شو ملګرو یې وویل: نن په مونږ کې دا توان نشته چې د جالوت او د هغه دلښکر سره مقابله وکړو خو هغو چې باور یې درلود چې له الله سره مخ کیږي وویل: د الله په حکم ډیر ځله بیخي کوچنی ټولی په ډیرو لویو ډلو بریمن شوی دی او الله د صبر کوونکو مل دی.
(250) کله چې د جالوت او د هغه د لښکر مقابلې ته ووتل نو لاس په دعاء یې وویل: ای زمونږ ربه! په مونږ صبر راتوۍ کړه، قدمونه مو ټینګ او په کافر قوم مو برلاسي کړه.
(251) د الله په حکم مسلمانانو جالوت او لښکر ته یې ماتې ورکړه او داود په خپل لاس جالوت وواژه، الله داود ته پاچايې، پوهه او پیغمبري ورکړه او د ځینو هغو شیانو پوهه یې ورکړه چې غوښتنه یې کوله که الله د ځینو خلکو مخه په ځینو نور نه نیوای نو ځمکه به له فساد څه ډکه شوې وه خو الله پر ګرد ( ټول) بشریت احسان کوونکی دی.
(252) ای محمده! دا د الله ایتونه دي چې مونږ یې په حقه پر تا لولو او له شک څخه وتلې خبره ده چې ته له رسولانو څخه یې.
(253) دا پیغمبران مونږ ځینې پر ځینو نورو غوره کړي دي، ځينې یې هغه دي چې الله ورسره خبرې کړي دي[۱] او د ځینو نورو یې مرتبې لوړي کړ دي[۲] او د مریمې ځوی عیسې (علیه السلام) ته مو ښکاره معجزې ورکړي او په جبرائیل سره مو د هغه ملاتړ کړی ؤ، که د الله خوښه وای نو دغه وروسته راغلي خلک به د پیغمبرانو او ښکاره دلایلو له راتګ وروسته هیڅکله یو له بل سره نه وو جنګیدلي خو دوی سره اختلاف وکړ ځینو یې ایمان راوړ او ځینې یې کافرن شول که د الله خوښه وای نو هیڅکله به یو تر بله سره نه وو جنګیدلي، خو الله چې د څه اراده وکړي خامخا یې کوي.
[۱] لکه ادم، موسې او محمد علیهم السلام ( کابلی تفسیر)
[۲] لکه محمد صلی الله علیه وسلم( کابلی تفسیر)
(254) ای مؤمنانو! د هغه مال چې مونږ تاسې ته در کړی دی څه برخه د الله په لیار کې د هغې ورځې له راتګ څخه وړاندې ولګوئ چې په هغې کې نه راکړه او ورکړه وي، نه دوستي او نه سپارښت او کافران په رښتیا چې ظالمان دي.
(255) الله یو دی پرته له هغه هیڅوک د بلنې وړ نشته تل ژوندی دی، او د ټولو کائناتو بشپړه پالنه کوي، نه یې پر ماښۍ نیسي او نه خوب، په اسمانونو او ځمکه کې پراته ټول څیزونه د هغه دي، څوک به وي چې د هغه له اجازې پرته د هغه په وړاندې د څه سپارښت وکړي؟ په هغو ښه پوهیږي چې د خلکو په وړاندې دي او په هغو هم چې ترې وروسته دي، دوي د الله جل جلاله د علم هیڅ برخه نه شي تر لاسه کولای، مګر یوازې هغه څه چې دالله خوښه شي د کرسي[۳] پراختیا یې هومره دیره ده چې اسمانونه او ځمکې پکې ځای شوي دي او د هغوی ساتنه یې نه ستړی کوي ډیر پورته او خورا لوی دی.
[۳] کرسې له عرش څخه کوچنۍ ده چې کرسي یې له اسمانونو او ځمکې څخه پراخه وي نو عرش به څومره وي؟ والله اعلم ( ابن جریر الطبري)
(256) په دین کې هیڅ زور نشته ځکه چې هدایت له بې لیارۍ څخه پوره څرګند او ښکاره شو نو څوک چې له شیطان څخه منکر او په الله ایمان راوړي نو په رښتیا یې په نه شلیدنکې کړئ منکولې ښخې کړې او الله هر څه اوري او په هر څه پوه دی.
(257) الله د مؤمنانو ملاتړی او کار ساز دی له تیارو څخه یې رڼا ته وباسي، او د کافرانو ملاتړي او ملګري شیطانان دي له رڼا څخه یې تیاروته بیایې همدوی د اور څښتنان دي او تل به په اور کې وي.
(258) ایا تا ته د هغه سړي کیسه نده معلومه چې د الله له لورې له پاچایي ورکولو وروسته یي له ابراهیم سره د خپل رب په هکله جګړه بازي کړې وه، کله چې ابراهیم وویل زما رب هغه ذات دی چې ژوند او مرګ یې په واک کې دی (نمرود) وویل: ژوندي کول او مړه کول زه هم کولای شم، ابرهیم وویل الله لمر له ختیځ څخه راپورته کوي نو ته یې له لویدیڅ څخه راوخیژوه، ددې دلیل په اوریدو له حق څخه منکر هک، پک حیران پاتې شو ځکه چې الله ظالمانو ته روغه لیار نه ښايې.
(259) او ایا تاته د هغه سړي کیسه نه ده معلومه چې: په یوه داسې کلي تیریده چې چتونه یې پړمخ پریوتې وو، هغه وویل دا وران کلی به الله په څه ډول بیرته آباد کړي؟ الله هملته مړ و سل کلونه مړ پاتې شو، بیا یې را ژوندی او ورته یې وویل: څومره وخت دې د تیر کړی دی؟ هغه وویل: پوره ورځ او یا له ورځې څخه څه کم وخت الله ورته وفرمایل: نه، سل کلونه دې دلته تیر کړي دي، خوراک او څښاک ته دې وګوره چې هیڅ خراب شوي نه دي او خره ته دې وګوره او ددې لپاره چې مونږ تا د خلکو لپاره یوه نښه وګرځوو اوس هغو هډوکو ته وګوره چې څه ډول یې مونږ خوزوو او بیا غوښه وراغوندو نو کله چې ټوله پیښه ورته ښه څرګنده شوه ویې ویل: زه پوهیږم چې الله په هر څیز ښه توانا دی.
(260) او ای محمده! هغه وخت یاد کړه چې ابراهیم وویل: ای زما ربه ماته وښایه چې تاسې څنګه مړي ژوندي کوئ؟ الله وفرمایل: ایا ستا لا باور نشته؟ ابراهیم وویل: هو! باور مې پوره شته خو پوښتنه مې ددې لپاره ده چې زړه مې مطمئن شي، الله وفرمایل څلور مرغان ونیسه ځان ته یې رانژدې کړه بیا د جلا، جلاغرونو په څوک د مرغانو جلا، جلا برخې کیده بیا ټول،( بیل، بیل) را وبله تاته به ټول مرغان په منډه راشي او پوه شه چې الله په هر څه زوره ور او د پوره حکمت والا دی.
(261) مثال د هغو کسانو چې خپل مالونه د الله په لیار کې لګوي د یوې دانې په شان دی چې اووه وږي ترې رازرغون او په هر وږي کې سل دانې وي، او د الله چې چاته خوښه شي نور یې هم ور ډیره وي، الله د پراخ رحمت څښتن او په هر څه ښه پوه دی.
(262) هغه کسان چې خپل مالونه د الله په لیار کې مصرف کړي او بیا د خپل خیرات پسې احسان او نور ضررونه تړي، نو رب به یې پوره بدله ورکړي هیڅ ډار به پرې نه وي او نه به غمجن کیږي.
(263) ښه خبره او بښنه له هغه خیرات څخه ډیره غوره ده چې ضرر ورسره تړلی وي الله جل جلاله هیچا ته اړ نه، او د تحمل څښتن دی.
(264) ای مؤمنانو! خپل خیراتونه مو په احسان بارولو، او ضرر رسولو سره د هغه چا په څیر مه بابیزه کوئ چې خپل مال د خلکو د ښودنې لپاره لګوي نه په الله ایمان لري او نه د اخرت په ورځ دا وړ سړی هغې ښویه ډبرې ته ورته دی چې خاوره پرې د پاسه پرته وي نو چې د باران تیزه شیبه پرې وشي ښویه پاتي شي دوي هیڅ توان نه لري چې د خپلو کړو ګټه تر لاسه کړي او الله کافر قوم ته سمه لیار نه ښايې.
(265) او د هغو کسانو مثال چې خپل مالونه د الله جل جلاله د خوښې د ترلاسه کولو او د خپلو نفسونو د سکون لپاره لګوي د هغه باغ په شان دي چې په لوړه ځمکه جوړ شوی وي که تیز او ډیر باران پرې وشي دوه چنده حاصلات ورکوي، او که ډیر باران نه وي نو نری ورښت او پرښه یې هم بس وي او الله ستاسې د کړنو ښه لیدونکی دی.
(266) ایا تاسې کوم یو به دا خوښه کړي چې : اوس دې د خرماګانو او انګورو داسې باغ ولري چې د اوبو ویالې پکې ډکې روانې او هر ډول میوې پکې ښې ډیرې وي او چې زوړ شي او اولادونه یې هم د ګټي نه وي په باغ یو سخت طوفان راوالوزي چې اور هم ورسره وي، نو باغ یې ټول وسوزي په همدې ډول الله تاسې ته د خپل قدرت نښې ښکاره کوي کیدای شي چې تاسې څه فکر وکړئ؟
(267) ای مؤمنانو! د خپل ګټلي مال او د هغه چې مونږ درته له ځمکې څخه راویستلی دی غوره او ښه یې خیرات کړئ د خراب مال د ورکړې هڅه مه کوئ چې اوس یې تاسې خیراتوۍ خو که تاسې يې واخلئ نو اخیستلو ته یې تیار نه یاست مګر دا چې له غیبونو څخه یې سترګي پټې کړئ او پوه شئ چې الله بې پروا او په ټولو ښو نومونو سره ستایلی شوی دی.
(268) شیطان تاسې له تنګ لاسۍ څخه ډاروي او د بدو په لور بلنه درکوي او الله د بښنې او پراخ لاسۍ وعده در کوي د الله رحمت پراخه، او په هر څه پوه دی.
(269) د الله چې چا ته خوښه شي حکمت ورکوي او چا ته یې چې حکمت ورکړ نو په رښتیا چې ډیر خیر یې ور په برخه کړ، له دې خبرو څخه یوازې د عقل څښتنان ګټه اخلي.
(270) تاسو چې هر خیرات کړی او یا مو نذر منلی نو بې شکه چې الله ته معلوم دی او د ظالمانو هیڅ ملاتړ نشته.
(271) که تاسې خیرات ښکاره کړئ، ښه کار دی، او که پټ په پټه یې مسکینانو ته ورکړئ نو دا ستاسې لپاره ډیر غوره دی، او الله به ستاسې ګناهونه وبښي، او څه چې تاسې کوئ الله پرې ښه خبر دی.
(272) ای محمده! دا ستا په غاړه نه ده چې هرو، مرو به ورته هدایت کوې، دا د الله کار دی چې چا ته یې اراده وشي هدایت ورته کوي، او تاسې چې څه خیراتوئ د خپلو ځانو د ګټې لپاره یې کوئ او خیرات خو تاسې هسې هم د الله له مخه ورکوئ او چې څه مو خیرات کړل نو بدل به یې پرته له دې چې تیری درسره وشي پوره درکړل شي.
(273) خیرات هغو مسکینانو ته ورکړئ چې د الله په لار کې مشغول وي، او نشي کولای چې په ځمکه کې ( د کار او کسب لپاره) وګرځي، له دې کبله چې له سوال څخه ډډه کوي نو ناخبره خلک پرې د مالدارو خیال کوي ته به یې د څیرو او مخونو له نښو څخه پيژنې، له خلکو څخه ټینګ او تړلی سوال نه کوي، او هر هغه مال چې تاسې خیرات کړ الله جل جلاله ته ښه معلوم دی.
(274) هغو کسانو ته چې خپل مالونه شپه او ورځ پټ او ښکاره د الله په لار کې مصرفوي د هغوی د رب په وړاندې پوره اجر او ثواب دی ، نه به پرې ډار وی او نه به غمجن کیږي.
(275) هغه کسان چې سود خوري د قیامت په ورځ به د هغه چا په شان پورته کیږي چې پیریانو نیولی او هر څه یې ور خراب کړي وي دا ځکه چې هغوی ویل بیعه د سود په شان ده په داسې حال کې چې الله پاک بیعه حلاله کړی او سود یې حرام کړی دی نو چا ته چې د الله له لورې ( د سود پریښوولو) حکم راغی او له سود څخه یې لاس واخیست نو هغه چې مخکې یې کړي، کړي یې دي، او خبره یې له الله سره ده او چې څوک بیرته سود ته وګرځید، نو هغوی د دوزخ ملګري دي، او تل به پکې وي.
(276) الله سود له مینځه وړي او خیراتونه زیاتوي، او الله ناشکره ګناه ګار نه خوښوي.
(277) بې له شکه کومو کسانو چې ایمان راوړی، نیک کارونه یې کړي، لمونځونه یې ودرولي او زکاتونه یې ورکړي نو هغوی ته د رب په وړاندې اجر او ثواب دی ـ هیڅ ډار پرې نشته او نه به غمجن کیږي.
(278) ای مؤمنانو! له الله وډار شئ او د سود پاتې برخه پریږدئ که تاسې رښتینې مؤمنان یاست.
(279) که دا کار مو ونه کړ نو د الله او د هغه د رسول له لورې د جنګ اعلان در واخلئ او که توبه مو وښکله نو خپل رأس المال مو خپل دی ـ نه به تاسې تیری کوئ، او نه به په تاسې تیری کیږي.
(280) او که ستاسې پوره وړی( قرضدار) تنګ لاسی و، نو باید چې تر شتمن کیدلو ورته انتظار وکړئ او که خیرات پرې وکړئ، که پوهیږئ دا درته ډیره غوره ده.
(281) له هغې ورځې څخه وډارشئ چې تاسې به الله جل جلاله ته وروستل کیږئ او بیا به هر چا ته د هغه د کړنو پوره بدل ورکول کیږي او هیڅ ډول ظلم به نه پرې کیږي.
(282) ای مؤمنانو! کله چې تاسې په خپلو مینځونو کې تر ټاکلې مودې پورې د پور راکړه او ورکړه کوئ نو ویې لیکئ او دا لیک باید ستاسې په مینځ کې یو منصف او عادل لیکونکی وکړي، هیڅ لیکونکی باید له لیکلو څخه ډډه ونه کړي لکه څنګه چې الله پاک ده ته ښوونه کړی نو باید دی یې هم ولیکي او په چا چې حق او پور وي نو باید د خبرې بیان وکړي او باید له خپل رب، الله څخه وډارشي او ( د پور په بیان کې) هیڅ شی کم نه کړي، که چیرې پوره وړی( قرضدار) ناپوه ؤ او یا نا توانه ( زوړ یا ناروغ) ؤ، یا یې نه شو کولای چې ( خبره) بیان کړې نو باید ولي یې په انصاف سره لیکونکې ته بیان کړي او له خپلو سړیو څخه دوه سړي شاهدان ونیسئ، که دوه سړي نه وو نو یو سړی او دوه ښځې له هغو کسانو څخه شاهدان ونیسئ چې تاسې يې خوښوئ( دوه ښځې ځکه ضرور دي) که یوه یې خبره هیره کړي نو هغه بله به یې ور یاده کړي، او شاهدان چې کله هم وغوښتل شي نو باید له شهادت ورکولو څخه ډډه ونه کړي، او تاسې باید د نیټه یې پور له لیکلو څخه لږ وي که ډیر ستړي نه شئ دا لیکنه د الله په وړاندې ښه عدالت، د شهادت مرستندویه او خبره دیته ډیره نژدې کوي چې تاسې شکمن نه شئ خو که چیرې ستاسې په مینځ کې لاس په لاس تجارت وي نو بیا یې په نه لیکلو کې څه باک او ګناه نشته او تاسې چې کله هم د راکړې او ورکړې معامله کوئ نو باید شاهدان پرې ونیسئ لیکونکي او شاهد ته باید ضرر، ونه رسول شي، که تاسو لیکونکی او شاهد و ربړول نو دا مو لویه ګناه ده، او له الله څخه وډارشئ الله تاسې ته ښوونه کوي او الله په هر څه ښه پوه دی.
(283) که تاسې په سفر کې وۍ او لیکونکی مو تر لاسه نه کړ نو په کار ده چې یو څیز په ګرو واخلئ، نو که ځينو ستاسو ځینې نور امین وګڼل نو په چا چې باور شوی دی باید د هغه بل امانت ورکړي او له خپل رب الله څخه دې وډار شي او شهادت مه پټوئ او څوک چې شهادت پټوي څرګندیږي چې زړه یې ګناه کار دی او الله ستاسې په کړنو ښه پوه دی.
(284) هغه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي خاص د یو الله دي، که تاسې د خپلو زړونو(پټ) څیزونه ښکاره کړئ او یا یې پټ، الله به درسره پرې حساب وکړي، نو بیا یې چې چا ته خوښه شوه بښنه به ورته وکړي، او چا ته یې چې خوښه شوه نو عذاب به پرې ورکړي، الله پر هر څیز توانا( قدرتمن) دی.
(285) رسول او مؤمنانو په هغه څه ایمان راوړی دی چې رسول ته نازل شوي دي، دوی ټولو په الله، او د هغه په ملائکو، کتابونو او رسولانو ایمان راوړی دی، او وایې مونږ د الله په پیغمبرانو کې یو تر بله توپیر نه کو او وایې مونږ د الله حکم واورید او مننه مو وکړه، ای زمونږ ربه ستا بښنه غواړو یوازې تاته در تګ دی.
(286) الله په هیچا د هغه له توان ( وس) څخه پورته بار نه ږدي، هر چا ته همغه څه دي چې ګټلې یې دي، او د هغه څه مسؤلیت یې په غاړه دی چې کړي یې دي، ای زمونږ ربه! مونږ په هغه څه مه نیسه چې مونږ په هیره کړې او یا په غلطۍ، ای زمونږ ربه! په مونږ دروند پیټی مه باره وه لکه چې له مونږ څخه په وړاندې خلکو مو بار کړی وؤ، ای زمونږ ربه! پر مونږ هغه بار مه ږده چې مونږ یې توان نه لرو، مونږ ته عفوه وکړه، مونږ ته بښنه وکړه، په مونږ مهربان شه ته زمونږ بادار او واکدار یې نو په کافرانو مو بریمن کړه.