21 - Al-Anbiyaa ()

|

(1) د خلکو حساب را نژدې شوی خو بیا هم په ناخبرۍ کې مخ اړوونکي دي.

(2) د هغوی د رب له لورې چې هر نوی پند ورته راشي،نو په داسې ډول یې اوري چې په لوبو اخته وي.

(3) زړونه یې د لوبو له کبله غافل او ظالمان له پټو مشورو وروسته وايې:دا سړی پرته له دې چې ستاسې په شان یو انسان دی بل هیڅ کمال نه لري.ښه نو تاسې په رڼا سترګو د کوډو په جال کې نښلئ؟

(4) پيغمبر وویل:په اسمان او ځمکه کې چې هره خبره وشي زما رب ته معلومه وي.ځکه چې هغه ښه اوریدونکی او په هر څه ښه پوه دی.

(5) بلکې هغوی وایې چې دا ګډوډ خوبونه دي او کله وایې چې له ځانه یې جوړ کړی. او کله لا وایې چې دا سړی شاعر دی.که دا یو هم نه وي نو مونږ ته دې د پخوانیو پيغمبرانو په شان یوه لویه معجزه راوړي.

(6) هغه پخواني امتونه چې ایمان ئې نه وو راوړی مونږ هلاک کړي وو.ایا دوی به ایمان[۱]راوړي؟
[۱] پخوانیو امتونو ته چې معجزه راغلې او نه یې ده منلې نو هغوی مو هلاک کړل.نو اوس یې که ته دوی ته راوړې ایمان به پرې راوړې که نه؟

(7) او ای محمده!له تانه وړاندې مونږ یوازې سړي د پيغمبرانو په توګه لیږلي وو چې وحي به مو ورته کوله. که تاسې په دې خبره نه پوهیږئ نو له اهل کتابونه پوښتنه[۲]وکړئ.
[۲] چې پخوانې پيغمبران انسانان وو که ملایکې؟

(8) او هغوی ته مو داسې بدنونه،نه وو ورکړي چې خوراک یې نه کاو او نه داسې څوک وو چې تل پاتې کیدای شول.

(9) بالاخره مو له هغوی سره وعده رښتیني او هغوی او نور هغه چې مونږ یې اراده کړې وه خلاص او له پولو اووښتي خلک مو له مینځه یووړل.

(10) ای خلکو!مونږ تاسې ته یو داسې کتاب نازل کړی دی چې په هغه کې ستاسې وقار او پتمنتیا ده.تاسې ولې له عقل نه کار نه اخلئ.

(11) او مونږ څومره ډير ظالم کلي وران او په ځای مو له هغوی وروسته نور خلک را پورته کړل.

(12) هغوی ته چې کله هم زمونږ عذاب مخ په مخ ورغلی،نو ناببره یې ترې منډه اخیستې.

(13) ملایکو به ورته وویل:منډې مه وهئ،بیرته مو همغو ځایونو او کورونو ته ولاړ شئ چې تاسې پکې خورا نازول شوي واست کیدای شي چې ستاسې پوښتنه[۳]وشي.
[۳] چې جناب څه امر او خدمت دی مونږ خدمت ته ولاړ یو.او یا دا چې کیدای شي تاسې وپوښتل شئ چې نعمتونه او مالونه مو څه شول؟څه مو پکې وکړل؟(البحر المحیط في التفسیر).

(14) هغوی به ویل:های زمونږ بدمرغۍ بې له شکه چې مونږ ظالمان وو.

(15) او تر هغو یې همدا چیغې وې تر څو چې مونږ د ریبلو شوو بوټو په شان د تل لپاره چپ کړل.

(16) او مونږ اسمان، ځمکه او ددې دواړو په مینځ کې ټول څيزونه د لوبې په ډول نه دي پیدا کړي.

(17) که چیرې مو د لوبو اراده وای او هرو مرو مو دا کار کولای نو له خپلې لورې به مو ځانته یو څه پیدا کړي وای.

(18) بلکې مونږ پر باطل د حق ګوزار کوو.په کاري ګوزاریې ولو او د تل لپاره له[۴]مینځه ځي.او ستاسې د وینا له کبله تاسې ته هلاکت په برخه دی.
[۴] دمغ د دماغ هغو ویشتلو ته وایې چې زخم یې دماغ ته ورسیږي.(فتح القدیر د امام الشوکاني).

(19) او په اسمانونو او ځمکه کې چې څه دي ټول د الله دي. او هغه ملایکې چې له الله سره دي نه يي له عبادت نه سر غړوي او نه پکې سستي ښکاره کوي.

(20) شپه او ورځ پرته له دې چې ستړي شي هغه په پاکۍ ستايې.

(21) ایا په ځمکه کې یې داسې خدایان نیولي چې مړي ژوندي[۵]را پاڅوي؟
[۵] ـ نه هرګز یې داسې خدایان نه دي نیولي،ځکه د مړو ژوندي راپورته کولو واک یوازې له یو الله سره دی.(فتح القدیر).

(22) که چیرې په ځمکه او اسمان کې پرته له الله نور خدایان وای نو د دواړو نظام به ګډوډ شوی ؤ.د عرش څښتن الله له هغه څه نه پاک دی چې مشرکان یې وایې.

(23) له الله څخه د هغه د کړنو پوښتنه نه کیږي بلکې مخلوق پوښتل کیږي.

(24) ایا پرته له هغه یې نور خدایان نیولي دي؟ووایه دلیل مو را وړاندې کړئ.دغه کتاب موجود دی چې زما د زمانې خلکو لپاره نصیحت دی او هغه څه هم پکې شته چې د پخوانیو قومونو لپاره نصیحت و. خو د دوی ډیر خلک له حقیقت نه ناخبره دي نو ځکه مخ اړوي.

(25) او له تانه وړاندې چې مونږ هر پیغمبر لیږلی دی، نو هغه ته مو همدا وحي کړې ده چې:پرته له ما بل معبود نشته نو یوازې زما عبادت وکړئ.

(26) او دوی وایې چې رحمان ذات ځوی نیولی دی،الله پاک دی.بلکې هغوی د خدای عرتمند[۶]بنده ګان دي.
[۶] ـ عیسې،عزیر یا ملایکې چې دوی یې د خدای د ځوی په نوم پيژني د خدای نیک بنده ګان دي چې خدای ورته ډیر قدر او ارزښت ور کړی دی.(البحر المحیط فی التفسیر).

(27) د هغه له اجازې پرته خبره نه کوي او یوازې د هغه په امر کار ته وړاندې کیږي.

(28) الله ته د هغوی وړاندې او وروسته ټول معلوم او هغوی یوازې د هغه چا لپاره سپارښتنه کوي. چې الله ترې خوښ وي او هغوی د الله له ډار او ویرې لړزیدونکي دي.

(29) او که د دوی کوم یو ووایې چې زه له الله نه پرته خدای یم.نو هغه ته به مونږ د دوزخ جزا ورکړو.هو!ظالمانو ته زمونږ همدا جزا ده.

(30) ایا کافرانو دې ته ژور ندي کتلي چې اسمانونه او ځمکه سره نښتي وو.مونږ دواړه سره جلا،او له اوبو نه مو هر شي ته ژوند وربښلی دی ایا دوی یې نه مني؟

(31) په ځمکه مو غرونه ټک وهل چې ونه خوزیږي.او په هغو کې موارتي لارې جوړې کړې تر څو خپلې لارې ومومي.

(32) او اسمان مو یو ساتلی شوی چت جوړ کړ.خو کافران د هغه نښانو ته هیڅ پاملرنه نه کوي.

(33) او الله هغه ذات دی چې شپه،ورځ،لمر او سپوږمۍ یې پیدا کړي.هر یو په خپل مدار کې لامبو وهې.

(34) ای محمده!له تانه وړاندې مونږ هیڅ انسان ته تل پایښت نه دی ورکړی.که ته مړ شوی نو دوی به تل تر تله ژوندي وي؟

(35) نه:هر ساکښ د مرګ خوند څکونکی دی. او مونږ د ناوړه او ښو حالاتو په مخ کولو سره تاسې ازمایو،او بیا مو زما په لور راګرځیدل دي.

(36) او ای محمده!کله چې کافران تا ووینې،نو پرته له ملنډو وهلو بله اړیکه نه ساتي او وایې:ایا دا هغه سړی دی چې ستاسې خدایان یادوي؟ او کافران د مهربان خدای له یاد نه منکر دي.

(37) انسان تلواري پيدا شوی دی.ډير ژر به زه خپلې نښې تاسې ته وښایم تلوار مه کوئ.

(38) او وایې:دا وعده کله پوره کیږي؟که ستاسې خبره رښتیا وي؟

(39) که کافرانو ته هغه وخت معلوم وای چې نه به له خپلو مخونو او نه به له خپلو څټونو اور په څنګولای شي،او نه به ورسره کومک کاوه شي.(نو هیڅکله به یې قیامت ژر نه وغوښتی).

(40) بلکې ناببره به پرې راشي نو هک پک به پاتې،نه به یې مخه نیوای شي او نه به څه مهلت تر لاسه کولای شي.

(41) له تانه وړاندې هم په ډيرو پيغمبرانو ملنډې وهل شوې او ملنډ وهونکو ته د خپلو ملنډو جزا رسیدلې ده.

(42) ای محمده!ووایه چې څوک به مو له رحمان نه په شپه او ورځ کې وژغوري؟ (هیڅوک نشته)خو دوی د خپل رب له یادولو نه مخ اړوي.

(43) ایا هغوی خدایان لري چط له مونږ نه یې وژغوري؟خدایان یې له خپلو ځانو سره لاس نشي کولی او نه ورسره زمونږ خواخوږي شته.

(44) خو اصلي خبره همداده چې:مونږ دغو خلکو او پلرونو ته یې له اوږدې زمانې راسې ښه ژوند ورکړی. ایا نه ګوري چې مونږ ځمکه له هرې لورې راکموو؟ ایا هغوی به برلاسي شي؟

(45) ای محمده!ووایه چې زه دوحې په وسیله تاسې ډاروم. خو کاڼه چې هر څومره وډارول شي بلنه نه اوري.

(46) او که ستا د رب د عذاب ډیره لږه برخه هم هغوی ته ورسیږي،نو چیغې به کړي چې های زمونږ بده بخته په رښتیا چې مونږ ظالمان وو.

(47) مونږ به د قیامت په ورځ د انصاف تلې کیږدو نو په هیچا به هیڅ ډول تیری ونه شي. که څه هم د وري دانې په اندازه عمل وي،مونږ به یې په تله کې واچوو.او د حساب کولو لپاره مونږ بس یو.

(48) او مونږ موسې او هارون ته پریکړه کوونکی(کتاب)روښنايې او پند ورکړی ؤ چې پرهیزګاران ترې ګټه واخلي.

(49) همغه کسان چې په غیبو له خپل رب نه ډاریږي،او د قیامت له ډاره تل په لړزان وي.

(50) او دادی له برکت نه ډک ذکر مې تاسې ته نازل کړ. ایا تاسې یې نه منئ؟

(51) او له دې وړاندې مونږ ابراهیم ته زیرکتیا ورکړې او مونږ هغه ډیر ښه پيژنده.

(52) هغه وخت یاد کړه چې هغه خپل پلار او قوم ته وویل:دا څه دي چې تاسې پرې پړ مخ ورغورځیدلي یاست؟

(53) هغوی وویل:بس زمونږ پلرونو یې عبادت کاو.

(54) ابراهیم وویل:تاسې لار ورکه کړې او پلرونه مو هم ښکاره بې لارې وو.

(55) هغوی وویل:ایا تا مونږ ته کومه حقه خبره راوړې او که ساعت تیروي؟

(56) ابراهیم وویل:ټوکې او ساعت تیري نه ده بلکې ستا رب همغه ذات دی چې د اسمانونو او ځمکې رب او پيدا کوونکی دی.او زه ستاسې په وړاندې پر دې خبره شاهدي وایم.

(57) او قسم په الله چې زه به ستاسې د نشتوالي په وخت کې ستاسې د بتانو چاره وکړم.

(58) پرته له غټ بت نه یې نور ټوټه،ټوټه کړل تر څو ورته هغوی[۷]راوګرځي.
[۷] بوتانو ته راوګرځي چې کله یې عبادت کوي.یا لوی بوت ته ورشي چې دا بوتان چامات کړل؟یا ابراهیم ته راوګرځي چې دا کار دي ولې کړی؟(معارف القرآن،مولانا محمد شفیع).

(59) هغوی وویل:چا دا کار زمونږ له خدایانو سره کړی؟په رښتیا چې هغه ډیر لوی ظالم دی.

(60) سره ویې ویل:مونږ د یوه ځوان نه اوریدل چې زمونږ خدایان یې یادول.هو!نوم یي ابراهیم دی.

(61) ویې ویل:د خلکو په وړاندې یي راولئ تر څو یې ټول وویني.

(62) هغوی وویل:ابراهیمه!زمونږ له خدایانو سره دا کار تا کړی دی؟

(63) ابراهیم وویل:بلکې کړی یې دی[۹]لوی یې دغه دی پوښتنه ترې وکړئ،که هغوی خبرې کوي؟
[۹] ددی معنا له مخې(بله فعله)جلا جمله ده چې ځان یې غائب ښوولې چې(هو!دا کار همدغه سړي کړی چې تاسې یې یادوئ)خو عبارت داسې دی چې هغوی ترې دا معنا نشي اخیستی.او بله معنا یې داسې شوې چې(بلکې دا کار لوی بوت کړی)والله اعلم(البحر المحیط).

(64) نو بیا خپل وجدان ته وګرځیدل،او پخپلو کې ئې سره ویل:په رښتیا چې تاسې ډیر ظالمان یې.

(65) خو ډير ژر له خبرې نه واووښتل او ویې ویل:تاته خو معلومه ده چې دوی خبرې نه کوي.

(66) ابراهیم وویل:ایا تاسې له الله پرته دداسې څیز عبادت کوئ چې نه درته ګټه رسولای شي او نه تاوان.

(67) افسوس پر تاسې او ستاسې پر هغو خدایانو چې پرته له الله نه یې عبادت کوئ. لږ له عقل نه کار واخلئ.

(68) هغوی وویل:ویې سوزوئ.او د خپلو خدایانو ملاتړوکړئ.که د څه کولو والایاست.

(69) مونږ اورته وویل:اوره پر ابراهیم سوړ او سلامتیا شه.

(70) هغوی د ابراهیم لپاره دسیسه جوړه کړې وه.خو مونږ له زیان سره مخ کړل.

(71) او مونږ ابراهیم او لوط د هغې ځمکې په لور خلاص کړل چې د ټولو خلکو لپاره مو برکت ناکه ګرځولې وه.

(72) او مونږ هغه ته اسحق وروباښه.او یعقوب پر هغه سربیره.او هر یو مو له نیکانو ګرځولی و.

(73) او ټول مو مخ کښان ګرځولي وو چې زمونږ په امر به یې ښوونه کوله. او د وحې په واسطه مو د غوره کارونو،د لمانځه ودرولو او زکات ورکولو هدایت ورکړ.او هغوی زمونږ عبادت کوونکی وو.

(74) او لوط ته مو هم حکم او علم ورکړی او د هغه کلي له خلکو نه مو ژغورلی و چې وران کارونه یې کول.او په رښتیا چې هغوی ډیر بد کاره فاسق قوم و.

(75) په خپله مهربانۍ کې مو شامل کړ.ځکه چې هغه د صالحانو له ډلې نه و.

(76) او نوح را یاد کړه چې ډیره پخوا يي دعاء کړې وه مونږ یې دعاء ومنله،هغه او د هغه کورنۍ مو له لوی کړاونه خلاص کړل.

(77) او د هغه قوم په مقابل کې مودده ملاتړ وکړ چې زمونږ ایتونه یې درواغ ګڼلي وو.په رښتیا چې هغوی ډير بد چلنه قوم و نو ځکه مونږ ټول له مخې په اوبو کې ډوب کړل.

(78) او داود او سلیمان هم یاد کړه چې کله یې د هغه کښت په هکله پریکړه کوله چې د شپې له لوری پکې د نورو خلکو پسونه څریدلي وو.او مونږ ته یې پریکړه ښه معلومه وه.

(79) مونږ د پریکړه صحیح صورت سلیمان ته ښوولی و.او هر یوه ته مو حکم او پوهه ورکړې وه.غرونه او مارغان مو له داود سره همغاړه کړي وو چې پاکي به یې بیانوله.هو!دا کار همدا مونږ کړی و.

(80) او د زغرو جوړول مو هم ور ښوولی وو تر څو تاسې یو د بل له ګوزارنه وژغوري.نو ایا شکر کوونکي یاست؟

(81) او مونږ سلیمان ته تیز او تند باد تابع کړی ؤ چې د هغه په حکم به د هغې ځمکې په لور الوته چې مونږ پکې برکت اچولی ؤ.او مونږ په هر څه ښه پوه یو.

(82) او ځینې پيریان او سرکښه شیطانان مو هم د هغه تابع کړي وو چې غوپې به یې ورته وهلې.او له دې پرته به یې نور هم ډیر کارونه کول.او مونږ د ټولو څارونکي وو.

(83) او ایوب هم یاد کړه چې کله هغه خپل رب سره راز او نیاز کاو چې:زما ربه!ماته ناروغتیا پیښه شوې.او ته ارحم الرحمین يې.

(84) مونږ یې دعا قبوله،ور پیښه ناروغتیا مو ترې لرې د هغه کورنۍ مو بیرته جوړه.او په همغه انډول نورې لورینې مو هم پرې وکړې،دا زمونږ لورینې وې چې د ټولو عبادت کوونکو لپاره پند او درس ؤ.

(85) او اسماعیل ادریس او د برخې څښتن[۱۰]هم رایاد کړه ټول خورا زغم لرونکی وو.
[۱۰] ددی سړي په هکله اختلاف دی چې څوک دی؟پيغمبر و او که نه؟خو دا خبره ټول مني چې دلوړو اخلاقو یو نمونه سړی و.(البحر المحیط).

(86) او مونږ هغوی په خپل رحمت کې داخل کړل.ځکه چې هغوی له صالحانو نه وو.

(87) او د کب خاوند[۱۱]هم رایاد کړه چې کله هغه قهرجن ولاړ او ګومان یې کړی و چې مونږ به ورسره ټینګ او سخت حساب ونه کړو.نو بیا یي د تیارو[۱۲]په مینځ کې غږ کړ چې:پرته له تانه بل هیڅ معبود نشته.ته پاک او زه له تیري کوونکو نه یم.
[۱۱] ـ حضرت یونس علیه السلام(فتح القدیر). [۱۲] ـ د کب په ګیډه کې چې په خپله هم تیاره،د بحر په تل کې چې هلته هم تیاره او د شپې تیراه وي (البحر المحیط).

(88) مونږ یې دعا ومنله.او له غم نه مو خلاص کړ. په همدې شان مونږ مؤمنان خلاصوو.

(89) او زکریا هم یاد کړه.کله یې چې له خپل رب نه سوال وکړ چې زما ربه!ما یوازې مه پریږده.او ډیر غوره وارث همدا ته یې.

(90) مونږ یې سوال ومانه.او یحیې مو وروباښه،او میرمن مو ورته جوړه او برابره کړه.بي له شکه چې دوی په ښیګڼو کې زغلیدونکي خلک وو چې:په هیلو او ډار سره یې مونږ بللو.او زمونږ په وړاندې غاړه ایښوونکي وو.

(91) او هغه انجلۍ هم را یاده کړه چې خپله لمن یې پاکه ساتلې وه. مونږ پکې خپل روح پو،هغه او د هغې ځوی مو د ټولو خلکو لپاره یوه نښه وګرځوله.

(92) هو!ستاسې د ټولو دین یو او زه مو رب یم.نو یوازې زما عبادت وکړئ.

(93) خو خلکو خپل کار په خپله ټوټه،ټوټه او په جلا،جلا لارو ولاړل.په داسې حال کې چې ټول به بیرته ماته راګرځیږي.

(94) نو هر څوک چې ښې کړنې وکړي او ایمان ورسره وي نو هڅې به یې بابیزه نه،بلکې مونږ یې لیکونکي یو.

(95) دا خبره پخه ده چې د کومو خلکو د هلاکولو تکل مونږ کړی وي.هغوی بیرته توبې ته نشي راګرځیدای.

(96) تر هغو چې د زو زو،مازو زو مخه خلاصه او هغوی له هر لوړ ځای نه په منډو وي.

(97) او د حقې وعدې د پوره کیدو وخت رالنډ شو نو ناببره به د هغو کسانو چې کافران شوي،سترګې ټیغې راووځي.او وایې به وای زمونږ بده بخته!مونږ خو له دې کار نه بالکل بې پروا،بلکې په رښتیا چې ظالمان وو.

(98) الله به ورته وفرمايې تاسې او هغه چې تاسو یې پرته له الله عبادت کاوه د دوزخ د سون مواد یاست.تاسې هملته ورتلونکي یاست.

(99) که چیرې ستاسې نیول شوي خدایان رښتیا خدایان وای نو هلته به نه وو ننوتلي او ټول به[۱۳]د تل لپاره په جهنم کې وي.
[۱۳] مشرکان او نیولي خدایان به یي لکه بوتان،شیطانان او هغه چې د دوی په عبادت کولو خوښ وو.ټول په جهنم کې یو ځای تل تر تله وي.(فتح القدیر)

(100) هلته به یې چیغې او کوکارې وي او هیڅ به نشي اوریدای.

(101) خو د کومو کسانو په هکله چې زمونږ د ښیګڼې پریکړه له وړاندې نه شوې ده له جهنم نه لرې[۱۴]کړي شوي دي.
[۱۴] لکه عزیر،عیسي،مریم او د الله نور نیک بنده ګان چې دوی په خدایې نیولي وو(البحر المحیط).

(102) د دوزخ کښهار به نه اوري.او په هغه څه کې به تل تر تله وي چې د دوی زړونه یې هیله من دي.

(103) لویه وارخطایې به یې هیڅ غمژن نکړي. او ملایکې به په مخامخ کیدلو ورته وایې:دا مو همغه ورځ ده چې وعده یي ورسره کیده.

(104) هغه ورځ را یاد کړه چې:مونږ اسمان داسې راونغاړولکه لیکنه چې د دفتر په مینځ کې راونغښتل شي.او لکه څرنګه چې لومړی ځل مو پیدایښت کړی وو همغه شان به یې بیاوکړو.دا زمونږ وعده ده.او مونږ یې پوره کوونکي یو.

(105) او مونږ په زبور کې له پند ورکولو وروسته لیکلي دي چې: [۱۵] (الف)ځمکه به زما د نیکو بنده ګانو په لاس کې پریوزي.
[۱۵] ـ الف:سعید بن جبیر او مجاهد وايې(ربور)د آسماني کتاب په معنا او(ذکر)د لوح محفوظ په معنا دی یعني په لوح محفوظ او ټولو آسماني کتابو کې لیکنه شوې چې ځمکه به زما د نیکو بنده ګانو په لاس کې پریوځي.(ابن جریر الطبری).

(106) بې له شکه چې په دې خبره کې د عبادت کوونکو خلکو لپاره یو لوی پيغام دی.

(107) او ای محمده!ته مو د ګردو نړیوالو لپاره رحمت لیږلی یي.

(108) او ووایه چې:ماته وحې کیږي چې:ستاسې معبود ایکې یو الله دی.نو ایا تاسې منونکي یاست؟

(109) نو که مخ یي واړاو ورته ووایه چې ما خپله خبره پوره تاسې ته ورسوله.زه نه پوهیږم چې هغه څه نژدي دي که لرې چې له تاسې سره یې وعده کولای شي.

(110) الله پاک په ټولو هغو خبرو پوهیږي چې په زوره ویل کیږي او په هغو هم پوهیږي چې تاسې یې په پټه کوئ.

(111) او زه نه پوهیږم(چې ولي مو عذاب وروسته کیږي؟)کیدای شي چې دا ستاسې یو ازمیښت وي.او یا تر یوه ټاکلې وخت پورې ګټه وي.

(112) بالاخره پیغمبر وویل:ای زما ربه!په حقه پریکړه وکړه.او زما رب دیر مهربان او د هغه څه په هکله چې تاسې یي بیانوئ یوازې له هغه نه کومک غوښتل کیدای شي.