(1) الم.
(2) دا له حکمتونو څخه د ډک کتاب ایتونه دي.
(3) د نیکو کارو لپاره هدایت او رحمت دی.
(4) د هغو کسانو لپاره چې لمونځ ودروي.زکات ورکوي او په اخرت باور لري.
(5) همدغه خلک د خپل رب له لورې پر سمه دي او همدوي خلاصیدونکي دي.
(6) او په انسانانو کې داسې شته چې بابیزه خبرې پيري تر څو خلک د الله له لارې نه په بي علمی سره واړه وي. او د الله لار په ملنډو او مسخرونیسي.نو د همدغو خلکو لپاره سپکوونکې عذاب دی.
(7) او کله چي پرې زمونږ ایاتونه ولوستل شي په ډیر غرور او لویې سره په داسې شان مخ اړوي لکه چې له سره یي اوریدلي نه وي ګواکې غوږونه یې درانه دي.نو د دردناک عذاب زیرې ورکړه.
(8) بي له شکه چې چا ایمان راوړی او نیکې کړنې یې خپلې کړي د هغوی لپاره له نعمتونو ډک جنتونه دي.
(9) تل به هملته وي.دا د الله پخه وعده ده.او هغه پر هر څه برلاسې او د حکمت څښتن دی.
(10) اسمانونه یې پرته له ستنو چې تاسې یي ووینئ پیدا کړي او په ځمکه کې یې درانه میخونه ټک وهلي هسې نه چې پر تاسې ولړزیږي.او هم یې پکې هر دول خوځنده څيزونه خواره کړي دي.او مونږ یو چې له پاسه مو اوبه راښکته کړي او هر ډول ښکلي او غوره جوړې مو په ځمکه کي رازرغوني کړي دي.
(11) دا د الله پیدایښت دی.ماته وښايي چې له الله نه پرته نورو خدایانو څه پيدا کړي دي؟هو!ښکاره خبره همداده چې ظالمان په څرګنده ګمراهۍ کې غورځیدلي دي.
(12) او مونږ لقمان ته پوهه او عقل ورکړی و چې الله ته شکر وکړه،او هر څوک چې شکر وکړي نو د خپل ځان لپاره یي کوي او څوک چې کافر شوي نو باید پوه شي چې الله پاک له هر څه بي پروا او ښه ستایلې شوی دی.
(13) او هغه یاد کړه چې لقمان خپل ځوی ته د نصیحت په توګه وویل:ای زما بچوړیه!له الله سره شریک مه نیسه.بې له شکه شرک خورا لوی ظلم دی.
(14) او مونږ هر انسان ته امر کړی دی چې د مور او پلار مننه وکړي.ځکه مور یې د کمزورۍ له پاسه په کمزورۍ کي له ځان سره بار کړی و او له تي نه په جلا کیدلو یې هم دوه کلونه پوره شول نو ځکه مونږ ورته امر کړی دی چې زما شکروکړه او د مور او پلار شکر پر ځای کړه همدا ماته مو راګرځیدل دي.
(15) اوکه دواړو هڅه کوله چې له ماسره هغه څه شریک کړی چې ستا په پوهه کې نه راځي نو مننه يي مه کوه.او په دنیوی ژوند کې ورسره ښه غوره ملتیا وکړه.او د هغه چا په لار ولاړ شه چې ماته یي رجوع کړی ده.ستاسو راتګ ماته دی.نو زه به مو هغه کړنې په مخ کې کیږدم چې تاسې کولې.
(16) ای زما بچوړیه!که د اوري دانې په اندازه کوچنې عمل د ډیرې لوی ډبرې په مینځ یا د اسمانونو او یا د ځمکې په کوم لری کونج کې وي الله به هغه راوباسي.بي له شکه چې الله پاک ډير ژورلیدونکې او له هر څه ښه خبر دی.
(17) ای زما زوی کیه!لمونځ ودره وه نیکیو ته بلنه وکړه او له بدیو نه منع کوه او په دې لار کې چې څه در رسیدل هغه زغمه. بې له شکه چې دا خورا مهم کارونه دي.
(18) له خلکو نه مخ مه کږه وه،او خیالولۍ سره په ځمکه مه ځه.بې له شکه چې الله پاک هیڅ لویې کوونکې،خوښي ښکاره کوونکې نه خوښوي.
(19) په خپل تګ کې مینځنې حال غوره او خپل غږ تیټ کړه.بې له شکه چې له ټولو بد اواز د خرو انګاء ده.
(20) ایا نه وینی چې الله د اسمانونو او ځمکې ټول شیان تاسې ته تابع کړي او خپل ښکاره او پټ نعمتونه یې ټول پر تاسې تمام کړي دي؟ خو بیا هم ځیني خلک شته چې پرته له کومې پوهي،هدایت او روښنايې ښوونکي کتاب څخه د الله په هکله شخړې کوي.
(21) کله چې ورته ویل شوي:د الله د نازل شوي دین مننه وکړئ.وايي چې:مونږ یوازی هغه څه منو چې خپل پلرونه مو پرې لیدلي دي.ایا دوی یوازی همغو مني که څه هم شیطان یي د لمبه وهونکي اور په لور بلي؟
(22) هر څوک چې خپل خان الله ته وسپاري او په نیکیو ښکلې وي نو په رښتیا چې ښه کلکه کړی یي نیولي ده او د ټولو کارونو پای یوازی یو الله ته دی.
(23) او څوک چې کافر شو،باید چې کفر منل یې تا غمجن نه کړي.راتګ یې ماته دی زه به یې کړني ورته په مخ کې کیږدم.په باوري ډول الله پاک ان د سینو د پټو رازونو څخه هم خبردی.
(24) دلته به څه ګټه ورکړو، خو بالاخره به يې د هغوی د ناخوښۍ سره سره د سخت عذاب په لور راکاږو.
(25) او قسم دی که ته له هغوی نه پوښتنه وکړې چې اسمانونه او ځمکه چا پیدا کړي دي؟خامخا به ووایې چې:الله.ای محمده!ووایه ټولې ستاینې یوازې یو الله ته دي.خو د هغوی ډیر نه پوهیږي.
(26) د اسمانونو او ځمکې ټول څیزونه یوازې دیو الله دي.او بې پروا او هراړخیز ستایلی شوی هم یوازې یو الله دی.
(27) او که د ځمکې ټولې ونې قلمونه او بحريې رنګ شي.او ددې بحر له پاسه اوه[۷]نور بحرونه هم ورسره یو ځای شي بیا به هم د الله خبرې په لیک پای ته ونه رسیږي.بې له شکه چې الله په هر څه برلاسۍ او د حکمت څښتن دی.
[۷] ـ له اوه څخه مطلب ډیروالی دی نه ټاکلی شمیر.(تفسیر ابن کثیر)
(28) ستاسې ټولو پيدایښت او بیا ژوندي را پورته کول همداسې دي لکه یوازې د یوه تن.په رښتیا چې الله د هر څه اوریدونکی او د هر څه لیدونکی دی.
(29) او ایا تا نه دي لیدلي چې الله شپه او ورځ کې ننه باسي او ورځ په شپه کې؟ او لمر او سپوږمۍ یې مسخر کړي دي؟ټول تر ټاکلي نیټي پورې روان دي.او الله ستاسو له کړنونه ډیر ښه خبر دی.
(30) هو!پخه خبره همدا ده چې حق یوازې یو الله دی.او هغه خدایان باطل دي چې هغوی یې پرته له الله نه رابلي او له شک نه وتلې ده چې پورته او لوی ذات همدا یو الله دی.
(31) ایا تا نه دي لیدلي چې کښتۍ د الله په فضل سره په بحر کې چلیږي. تر څو تاسې ته خپلې ځینې نښې در وښايي.په رښتیا چې په دې کې د هر صبر کوونکي شکر کوونکي لپاره ډيرې نښي دي.
(32) او کله چې کومه څپه پرې د لویو سیورو په څير راخوره شي نو په داسې حال کې الله رابلي چې دین یي یوازې او سوچه د هغه منلی وي.خو چې کله یې مونږ دوچې په لور وژغورو نو ځینې یي د مینځ لار چې حق لار ده نیسي.او زمونږ له نښانو څخه پرته له سترو غدارانو او ناشکره خلکو بل څوک سترګې نه پټوي.
(33) ای خلکو!له خپل رب نه وډار شئ او له هغې ورځي نه وویریږئ چې هیڅ پلار به د خپل ځوی په بدل کې څه نشي ورکولی او نه به ځوی د خپل پلار په ځای د څه بدلې ورکوونکی وي.او پوه شئ چې د الله وعده حقه ده.نو باید چې ددنیا ژوند مو ونه غولوي. او نه مو باید هیڅ غولوونکی[۸]د الله په باره کې وغولوي.
[۸] ـ بله معني يي داسې کیداشي چې:د دنیا ژوند باید تاسې مغرور نه کړي او نه مو باید د الله په مهربانۍ هیڅ مغرورونکی مغرور کړي چې عمل پریږدئ او په ځینو څيزونو لکه ځیني ښه اعمال،د الله غفوه او یا په نورو څیزونو تکیه وکړئ.(فتح القدیر)
(34) بې له شکه چې د قیامت علم یوازې له یو الله سره دی باران هم یوازې هغه وروي.او هغه څه هم ورته معلوم دي چې په رحمونو کې دي. او هیڅ نفس په دې نه پوهیږي چې سبا ته به څه کوي؟او هیڅ نفس په دې نه پوهیږي چې په کومه ځمکه به مړ کیږي؟ یوازې یو الله دی چې په هر څه پوه او له هر څه نه خبر دی.