32 - As-Sajda ()

|

(1) الم.

(2) بې له شکه ددغه کتاب نزول د رب العالمین له لورې دی.

(3) ایا هغوی وايې چې محمد دا قران له ځان نه جوړ کړی دی؟نه بلکې دا ستا د رب له لورې راغلی دی تر څو ته هغه قوم وډار وې چې له تا وړاندې ورته کوم ډاروونکی نه وو راغلی کیدای شي چې سمه لار ومومي.

(4) الله هغه ذات دی چې اسمانونه،ځمکه او د دواړو د مینځ څيزونه یې په شپږو ورځو کې پیدا او بیا یې په عرش استوا وکړه.تاسې پرته له هغه هیڅ دوست او سپارښت کوونکی نه لرئ.نو ولې پند نه اخلئ.

(5) له اسمان نه تر ځمکې پورې چارې اداره کوي بیا دا چارې هغه ته په یوه داسې ورځ کې ورخیژي چې ستاسې د شمیر له مخې یې اندازه زر کلونه ده.

(6) همدغه ذات په ټولو پټو او ښکاره وو خبر،په هر څه برلاسۍ او ډیر مهربان دی.

(7) هغه چې هر څه یې پيدا کړي ښه کره یې پیدا کړي،او د انسان د جوړښت پيل یې له خټې څخه کړی.

(8) بیا یې د هغه ځوځات د کمو او لږو څڅیدونکو اوبو له نچوړ څخه وغزاو.

(9) بیا یې د هغه شکل پوره له خپلې لورې یي پکې روح ورپو،او تاسې یې د غوږونو،سترګو او زړونو څښتنان وګرځولئ.خو تاسې ډیر لږ شکر وباسئ.

(10) او هغوی وایې:ایا کله چې مونږ په خاورو کې ورک شو نو له نوي سره بیا جوړول کیږو؟اصلي خبره همداده چې دوی له رب سره له مخامخ کیدلو نه منکر دي.

(11) ای محمده!ووایه چې همغه ملایکه به مو مړه کړي چې پر تاسې ټاکل شوې ده او بیا به د خپل رب په لور بیرته وګرځول شئ.

(12) او چې ته ووینې چې مجرمان سرښکته د خپل رب په وړاندې ولاړ او وایې:ای زمونږ ربه!مونږ اوس ولیدل،او وامووریدل،نو مونږ بیرته ولیږه.مونږ به شه کارونه وکړو اوس مو پوخ باور راغلی دی.

(13) که مونږ غوښتلی نو هر چاته به مو په زور لار ښوولې وای خو زما هغه خبره پخه شوه چې ما ویلي وو چې:زه به دوزخ له پيریانو او انسانانو ډک کړم.

(14) نو اوس یې خوند وڅکئ،ځکه چې تاسې له دې ورځې سره مخامخ کیدل هیر کړي وو.اوس مونږ تاسې هیر کړي یې.د خپلو کړنو په بدل کې د تل پاتې عذاب خوندوڅکئ.

(15) زمونږ په ایاتونو یوازې هغه خلک ایمان راوړي چې کله هغوی ته پرې نصیحت وشي،نو پړ مخ پریوزي د خپل رب ثنا او ستاینه کوي. او له لویې نه ځانونه ژغوري.

(16) اړخونه یې د خوب له بسترو څخه بیلیږي،خپل رب ته د ډار او هیلو په رڼا کې خپلې غوښتنې وړاندې کوي او څه چې مونږ ورکړي ځینې یې د الله په لار کې لګوي.

(17) هیچا ته معلومه نه ده چې الله پاک یې د سترګو د یخوالي لپاره د دوی د عملونو په رڼا کې کوم څه پټ کړي دي؟

(18) ایا هغه څوک چې مؤمن و د هغه چا په شان و چې قاسق وو؟هیڅ سره برابره دي.

(19) کومو کسانو چې ایمان راوړی او نیک عملونه یي کړي دي،د ورتګ ځای یې جنت دی.دا يي د هغو عملونو په بدل کې میلمستیا ده چې دوی به کول.

(20) او چا چې فسق خپل کړی ورتګ یې اور ته دی،کله هم چې هغوی ترې د وتلو هڅه وکړي بیرته به پکې ورګرځول کیږي.او ورته ویلی به شي چې اوس د هغه اور د عذاب خوند درواخلئ چې تاسو درواغ ګاڼه.

(21) او مونږ به له ستر له ستر عذاب نه وړاندې د کوچني عذاب خوند هرو،مرو وروڅکو.کیدای شي چې سمي لارې ته راتا وشي.

(22) او له هغه نه به لوی تیری کوونکی څوک وي چې:د خپل رب په نښانو ور کړای شي خو هغه ترې مخ واړوي؟له شک نه وتلې ده چې مونږ له مجرمانو نه غچ اخیستونکي یو.

(23) او په باروي توګه مونږ موسی ته کتاب ورکړی و.نو ای محمده!ته هم باوري اوسه چې له داسې کتاب سره به مخ شې[۹]او د موسي کتاب مو د بني اسرائیلو لارښود ګرځولی و.
[۹] ـ ځینو مفسرینو داسې ترجمه کړې ده:ای محمده!باور ولره چې ته به له موسې سره مخ شي او د الله جل جلاله دا وعده د معراج په شپه پوره شوه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له موسې علیه السلام سره ولیدل.(تفسیر الماوردی).

(24) او د هغوی ځینې هغه خلک مو چې صبر یي وکړ،او زمونږ په ایتونو یي پوخ باور وو.لارښوونکي وګرځول چې زمونږ په امر به یې لارښوونه کوله.

(25) او دا خبره پخه ده چې ستا رب به د قیامت په ورځ د هغوی د خپل مینځي اختلافاتو پریکړه کوي.

(26) ایا دې خلکو له دې نه درس نه دی اخیستې چې:مونږ د څومره ډیرو زمانو خلک هلاک کړي دي؟دا کافران یې په ورانو کورونو تیریږي.په رښتیا چې په دې کې ډیرې لویې نښې دي.ایا څه نه اوري؟

(27) ایا نه یي دي لیدلي چې مونږ و چې شاړې ځمکې ته اوبه روانې او بیا ترې کښت راټوکه وو چې د هغوی څاروي او هم په خپله ترې خوراک کوي.ایا څه نه ویني؟

(28) او کافران وایې چې که تاسې رښتیني یاست نو د پریکړې ورځ به کله وي؟

(29) اې محمده!ورته ووایه چې د پریکړې په ورځ به کافرانو ته نه د هغې ورځې ایمان راوړل څه ګټه ورسوي. او نه به نور مهلت ورکړای شي؟

(30) په خپل حال یې پریږده او څار کوه باوري خبره ده چې هغوی هم څار کوي.