36 - Yaseen ()

|

(1) یس.

(2) قسم په قران حکیم.

(3) بې له شکه ته له رسولانو څخه يې.

(4) پر سمه لار يې.

(5) دا قران د برلاسي او مهربان خدای له لورې نازل شوی دی.

(6) تر څو هغه قوم وډاروې چې پلرونه يي لا هم چا نه وو ډارولي نو ځکه هغوی په غفلت کې دي.

(7) په ډیرو يي خبره پخه شوي ده نو ځکه ایمان نه راوړي.

(8) مونږ يي په غاړو کې ځنځیرونه اچولي او تر زنو مو کش کړي دي. نو سرونه پورته نیولي ولاړ دي.

(9) مونږ یو دیوال د هغوی په مخ او بل مو د هغوی په شا کې درولی دی. نو هغوی پکې رانغښتي او هیڅ نه ویني.

(10) هغوی ته یو شان ده چې ويې ډاروې او که نه؟ ایمان نه راوړي.

(11) ته یوازې هغه څوک ښه ډارولای شې چې: پند مني، او له نالیدلي رحمن نه ډاریږي. نو دا وړ خلکو د بښنې او غوره اجر زیر ورکړه.

(12) او همدا مونږ یو چې مړي راژوندي کوو او د هغوی ټول وړاندې لیږل شوي کارونه او هغه چې وروسته ترې پاتې دي له یوې مخې لیکو. او مونږ هر څه په یوه څرګنده لیکنه کې تر شمیر لاندې راوستلي دي.

(13) او ای پیغمبره! د مثال په توګه ورته د هغه کلي د خلکو کیسه واوروه چې پیغمبران ورته راغلي وو.

(14) مونږ دوه تنه ور ولیږل. خو خلکو دواړه درواغجن وګڼل نو مونږ يي په درییم ملاتړ وکړ او ټولو ورته وویل: دا خبره بالکل پخه ده چې مونږ همدا تاسو ته رلیږل شوی یو.

(15) د کلي خلکو وویل: تاسې زمونږ په شان انسانان يې او مهربان خدای هیڅ شی نه دی نازل کړی تاسې پرته له دې چې درواغ جوړوئ بل هیڅ درسره نشته.

(16) رسولانو وویل: زمونږ رب ته معلومه ده چې مونږ همدا تاسې ته رالیږلی شوي یو.

(17) او زمونږ دنده یوازې ښکاره رسونه ده او بس.

(18) خلکو وویل: مونږ تاسې سپیره ګڼو. قسم دی که لاس وانه خلئ نو له ډیرو به مو لاندې او زمونږ له لورې به دردناک عذاب در ورسیږي.

(19) استازو وویل: تاسو او ستاسې بدفالي. اوس چې پند درکړای شو( تاسو دا خبره کوي؟ نه) : بلکې روغه خبره همدا ده چې تاسې له پولو اووښتي خلک يې.

(20) د ښار له لرې برخې یو سړی په منډه راغی او ویې ویل: ای زما قومه! د رسولانو مننه وکړئ.

(21) د هغو خلکو مننه وکړئ چې له تاسې هیڅ امتیاز نه غواړي او په خپله هم په سمه لار روان دي.

(22) او زه به ولې د هغه ذات عبادت نه کوم چې زه يي پیدا کړې یم او تاسې به هم بیرته ورګرځول کیږئ.

(23) ایا زه پرته له هغه نور خدایان ونیسم؟ که رحمن خدای ما ته کوم زیان رسول وغواړي نو د هغوی سپارښت ما ته هیڅ ګټه نه شي کولی او نه مې خلاصولی شي.

(24) که زه دا وکړم نو زه به په ښکاره ګمراهۍ اخته وم.

(25) ای خلکو! واورئ ما ستاسې په رب ایمان راوړی دی.

(26) ورته وویل شو[۱] چې جنت ته داخل شه. هغه وویل: دریغه زما قوم پوه شوی وای[۲].
[۱] د شهادت په وخت کې چې روح يې قبض کولی شو. او یا له شهادت وروسته ورته ملایکو یا الله جل جلاله په خپله وفرمایل( ابن جریر الطبري). [۲] چې د جنت نعمتونه يې ولیدل نو دا ارما يي وکړ( ابن جریر الطبری).

(27) په هغه بښنه چې زما رب ماته کړې او زه يي د عزتمنو خلکو په کتار کې کڼلی یم.

(28) مونږ له ده وروسته دده پر قوم له اسمان نه کوم لښکر راونه لیږه او نه مونږ لښکرې لیږو.

(29) بس یوه چیغه وه چې ټول ناببره مړه ولویدل.

(30) افسوس پر داسې خلکو، هر پیغمبر چې ورته راغلی نو ټوکې او ملنډې يې پرې کړي دي.

(31) ایا نه ویني چې مونږ پخوا څومره ډیر قومونه هلاک کړي؟ یو يې هم بیرته ددوی په لور راتاویدونکی نه دی؟

(32) دوی ټول به یوه ورځ خامخا زمونږ په وړاندې حاضر کړای شي.

(33) د هغوی لپاره یوه لویه نښه مړه او وچه ځمکه ده چې مونږ يې ژوندۍ کوو او غلې دانې ترې راوباسو چې هغوی يي خوري.

(34) مونږ په همدې ځمکه کې د خرما او انګورو ډول ډول باغونه پیدا کړي او چینې مو پکې راخوټولې دي.

(35) تر څو دا میوې او هغه چې ددوی لاسونو جوړ کړي دي وخوري ایا نو شکر نه وباسي؟

(36) پاک دی هغه ذات چې د هر څه جوړې يي پیدا کړي دي د ځمکې له زرغونو شیانو او پخپله د انسانانو په مینځ، او په ډیرو هغو څیزونو کې چې دوی يي لا نه پیژني.

(37) او د هغوی لپاره شپه لویه نښه ده چې مونږ ترې ورځ د څرمن پشان وباسو او ناببره پرې تیارې راخورې شي.

(38) او لمر د خپل استوګنځي په لور روان دی دا د ډیر پیاوړي برلاسي او په هر څه پوه ذات اندازه ده.

(39) او مونږ د سپوږمۍ لپاره پړاوونه ټاکلې ترڅو بالاخره هغه د خرما د یوې زړې وچې او کږې شوې څانګې په شان وګرځي.

(40) نه د لمر په توان ده چې سپوږمۍ ونیسي او نه شپه له ورځې نه لومړی کیدای شي. او هر څه په یو مدار کې چورلیږي.

(41) او د هغوی لپاره یوه لویه نښه دا ده چې مونږ د هغوی ځوځات د نوح په ډکه کښتۍ کې سپاره کړل.

(42) او د همغې کښتۍ په شان مو نور داسې څیزونه ورته پیدا کړي چې پرې سپریږي.

(43) که مونږ وغواړو نو غرق به يي کړو نه به يي چیغه وي او نه به يې څوک خلاص کړای شي.

(44) یوازې زمونږ لورینه ده او ترټاکلې مودې د ګټې اخیستلو فرصت دی.

(45) او کله چې هغوی ته وویل شي چې له هغه څه ځانونه وژغورئ چې مخې ته مو را روان او پخوا هم تیر شوي دي کیدای شي چې پر تاسې لورینه وشي.

(46) ( دا خبره ناببزه ګڼي)) بلکې دوی ته چې د خپل رب له لورې هره لویه نښه راغلې مخ يي ترې اړولی دی.

(47) او کله چې هغوی ته وویل شي چې: د هغه مال څه برخه د الله په لار کې ورکړئ چې تاسې ته يې درکړی دی نو کافران مؤمنانو ته وايې: ایا مونږ هغو ته خوراک ورکړو چې که الله خوراک ورکول غوښتل نو ورکړی به يي وای؟ تاسې په یوه ښکاره لار ورکتیا اخته شوي يې[۴].
[۴] بله معنا يې دا ده چې: دا د الله خبره شي: چې ای کافرانو! ستاسې دا خبره ښکاره ګمراهي ده( تفسیرالماوردی).

(48) او هغوی وايي چې که تاسې رښتیني یاست نو د قیامت نیټه کله ده؟

(49) هغوی پرته له دې د بل هیڅ شي انتظار نه کوي چې یوه چیغه يې په داسې ناببره توګه ونیسي چې په خپل ژوند کې سره اخته وي.

(50) نو هغه وخت به نه د وصیت کولو توان ورسره وي او نه به خپلو کورونو ته بیرته ورتلای شي.

(51) او په شپیلۍ کې به پو وکړای شي نو ټول به له قبرونو څخه د خپل رب په لور ځغلي.

(52) کافران به وايې: آه دا چا مونږ له خپلو بسترو نه راپاڅولو؟ دا هغه څه دي چې رحمن خدای يې وعده کړې او پیغمرانو رښتیا ویلي وو.

(53) بس یوه سخته کړیکه به وي ناببره به له یوې مخې زمونږ په وړاندې حاضر کړی شوي وي.

(54) نن ورځ به په هیچا هیڅ ډول تیری نه کیږي او تاسې ته به پرته له هغه چې تاسې به کولو د بل څه بدل درنه کړای شي.

(55) نن به جنتیان په خوندونو اخیستلو بوخت وي.

(56) هغوی او میرمني به يې په کڼو سیورو کې پرتختونو تکیه کوونکي وي.

(57) په جنت کې به يې هر ډول میوې په برخه او د څه هیله چې وکړي ورته به حاضر وي.

(58) د مهربان رب له لورې به ورته سلام وي.

(59) او ای مجرمانو! نن تاسې جلا شئ.

(60) ای د ادم اولادې! ایا تاسې ته مو نه وو ویلي چې د شیطان مننه مه کوئ؟ بې له شکه چې هغه ستاسې ډاګیز دښمن دی.

(61) او یوازې زما بندګي وکړئ! بس همدغه روغه لار ده.

(62) شیطان ستاسې سخت ډیر خلک بې لارې کړي وو ایا تاسې له عقل څخه کار نه اخیست؟

(63) او دا هغه دوزخ دی چې له تاسې سره يي وعده شوې وه.

(64) د هغو کفري کارونو په بدل کې چې تاسو به کول نن همدغه دوزخ ته ورننوځئ!

(65) نن به مونږ د هغوی خولې بندې کړو او لاسونه به يې له مونږ سره خبرې وکړي او پښې به يې په هغه څه شهادت ووايې چې دوی کول.

(66) او که مونږ غوښتي وای نو د هغوی سترګې به مو له مخ سره اوارې کړې وای نو چې لارې ته وړاندې شوي وای نو څرنګه به يې لیدلې وای؟

(67) او که مونږ غوښتې وای نو ځای په ځای به مو مسخ کړي وای بیا به نه د وړاندې تګ توان ورسره وو او نه به بیرته ګرځیدای شو.

(68) او چې چاته مونږ اوږد عمر ورکووو نو جوړښت يې په بل مخ اړوو[۵] ایا دوی له عقل نه کار نه اخلي؟
[۵] ورو، ورو په همغه شان کیږي چې په اول پیدایښت کې ؤ( فتح القدیر د امام الشوکاني)

(69) مونږ محمد ته نه شعر ښوولی او نه له هغه سره شعر او شاعري وړ ده. مونږ هغه ته پند ورکوونکی روښانه قران ورکړی دی.

(70) تر څو ژوندي خلک وډاروي. او پر کافرانو اخرنۍ خبره پخه شي.

(71) ایا هغوی نه دي لیدلي چې مونږ ورته د خپلو لاسونو له جوړ شوو څیزونو څخه څاروي پیدا او اوس يې هغوی واکمن دي؟

(72) او ښه مو ورته تابع کړل په ځینو يي سپرلۍ کوي، او له ځینو يي خوري.

(73) په همدغو څارویو کې يې ډيرې نورې ګټې او څښل دي ایا شکر نه پر ځای کوي؟

(74) او د الله پرته يي نور خدایان په دې هیله نیولي دي چې کومکیان به يي شي.

(75) په داسې حال کې چې له خدایانو سره يي د دوی د ملاتړ هیڅ وش نشته خو بیا يې هم دوی لاس په نامه لښکر دی.

(76) ای پیغمبره! د هغوی خبره باید تا غمجن نکړي. ځکه چې مونږ ته يې پټ او ښکاره ټول معلوم دي.

(77) ایا انسان دې ته نه دي کتلي چې مونږ د اوبو له یوه څاڅکي نه پیدا کړی خو بیا هم ډانګ پیلی جګړه مار وي.

(78) خپل پیدایښت ترې هیر او زمونږ په هکله مثالونه وړاندې کوي او وايي: چې وراسته شوي هډوکې څوک ژوندي کولای شي؟

(79) ای محمده! ووایه چې هغه ذات به يې را ژوندي کړي چې لومړی يې پیدا کي وو. او هغه پر هر پیدایښت ډیر ښه پوهیږي.

(80) هغه ذات دی چې تاسې ته يي له شنې[۶] ونې څخه اور پیدا کړی او تاسې له همغې ونې نه اور بلوئ.
[۶] هغه دوه شنې وني دي چې عربانو به يې ښاخونه یو پر بل وهل او اور به ترې بلیده او یا معنی دا چې هره شنه ونه بالاخر د اور.

(81) او ایا هغه ذات چې اسمانونه او ځمکه يي پیدا کړي ددي توان نه لري چې ددوی په شان پیدایښ وکړي؟ هو! توان يي شته او هغه د هر څه ښه پیداکوونکی او په هر څه ښه عالم دی.

(82) د هغه شان دا دې چې کله د یوه څیز اراده وکړي نو ورته وايې چې شه! نو هغه کیږي.

(83) نو هغه ذات پاک دی چې د هر څه واکمني يي په لاس او تاسې ټول د هغه په لور بیرته ورګرځول کیږئ.