(1) قسم پر کتار او صف جوړوونکو.
(2) او قسم پر شړونکو.
(3) او قسم پر ذکر کوونکو
(4) چې بې شکه ستاسې معبود یکې یو دی.
(5) د اسمانونو، ځمکې، د دواړو په مینځ کې د ټولو څیزونو او د بي شمیرو ختیځونو رب دی.
(6) مونږ نږدې اسمان د ستورو په ښایست سره سینګار کړی دی.
(7) او هم مو له هر خپل سري شیطان څخه ژغورلی دی.
(8) شیطانان د پورته عالم خبر وته غوږ نه شي نیولی او له هرې لورې ویشتلی شي.
(9) ښه پوره شړل کیږي او تل پاتې عذاب يې په برخه دی.
(10) بیا هم که کوم یو يې په منډه څه وتښتوي نو سوزوونکې لمبه ورپسې شي.
(11) نو اوس کافران وپوښته چې د هغوی پیدایښت سخت دی او که د هغو څیزونو چې مونږ پیدا کړي دي؟ له شکه وتلې ده چې دوی مو له سریښناکې خټې نه پیدا کړي.
(12) ته د عالم هر څه ته په تعجب کې يې او هغوی پرې ملنډې وهي.
(13) او چې پند ورکړای شي نه يې اخلي.
(14) او چې هره لویه نښه وویني نو ملنډې وهي.
(15) او وايې چې دا پرته له ښکاره جادو بل هیڅ نه دی.
(16) او وایې چې ایا مونږ مړه، خاورې او هډوکې شو نو بیرته به ژوندي راپاڅول کیږو؟
(17) او زموږ تیر پلرونه او نیکونه هم؟
(18) ای محمده! وووایه چې: هو! او تاسې خورا سپک او بې وسې يې.
(19) قیامت خو بس یو ټکان دی. ناببره به هر څه په خپله وویني.
(20) او و به وايې چې: افسوس پر مونږ دا خو د جزا ورځ ده.
(21) ورته به وویل شي چې: هو! دا د پریکړې هغه ورځ ده چې تاسې به درواغ ګڼله.
(22) الله به امر وکړي چې ظالمان د هغوی ښځې، انډیوالان او هغه خدایان چې پرته له الله يي هغوی عبادت کاوه راټول کړئ.
(23) او ټولو ته د دوزخ لار ور وښايئ.
(24) او ويي دره وئ چې پوښتنه ترې کیږي.
(25) په تاسې څه وشول؟ ولې یو له بل سره لاس نه کوي؟
(26) هو! نن ټول ځانونه تسلیموي.
(27) یو به پر بل مخ واړوي او سره به پوښتي.
(28) تاسې واست چې له ښي ړخ نه پر مونږ راتلئ.
(29) نور به ځواب ورکړي چې : نه: بلکې تاسې په خپله ایمان راوړونکي نه واست.
(30) زمونږ خو پر تاسې کوم زور نه و. بلکې تاسې په خپله سرغړوونکي خلک واست.
(31) هو! زمونږ د رب خبره پر مونږ پخه شوه نو ځکه د عذاب څکونکي یو.
(32) هو! مونږ تاسې ته د همغو بې لاریو په لور بلنه درکړې چې مونږ پرې وو.
(33) بې له شکه نن به ټول په عذاب کې برخه من وي.
(34) او مونږ مجرمانو ته همدا وړ جزا ورکوو.
(35) دوی وو چې کله به ورته وویل شو چې: پرته له الله بل معبود نشته نو لويې به يې کوله.
(36) او ویلي به يې: ایا مونږ خپل خدایان د یوه لیونی شاعر په خوله پریږدو؟
(37) نه: هغه لیونې نه: بلکې حق يي راوړی او پخواني پیغمبران رښتیني ګڼي.
(38) بې له شکه به تاسې دردناک عذاب وڅکئ.
(39) او د خپلو عملونو جزا به درکړای شي.
(40) خو د الله غوره بنده ګان به له دې بدي ورځې نه خوندي وي.
(41) د هغوی لپاره ټاکلې روزي ده.
(42) هر ډول میوې او هلته به عزتمن وي.
(43) د نعمتونو په باغونو کې به وي.
(44) یو بل ته پر مخامخ تختونو به وي.
(45) د خالصو او پاکو شرابو ډکې پیالې به پرې ګرځول کیږي.
(46) تک سپین، پاک او څښونکي به ترې خوند اخلي.
(47) نه به پکې څه تاوان او ضرر او نه به پرې هغوی نیشه کیږي.
(48) نظر ژغورونکي د ښایسته غټو سترګو لرونکي ښځې به ورسره وي.
(49) ګواکې پوښل شوي هکۍ دي.
(50) جنتیان به یو پر بل مخ اړوي او سره به پوښتي
(51) نو یو به ووایې چې: زما یو دوست و.
(52) ماته به يې ویل: ایا ته له رښتیاویونکو يې؟
(53) چې کله مونږ مړه، خاورې، او هډوکي شو نو مونږ ته به جزا راکولای شي؟
(54) نو غواړئ چې ددې سړي له حال نه خبر شئ؟
(55) چې معلومات يي واخیست نو هغه يي دوزخ په مینځ کې مینده کړ.
(56) نو ورته به ووایې قسم په الله چې ته خو نژدې وې چې ما هم هلاک کړې.
(57) که زما د رب لورینه پر ما نه وای نو نن به زه هم له تاسره پروت وم.
(58) اوس مونږ مړه کیدوونکي نه یو
(59) یوازې یو مرګ و چې یو ځل تیر شوی دې او مونږ ته به هیڅ ډول عذاب نه وي.
(60) په رښتیا همدغه لوی بری دی.
(61) او باید د همدغه بري د ترلاسه کولو لپاره خلک هڅه وکړي.
(62) ایا دا غوره میلمستیا ده او که د زقوم ونه؟
(63) مونږ پرې ظالمان ازمایو.
(64) هغه یوه ونه ده چې د دوزخ په بیخ کې راټوکیږي.
(65) د هغي غوټۍ داسې دي لکه د شیطانانو سرونه.
(66) دوزخیان به يې خوري او خیټې به ترې ډکوي.
(67) او بیا به ګرمي او جوش اوبه د پاسه پرې څښي.
(68) بیا يي ورتګ دوزخ ته دی.
(69) دا هغه خلک وو چې خپل پلرونه يي بې لارې میندلي وو.
(70) او د هغوی پر پلونو[۸] زغولای شول.
[۸] پرته له دې چې له عقل څخه کار واخلي د پلرونو پر دین بیولی شول( تفسیر ابن کثیر)
(71) او په رښتیا چې پخواني ډیر خلک يي بې لارې شوي وو.
(72) او مونږ ښه ډیر ډاروونکي ورولیږلي وو.
(73) نو وګوره چې د ډارول شوو خلکو پای څه شوه؟
(74) یوازې د الله سوچه او پاک شوي بنده ګان ژغورل شوي وو.
(75) او مونږ ته غږ کړی او مونږ ډير ښه ځواب ورکوونکي یو.
(76) مونږ هغه او د هغه کورنۍ له ستر غم نه وژغورله.
(77) او یوازې د هغه ځوځات مو پاتې کړل.
(78) او په وروستیو نسلونو کې مو پر هغه لورینه پريښووله.
(79) په ګرد عالم کې دې پر نوح سلام وي.
(80) مونږ نیکو کارانو ته همدا ډول بدله ورکوو.
(81) او په رښتیا چې هغه زما له مؤمنو بنده ګانو څخه و.
(82) او بیا مو نور خلک غرق کړل.
(83) او ابراهیم د نوح په لار روان و.
(84) چې په پاک زړه سره يي خپل رب ته پنا یووړه.
(85) خپل پلار او قوم ته يي وویل: دا څه دي چې تاسې يي عبادت کوئ؟
(86) ایا پرته له الله نه په درواغو جوړ شوي معبودان غواړئ؟
(87) نو د رب العالمین په هکله ستاسې ګومان څه دی؟
(88) ابراهیم د ستورو په لور وکتل[۹]
[۹] په فکر کې شو عربان هغه چاته چې فکر کوي وايي: ستورو ته ګوري( تفسیر الماوردي)
(89) نو ويي ویل چې زه ناروغ یم.
(90) هغوی ټول ترې په ستنه په څټ شول.
(91) نو په خورا پټه د هغوی خدایانو ته ورغی او ورته يې وویل: ولې[۱۰] خوراک نه کوئ؟
[۱۰] دغه د خوراک څیزونه چې ستاسې په وړاندې ایښي ولې يي نه خورئ( تفسیر الماوردی).
(92) ولې خبرې نه کوئ؟
(93) په خورا زور او قوت سره يي پرې ګوزار وکړ.
(94) ټول قوم يي ابراهیم ته په منډه ورغی.
(95) ابراهیم ورته وویل: ایا تاسې د هغه څه عبادت کوئ چې په خپلو لاسونو يي تراشئ؟
(96) په داسې حال کې چې الله تاسې او هغه ټول پیدا کړي دي چې تاسې يې جوړوئ؟
(97) هغوی سره وویل: یو ځای ورته جوړ کړئ او په تاوجن اور کې يې ورواچوئ.
(98) د هغه پر خلاف يې شوم پلان درلود خو مونږ پاتې راوستل.
(99) ابراهیم وویل: زه د خپل رب لور ته ځم هغه به ماته ښوونه وکړي.
(100) ای زما ربه! ما ته یو ځوی راکړه چې له صالحانو وي.
(101) مونږ هغه ته د زغم لرونکي هلک زیری ورکړ.
(102) کله چې کوچنۍ تر هلو ځلو ورسید نو ابراهیم وویل: ځوی جانه! زه په خوب کې ګورم چې تا حلالوم ته وایه چې ستا نظر څه دی؟ ځوی يي وویل: پلارجانه! څه چې درته حکم کیږي هغه وکړه! ان شاء الله چې ما به صابر وویني.
(103) بالاخره دواړو غاړه کیښووله او ځوی يي پړمخ پر تندي وګورځاو.
(104) مونږ پرې غږ وکړ چې ای ابراهیمه!
(105) تا خوب پوره کړ. مونږ په همدې توګه نیکو کارانو ته بدل وکوو.
(106) په رښتیا چې دا خورا ښکاره ازمیښت و.
(107) او مونږ هغه ته یوه لویه قرباني هدیه کړه.
(108) او په وروستنیو نسلونو کې مو پر هغه لورینه پریښووله.
(109) سلام پر ابراهیم.
(110) هو! مونږ نیکو کارانو ته همدا ډول بدله ورکوو.
(111) په رښتیا چې هغه زما له مؤمنو بنده ګانو څخه و.
(112) او مونږ هغه ته دپیغمبر او صالح اسحق زیری ورکړ.
(113) او مونږ پر هغه او پر اسحق برکت وکړ او د هغوی دواړو له ځوځات نه ځينې نیکو کار او ځیني يي پر خپلو ځانونو ښکاره تیري کوونکي دي.
(114) او مونږ پر موسی او هارون لورینه وکړه.
(115) هغوی او قوم يي مونږ له غم نه خلاص کړل.
(116) له هغوی سره مو کومک وکړ نو برلاسي شول.
(117) او هغوی ته مې څرګندوونکی کتاب ورکړ.
(118) او روغه او سمه لار مو هم وروښووله.
(119) او په وروستنیو امتونو کې مو پر هغوی لورینه پریښووله.
(120) سلام پر موسی او هارون
(121) هو! مونږ نیکوکارانو ته همدا ډول بدل ورکوو.
(122) په رښتیا چې هغوی دواړه زما له مؤمنو بنده ګانو څخه وو.
(123) او له شک نه وتلې ده چې الیاس هم له پیغمبرانو څخه و
(124) یاد کړه چې خپل قوم ته يي وویل: ایا تاسې نه ډاریږئ؟
(125) ایا بغل نومی بوت رابلئ او تر ټولو ښه پیدا کوونکی پریږدئ؟
(126) ایا هغه الله پریږدئ چې ستاسې او ستاسې د پلرونو رب دی.
(127) خو هغوی درواغجن وګاڼه نو ځکه به هغوی عذاب ته حاضر کړای شي.
(128) یوازې د الله هغه بنده ګان له عذاب نه خلاص دي چې خاص کړي شوي وو.
(129) او مونږ په ورستیو امتونو کې پرهغه لورینه پریښووله.
(130) سلام پر الیاس.
(131) هو! مونږ نیکوکارو ته همدا وړ بدل وکووو.
(132) په رښتیا چې هغه زمونږ له مؤمنو بنده ګانو څخه وو.
(133) او له شک نه وتلې ده چې لوط هم پیغمبرانو څخه و.
(134) هغه یاد کړه چې مونږ هغه او د هغه ټولې کورنۍ ته نجات ورکړ.
(135) یوازې یوه سپین سرې وه چې په پاتې کیدونکو کې وه.
(136) بیا مو نور ټول هلا کړل.
(137) او ای قریشو! تاسې ګهیځ پر هغوی تیریږئ.
(138) او د شپې له لورې هم. ایا له عقل نه کار نه اخلئ
(139) او له شک نه وتلې ده چې یونس هم له پیغمبرانو څخه و.
(140) هغه يي یاد کړه چې د یوې ډکې کښتۍ په لور وتښتید
(141) چې په خپلو مینځونو کې ي پچه واچوله نو یونس ماتې خوړونکی و.
(142) نو هغه وو چې یوه کب تیر کړ او ځان يې پړ ګاڼه
(143) که هغه له تسبیح ویونکو څخه نه وای؟
(144) نو د بیرته ژوندي راپاڅیدلو تر ورځې به د کب په خیټه کې پاتې شوی ؤ
(145) په یوه هوار، خالي ډاګ کې مو بې وسې او ناتوانه وغورځاو.
(146) او زیلۍ لرونکې[۱۲] ونه مو پرې رازرغونه کړه.
[۱۲] هغه بوټي ته وايي چې ډډ ونه لري او د ځمکي په مخ خوریږي( تفسیر الماوردی)
(147) او له یو لک نه زیاتو خلکو په لور مو ولیږه.
(148) ټولو ایمان راوړ نو تر یوه وخته مې مهلت ورکړ.
(149) نو ته کافران وپوښته: چې ستا د رب دې لروګانې وي او د هغوی ځامن؟
(150) او ایا دوی حاضر وو چې مونږ ملایکې ښځینه پیدا کړې؟
(151) خبردار چې دوی د خپلو درواغو له مخې وايي.
(152) الله زیږول کړي او په رښتیا چې ډیر درواغجن دي.
(153) ایا الله لورګانې پر ځامنو غوره کړي دي؟
(154) په تاسې څه شوي؟ او څه ډول پریکړه کوئ؟
(155) ایا پنده نه اخلئ؟
(156) او که له تاسې سره کوم څرګند دلیل شته؟
(157) هغه لیکنه مو راوړاندې کړئ که تاسې رښتیني یاست
(158) او هغوی د الله او ملایکو ترمینځ خپلوي جوړوي. په داسې حال کې چې ملایکې پوه دي چې ددې خبرې ویونکي به عذاب ته حاضر کړای شي.
(159) الله له هغه څه پاک دی چې دوی يي بیانوي
(160) مګر یوازې د الله غوره بنده ګان يې په ښو نومونو ستايي.
(161) نو ای مشرکانو! تاسې او ستاسې بللي خدایان
(162) هیڅوک په دې بوت بلنې سره په ازمیښت کې نه شئ اچولی
(163) مګر یوازې هغه خلک ښویولي شئ چې دوزخ ته تلونکي دي.
(164) او زمونږ د هرې ملایکې ځای په ګوته کړی شوی دی.
(165) او مونږ د الله په وړاندې صف په صف ولاړې یو
(166) او یوازې د هغه تسبیح وایو
(167) کافرانو به همیش ویل
(168) که مونږ ته د پخوانیو خلکو په شان کتاب راغلی وای
(169) نو مونږ به هم د الله غوره بنده ګان وای
(170) چې کتاب ورته راغی نو ترې منکر شول ډیر ژر به په عاقبت پوه شي
(171) او د پیغمبرانو په هکله زمونږ پریکړه پخوا صادره شوې ده
(172) چې کومک به ورسره کیږي
(173) او یوازې زمږ لښکرې بریمني او برلاسي دي
(174) نو ای محمده! تر ټاکلې مودې ترې مخ واړه وه
(175) ورته ګوره ډیر ژر به هغوی خپل عاقبت وویني
(176) ایا هغوی په تلوار زمونږ عذاب غواري؟
(177) کله چې د هغوی پر سیمه عذاب راښکته شي نو د ډارول شوو خلکو سهار به خورا ناورین وي.
(178) او ای محمده! تر ټاکلې مودې ترې مخ واړوه.
(179) او ورته ګوره ډیر ژر به هغوی خپل عاقبت وویني
(180) ستا رب، د عزت څښتن، له هغه څه نه پاک دی چې هغوی يې بیانوي.
(181) او سلام پر پیغمبرانو
(182) او ټولې ستاینې یوازې د یو الله دي چې رب د ټول عالم دی.