(1) حم.
(2) قسم پر څرګند کتاب.
(3) بې شکه مونږ دا قران په عربي ژبه ګرځولی دی تر څو پرې تاسې پوه شئ.
(4) په لوح محفوظ کې ثبت او زمونږ په وړاندې د لوړې مرتبې خاوند او له حکمتونو نه ډک دی.
(5) ایا مونږ له دې کبله چې تاسې له پولو اووښتی قوم يي، د پند لیږل بند کړو او مخ در څخه واړوو؟
(6) په داسې حال کې چې مونږ په پخوانیو خلکو کې څومره ډیر پیغمبران لیږلي وو؟
(7) هغوی ته به چې هر پیغمبر راغی نو ملنډې به يې پرې وهلې.
(8) مونږ له دوی نه ډیر کلک نیوونکي او پیاوړي خلک هلاک کړي او د داوړ پخوانیو خلکو ډیرمثالونه تیر شوي دي.
(9) او قسم دی که ته چیرې له مشرکانو څخه پوښتنه وکړې چې: اسمانونه او ځمکه چا پیدا کړي دي؟ نو خامخا به همدا یوه خبره وکړي چې په هر څه برلاسي او عالم ذات پیدا کړي دي.
(10) هو! هغه ذات پیدا کړي دي چې ځمکه يې ستاسې لپاره ځانګو ګرځولې او په هغې کې يي تاسې ته لارې جوړې کړي دي. تر څو پرې د منزل په لور لار ومومئ.
(11) او هغه ذات دی چې له پاسه يي په ټاکلې اندازه اوبه راښکته کړي، او مړه ځمکه مو پرې راژوندۍ کړې ده او په همدې توګه به یوه ورځ تاسې له ځمکې نه راوویستلای شئ.
(12) او هغه ذات دی چې د هر څه جوړې يې پیدا کړي دي. او هم يې تاسې ته کښتۍ او څاروي پیدا کړي دي تر څو پرې سپاره شئ.
(13) او کله چې پرې ښه برابر شئ نو د خپل رب نعمت او لورینه رایاده کړئ، او د هغه له پاسه د پوره برابریدلو وروسته ووايي چې: ډیر پاک دی هغه ذات چې دا څیزونه يي مونږ ته تابع کړل که نه نو له مونږ سره د هغو د کنترول وس نه وو.
(14) او بې شکه چې مونږ به د خپل رب په لور بیرته ورګرځیږو.
(15) او کافرانو د الله ځینې بنده ګان د هغه برخه وګرځول. په رښتیا چې انسان ډیر څرګند او ښکاره احسان هیروونکی دی.
(16) ایا الله له خپل مخلوق نه د خپل ځان لپاره لوڼي نیولي او تاسې يي په ځامنو غوره کړي يې؟
(17) په داسې حال کې چې کله هم د هغوی کوم یو ته د هغه اولاد د پیدایښت زیری ورکړای شي چې دوی يي الله ته ثابتوي نو له ډیره غمه يې مخ تک تور واوړي.
(18) ایا هغه څه د الله پر برخه شو چې په ګاڼو او سنګار کې يې پالنه کیږي او دجګړو او مناقشو په دوران کې څرګندونه هم نشي کولای؟
(19) او هغوی ملایکې چې د رحمن خدای بنده ګان دي ښځې وګڼلې. ایا هغوی يې پیدایښت ته حاضروو؟ شاهدي به يي ولیکل شي او بیا به ترې پوښتنه وشي.
(20) او هغوی وايي: که رحمن خدای غوښتي وای نو مونږ به هیڅکله د بوتانو عبادت نه و کړی ددې خبرې معنی نه پوهیږي بس په اټکل پسې روان دي.
(21) ایا مونږ هغوی ته له دې قران نه وړاندې بل کتاب ورکړی دی چې اوس يې پرې کلکې منګولې لګولي وي؟
(22) نه! هیڅ موندي ورکړی بلکې وايې چې مونږ خپل پلرونه پر یوه دین میندلي دي او مونږ اوس د هغوی پر پلونو روان یو.
(23) هو! کله هم چې کوم کلي ته ډاروونکی لیږلی نو هوسا خلکو او مشرانو يې په همدې توګه ویلي دي چې: مونږ خپل پلرونه پر یوه دین میندلي دي او مونږ د هغوی پر پلونو تلونکي یو.
(24) پیغمبر به ورته ویل: که څه هم ما تاسې ته داسې څه راوړي وي چې ستاسې له هغه دین نه چې پلرونو مو پرې میندلي ښه ښوونه کوي؟ هغه به ځواب وایه چې مونږ هغه څه هیڅکله نه منو چې تاسې پرې رالیږلي شوي یاست.
(25) مونږ ترې غچ واخیست نو وګوره چې د درواغ ګټونکو پای څه شوه؟
(26) او هغه را یاد کړه چې ابراهیم خپل پلاراو قوم ته ویلي وو چې زه له هغو خدایانو نه خپله بیزاري اعلانوم چې تاسې يي عبادت کوئ.
(27) یواې له هغه ذات سره زما تړون دی چې زه يي پیدا کړی یم او هماغه به ما ته ښوونه وکړي.
(28) او ابراهیم همدا د توحید خبره په خپل ځوځات کې پریښووله ښايې تل حق ته وګرځي.
(29) بلکې ما دغو خلکو او پلرونو ته يې تر هغو دنیوي ګټې ورکړې چې حق او روښانه بیانوونکی رسول راغی.
(30) او چې حق ورته راغی نو ویي ویل: دا کوډې او جادو دی او مونږ يې نه منو.
(31) او ویلي يي چې : دا قران ولې د دغو دوه[۵] کلیو په کوم لوی سړي نازل نه شو؟
[۵] هدف د مکې او طائف ښارونه وو چې د مکي مشر عتیة بن ربعة او ولید بن مغیرة او د طائف مشران دعروه بن مسعود، حبیب بن عمرو او کنانة بن عبد عمرو او ابن عبد یالیل څخه عبارت وو( تفسیر ابن کثیر)
(32) ایا هغوی ستا د رب رحمت ویشي؟ د دنیوي ژوند وسایل مونږ د هغوی په مینځ کې ویشلي او ځینو نورو لوړ کړي، تر څو یو بل د ځان تابع او مزدور کړي. او ستا د رب رحمت له هغه مال نه ډیر غوره دی چې هغوی يي راټولوي.
(33) او که چیرې ددې خبرې ډار نه وای چې ټول خلک به په یو لور ولاړ شي، نو ما به د هغو کسانو چې له رحمن خدای نه کافران کیږي د کورونو چتونه او هغه زینې چې بامونو ته پرې خیژي له سپینو زرو ګرځولی وای.
(34) او هم به مو، د هغوی د کورونو دروازې او هغه تختونه چې تکیه پرې کوي له سپینو رو کړی وو.
(35) او د ورځني ژوند نور څیزونه به مو له سرو زرو ور کړي وو. خو: دا ټول د دنیوي ژوندون ګټه ده. او اخرت ستا د رب په وړاندې یوازې دپرهیزګارانو لپاره دی.
(36) او هر څوک چې د رحمن خدای له یاد نه بې پروا شي نو مونږ یو شیطان په غاړه کې وراچوو او هغه يي همیشنی دوست وي.
(37) شیطانان دا وړ خلک له سمې لارې نه په څنګوي خو هغوی انګیري چې ګنې په سمه روان دي.
(38) تر څو چې مونږ ته راشي نو بیا خپل شیطان دوست ته وايي: دریغه چې زما او ستا ترمینځ د ختیځ او لویدیځ هومره لرې والی وای ته ډیر بد دوست يې.
(39) او نن ورځ به دا بیزاري تاسې ته هیڅ ګټه ونه رسوي. او له دې کبله چې تاسې تیری کړی دی نو دواړه په عذاب کې یو برابر يي.
(40) نو ای محمده! ایا ته به يې کاڼه ته واوروې؟ او یا به ړانده او هغه ته چې ښکاره لار ورکی دی لار وښوولی شې؟
(41) ای محمده! یا به مونږ تا بوځو مونږ له دوی نه خامخا غچ اخیستونکي یو.
(42) او یا به تاته هم هغه څه وښایو چې مونږ يې وعده ورسره کړې او دا زمونږ د وسې کار دی.
(43) په هغه څه منګولي ښځې کړه چې تاته وحی کولی شی له شک نه وتلې خبره ده چې ته په سمه لار يې.
(44) او پخه خبره ده چې تا او ستا قوم ته دا قران لوی پنده دی. او ډير ژر به تاسې وپوښتلی شئ.
(45) او زمونږ له هغو ټولو پیغمبرانو نه چې له تانه وړاندې مو لیږلي وو، پوښتنه وکړه چې: ایا مونږ پرته له رحمن خدای نه نور خدایان ټاکلي وو چې عبادت يي وشي؟
(46) او په باوري توګه مونږ موسی له خپلو دلایلو سره فرعون او د هغه د قوم مشرانو ته لیږلی ؤ. موسی ورته وویل: زه د رب العالمین استازی یم.
(47) او چې کله يې زمونږ دلایل ورته وړاندې کړل نو هغوی پرې خندا وکړه.
(48) مونږ هغوی ته د دلیل له پاسه دلیل وښوولو چې روستی به له پخواني څخه ډیر لوی و او هغوی مو په عذاب هم اخته کړل، تر څو له خپلې لارې نه راوګرځي.
(49) او هغوی وویل: ای د سحر لوی عالمه! د هغې وعدې له مخې چې ستا رب له تاسره کړې ده مونږ ته خلاصون وغواړه. مونږ به لار میندونکي شو.
(50) نو چې مونږ به ترې عذاب لرې کړ ناببره به يي خپلې وعدې ماتولې.
(51) او فرعون د خپل قوم په وړاندې اعلان وکړ چې: ای زما قومه! ایا د مصر واکمني زما نده او دغه ویالې زما په واکمنۍ کې نه بهیږي؟ ایا تاسې يي نه وینئ؟
(52) ایا زه غوره یم او که دغه سپک سړی چې خپله خبره هم ښه نه شي کولی؟
(53) ولې هغه ته د سرو زرو بنګړي په لاس نه شول؟ او ولې ورسره د ملایکو کتار روان نه دی؟
(54) فرعون خپل قوم سپک وګاڼه او هغوی يي پیروي وکړه په رښتیا چې قوم يي فاسق و.
(55) نو بالاخره چې مونږ يي په قهر کړو نو غچ مو ترې واخیست او ټول مو په اوبو کې ډوب کړل.
(56) د کافرانو لپاره مو مخکښان او د راتلونکو نسلونو لپاره مو پند او عبرت وګرځول.
(57) او کله چې د مریمې ځوی دمثال په ډول وړاندې شو نو ستا قوم د خندا او مسخرو شور جوړ کړ.
(58) او ويي ویل: ایا زمونږ خدایان ښه دي که هغه؟ د مثال يې تاته یوازې د جګړې او جنجال لپاره وړاندې کړی دی. په رښتیا چې هغوی یو جنجالي قوم دی.
(59) عیسی یوازې او یوازې یو داسې غوره بنده وو چې مونږ پرې لورینه کړې او د بني اسرائیلو لپاره مو مثال ګرځولی و.
(60) که مونږ غوښتی وای نو ستاسې له هلاکت وروسته به مو ملایکې پیدا کړې وای چې په ځمکه کې به يي ستاسې پر ځای ژوند کاو.
(61) او بې له شکه چې عیسی په خپله د قیامت ښوونه او پوهه ده نو تاسې به قیامت کې هیڅ شک مه کوئ او زما مننه وکړئ همدغه روغه او سمه لار ده.
(62) او باید شیطان مو له لارې څخه وانه اړوي. په رښتیا چې هغه ستاسې ښکاره دښمن دی.
(63) او کله چې عیسی له ښکاره معجزو سره هغوی ته راغی نو ویي ویل: زه له حکمت سره تاسې ته راغلی یم. ترڅو ځینې هغه څه درته څرګند کړم چې تاسې پکې اختلاف کوئ. نو له الله وډار شئ او زما مننه وکړئ.
(64) بې شکه چې الله زما رب دی او ستاسې هم نو یوازې د هغه عبادت وکړئ سمه لار یوازې همدا ده.
(65) خو مختلفو پرګنو او ډلو په خپلو مینځونو کې اختلاف وکړ. نو د هغو خلکو چې ظلم يي کړی دردناکې ورځې له عذاب نه يي هلاکت او تباهي په برخه ده.
(66) ایا اوس یوازې ددې انتظار کوي چې په ناببره توګه ورته قیامت راشي او دوی ترې خبر هم نه وي.
(67) په هغه ورځ به پرته له پرهیزګارانو نور ټول دوستان یو دبل دښمن وي.
(68) ای زما بنده ګانو! نن پر تاسې هیڅ ډار نشته او نه به تاسې غمجن شئ.
(69) هغو کسانو چې زمونږ پر ایتونو يې ایمان راوړی دی او پوره غاړه يې ایښې.
(70) ( ورته به وویل شي چې ) تاسې او ستاسې ښځې جنت ته ولاړ شئ هلته به خوښ کړای شئ.
(71) هلته به پرې د سرو زرو لوښي او ګیلاسونه ګرځولای شي. او هلته به ټول هغه څیزونه وي چې زړه يي خوښوي او سترګې پرې خوږيږي او تاسې به تل تر تله هملته واست.
(72) او دا جنت ستاسې د هغو کړنو په بدل کې د میراث په توګه در کړای شو چې تاسو به په دنیا کې کولې.
(73) ستاسې د خوراک لپاره هلته هر ډول ډیرې زیاتې میوې شته.
(74) او له شک نه وتلې ده چې مجرمان به تل تر تله د دوزخ په عذاب اخته وي.
(75) په عذاب کې به يې هیڅ سپکوالی او درنګ رانشي او مایوسه به پکې پراته وي.
(76) مونږ پر هغوی هیڅ تیری نه دی کړی بلکې هغوی وو چې له خپلو ځانو سره يي ظلم وکړ.
(77) د دوزخ واکمنې پرښتې ته به غږ کړي چې ستا رب دې مونږ د تل لپاره مړه کړي هغه به ځواب ورکړي چې تاسې همدلته پاتې یاست.
(78) مونږ تاسې ته حق راوړی و خو ستاسو د ډیرو حق بد راتلو.
(79) ایا هغوی د یو غوڅ کار پریکړه کړې ده؟ نو مونږ هم خپل کار ښه ښپوخ کړی[۶] دی.
[۶] اشاره ده چې کافرو قریشو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وژنې لپاره اخرنۍ پریکړه وکړه. خو الله بریمن نه بلکې خپل رسول ته يي نجات ورکړ( تفسیر الماوردی).
(80) ایا ګومان کوي چې مونږ يې پټې خبرې، او غلې غلې مشورې نه اورو. بلکې اورويې او زمونږ استازي د هغوی هر څه لیکي.
(81) ای محمده! ورته ووایه بالفرض که د رحمن خدای ځوی وای نو زه به تر ټولو لومړی د الله عبادت کوونکی وم.
(82) د اسمانونو او ځمکې رب او د عرش څښتن له هغو ټولو خبرو نه پاک دی چې دوی يي پرې ستایې.
(83) نو محمده! پریږده يې چې لالهانده ګرځي او په لوبو اخته وي، تر څو له خپلې هغې ورځې سره مخ شي چې وعده يې ورسره کولای شي.
(84) همدغه یو الله په اسمان کې معبود دی او په ځمکه کې هم. د حکمت خاوند او په هر څه پوه دی.
(85) او ډیر لوړ او مبارک دی هغه ذات چې: د اسمانونو او ځمکې او د ټولو هغو څیزونو چې ددوی په غیږ کې دي واکمني یوازې د هغه ده د قیامت وخت ورته معلوم دی او هغه ته به تاسې ټول بیرته ورګرځولای شئ.
(86) او هغه څوک د سپارښت هیڅ واک نه لري چې هغوی يې پرته له الله نه رابلي. هو! سپارښت یوازې د هغه چا کیږي چې د حق شهادت يي ورکړی او پوهه هم ورسره وي.
(87) او قسم دی که ته هغوی وپوښتې چې چا پیدا کړي دي؟ نو خامخا به ووایي چې الله پیدا کړي یو نو بیا ولې اړولای شي؟
(88) او د پیغمبر په دې خبره قسم دی چې وايې: ای زما ربه ! دغه خلک یو نه ایمان راوړونکی قوم دی.
(89) نو ای پیغمبره! مخ ترې واړوه[۷] او ورته ووایه چې ستاسې له شر نه پناه غواړم. ډیر ژر به پوه شي[۸].
[۷] ټولي اړیکي ورسره پریکړه(فتح القدیر).
[۸] د پورتنی ترجمي په رڼا کې دا ایت د قتال په ایت منسوخ نه دی( فتح القدیر).