48 - Al-Fath ()

|

(1) اې پیغمبره! مونږ تاته څرګنده فتحه درکړه.

(2) ترڅو الله ستاسې تیر او راتلونکي ګناهونه وبښي او خپله لورینه پر تا بشپړه او سمه لار دروښايي.

(3) او الله درسره خورا پیاوړی کومک وکړي.

(4) الله هغه ذات دی چې د مؤمنانو په زړونو کې يي ډاډ ورواچاوو تر څو خپل ایمانونه لا پیاوړي کړي. د اسمانونو او ځمکي ټولې لښکرې یوازې د یو الله دې. او الله په هر څه پوه او د حکمت څښتن دی.

(5) او تر څو مؤمن سړي او مؤمنې ښځې هغو جنتونو ته ننه باسي چې لاندې ترې ویالې روانې دي او تل تر تله به هملته وي. د هغوی ټول بدکارونه به ورژوي دا کار د الله په وړاندې خورا لوی بری دی.

(6) او تر څو هغو منافقو سړیو، منافقو ښځو، مشرکانو سړیو او مشرکانو ښځو ته جزا ورکړي چې: د الله په هکله بد ګومانونه کوي په بدۍ کې راګیر او الله پرې عضب کړی او په لعنت يي کړل او دوزخ يي ورته تیار کړی دی. او هغه د ورتګ خورا بد ځای دی.

(7) د اسمانونو او ځمکې ټولې لښکرې یوازې د یو الله دې. او هغه پر هر څه برلاسی او د حکمت څښتن دی.

(8) اې محمده! بې له شکه چې ته مونږ شاهد، زیری ورکوونکی او ډارونکی لیږی يې.

(9) ترڅو تاسې په الله او د هغه په رسول ایمان راوړئ د الله د دین ملاتړي او د هغه تعظیم وکړئ سهار او ماښام يي په پاکۍ سره وستايې.

(10) کوم کسان چې له تاسره بیعت کوي، په حقیقت کې له الله سره بیعت کوي. د الله لاس د هغوی د لاسونو له پاسه دی نو چا چې بیعت مات کړ نو د خپل ځان په تاوان يې مات کړ او هر څوک چې له الله سره خپله تړلي وعده پوره کړي، الله به ډیر ژر لوی اجر ورکړي.

(11) ډیر ژر به وروسته پاتې شوي بانډه چیان تاته ووایې چې: مونږ خپلو مالونو او کورنیو مصروف کړي وو، نو مونږ ته بښنه وغواړه[۳] په ژبه هغه څه وايي چې په زړونو کې[۴] يې نشته، اې محمده! ورته ووایه چې ایا څوک شته چي د الله په مقابل کې د یو حه واک ورسره وي؟ که هغه تاسو ته د تاوان او یا ګټې رسولو اراده فرماييلې وي؟ بلکې الله ستاسې له کړنو څخه ښه خبر دی.
[۳] ته تګ لپاره راته بښنه وغواړه( ابن جریری الطبری). [۴] دايې عسې د خولي خبره ده که نه هغوی ښه پوهیږي چې د ایمان د نه لرلو له کبله پاتي شوي وو نه د مصروفیت له کبله او نه په زړه کې د الله پّ بښنه او له بښنې کوم باور لري( ابن جریر الطبری)

(12) بلکې تاسې ګومان کاوو چې پیغمبر او مؤمنان به هیڅکله خپلو کورونو ته بیرته راونه ګرځيږي. او همدا خبره مو په زړونو کې خورا ښکلې ښکاره شوې او خورا بدګومانونه مو کول. تاسې هلاکیدونکی قوم یاست.

(13) او هر چا چې پر الله او د هغه پر رسول ایمان نه وي راوړی نو مونږ بې شکه کافرانو ته سوزوونکی اور تیار کړی دی.

(14) د اسمانونو او ځمکې واکمني یوازې د یو الله ده. چاته يې چې خوښه شي بښي يې او چا ته يې چې خوښه شي عذاب ورکوي. الله ښه بښونکی ډیر مهربان دی.

(15) کله چې تاسې د غنیمتونو د لاس ته راوړلو په لور روان شئ نو وروسته پاتې خلک به ضرور درته ووايې چې مونږ ته اجازه راکړئ چې له تاسې سره ولاړ شو. غواړي چې د الله فرمان [۵] بدل کړي. ورته ووایه چې تاسې هیڅکله له مونږ سره نشئ تلای الله له پخوا نه همدا وړ فرمان صادر کړی دی. نو ډیر ژر به هغوی ووايي. نه داسې نه ده بلکې تاسې له مونږ سره حسد او کینه کوئ د حسد خبره نشته بلکې هغوی په خبره ډیر لږ پوهیږي.
[۵] د الله فرمان وو چې د خیبر غنیمتونه به یوازې هغو خلکو ته ورکول کیږي چې د حدیبې په سوله او بیعت رضوان کې شریک وو د همدې سورت په ۱۸ایت کې يي شرحه شوي ( ابن جریر الطبري).

(16) اې محمده! پاتې شوو بانډه چیانو ته ووایه چې تاسې ته به ډیر ژر د یوه جنګیالي قوم په مقابل کې د وتلو بلنه درکړای شي تاسو به له هغوی سره جنګ کوئ او یا به هغوي غاړه ږدي. نو که هغه بلنه مو ومنله نو الله به ډیر ښه اجر درکړي او که د پخوا په شان مو یو ځل بیا مخ واړولو لویه دردناک عذاب به مو وربړوي.

(17) پر ړانده شل او مریض باندې هیڅ باک نشته چې جهاد ته ونه ووځي. او هر څوک چې د الله او د هغه د رسول مننه وکړي الله به يې هغو جنتونو ته ننه باسي چې ویالي پکې روانې وي. او چې مخ واړوي نو په دردناک عذاب به يي وربړوي.

(18) الله هغه وخت له مؤمنانو نه خوښ شو چې له ونې لاندې يې له بیعت کولو د زړونو حال يې الله ته ښه معلوم وو نو ځکه يي پرې ډاډ راښکته او ډیره نژدې سوبه يي ور په برخه کړه.

(19) او هم يي لورینه پرې وکړه چې ډیر ژر به خورا ډیر غنیمتونه تر لاسه کړي. الله پر هر څه برلاسی او د حکمت څښتن دی.

(20) الله له تاسې سره د ډیرو غنیمتو د ترلاسه کولو وعده کړې وه[۶] نو دغه غنیمت يې ژر درکړ[۷] او د خلکو لاسونه يې له تاسې نه بند کړل. تر څو د مؤمنانو لپاره یوه نښه شي[۸] او الله تاسې ته د سمې او روغې لارې ښوونه وکړي.
[۶] هغه غنیمتونه چې د خیبر له فتحې وروسته په پرله پسې توګه د مسلمانانو لاس ته ورغلل. [۷] د حدیبې سوله یا د خیر سوله یا د خیبر فتحه. [۸] څوک د الله په لار ځي کامیابي يې په برخه ده .

(21) او هغه بل چې تاسې پرې توانا نه واست[۹] مګر الله ایسار کړی او الله پر هر شي وسمن او پیاوړی دی.
[۹] د مکې فتحې ته اشاره ده چې هغه وخت د مسلمانانو په توان نه وه او د فارس او ورم او نورې نړئ فتحې ته اشاره چې تر قیامته به دوام لري( ابن جریر الطبری).

(22) او که چیرې کافرانو له تاسې سره جنګ کړی وای نو په تیښته به يې شا اړولی وه او بیا به يي هیڅ دوست او ملاتړ نه وو میندلی.

(23) دا د الله سنت او طریقه ده چې له پخوا نه را روانه ده. او ته به د الله په طریقه کې هیڅ بدلون ونه مومې.

(24) او الله هغه ذات دی چې د مکي په مینځ کې يي وروسته له هغې چې تاسو يې پر کافرانو برلاسې کړي واست ستاسې لاسونه يې له هغوی او د هغوی لاسونه يې له تاسې نه بند کړل او الله ستاسو د کړنو ډیرښه لیدونکی دی.

(25) دوی هغه کسان دي چې کفر يې منلی، تاسې يې له مسجد الحرام نه منع کړي او د قربانۍ څاروي يې له دې نه ایسار کړي دي چې د حلالې ځای ته ورسیږي . که چیرې په مکه کې هغه مسلمان سړی او مسلمانې ښځې نه وای چې تاسې يې لاتراوسه په مسلمانۍ نه پیژنئ او ددې ډار نه وای چې تاسې به يې و ځپئ او په دې توګه به په ناخبرۍ او ناپوهۍ سره له دردونکې پيښې او غم سره مخ شئ ( نو خامخا به يي د جهاد او جنګ اجازه درکړې وای).( او هم يي ځکه دا اجازه درنه کړه چې) الله هغه کسان په خپل رحمت کې شامل کړي چې خوښه يي ورته وشي. او که سره جلا، جلا شوي وای نو مونږ به خامخا د هغوی کافران په دردناک عذاب ربړولي وای.

(26) او کله چې کافرانو په خپلو زړونو کې د جاهلیت عار او ننګ وپاله نو الله پر خپل رسول او مؤمنانو ډاډ راښکته او د پرهیزګارۍ خبره چې هغوی يې وړ او اهل وو د تل لپاره له هغوی سره وتړله. او الله په هر څه پوه دی.

(27) الله خپل رسول ته حق خوب په رښتیا ورښوولی وو چې که د الله خوښه وي نو تاسې به هرو مرو مسجد الحرام ته د امن او ډاډ فضاء کې ننه ووځئ سرونه به لګوئ. او هم به يي لنډوئ او هیڅ ډار به درسره نه وي. الله ته هغه څه معلوم وو چې تاسې پرې نه پوهیدئ نو ځکه يي د خوب له پوره کیدلو وړاندې تاسې ته یوه بله نژدې فتحه [۱۰] در په برخه کړه.
[۱۰] د حدیبې سوله یا د خیبر فتحه( ابن جریر الطبری).

(28) الله هغه ذات دی چې خپل رسول يې له هدایت او حق دین سره لیږلی دی تر څو يې پر ټولو د نیونو لوړ کړي. او په دې خبره الله د شاهد په توګه بس دی.

(29) محمد د الله رسول دی. او هغه کسان چې ورسره دي پر کفارو ډیر سخت او په خپلو مینځونو کې ډیر مهربان دی. ته به يې همیش رکوع او سجده کوونکی وینې چې د الله د مهربانیو او خوښیو د ترلاسه کولو په هڅو کې به وي. په مخونو کې يي د سجدې نښې [۱۱] ښکاري په همدې توګه يي په تورات او انجیل کې یادونه شوې ده. دوی هغه کښت ته ورته دي چې په خپل څنګ کې نورې ډیرې څانګې راپورته بیا هغه هم پیاوړي او هومره يې کلکې کړي چې بالاخره پر خپلو ډډونو ودریږي بزګران خوښوي ترڅو کافران ددوی له پیاوړتیا څخه خپل په خپله وسوزي. الله له هغو کسانو سره چې ایمان يي راړی او نیکي کړنې يې خپلې کړې دبښنې او لوی اجر وعده کړې ده.
[۱۱] د مخونو روښنايي تواضح او غوره اخلاق ( ابن جریر الطبری)