51 - Adh-Dhaariyat ()

|

(1) قسم په هغو بادونو چې ګردونه الوزوي.

(2) قسم په هغو وریځو چې درنې اوبه پورته کوي.

(3) قسم په هغو کښتیو چې په اسانۍ سره رواني دي.

(4) قسم په هغو ملایکو چې ستر کارونه ویشي.

(5) بې له شکه چې له تاسې سره کیدونکې وعده[۱۶] رښتیا ده.
[۱۶] چې تاسې به بیا راژوندي کیږئ.

(6) او حساب او کتاب خامخا پیښیدونکی دی.

(7) او قسم په ښایسته جوړ شوې او له لارو نه په ډک اسمان

(8) چې بې شکه تاسې په یوه ګډه وډه[۱۷] خبره کې يې.
[۱۷] ځینې وايي قران سحر دی، ځیني وايي شعر دی، ځیني وايي کوډي دي او ځیني نور څه وايي( فتح القدیر )

(9) له دې قران څخه هغه خلک اړولی شي چې د الله په علم کې ترې اړول شوې دي.

(10) اټل کوونکې دي هلاک شي.

(11) هغه چې د اخرت له پټ کار نه غافله او ناخبره دي.

(12) او پوښتنه کوي چې د حساب او کتاب ورځ به کله وي؟

(13) په هغه ورځ کې به هغوی په اور سوزولی شي.

(14) هلته به ورته وویل شي اوس خپل عذاب وڅکئ دا همغه څه دي چې تاسې په ډیر تلوار غوښتلو.

(15) بې له شکه چې له الله نه ډاریدونکي خلک به په باغونو او چینو کې وي.

(16) د خپل رب ورکړي نعمتونه به په خوښۍ سره اخلي بې له شکه چې دوی له دې نه په مخکې ژوند کې نیکو کاران وو.

(17) د شپې په ډیره لږه برخه کې ویده کیدل.

(18) او د شپي په اخرنۍ برخه کې يي بښنه غوښتله.

(19) او په مالونو کې د سوال ګرو او بې وسو برخه معلومه وه.

(20) او په ځمکه کې د باور کوونکو لپاره سخت ډیر دلایل او نښط دي.

(21) او ستاسې په خپلو ځانونو کې ایا تاسې نه ځیر کیږئ؟

(22) په اسمان کې ستاسې روزې او هغه څه دي چې له تاسې سره يي وعده کیږي.

(23) نو د اسمان او ځمکې په رب مې قسم چې دا خبره همداسې واقعیت دی لکه څرنګه چې دا یو واقعیت دی چې تاسې خبرې کوئ.

(24) اې پیغمبره ! د ابراهیم د عزتمنو میلمنو کیسه تاته راغلې ده؟

(25) کله چې ابراهیم ته راغلل نو ويي ویل: سلام. ابراهیم وویل: پر تاسو دې سلام وي. څه نا اشنا غوندي خلک دي.

(26) همغه وخت کور ته والړ او یو چاغ وریت کړی خوسی يي راووړ.

(27) میلمنو ته يي وړاندې او ورته يي وویل: ایا تاسو يې نه خورئ؟

(28) هغه وو چې په زړه کې ترې وډار شو. هغوی ورته وویل: مه ډاریږه! او بیا يې د یوه هوښیار هلک زیری ورکړ.

(29) ښځه يې په چیغو سر او په داسې حال کې چې مخ يي واهه را وړاندې او ويي ویل زړه او شنډه ښځه!

(30) ملایکو وویل: هو! په همدې ډول ستا رب فرمایلي دي بې له شکه هغه د حکمت څښتن په هر څه پوه دی.

(31) ابراهیم وویل:استازو!ستاسې هدف څه دی؟

(32) هوی وویل:مونږ د یو مجرم قوم لپاره رالیږلي شوي یو.

(33) تر څو له خټو جوړ شوي کاڼي پرې ووروو.

(34) دا هغه ډبرې دي چې ستا د رب له لورې له پولو اوښتو خلکو ته په ګوته شوي دي.

(35) نو مونږ له کلي نه ټول مؤمنان وښکلي وو.

(36) او مونږ پکې پرته له یوه کور نه نور مسلمانان مینده نه کړل.

(37) او هلته مو یوه لویه نښه د هغو کسانو لپاره پریښووله چې له دردناک عذاب ډاریږي.

(38) او د موسی کیسه هم یو پند دی چې مونږ له ښکاره دلیل سره د فرعون په لور ولیږه.

(39) فرعون د خپل توان او زور په غرور مخ واړاو او ویې ویل:موسی کو ډګر یا لیونی دی.

(40) نو مونږ فرعون او لښکر يي راونیول او په سیند کې مو ډوب کړل په رښتیا هغه د ملامتیا وړو.

(41) او دعادیانو کیسه هم له پند نه ډکه وه.مونږ پر هغوی یو طوفاني بې خیره باد راوالوزاو.

(42) په هر شي به چې راته نو د وراسته او غورځول شوی په شان به یې کاوه.

(43) او د ثمودیانو کیسه هم پند دی کله چې هغوي ته وویل شو:چې تر یوه ټاکلي وخت مزې او چړچې وکړئ.

(44) د خپل رب له حکم نه یي سروغړولو نو یوی سختې کړیکې په داسې حال کې ونیول چې هغوی نیغ نیغ ورته کتل.

(45) نه ورسره د پورته کیدلو توان وو،او نه یې ځان ژغورلی[۱]شو.
[۱] ـ یا یې معنا ده چې نه یې د چا نه بدل اخیستلی شو.(البحر المحیط في التفسیر).

(46) او له ټولو نه اول مونږ د نوح قوم هلاک کړ.ځکه چې فاسق خلک وو.

(47) او اسمان مونږ په خپلو لاسونو جوړ کړی او مونږ پراخي راوستونکي یو.

(48) او ځمکه مو خوره کړې ده او مونږ نښه غوړوونکي یو.

(49) او مونږ هر شی جوړه پیدا کړی دی.ښايې چې تاسې پند واخلئ.

(50) نو الله ته په منډه ورشئ.زه تاسې ته د هغه له لورې یو ښکاره ډاروونکی یم.

(51) او له الله سره نو معبودان مه نیسئ.زه تاسې ته د هغه له لورې یوه ښکاره داروونکی یم.

(52) هو!په همدې توګه له دوی نه وړاندې هیڅ قوم ته استازی نه دی راغلی مګر هغوی ویلي دي چې دا جادوګر یا لیونی دی.

(53) ایا هغوی په دې خبره یو بل ته وصیت کړی دی؟ نه:بلکې هغوی سرغړوونکي خلک دي.

(54) نو ای پیغمبره!مخ ترې واړه وه ته هیڅ ملامت نه یې.

(55) او پند ورکوه ځکه چې پند ورکول مؤمنانو ته ګټه رسوي.

(56) او ما پيریان او انسانان له دې نه پرته د بل هیڅ شي لپاره نه دي پيدا کړي چې هغوی به زما بندګي او عبادت کوي.

(57) زه به له هغوی روزي نه غواړم او نه ترې غوښتنه کوم چې ماته خوراک راکړي.

(58) بې له شکه چې الله په خپله ښه روزي ور کوونکی،د قوت څښتن او پیاوړی دی.

(59) د ظالمانو لپاره همغه عذاب دی چې ملګرو ته یې ور کړل شوی دی.نو ډير په تلوار دې نه غواړي.

(60) د کافرانو لپاره په هغه ورځ هلاک او د دوزخ کنده ده چې له دوی سره یې وعده کولی شي.