(1) قسم د طور په غره.
(2) او قسم په لیکل شوی کتاب.
(3) چې په خلاصه پاڼه کې لیکل شوی دی.
(4) او قسم په اباد کور.
(5) او قسم په لوړ چت[۳]
[۳] ـ اسمان یا عرش(فتح القدیر).
(6) او قسم په څپانده سمندر.
(7) او چې ستا د رب عذاب خامخا پیښیدونکی دی.
(8) هیڅ څوک یې مخه نیولای نشي.
(9) په هغه ورځ به اسمان بې دریغه ولړزیږي.
(10) او غرونه به په خپل سر روان شي.
(11) په هغه ورځ د درواغ ګټونکو لپاره تباهي او هلاکت دی.
(12) د هغو کسانو لپاره چې په باطلو کې د لوبو په توګه ننوتلي دي.
(13) هغه ورځ چې د دوزخ په لور به کش کول کیږي.
(14) او ورته به ویلی شي چې دا همغه اور دی چې تاسې به درواغ ګاڼه.
(15) ووایاست دا کوم جادو دی؟او که تاسې څه نه وینئ.
(16) ورننه ووځئ!اوس یې تاسې ته زغمل او نه زغمل یو برابر دي.بې شکه چې تاسې ته د همغو اعمالو بدل در کولی شي چې تاسو به کول.
(17) بې شکه چې متقیان به په جنتونو او نعمتونو کې وي.
(18) له هغو نعمتونونه خوند اخلي چې رب ورته ور کړي دي او د دوزخ له عذاب نه یي ژغورلي دي.
(19) او ورته به وویل شي.چې د خپلو تیرو کړنو په بدل کې ښه په مزو او چړ چو سره خوراک او څښاک وکړئ.
(20) هلته به یې په کتاروشوو تختونوتکيي کړي وی.او مونږ به ښایسته تکې سپینې د غټو سترګو والا ښځې ورته په نکاح کړو.
(21) او کومو کسانو چې ایمان راوړی،او اولادونو یې هم د ایمان لار ور پسې نیولي ده نو مونږ به یې اولادونه ورسره یو ځای کړو او د پلرونو له کړنو به یې هیڅ شی کم نه کړو.هر څوک د خپلو کړنو په بدل کې ښکیل دی.
(22) او مونږ به هر ډول میوې،غوښې او هر څه چې د هغوی زړه یې وغواړي لاپسې ورته ډیروو.
(23) هلته به په ډیرې خوښۍ سره یو له بل نه د هغو شرابو کاسې تښتوي چې نه به پکې چټي او عبثې خبرې وي او نه په ګناه اخته کیدل.
(24) په خدمت کې به يي هغه هلکان منډې وهي چې یوازي به د همدوی وي او د پوښل شوو ملغلرو په څير به ځلیږي.
(25) او مخ په مخ به یوله بل نه پوښتنې کوي.
(26) او وایې به چې:مونږ خو پخوا د خپلو کورنیو په مینځ کې د ډار شپې[۴]تیرولې.
[۴] ـ د اخرت له عذاب نه ډاریدلو.(فتح القدیر د امام الشوکاني).
(27) نو الله را باندې لورینه وکړه او د ګرم او سوزوونکی عذاب نه یې وژغورلو.
(28) په رښتیا چې مونږ په پخواني ژوند کې یوازې هغه باله.او هغه ډیر زیات ښیګڼه کوونکی او ډير زیات مهربان دی.
(29) نو ای پیغمبره!خلکو ته پند وړاندې کړه.ته د خپل رب د لورینې له مخې نه فال ګریې او نه لیونی.
(30) ایا هغوی وایې چې دا یو شاعر دی؟او مونږ پرې د حوادثو او پیښو او وښتون ته منتظر یو.
(31) ورته ووایه چې انتظار کوئ زه هم له تاسې سره په انتظار کوونکو کې یم.
(32) ایا عقلونه یې په همدې ورته حکم کوي؟او که هغوی سرغړوونکي دي؟
(33) ایا هغوی وایي چې محمد قران له ځانه ویلی دی؟نه بلکې هغوی ایمان راوړونکی نه دي.
(34) د قرآن په شان یوه خبره خو دې جوړه کړي که رښتیني وي.
(35) ایا پخپل سره خپل په خپله پیدا شوي دي او که په خپله پیدا کوونکی دي؟
(36) ایا اسمانونه او ځمکه هغوی پیدا کړي دي؟نه بلکي باور کوونکي نه دی.
(37) ایا ستا د رب خزانې ورکړای شوي دي؟او که هغوی یې په زوره واکداران شوي دي؟
(38) ایا داسې زینې لري چې پرې ختلي او پاس خبرې یې اوریدلي وي؟نو د هغوی اوریدونکي دې خپل ښکاره دلیل وړاندې کړي؟
(39) ایا د الله لورګانې دي او ستاسې ځامن؟
(40) ایا ته ترې په دې بلنه ومزدوری غواړې؟چې تاوان ورکول په هغو دروند شوی دی؟
(41) ایا څه پټ شیان ورته معلوم دي چې بیا یي لیکي؟
(42) ایا د مکر او چل هڅه کوي؟هغه کسان چې کافران شوې په خپلو چلونو کې نښتي دي.
(43) ایا له الله نه پرته خدای هم لري؟الله له هغه څه نه پاک دی چې هغوی یې ورسره شریکوي.
(44) او که چیرې د اسمان له لورې کومه راپریوتونکې ټوټه وګوري نو وایې به چې دا خو ګڼه وریځ ده.
(45) او ای پیغمبره!پریږیې ده تر څو له خپلې هغې ورځې سره مخ شي چې هغوی به پکي هلاکولای شي.
(46) هغه ورځ چې چلونه به یې هیڅ شی ترې نشي په څنګ کولای.او نه به له هغوی سره کومک کولای شي.
(47) او بې له شکه چې ظالمانو ته له لوی عذاب نه پرته نور[۵]عذابونه هم شته خو ډیر خلک یې نه پوهیږي.
[۵] له مرض،لوږه،طوفان،زلزله او نور.(فتح القدیر).
(48) ای پيغمبره!د خپل رب تر حکمه صبر وکړه بې شکه چې ته زمونږ د سترګو په وړاندې یې.او چې پورته کیږي نو د خپل رب تسبیح او حمد وایه.
(49) او هم یې د شپي په اوږدو کې تسبیح وایه او هم د ستورو له پریوتلو وروسته.