6 - Al-An'aam ()

|

(1) ټولې ستاینې هغه الله ته دي چې اسمانونه او ځمکه یې پیدا کړي تیارې او رڼا یې جوړه کړه ـ بیا هم کافران له خپل رب سره نور څیزونه برابروي؟

(2) الله همغه ذات دی چې تاسې یې له خټې پیدا او بیا یې درته وټاکله او د قیامت د جوړیدلو وخت هغه ته معلوم دی بیا هم تاسې شک کوئ؟

(3) همغه یو الله په اسمانونو کې دی او په ځمکه کې هم. ستاسې ټول پټ او ښکاره ورته معلوم او له ټولو کړنو مو ښه خبر دی.

(4) او چې کله هم هغوی ته د رب له لورې کومه نښه او دلیل راغلی دی نو مخ یې ترې اړولی دی.

(5) همدا اوس هم چې حق ورته راغې نو درواغ یې وګاڼه. خو ډیر ژر به د هغه څه په واقعیت پوه شي چې ملنډې پرې وهي.

(6) ایا نه ګورې چې له هغوی نه وړاندې مونږ څومره ډیر خلک هلاک کړي دي؟ هغوی ته مې په ځمکه کې هومره څه ورکړي وو چې تاسو ته مي لا ندي در کړي پر هغوی مې اسمان ښه راورولی او ښې ویالې مې ورته بیولې وې خو د ګناهونو له کبله مې هلاک او پر ځای مې د بلې زمانې خلک را پورته کړل.

(7) ای محمده! صلی الله علیه وسلم که مونږ پر تا باندې کوم لیکلی کتاب نازل کړی وای په لاسونو کې له اخیستلو سره به خامخا کافرانو ویلي وای چې دا پرته له پیاوړي سحر څخه بل څه نه دي.

(8) او وایي چې ولې پر پیغمبر کومه ملایکه نه ده نازله شوې او که چیرې مونږ ملایکه نازله کړی وای نو خبره به خلاصه او بیا به هیڅ مهلت نه ورکول کیده.

(9) او که ملایکه مې راښکته کولای نو هم د سړي په څیره کې به وه او دوی به مې په همغه شک کې اچولي وو چې اوس پکې غورځیدلي دي.

(10) ای محمده! له تا نه وړاندې هم په ډیرو پیغمبرانو ملنډې وهل شوي چې بالاخره ملنډې وهونکي له همغه عذاب سره مخ شوي دي چې ټوکې به يې پرې کولې.

(11) ای محمده! ووایه چې ځمکه کې وګرځئ بیا وګورئ چې د دوراغ ګڼونکو پای څه شوه؟

(12) ورته ووایه چې هغه د چا دي چې په اسمانونو او ځمکه کې دي؟ ورته ووایه چې یوازې د یو الله دي. هغه پر ځان مهرباني لازمه کړې ده. او تاسې به خامخا د قیامت په یقیني راتلونکې ورځ کې راټول کړي. خو هغه خلک یې نه مني چې ځانونه یې په تاوان کې اچولي دي.

(13) او یوارې د یو الله دي هغه ټول چې د شپې په تیارې او د ورځې په رڼا کې اوسیږي. او هغه اوریدونکی او پوه دی.

(14) ای محمده! ووایه ایا پرته له هغه الله بل څوک کار جوړوونکی ونیسم چې اسمانونه او ځمکه ئې پیدا کړي نورو ته روزي ورکوي او هغه ته روزي نه ورکول کیږي. ووایه چې ماته امر شوی دی چې زه باید تر هر چا لومړی ځان الله ته وسپارم او امر راته شوی چې له مشرکانو څخه مه کیږه.

(15) ورته ووایه زه ډاریږم که د خپل رب نه سر وغړوم د لویې ورځې له عذاب سره به مخ شم.

(16) او هر څوک چې د هغې ورځې له عذاب وژغورل شو نو الله پرې پوره مهرباني وکړه. او دا ښکاره کامیابي ده.

(17) او که الله پاک تا ته کوم تاوان ورسوي نو پرته له هغه یې بل څوک نه شي لرې کولی. او که هغه کومه ګټه در ورسوي نو همدغه الله پر هر څیز پیاوړی دی.

(18) او همدا الله پر خپلو بندګانو بر لاسی او حکمت څښتن او له هر څه نه خبر دی.

(19) ای محمده ووایه چې لوی شاهد څوک دی؟ورته ووایه چې: زما او ستاسې ترمینځ الله پاک شاهد دی. چې ماته دا قران وحې شوی دی چې تاسې او هغه نور خلک پرې وډاروم چې قرآن ور رسیږي. ایا تاسې دا خبره کوئ چې له الله سره نور خدایان شته؟ ووایه زه دا خبره نه کوم. ووایه چې : الله یو دی او زه له هغه څه بې زاره یم چې تاسې یې له الله سره شریکوئ.

(20) کومو خلکو ته چې مونږ کتاب ورکړی دی د الله پاک یووالی[۶] داس پيژني لکه څرنګه چې خپل ځامن پيژني چا چې ځانونه په تاوان کې اچولي دي نو هغوی ایمان نه راوړي.
[۶] یا محمد صلی الله علیه وسلم( فتح القدیر)

(21) له هغه چا نه به بل څوک لوی ظالم وي چې پر الله درواغ تړي او یا د هغه ایتونه درواغ ګڼي؟ دا پخه خبره ده چې ظالمان خلاصون نشي میندی.

(22) او هغه ورځ چې مونږ دوی ټول را پاڅوو او بیا شرک کوونکو ته ووایو چې اوس چیرې دي هغه چې تاسې به پءې د الله د شریکانو ګمان کاوه؟

(23) بیا به د هغوی درواغجن عذر پرته له دې بل نه وي چې ووایې قسم په الله چې زمونږ رب دی مونږ شرک نه دی کړی.

(24) وګوره څرنګه یې په ځان درواغ وویل؟ او هغه څه ترې ورک شول چې له ځانه به ی دوراغ جوړول.

(25) ځینې خلک یې تا ته غوږ نیسي خو مونږ د هغوی زړونه په پردو کې نغښتي چې په هیڅ نه پوهیږي او په غوږونو کې يې دروندوالی دی نو که هره نښه وویني ایمان پرې نه راوړي. ان تر دې چې کله تا ته راځي نو جګړه در سره کوي او دا کافران وایې چې ستا راوړی پیغام پرته له زړو کیسو بل څه نه دی.

(26) هغوی د رسول د منلو نه نور منع کوی او په خپله هم ترې څنډه کوي. او په دی توګه پرته له دی چې ځانونه هلاک کړي بل چا ته تاوان نشي رسولای خو هغوی نه پوهیږي.

(27) او که ته هغه صحنه وویني چې کله هغوی پر اور ودرولی شي نو وايي به چې کاشکې مونږ بیرته بوتلی شو نو مونږ به د خپل رب ایتونه درواغ ونه ګڼو او مونږ به مؤمنا وو.

(28) خو واقعیت دا ندی بلکې هغوی ته هغه څه ښکاره شو چې پخوا به یې پردې پرې اچولي او که بیا هم دنیا ته وګرځول شي نو همغه څه به وکړي چې ترې منع شوی وو بې شکه چې دوی ډیر درواغجن دي.

(29) او ووایې چې ژوند خو یوازې همدغه د دنیا ژوند دی او مونږ بیا نه را ژوندي کیږو.

(30) او که ته هغه صحنه ووینې چې کله هغوی د رب په وړاندې ودرول شي الله به ورته وفرمايي: ایا دا حق نه دی؟ هغوی به ووایې هو قسم مو په رب چې حق دی. الله به وفرمایي. اوس د خپل کفر په بدل کې د عذاب خوند واخلئ.

(31) هغه خلک په رښتیا زیانمن شول چې د الله پاک سره مخ کیدل یې دوراغ ګڼل. خو چې کله پرې ناببره د مخ کیدلو وخت راشي نو وایې به چې افسوس زمونږ پر نیمګړتیا او هغوی به خپل ګناهونه پر اوږو بار کړي وي خبر اوسئ چې ډير بد پیټې دی چې هغوی یې به اوږو کوي.

(32) د دنیا ژوند خو یوه لوبه او ساعت تیري ده او بې له شکه د اخرت کور د پرهیزګارانو لپاره غوره دی. ایا تاسې عقل نه لرئ.

(33) مونږ ښه پوهیږو چې د هغوی خبرې تا ډیر خفه کوي هغوی تا درواغجن نه ګڼي بلکې ظالمان د الله له نښو څخه انکار کوي.

(34) او له تا نه وړاندې ډیر رسولان درواغجن ګڼلي شوي خو هغوی ټول تهمتونه او ورپيښ کړاوونه په ورین تندي استقبال کړل. تر څو چې زمونږ ملاتړ ورته راغی. د الله د کلمو هیڅ بدلوونکی نشته او په تحقیق چې تاته د رسولانو حال پوره راغلي دی.

(35) که د هغوی مخ اړول پر تا دروند وي نو که په وس دې وي چې په ځمکه کې کوم پټ ځای ته ولاړ یا د اسمان په لور کومه زینه کیږدې، او هغوی ته یوه معجزه راوړې. ( نو دریغ ه کړه) که الله پاک غوښتې وای نو دوی ټول به یې په سمه لار روان کړي وو. نو له ناپوانو مه کیږه.

(36) یوازې هغه خلک خبره مني چې د حق بلنه اورې. او الله مړي را پورته کوي او بیا د هغه په لور ور ګرځول کیږي.

(37) او هغوی وایې چې ولې پر محمد(صلی الله علیه وسلم) د خپل رب له لورې یوه معجز نه نازلیږي. ووایه الله پاک توان لري چې معجزه نازله کړي خو د هغوی ډیر خلک نه پوهیږي.

(38) د ځمکي ټول څاروي، او په وزرونو الوتونکي مرغان ستاسې په شان خیلونه دي. مونږ په کتاب کې هیڅ شی نیمګړی نه دی پريښی بیا به دا ټول ژوي د خپل رب په لور را ټول کړای شي.

(39) او چا چې زمونږ ایتونه درواغ ګڼلي دي هغوی له حق اوریدلو نه کاڼه او له ویلو نه یې ګونګیان او په تیارو کې پراته دي. د الله پاک چې چاته خوښه شي بې لارې کوي یي او چې چاته یې خوښه شي ه سمه لار یې برابروي.

(40) ( ای محمده!) ووایه په دې مي پوه کړئ چې که چیر تاسې ته د الله عذاب او یا د قیامت ټاکلی وخت راشي نو ایا تاسې به پرته له الله نه بل څوک بلئ؟ که تاسې رښتیني یاست.

(41) بلکې په داسې وختونو کې خو تاسې یوازې یو الله رابلئ بیا نو که د هغه خوښه شي هغه څه در څخه لري کوي چې تاسې يې غوښتنه کوئ او هغه چې له الله سره یې شریک ګڼئ بالکل له یاده وباسئ.

(42) او مونږ پخوانیو امټونو ته استازي لیږلي او له سختیو او ستونزو سره مو مخ کړي وو ښايي چې هغوی عاجزۍ او زارۍ وکړي.

(43) نو چې کله هغوی ته زمونږ عذاب راغی ولې ې زارۍ او عاجزي ونکړه؟ عاجزي لا څه چې زړونه يې سخت او شیطان ټولې کړنې ورته ښایسته کړې.

(44) نو کله چې هغوی ورکړای شوی پند هیر کړ نو مونږ پرې د هر شي دروازې را خلاصې کړې. تر دې چې په ورکړو شوو نعمتونو خورا زیات خوښ شوي وو ناببره مو ونیول بیا نو هغوی مایوسي ښکاره کوونکي وو.

(45) د تیري کوونکي قوم بنسټ ووت. او ثنا او صفت یوازې هغه الله ته دی چې د ټول عالم رب دی.

(46) ای محمده! هغوی ته ووایه چې په دې مې وه کړئ که الله پاک ستاسې اوریدنه او لیدنه واخلي او په زړونو مو مهر ولګوي له الله پرته بل خدای شته چې دا څیزونه بیرته درکړي؟ وګوره چې مونږ څرنګه سپینه خبره کوو، بیا هم هغوی له حق نه څنګ کوي.

(47) ای محمده! هغوی ته ووایه پدې مې پوه کړئ که د الله پاک عذاب ناببره یا په څرګند ډول راشي، ایا پرته له تیري کوونکي قوم څخه به بل څوک هلاکولای شي؟

(48) مونږ رسولان یوازې د زیری او ډار ورکولو لپاره لیږلې دي. چا چې ایمان راوړ او خپلې کړنې یې روغې کړې. هیڅ ډار به پرې نه وي او نه به له کوم غم سره مخ شي.

(49) او کومو کسانو چې زمونږ ایتونه درواغ ګڼلي دي نو د ورانګارۍ په بدل کې به عذاب ورورسیږي.

(50) ای محمده! ووایه چې زه دا نه وایم چې له ماسره د الله ټولې خزانې دي او دا هم نه وایم چې زه په پټو پوهیږم. او دا هم نه وایم چې زه ملایکه یم. زه پرته له هغه څه چې ما ته وحې کیږي د بل څه مننه نه کوم ووایه : ایا ړوند او بینا سره برابر دي؟ ایا تاسې فکر نه کوئ؟.

(51) او ای محمده! په دې وحې سره هغه کسان وډاره وه چې ډار ورسره وي چې د رب په وړاندې به راټول، او پرته له یو الله نه به یې بل هیڅ دوست او سپارښت کوونکی نه وي. تر څو هغوی خپل ځانونه وژغوري.

(52) او هغه کسان مه شړه چې سهار او ماښام خپل رب بلی او یوازې د هغه خوښي يې هیله وي. د هغوی د کړنو بار پر تا نشته او نه ستا د کړنو بار پر هغوی. که ته هغوی وشړې نو ته به له تیري کوونکو نه یې.

(53) او په دی توګه مونږ یې ځیني پر ځینو نور وازمایلي. تر څو ماړه خلک ووايي چې الله پاک په مونږ کې یوازې پر همدوی لورینه کړې ده؟ ایا الله پاک شکر کوونکي ښه نه پيژني؟

(54) او کله چې تاته زمونږ په ایتونو مؤمنان راغلل نو ورته ووایه چې پر تاسې دی سلام وي ستاسې رب پر خپل ځان مهرباني لازمه کړې ده ستاسې هر یو چې په ناپوهۍ سره کوم بد کار وکړي او ژر ورپسې توبه وباسي او خپلې کړنې روغې کړي نو بې له شکه چې الله پاک ښه بښونکی خورا مهربان دی.

(55) او په دې توګه مونږ خپل ایتونه بیانوو تر څو د ګناه ګارو لار روښانه شي.

(56) ای محمده! ووایه چې زه د هغو شیانو له عبادت نه منع شوی یم چې تاسې یې پرته له الله نه بلئ. ورته ووایه: زه ستاسې د غوښتنو مننه نه کوم او که ویې کړم نو زه به بې لارې یم او له لارې میندونکو څخه به نه وم.

(57) ای محمده! ووایه چې زه د خپل رب له لورې په روښانه لار یم او تاسې هغه درواغ ګڼلې ده. هغه څه له ماسره نشته چې تاسې يې په منډه غواړئ. پریکړې یوازې د الله په واک کې دي. هغه حق بیانوي او خورا غوره پریکړه کوونکی دی.

(58) ووایه که زما په واک کې هغه څه وای چې تساې یې په بیړه غواړئ نو زما او ستاسې ترمینځ به خبره خلاصه شوې وای. او الله پاک ته تیري کوونکي ښه معلوم دي.

(59) او د پټو کیلي( کونجیانې) یوازې له هغه سره دي. پرته له هغه هیچا ته معلومات نشته د وچې او لمدي ټول معلومات له هغه سره دي ـ هره پاڼه چې راپریوزي او هره دانه چې د ځمکې په تورو تیارو کې پټيږي او ټول لامده او وچ په یوه ښکاره کتاب کې لیکل شوي دي.

(60) الله هغه ذات دی چې د شپې مو پوره اخلي. او د ورځي ټول کړه مو ورته معلوم دي بیا مو د ورځې بیرته راویښوي تر څو د مرګ لپاره ټاکلې موده پوره شي. بیا مو خاص د هغه په لور ورتګ دی او بیا به تاسې د خپلو کړنو له نتیجې نه خبر کړي.

(61) الله پاک د خپلو بنده ګانو پوره واکمن او ستاسې پر څارنه ملایکې لیږي. تر څو کله چې ستاسې د کوم یوه د مرګ نیټه راشي، نو زمونږ استازي یې پرته له دې چې څه کموالی ترې وشي پوره ساه اخلي.

(62) بیا ټول د رښتیني بادار په لور استول کیږي ـ خبر اوسئ چې واک یوازې د هغه او هغه ژر حساب کوونکی دی.

(63) ای محمده! ووایه څوک به تاسې د وچې او لندې له تیارو څخه وژغورې؟ تاسې په ښکاره او پټه زارۍ کوئ. چې که الله مونږ له دې تیارو نه خلاص کړو نو خامخا به د شکر کوونکو لار نیسو.

(64) ای محمده! ووایه چې الله پاک مو له دې او له هرې سختۍ نه خلاصوي بیا هم تاسې له هغه سره شریک نیسئ؟

(65) ای محمده! ووایه د الله پاک په وس ده چې له پاسه در باندې کوم عذاب راښکته او یا یې د پښو له لورې درباندې راپورته کړي. او یا مو په ډلو وویشي او هره ډله په بله وځوروي. وګوره مونږ څرنګه نښانې وړاندی کوو تر څو هغوی پوه شي.

(66) ستا قوم دا نښې درواغ ګڼلې سره له دې چې حقې دي. ورته ووایه چې زه ستاسې ساتونکی نه یم.

(67) د هرې خبرې لپاره یو وخت وي او چې نیټه یې راشي بیا به تاسې پوه شئ.

(68) او چې تا ولیدل چې ځینې خلک زمونږ پر ایتونو ګوته ږدي نو تر هغو ترې لرې اوسه چې تر څو له دې ملنډو تیر او نورې خبرې پیل کړي. او که شیطان در نه هیره کړه نو له یادښت وروسته له تیري کوونکي قوم سره مه کینه.

(69) د هغوی هیڅ پيټی د پرهیزګارانو په غاړه نشته البته پند ورکول یې دنده ده کیدای شي چې هغوی هم پرهیزکاري وکړي.

(70) او هغه خلک پریږده چې له خپل دین نه یې لوبه او تماشا جوړه کړی او دنیو ژوند غولولي دي. او په قران هر چا ته پند ورکړه هسې نه چې د خپلو کړو له کبله داسې پریوزي چې پرته له الله به یې نه څوک دوست وي او نه سپارښت کوونکی. که د خلاصون لپاره هر څه وړاندې کوي ترې اخیستل کیږي به نه، دا هغه خلک دي چې د خپلو کړو له کبله هلاکت ته سپارل شوي دي. او د خپل کفر او بې لارۍ له مخې به یې ګرمې اوبه څښاک او دردناک عذاب په برخه وي.

(71) ای محمده! ووایه ایا مونږ پرته له الله د بل هغه څه عبادت وکړو چې نه راته ګټه رسولای شي او نه تاوان؟ او ایا سره له دی چې الله پاک راته لار ښوولې بیره ته مخ په څټ د هغه چا په شان وګرځو چې شیطانانو د ځمکې په مخ لار ورکي کړي، حیران هلک، پک ګرځي. ملګري يې رابولي چې راځه زمونږ په لور ورغې لارې ته. ای محمده ووایه چې یوازې د الله ښوونه ښوونه ده. او مونږ ته امر شوی دی چې ځانونه د ټول عالم رب ته وسپارو.

(72) او مونږ ته امر شوی دی چې لمونځونه ودروئ له الله نه وډار شئ. او یوازې د هغه په لور به تاسې راټول کړای شئ.

(73) او الله هغه ذات دی چې اسمانونه او ځمکه یې په حقه پیدا کړي دي. او په کومه ورڅ چې هغه ووایې وشه نو کیږي. د هغه خبره بالکل حق ده. د شپیلۍ د پوکي په ورځ واکمني یوازې د هغه ده. به پټو او ښکاره و ډیر ښه پوهیږي. خورا حکیم او له هر څه نه خبر دی.

(74) او هغه رایاد کړه چې ابراهیم علیه السلام خپل پلار ازر ته ویلي وو. ایا ته بوتان په خدایي سره نیسې؟ زه تا او ستا قوم په ښکاره بې لارۍ کې وینم.

(75) او په دی توګه مونږ ابراهیم ته د اسمانونو او د ځمکې د پاچایې نظام وروښود تر څو هغه له باور کوونکو څخه دی.

(76) کله چې شپه پرې را بره شوه نو یو ستوری یې ولید. ویې ویل دا زما رب دی. کله چې ورک او پټ شو ویې ویل زه ورکیدونکې نه خوښوم.

(77) او کله یې چې سپوږمۍ راختونکې او پړه کیدونکې ولیده ویې ویل دا زما رب دی. خو چې ورکه شوه ویې ویل قسم دی که زما رب ماته لار ونه ښايې نو زه به هم د لار ورکو خلکو څخه وم.

(78) او چې کله یې لمر راختونکی او پړکیدونکی ولید. ویې ویل دا لوی دی دا مې رب دی. چې ورک او ډوب شو نو ویې ویل ای زما قومه زه له هغه څه نه بې زار یم چې تاسې یې له الله سره شریک کڼئ.

(79) ما خپل ځان هغه چا ته سپارلې دی چې اسمانونه او ځمکه یې پیدا کړي دي زه په سمه لار یم او هر ګز له مشرکانو څخه نه یم.

(80) قوم یې ورسره نانندرۍ ووهلې. ده ورته وویل: ایا تاسې له ما سره د هغه الله په کله نانندرۍ وهئ چې ما ته یې روغه لار ښوولې ده؟ او زه له هغه هیڅ نه ډاریږم چې تاسې یې له الله سره شریکان نیسئ، ماته یوازې هغه څه رسیږي چې زما رب یې وغواړي زما رب په هر څه پوه او هر څه یې په وس ک دي . ایا اوس هم تاسې پند نه اخلئ.

(81) او ولې به زه له هغه څه ډار کوم چ تاسې له الله سره شریکان کړي دي؟ سره له دی چې تاسې ډار نه لرئ چې له الله سره مو هغه څه شریکان نیولي دي چې د هغوی په هکله تاسې ته کوم منلی دلیل هم نه دی راغلی. نو اوس تاسې ووایې چې څوک باید ډاډمن وي؟ که په خبره پوهیږئ.

(82) ډاډ یوازې د هغه چا لپاره دی چې ایمان یې راوړی او شرک یې نه وي ورسره ګډ کړی نو همدوی ډاډمن او همدوی لار میندونکي دي.

(83) دا زمونږ دلیل ؤ چې ابراهیم ته مو د هغه د قوم په مقابل کې ورکړي ؤ. زمونږ چې چا ته خوښه شي درجې یې لوړوو. بې شکه چې ستا رب د حکمت څښتن او په هر څه پوه دی.

(84) مونږ ابراهیم ته اسحق او یعقوب وربښلي وو. ټولو ته مو هدایت کړی و. او له ده وړاندې مو نوح ته هم هدایت کړی و. او د نوح له اولادې نه مو داود، سلیمان، ایوب، یوسف، موسی او هارون ته هم هدایت کړی ؤ. او همدا ډول مونږ نیکوکارانو ته بدل ورکوو.

(85) او مونږ زکریا، یحیی، عیسی، او الیاس ته هم لار ښوولې وه. هغوی ټول نیکان وو.

(86) اسماعیل، الیسع، یونس او لوط ته مې هم لار ښوولې وه. دوی ټول مې پر ګردو خلکو غوره کړي وو.

(87) او د هغو له پلرونو، اولادونو او وروڼو څخه مي ډیر غوره کړي او روغه لار مې ورښوولې وه.

(88) دا د الله پاک هدایت دی. په خپلو بنده ګانو کې یې چې چا ته خوښه شي ور په برخه کوي یې. او بالفرض که دغو غوره خلکو هم شرک کړی وای نو ټولې کړنې به یې بابیزه شوي وای.

(89) همدغو غوره خلکو ته مونږ کتاب پوهه او نبوت ورکړی ؤ نو که د مکې کافران له دی دین نه منکر شي نو مونږ ورته داسې خلک ټاکلي دي چې هغوی ترې مخ نه اړوي.

(90) دغو خلکو ته الله پاک لار ښوولې ده ای محمده! تا هم د هغوی پسې ولاړ شه. او دې خلکو ته ووایه چې د دین په رسونه له تاسې نه بدل نه غواړم. دا د ګرد بشریت لپاره پند او عبرت دی.

(91) هغوی د الله روغه ستاینه ونه کړه چې ویې ویل: الله پاک هیچا ته څه نه دي نازل کړي. ای محمده! ورته ووایه د موسی راوړی کتاب چا نازل کړی ؤ چې د انسانانو لپاره رڼا او هدایت ؤ؟ خو تاسې پاڼه، پاڼه ځینې مو خلکو ته بیان او ډیر مو پټ کړ. او د همدې کتاب په واسطه هغه څه در وښوول شو چې نه پرې تاسې پوهیدئ او نه ستاسې پلرونه. ورته ووایه الله نازل کړی ؤ بیا یې پریږده چې له خپلو اوتو بوتو سره لوبې وکړي.

(92) دا د قران چې مونږ نازل کړی دی له برکت نه ډک او د هغه څه تائیدوونکی دی چې وړانډې ترې نازل شوي دي تر څو ته پرې د مکې خلک او چاپیریال یې وډاروي. او کوم کسان چې په اخرت باور لري هغوی په قران هم ایمان راوړی او خپل لمونځونه په پابندۍ سره کوي.

(93) او له هغه چا نه به لوی ظالم څوک وي چې پر الله درواغ تړي؟ او یا وایې چې ما ته وحې کیږي، سره له دی چې هیڅ به نه وي ورته وحې شوي. او یا وایې زه به هم د الله د کتاب په شان کتاب راوړم؟ کاشکې تا هغه صحنه لیدلې وای چې ظالمان د مرګ له ستونزو سره مخ ملایکو ورته لاسونه غزولي او ورته وایې چې ساګانې مو راوباسئ. نن به تاسې ته سپکوونکی عذاب درکول کیږي ځکه چې تاسې به پر الله ناحقه حبرې تړلي او د هغه له ایتونو څخه مو لوی یې او غرور کاو.

(94) نن ما ته لغړ راغلي یئ لکه څرنګه مې چې په لوړۍ ورځ پیدا کړی واست او هغه څه مو پريښوول چې ما درکړي وو. او ستاسې هغه سپارښتیان هم درسره نه ګورو چې تاسې انګیړلې وه چې هغوی به ستاسې به چارو کې له مونږ سره شریکان وي ـ ستاسې او هغوی په مینځ کې اړیکې پرې او هغه څه در څخه ورک شول چې تاسي يي ګمان درلود.

(95) بې شکه چې الله پاک دانې او زړې څیروي او زرغونوي یې. ژوندی له مړي راوبایسي او مړی له ژوندي. دغه واکمن الله دی نو تاسې په کوم لور ګرځولای شئ.

(96) څیروونکی د سهار دی ـ شپه یي د ارام او سکون لپاره لمر او سپوږمۍ يي د حساب لپاره ګرځولي دي. دا د زوره ور او پوه ذات ټاکلي اندازې دي.

(97) او همغه ذات دی چې ستاسې لپاره يې ستوري د وچي او لمدې په تروږمیو کې د لار بيژندني وسیلي ګرځولي. مونږ د پوهانو لپاره هر ډول نښې او دلایل په خورا تفصیل سره بیانه وو.

(98) او همغه ذات دی چې تاسې یي له یو تن څخه پیدا کړي یاست بیا د هر چا لپاره د قرار نیولو یو ځای [۷] او د امانت ورسپارلو یو ځای دی[۸] مونږ ټول دلیلونه په خبره پوه قوم ته بیان کړیدي.
[۷] په دنیا کې. [۸]په اخرت کې( دواړه له فتح القدیر)

(99) او همغه ذات دی چې تاسې ته یې له بره نه اوبه راښکته کړی او په همدی اوبو هر څه را زرغون کړي دي. او بیا مونږ له زرغون بوټو څخه لاندې باندې سپرې داني راویستلي. او د خرماوو له څانګو نه مو له میوې ډک د ځمکي په لور زوړند وږي راوښکلي او دانګورو، زیتونو او انارو باغونه مو جوړ کړي چې په رنګ او خوند کي یو بل ته ورته والی او هم سره جلا والی لري. تاسې ښه زیر شئ چې ونې او بوټي میوه ونیسي او بیا پخه شي. پخه خبره همدا ده چې د ایمان راوړنکي قوم لپاره دا پوره دلیلونه دي.

(100) خو دوی هغه پیریان د الله شریکان وګڼل چې الله[۹] پیدا کړي دي او د ناپوهۍ له مخې يي خدای ته څامن او لورګانې جوړې کړې. الله له هغه څه نه پاک او لوړ دې چې دوی یي بیانوي.
[۹] خلقهم په ځینو روایتونو کې ( خلقهم) د ( ل) غړوندی راغلي دی چې معني به یي شي دوې هغه څه چې پخپله یي جوړ کړي وو له الله سره شریکوي( ابن جریرالطبري)

(101) اسمانونه، او ځمکه یي بې له پخوانۍ نمونې پیدا کړي ـ او چې ښځه [‍۱۰] یی نه وه نو ځوی به یي له کومه شي؟ هر څه یي پیدا کړي او په هر څه ښه پوهیږي.
[‍۱۰] سره له دې چې ځیني عیسویان حضرت مسیح د خدای زوی ګڼي خو یو هم دا نه وايي چې مریم العیاذ بالله دالله ښځه ده( کابلی تفسیر او عزیز التفاسیر)

(102) همدا ذات ستاسې رب دی پرته له هغه بل د ستاینې وړ ندی. د هر شي پیدا کوونکی دی نو تاسې یې عبادت وکړئ او هغه د هر شي پالونکی دی.

(103) سترګي یي نشي احاطه کولی خو هغه سترګې احاطه کوي ځکه چې هغه خورا باریک بین او له هر څه خبر دی.

(104) تاسې ته د خپل رب له لورې حق ښوونکي دلایل راغلل چا چې ولیدل د ځان ګټه یي ده او څکو چې ترې ړوند شو نو د ځان تاوان یي دی. زه ستاسې ژغورونکی نه یم.

(105) او په دې توګه مونږ ټولې نښې او معجزې بیانوو تر څو ځیني ناپوهان ووایي چې تا له بل چا نه زده کړی دی او کوم چې پوهیږي نو هغوې ته واقعیت څرګند کړو.

(106) ای محمده! د هغه څه مننه وکړه چې د خپل رب له لورې تا ته وحې کیږي. پرته له یو الله نه بل څوک د بلنې وړ ندی. او په مشرکانو پسې سر مه خوږه وه.

(107) که چیرې الله غوښتې واي نو هغوی به شرک نه ؤ کړی او مونږ ته پر هغوی څارونکی نه یي ټاکلی او نه ته هغوی پالونکی یې.

(108) او هغو څیزونو ته کنځا مه کوئ چې کافران يې پرته له الله نه رابلي هسې نه چې کافران د کینې او ظلم له کبله په ناپوهۍ الله پاک ته کنځا وکړي مونږ هر چا ته د هغوی د کړنې ورښایسته کړي دي بیا د هر چا ورتګ خپل رب ته دی هغه به یې د کړنو په نتیجه خبر کړي.

(109) او کافران د الله په نوم لوی لوی قسمونه اخلي چې که غوښتل شوې معجزه یې ورته راشي نو ایمان به راوړي. ای محمده! ووایه چې معجزې له الله سره دي. او ای مؤمنانو! تاسې څرنګه وپوهول شئ چې که معجزې راشي هم هغوی ایمان نه دی.

(110) او مونږ یې زړونه او سترګې په همغه شان اړوو لکه چې په لومړۍ ورځ یې په حق دین ایمان نه دی راوړی او پریږدو یې چې په خپله سرغړونه کې لالهانده وي

(111) او که مونږ ورته ملایکې راښکته کړې وای، او مړو ورسره خبرې کړې وای او هر څه مو ورته مخامخ درولي وای بیا هم پرته له هغو چې د الله خوښه وه بل چا به ایمان نه وای راوړی او ډیر پکې ناپوه او جاهل دي.

(112) او په همدې توګه مونږ هر نبي ته ځیني هغه انسانان او پیریان دښمنان ګرځولي دي چې په خپلو مینځونو کې یو بل ته د غولونې کارونه په ښکلي ډول وړاندې کوي. که ستا رب غوښتي وای دا کار یې نه شو کولای نو ته دوی او درواغ یي سره پریږده.

(113) او مونږ ځکه هغوی ته وخت او مهلت ورکړ چې د اخرت نه منونکو زړونه ورته مایل، پرې خوښ او هغه څه وکړي چې هغوی یې کوونکي دي.

(114) ای محمده! هغوی ته ووایه ایا پرته له الله نه بل څوک د فیصله کوونکي په توګه ولټوم په داسې حال کې چې الله تاسې ته په پوره تفصیل سره کتاب نازل کړی دی. او چا ته چې مونږ کتاب ورکړی دی ښه پوهیږي چې دا قران د الله له لورې په حقه نازل شوی دی. نو ته له شک کونکو څخه مه کیږه.

(115) ستا د رب وینا په رښتینولۍ او انصاف کې بشپړه او پوره ده. څوک نشته چې د هغه خبرې بدلې کړي. هغه هر څه اوري او ښه پوه دی.

(116) او که ته د ځمکي د مخ د ډیرو خلکو خبره ومنې نو د الله له لارې نه به دې واړوي. ځکه چې هغوی په ګومانو پسې روان او اټکلیان دي.

(117) بې شکه ستا رب ته بې لارې او لار میندونکي ډیر ښه معلوم دي.

(118) که د الله پر ایتونو مو پوره ایمان وي نو یوازې د هغو څارویو غوښه وخورئ چې د الله نوم پرې ویل شوی وي.

(119) څه خبره ده چې تاسې هغه څه نه خورئ چې د الله نوم پرې ویل شوی وي؟ سره له دې چې الله تاسې ته حرام کړي شوي څیزونه په بشپړ ډول بیان کړي دي هو! که ناشونتیا مو وه ( نو بیا حرام حلال دي.) او پخه خبره همدا ده چې ډیر خلک د خپلو خواهشاتو په اساس پرته له کومو علمي دلایلو نور بې لارې کوي. بې شکه ستا رب ته تیري کوونکي ډیر ښه معلوم دي.

(120) ښکاره او پټې ټولې ګناه ګانې پریږدئ او څوک چې ګناهونه کوي ډیر ژر به د خپلو کړوبدل ورکړای شي.

(121) او هغه څاروي مه خورئ چې د الله نوم پرې نه وي ویل شوی دا لویه ګناه ده. او بې شکه چې شیطانان خپلو دوستانو ته کږې لارې ورښايې تر څو له تاسې سره شخړه وکړي. نو که تاسې د هغوی مننه وکړه نو تاسې هم مشرکان یاست.

(122) ایا هغه څوک چې مړ ؤ مونږ ژوندی کړ او رڼا مو ورکړه چې د خلکو په مینځ کې مخ په وړاندې لاړ شي د هغه چا په شان کیدای شي چې په تیارو کې راګیر او په هیڅ توګه ترې وتلای نه شي؟ په همدې توګه د کافرانو کړني هغوی ته ښایسته کړای شوي دي.

(123) او همدا شان مونږ د هر کلي ورانکاري مشران خپل سرۍ ته پریښي دي چې د ټګۍ او دوکې مزي پکې وغزوي خو د ټګۍ په لومو کې یوازې دوی په خپله نښلي خو په ځان نه پوهیږي.

(124) او چې کله هم ورته کومه نښه راغلې ده نو ویلي یي دي چې مونږ به هیڅکله پرې ایمان رانه وړو تر څو مونږ ته هغه څه نه وي راکړی شوي چې د الله نورو رسولانو ته ورکړل شوي وو الله ښه پوهیږي چې پيغمبري او رسالت چاته ورکړي؟ او سر غړوونکو ته به د خپلې ټګۍ له کبله د الله له لورې سپکوالی او دردناک عذاب ډیر ژر ورسیږي.

(125) الله چې د چا د هدایت اراده وکړي نو سینه یې د اسلام په لور پراخه کړي او چې د چا د بې لیارۍ اراده وکړي نو سینه یې داسې ورتنګه کړي لکه چې د اسمان په لور خیژي په همدې توګه الله ناپاکي په هغو کسانو ورباروي چې ایمان نه راوړي.

(126) د اسلام لیار ستا د رب روغه او سمه لیار ده مونږ د هغو خلکو لپاره چې خبرې ته غوږ ږدي هر څه په بشپړ ډول څرګندوو.

(127) د الله په وړاندې د همدوی لپاره د امن او سکون کور او د نیکو کړنو له کبله یې الله پاک کارساز او مددګار دی.

(128) او هغه ورځ چې الله دوی ټول سره را یو ځای او ورته ووايي ای پيریانو!تاسې خورا ډیر انسانان بې لیارې کړل په انسانانو کې د دوی دوستان او انډیوالان به ووايي ای زمونږ ربه!مونږ هر یوه له بل څخه پورته ګټه اخیستې او اوس هغې نیټې ته رسیدلي یو چې تا راته ټاکلې وه(نو په مونږ رحم وکړه) الله به وفرمايې پرته له هغو چې الله یې وغواړي د نورو ټولو تل پاتې استوګنځی اور دی بې شکه چې الله د حکمت څښتن او په هر څه پوه دی.

(129) او په همدی توګه مونږ ظالمان د خپلو کړنو په رڼا کې یو پر بل مسلطوو[۱].
[۱] ـ یا یې مفهوم دی چې:مونږ ځینې ظالمان د ځینو نورو د دنیا او اخرت دوستان ګرځوو.(ابن جریر الطبری)

(130) ای پیریانو او انسانانو! ایا تاسې ته ستاسې له ډلې څخه رسولان نه وو راغلي؟چې تاسې ته به یې زما ایتونه بیانول او د نننۍ ورځې له ملاقات څخه به یې ډارولئ؟دوی به ووايې هو! مونږ پر ځان شهادت ورکوو،په دنیا کې دنیوي ژوند غولولي وو او نن یې پر ځان شهادت ورکړ چې رښتیا هم دوی کافران وو.

(131) دا صحنه به ځکه وي تر څو په ډاګه شي چې ستا رب اولسونه د هغوی د ظلم او تیري له کبله په ناخبرۍ کې له مینځه نه وړي.

(132) او نن هر چا ته د هغه د کړنو په برابر مرتبه ورکول کیږي،او ستا رب د هغوی له کړنو څخه ناخبره نه دی.

(133) او ستا رب بې پروا،او د مهربانۍ څښتن دی،که وغواړي نو تاسې به له مینځه یوسي او پر ځای به مو نور د خپلې خوښې خلک مینځ ته راولي لکه چې تاسې یې د یوه بل قوم له اولاد څخه پيدا کړي یاست.

(134) د څه وعده چې درسره کیږي هغه هرو،مرو راتلونکې ده او تاسې یې مخه نشئ نیولی.

(135) ای محمده! ووایه ای زما قومه! تاسې خپلې کړنې کوئ او زه به خپلې ـ ډیر ژر به درڅرګنده شي چې پای د چا ښه ده؟خبر اوسئ چې تیري کوونکي بریمن کیدای نشي.

(136) او دې خلکو الله پاک ته په هغو کښتونو او څارویو کې چې الله پاک پیدا کړي دي،یوه برخه ټاکلې ده د خپلې عقیدی په رڼا کې وايې دا د الله برخه ده او دا زمونږ د شریکانو،نو هغه یې چې د شریکانو لپاره ټاکلې ده الله ته نه رسیږي او هغه یې چې د الله لپاره په ګوته کړې ده شریکانو ته یې رسیږي،ددې خلکو پریکړه خورا بده ده.

(137) او په همدې توګه ډیرو مشرکانو ته د دوی شریکانو د خپلو اولادونو وژنه ښایسته کړې ده تر څو یې هلاک او په خپل دین کې له وسوسو سره مخ کړي.که الله غوښتي وای داسې به یې نه وو کړي نو دوی او درواغ یې سره پریږده.

(138) او وایې چې دا څاروي او کښت منع دی هیڅوک یې نه شي خوړلای ترڅو چې مونږ ورته اجازه نه وي کړي دایې له ځانه جوړه عقیده ده او هم وايي دا ځیني نور څاروي دي چې سپرلۍ کول او بار وړل پری حرام دي،او ځیني نور څاروي دي چې د حلالولو په وخت کې پرې د الله نوم نه اخلي دا خبرې په الله درواغ تړي،الله پاک به ډير ژر د درواغ تړلو جزاء ورکړي.

(139) او وايې هغه چې ددې څارویو په نسونو کې دي نارینه وو ته مو روا او پر ښځو مو حرام دي خو که مړ پیدا شي نو بیا په نارینه او ښځې دواړه په خوراک کې شریکیدای شي ـ ډیر ژر به الله د دوی د غوټه کړو خبرو جزاء ورکړي هغه د پوره حکمت څښتن او ښه پوه دی.

(140) په تحقیق سره هغه کسان زیانمن شول چې د بې عقلۍ او نا پوهې له کبله یې خپل اولادونه ووژل او د الله له لورې ورکړې روزي یې په الله باندې په درواغ تړلو سره حرامه وګڼله په یقیني ډول هغوی بې لیاری شول او لیار میندونکي نه وو.

(141) الله هغه ذات دی چې په ډډونو ولاړ او هم پر ځمکه پراته باغونه،د خورما ونې،او د جلا جلا میوو او خوندونو کښتونه یې پیدا کړي دي د زیتون او انار ونې یې بیدا کړي چې میوې یې په رنګ کې سره ورته خو په خوند کې سره بیلې دي،ددغو ټولو بوټو له میوو او حاصل څخه خوراک وکړئ او د ریبلو په ورځ یې د الله حق ورکړئ اسراف مه کوئ بې شکه چې الله اسراف کوونکي نه خوښوي.

(142) او الله هغه ذات دی چې څاروي یې ځینې باروړونکي او ځیني یې د فرش لپاره په کار راتلونکي پیدا کړي دي له هغو څیزونو څخه خوراک وکړئ چې الله درکړي دي او شیطان په پل پسې مه ځئ، ځکه چې هغه ستاسې ښکاره دښمن دی.

(143) الله پاک اته[۲]جوړې درته پیدا کړي دي دوه د میږو له نوعې او دوه د اوزو له نوعې نه ای محمده! له دوی نه پوښتنه وکړه چې الله ددې څارویو نران حرام کړي دي او که ښځې یې؟ او یا یې هغه حرام کړي دي چې د ښځو څارویو په نسونو کې دي؟د علم په رڼا کې راته خبره وکړئ که تاسې رښتیني یاست.
[۲] ـ د میږو،اوزو،غوا،اوښ هر یو څخه نر اوښځه ټول(۸)جوړې شوې ځکه هر نر د ښځې جوړه دی او هره ښخه د نر جوړه ده نو(۸)جوړې شوې(ابن جریر الطبری)

(144) او همدا راز دوه د اوښ له نوعې او دوه د غوايې له نوعې نه دي،ای محمده! له هغوی نه پوښتنه وکړه چې الله ددې څارویو نران حرام کړي دي که ښځې یې؟او یا یې هغه څه حرام کړي دي چې د اوښو او غوا په ګیډو کې دي؟ ایا تاسې هغه وخت حاضر واست چې الله ددې څیزونو د حراموالي حکم درته وکړ؟ نو له هغه چا څخه به بل لوی ظالم څوک وي؟چې په الله درواغ تړي تر څو پرته له کوم دلیل څخه خلک بې لارې کړي؟بې شکه چې الله پاک له حد نه تیریدونکي قوم ته لار نه ښايي.

(145) ای محمده!ووایه کومه وحي چې ماته راغلې ده په هغې کې داسې څه نه مومم چې په خوړونکې باندی دې څه حرام وي مګر یوازې مرداره حرامه ده یا بهیدونکې وینه،دخنزیر غوښه چې پلیته ده او هغه د ګناه څاروي حرام دي چې د حلالې په وخت کې پرې پرته له الله د بل چا نوم واخیستل شي هغه څوک چې د اړتیا له مخې چې د نافرمانۍ[۳] او خوند اخیستلو لپاره نه وي[۴] ددې حرامو څیزونو خوراک ته اړ شو اوله اړتیا نه یې ډير ونه خوړ خو بې شکه چې ستا رب ډیر بښونکی خورا مهربان دی.
[۳] چې هسې يي نافرمانۍ ته ملا تړلي وي( ابن جریر الطبري). [۴] په خوراک کې( ابن جریر الطبری)

(146) او مونږ پر هغو چې یهودیت یې غوره کړي وو ټول نوک لرونکي څاروي او ځناور حرام کړي وو ـ او دا غوایې او پسه وازده مو هم پرې حرامه کړې وه خو هغه وازده پرې نه وه حرامه چې د شا په پوښتۍ،کلمو او یایې له هډوکو سره نښتې وه په دې توګه مو د هغوی د تیري او سرغړونې جزاء ورکړې وه او مونږ رښتیا وایو.

(147) کا تا درواغجن ګڼي نو ورته ووایه چې ستاسې د رب مهرباني پراخه ده( چې ژر مو نه هلاکوي) که نه نو له مجرمانو څخه د هغه د عذاب هیڅوک نه شي ګرځولی.

(148) ژر دی چې مشرکان به ووایې که الله غوښتي وای نو نه به مونږ او نه به مو پلرونو شرک کړی وای او نه به مو کوم څیز حرام ګڼلی وی. هو! له دوی نه پخوانیو کافرانو هم همدا ډول حق درواغ ګڼلی وو ترڅو یې زمونږ عذاب وڅاکه. ای محمده! ورته ووایه له تاسې سره کوم علمي دلیل شته چې زمونږ په وړاندې يي کیږدئ؟ تاسې یوازې په ګومان پسې منډې وهئ او تاسې پرته له اټکلیانو بل څه نه یاست.

(149) ای محمده! ووایه د الله دلیل پوره او بشپړ دی که هغه غوښتي وای نو تاسو ټولو ته به يې لار ښوولې وای.

(150) ووایه چې هغه شاهدان مو را وړاندی کړئ چې په دې شاهدي ورکوي چې الله دا څیزونه حرام کړي دي. نو که هغوی په درواغو شاهدي وویله ته ورسره شاهدي مه وایه. او د هغو کسانو هیلو پسې مه ځه چې زمونږ ایتونه یې درواغ ګڼلي په اخرت ایمان نه راوړي او له خپل رب سره نور څیزونه برابروي.

(151) ای محمده! ووایه راشئ چې زه هغه څه درته ووایم چې الله پر تاسې حرام کړي دي له الله سره هیڅ شی شریک مه نیسئ. له مور او پلار سره نیکي وکړئ اولادونه مو د مسکینۍ او فقر له ډاره مه وژنۍ. مونږ تاسې ته روزي درکوو او هغوی ته هم. او مه نژدې کیږئ کناه ته ښکاره وي او که پټه. او هغه ساه لرونکي مه وژنئ چې الله یې ژول حرام کړې دي مګر یوازې په حق یې وژلی شئ. الله ددې څیزونو امر کړی دی تر څو تاسې له عقل نه کار واخلئ.

(152) د یتیم مال ته تر هغو چې زلمی شوی نه وي مه نژدې کیږئ خو کولی شئ چې په غوره او ښه توګه پکې تصرف وکړئ. په پیمانه او تله کې انصاف وکړئ. مونږ پر هیچا د هغه له توانه پورته بار نه ږدو. او کله مو چې خبره کوله نو په انصاف يې کوئ که څه هم ستاسې د خپلوانو په تاوان وي. د الله په نوم تړون خامخا پوره کړئ. الله پاک درته په دی څیزونو امر کړی دی تر څو تاسې پند واخلئ.

(153) دا زما روغه لاره ده ویې منئ ـ او په اخوا دیخوا لارو مه ځئ چې د الله له لارې نه مو جلا کړي. الله په دې خبره امر کوي تر څو تاسې ځانونه له خرابو لارو څخه وژغورئ.

(154) او مونږ موسی ته داسې کتاب ورکړی وو چې د نیک عملو لپاره د لوریني، بشپړتیا وه هر څه پکې پوره بیان شوي لار ښوونه او رحمت وو. تر څو هغوی خپل رب ته په مخ کیدلو ایمان راوړي.

(155) او مونږ دا له برکت نه ډک کتاب قران نازل کړی دی مننه یې وکړئ او پرهیزګاره شئ تر څو پر تاسې مهرباني وکړای شي.

(156) ( ددې مباک کتاب له نزول وروسته پلمه نه شئ کولای) چې وووایې کتاب خو یوازې له مونږ وړانډې دوه قومونو ته [۵] نازل شوی وو او مونږ ته معلومه نه وه چې هغوی ته پکې څه ښوولې شوي وو.
[۵] یهود او نصارا ( ابن جریر الطبری)

(157) او ( دا پلمه هم نشئ کولای ) چې ووایې که پر مونږ کتاب نازل شوی وای نو مونږ به له هغوی څخه ښه لار میندلې وي. نو دا دی تاسې ته د خپل رب له لورې روښانه دلیل، هدایت او رحمت راغلی دی. نو له هغه چا څخه به بل لوی ظالم څوک وي چې د الله ایتونه درواغ ګڼي او له منلو څخه يې ډډه کوي. مونږ به ډیر ژر هغو کسانو ته چې زمونږ له ایتونو څخه ډډه کړي د هغوی د مخ اړونې ډیره سخته سزا ورکړو.

(158) ایا اوس هغوی دې ته سترګې په لار دي چې ملایکې ورته مخامخ راشي یا ستا رب په خپله راشي او یا ستا د رب له لوری ځینې نښې راښکاره شي؟ په کومه ورځ کې ستا درب له لورې ځینې نښې راښکاره شوي نو بیا به یو داسې چاته ایمان راوړل ګټه ونه رسوي چې پخوا یي ایمان نه وي راوړی او یا یې د ایمان په رڼا کې څه د خیر کار نه وي کړی. ای محمده! ووایه تاسې سترګې په لار اوسئ مونږ هم انتظار کوونکي یو.

(159) بې له شکه له هغو کسانو سره چې خپل دین یې تار په تار کړی او په جلا جلا لارو وتللي دي ستا هیڅ اړیکي نشته. د هغوی کار الله ته سپارلی شوی دی هغه به یې په خپلو کړنو خبر کړي چې څه یې کول.

(160) هر څوک چې یوه نیکي وکړي نو د لس چنده بدلې برخه من دی او څوک چې بدي وکړي نو په انډول یې بې له دې چې تیری پرې وشي جزا ورکول کیږي.

(161) ای محمده! ووایه چې ماته زما رب د سمې او روغې لارې او د ابراهیم علیه السلام د ملت ښوونه کړې ده. ابراهیم له ټولو باطلو څخه د حق په لور روان او له مشرکانو څخه نه وه.

(162) ای محمده! ووایه چې زمالمونځ زما قرباني زما ژوند او زما مرګ یوازې د هغه الله لپاره دی چې رب د عالمیانو دی.

(163) شریک نه لري یو دی . په همدې کار زه ګومارل شوی او له هر چا زه لومړنی سرټيټوونکی یم.

(164) ای محمده! ووایه ای زه پرته له الله بل څوک په خدایي ونیسم؟ په داسې حال کې چې الله د هر شي رب دی؟ او هر څوک چې څه کوي د ځان لپاره یې کوی. او هیڅ پیټی پورته کوونکی د بل پیټي نه پورته کوي. د خپل رب په لور مو ورتګ دی له هغه څه به مو خبر کړي چې تاسو پکې یو له بل سره شخړی کوئ.

(165) او الله هغه ذات دی چې تاسې یې د ځمکې خلیفه ګان ټاکلې یاست د ځینو درجې پر ځینو نورو لوړې کړي دي تر څو تاسو په خپلو درکړی شوو نعمتونو سره وازمایې. بې شکه ستا رب ژر عذاب ورکوونکی او ډیر زیات بښونکی او مهربان دی.