(1) کله چې منافقان تاته راځي نو وایې:مونږ شاهدي ورکوو چې بې له شکه ته د الله استازی یې. هو! الله پوهیږي چې ته هرو،مرو د هغه استازی یې.خو الله شاهدي وايې چې منافقین درواغجن دي.
(2) خپل قسمونه یي د ځان لپاره دال ګرځولي دي.نو مسلمانانو پرې د الله له لارې نه منع کوي.بې شکه چې کړنې یې خورا بدي دي.
(3) دا ځکه چې یو ځل یې ایمان ښکاره کړ بیا کافران شول نوپه زړونو یې مهر ولګول شو او په هیڅ نه پوهیږي.
(4) او چې ویې وینې نو تنې به یې ډیرې په زړه پورې درته ښکاره شي.او چې وغږیږي نو ته به یې خبرو ته غوږ ونیسې.خو په حقیقت کې دیوال ته تکیه کړو شوو لرګیو په شان دي.هر لوړ غږ د ځان پر خلاف ګڼي. همدوی رښتیني دښمنان دي.ځان ترې وژغورئ.الله دې دوی هلاک کړي ولې له حق نه ګرځول کیږي.
(5) او چې ورته وویل شی چې:د الله رسول ته ورشئ چې بښنه درته وغواړي نو سرونه ته ټکان ورکوي او ته ګورې چې په ډیر غرور او تکبر له راتګ نه ډډه کوي.
(6) ای پیغمبره!هیڅ فرق یې نشته چې بښنه ورته وغواړې که نه.الله پاک ورته هیڅکله بښنه نه کوي.ځکه چې الله فاسقو خلکو ته سمه لار نه ښايې.
(7) دوی همغه کسان دي چې وايي د رسول الله په انډیوالانو خرڅ بند کړئ تر څو خواره واره تیت او پرک شي. پداسې حال کې چې د اسمانونو او ځمکې ټولې خزانې د الله دي.خو منافقان نه پوهیږي.
(8) او هم وایې چې:که بیرته مدینې ته ولاړو نو عزت من خلک به خوار اوپکړ له هغې نه وشړي.په داسې حال کې چې:عزت یوازې د الله،د هغه د رسول او مؤمنانو لپاره دی.خو منافقان نه پوهیږي.
(9) ای مؤمنانو!باید مالونه او بچیان مو د الله له ذکر نه غافل نه کړي او هر څوک چې په دې کار اخته شو نو همدوی پوره زیانمن دي.
(10) او د هغو مالونو چې مونږ د روزي کړی یوه برخه د خدای په لار کې وړاندې له هغې ولګوئ چې مرګ درته راشي او بیا وایې:ای زما ربه!ولې دی لږ نور وخت رانه کړ چې خیرات وکړم او له نیکو کارانو څخه شم.
(11) په داسې حال کې چې الله پاک هیڅکله هغه چات نو مهلت نه ورکوي چې نیټه یي پوره شي.او الله پاک ستاسې له کړنو نه ښه خبر دی.