(1) ډیر لوی او بابر کته دی هغه ذات چې واک او پاچايي د هغه په لاس کې ده او پر هر شي وسمن دی.
(2) مرګ او ژونديي پيدا کړی تر څو تاسې و ازمایې چې په تاسو کې د چا کړنې ښې دي. هغه ډیر زورور او بښونکی دی.
(3) هغه ذات دی چې اوه اسمانونه يي یو د بل دپاسه،لاندې باندې پيدا کړي دي ته به د رحمان الله په پيدایښت کې هیڅ ډول عیب ونه وینې سترګې واړوه ایا:کومه نیمګړتیا په سترګو درځي؟
(4) بیا،بیا سترګې واړوه راواړوه ستا لیدنه به ستړې ستومانه او نامراده بیرته راستنه شي.
(5) او مونږ نژدې آسمان په ستورو ښکلی کړی دی.او ستورو مو د شیطانانو د رټلو او ویشتلو لپاره په کار اچولي دي.او شیطانانو ته مو سوزوونکی اور تیار کړی دی.
(6) او هغه کسان چې په خپل رب کافران شوي د دوزخ عذاب ئي په برخه دی او دوزخ د ورتګ ډیر بد ځای دی.
(7) کله هم چې پکې وروغورځول شي نو د خوټیدونکي دوزخ غړ مبیدونکی غږ به واوري.
(8) نژدې به وي چې دوزخ له قهر او غضب څخه وچوي.هره ډله چي پکې وغورځول شي د دوزخ ساتونکي به ترې پوښتنه کوي چې:ایا تاسو ته کوم ډاروونکی نه ودرغلی؟
(9) ځواب به ورکوي:هو!ډاروونکی راغلی و خو مونږ درواغجن وګاڼه.او ومو ویل چې:الله پاک هیڅ شی نه دی نازل کړی تاسې په لویه بي لارئ کې اخته یاست(چې د نبوت دعوه کوئ).
(10) دوزخیان به وايي:که چیرې مونږ خبره اوریدلې وای:یا مو له عقل څخه کار اخیستی وای نو:اوس به د سوزوونکي اور له خاوندانو سره نه وو.
(11) خپله ګناه يې ومنله.نو د اور څښتنان له رحمت څخه خورا لرې دي.
(12) دا خبره هم پخه ده:هغه څوک چې له خپل رب څخه په غیبو سره ویریږي بښنه يي په برخه ده او لوی اجر ور کړای شي.
(13) او که تاسې خپله خبره پټه کړئ که ښکاره بیشکه چې الله ته د سینوپټ څيزونه ټول معلوم دي.
(14) ایا هغه څوک نه پوهیږي چې پیدایښټ یې کړی؟او هغه له ډيرو پټو او باریکو شیانو څخه خبر دی.
(15) الله هغه ذات دی چې:ځمکه ئې ستاسې په واک کې در کړې.نو په کونجونو او اړخونو کې یي وګرځئ او د الله روزي وخورئ.بیرته همغه ته ورتګ دی.
(16) ایا لدې څخه بي غمه یاست چې:هغه ذات چې په اسمان کې دی په ځمکه کې موښخ او ناببره درباندې ځمکه ولړزیږي.
(17) او لدې څخه ډاډمن یي چې هغه ذات چې په اسمان کې دی درباندې ډبرې وروونکی توپان راولیږي.بیا به ښه پوه شئ چې زما ډارول څرنګه دي؟
(18) له دوی څخه وړاندې خلکو هم زما ښونې درواغ ګڼلې وي نو ګوره چې دنه منلو پای څه ؤ؟
(19) ایا د خپلو سرونو له پاسه مارغانو ته نه ګوري چې خپل وزرونه خوروي او ټولوي يي.په هوا کې یوازې هغه مهربان الله ساتلی دي چې هر څه ښه ګوري.
(20) څوک دی هغه ځواک چې پرته له رحمان الله څخه ستاسې ملاتړ وکړی شي؟ خبره همداده چې کافران دوکه شوي دي.
(21) او څوک دی چې تاسې ته روزي در کړي که رحمان ذات در باندې خپله روزي بنده کړي؟بلکې پخه خبره همداده چې کافران په سرغړونه او له حق څخه په تیښته کې خورا ژور شوي دي.
(22) ایا هغه څوک چې سر نسکور،پړمخ روان وي ښه لار میندلی شي او که هغه څوک چې په روغه لار سم روان وي.
(23) ای محمده!ووایه چې الله هغه ذات دی چې تاسې یي پیدا کړئ د اوریدنې او لیدنې توان يي درکړ او د زړونو خاوندان یي وګرځولئ.خو بیا هم تاسې ډیر لږ شکر کوئ.
(24) ووایه:الله هغه ذات دی چې تاسې یي په ځمکه کې خواره کړي یاست او بیا به بیرته همغه ته راټول کړای شئ.
(25) دوی وايي:که تاسې رښتیني یاست نو دا وعده کله ده؟
(26) ورته ووایه:د خبرې پوره معلومات یوازې له الله سره دی.زه یوازې یو ښکاره ډاروونکی یم.
(27) نو کله چې عذاب او قیامت نژدې وویني نو د کافرانو مخونه به خورا په بدشکل واوړي.او ورته به وویله شي چې:دا هغه څه دي چې تاسې به یي هر وخت غوښتنه کوله.
(28) ای محمده!ووایه پدې مې پ،ه کړئ که الله ما او زما ملګري هلاک او یا رحم را باندې وکړي نو کافران به څوک له دردناک عذاب څخه وژغوري؟
(29) ای محمده! ووایه چې زمونږ رب مهربان دی مونږ پرې ایمان راوړی او توکل مو پرې کړی ډیر ژر به تاسې پوه شئ چې څوک ښکاره لار ورکی دی.
(30) ای محمده!ووایه پدې مې پوه کړئ که ستاسې اوبه په ځمکه کې ښکته لاړې شي نو څوک شته چې روانې او خوږې اوبه درته راولي؟