70 - Al-Ma'aarij ()

|

(1) پوښتونکي د پيښیدونکې عذاب په هکله پوښتنه وکړه.

(2) پر کافرانو راتلونکی او هیڅوک یې مخ نیوونکی ندی.

(3) د هغه الله له لورې چې د زینو څښتن دی.

(4) ملایکې او جبرائیل هغه ته ورخیژي دا عذاب په هغه ورځ راځي چې د پنځوسو زرو کلونو په اندازه ده.

(5) غوره صبر خپل کړه.

(6) بیشکه چې هغوی دا عذاب لرې ګڼي.

(7) خو مونږه یې نژدې وینو.

(8) هغه ورځ چي اسمان به د ویلو شوو مسو پشان وي.

(9) او غرونه به د ټکول شوو وړیو پشان وي.

(10) او دوست به د دوست پوښتنه نه کوي.

(11) یو به بل ته ښوول کیږي.مجرم به هیله لري چې ددې ورځې له عذاب څخه په ځوی خلاص شي.

(12) په ښځه او ورور يي.

(13) او په هغه قوم يي چې هغه ته يي پناه ورکوله.

(14) او په هغو ټولو شیانو چې په ځمکه کې دي ځان وژغوري.

(15) نه هیڅکله نه!بیشکه هغه د اور لمبې دي.

(16) د اندامونو پوستکي وباسي.

(17) هغه ټول رانغاړي چې شا يي کړې او مخ یي اړولی و.

(18) مال یي راغونډ کړی او ساتلی و.

(19) بیشکه چې انسان تلواري پيدا شوی.

(20) که ستونزه ورته ورسیږي نو ناخوالي کوي.

(21) او که ښیګڼه ورمخه کړي نو له نورو يي منع کوي.

(22) پرته له لمونځ ګوزارو.

(23) هغوی چې تل يي لمانځه ته مخه وي.

(24) په مالونو کې یي ټاکلې برخه وي.

(25) د سوال کوونکو او د هغو چې له بې وسئ سره،سره سوال نه کوي.

(26) او هغوی چې د جزا ورځ رښتینې ګڼي.

(27) او هغوی چې د رب له نیونې څخه په ډار وي.

(28) بیشکه چې د هغوی د رب له نیونې څخه بې غمې نشته.

(29) او هغو چې خپل شرم ځایونه ژغوري.

(30) خو پرته له خپلو ښځو او وینځو چې د هغوی په برخه کې پرې ملامتیا نشته.

(31) او هر چا چې لدې اخوا لټه وکړه.نو بس همدوی له پولو اوښتونکي دي.

(32) او هغوی چې د خپلو امانتونو او ژمنو پالنه کوي.

(33) او هغوی چې پخپلو شاهدیو روغ ودریږي.

(34) او هغوی چې تل د خپلو لمونځونو ساتنه کوي.

(35) نو همدوی به په جنتونو کې ویاړمن وي

(36) کافرانو ته څه پيښه ده چې ستا په لور په منډه راځغلي.

(37) په ښي او کیڼ اړخ کې دې ډله ډله ودریږي.

(38) ایا د هغوی هر یو ددې هیله من دی چې د نعمتونو په جنت کې به داخل کړای شي.

(39) مونږ هغوی له هغه څه نه پیدا کړي چې دوی یي پيژني.

(40) نو نه!قسم د ختیځونو او لویدیځونو په رب چې مونږ پوره پیاوړی یو.

(41) چې پر ځای یي له دوی نه غوره خلک راولو او مونږ بي وسې نه یو.

(42) نو هغوی پریږده چې لالهانده او په لوبو اخته وي تر څو له خپلې هغې ورځې سره مخ شي.چې وعده يي ورسره کیږي.

(43) هغه ورځ چې له قبرونو څخه را ووځي نو داسې په منډه به وي لکه چې د کومې نښې په لور په منډه وځغلي.

(44) سترګې به يي ښکته او سپکاوی به رانغښتي وي.هو!دا همغه ورځ ده چې له هغوی سره یي وعده کیدله.