(1) مونږ نوح خپل قوم ته ولیږه چې قوم دې د دردناک عذاب له راتګ څخه وړاندې وډار کړه.
(2) نوح وویل:ای زما قومه!زه ستاسې لپاره یو ښکاره ډاروونکی یم.
(3) د الله عبادت وکړئ له هغه نه وډارشئ او زما مننه وکړئ.
(4) ستاسې ګناهونه به وبښي او تر ټاکلې نیټې به مو پاتې کړي.بې شکه چې کله د الله ټاکلې موده راشي بیا نه وروسته کیږي.که تاسې پوهیږئ.
(5) نوح وویل:ای زما ربه!ما خپل قوم د شپې او ورځې راوباله.
(6) خو زما بلنې په هغوی کې یوازې له حق څخه پوښتنه ورزیاته کړه.
(7) او چې ما کله هم بللي دي چې:ته بښنه ورته وکړې نو په غوږونو کې یي ګوتې ایښي،په خپلو کالیو کې یي ځانونه نغښتي او په ګناهونو يې ټینګار کړی،او د تکبر او لويي پړاو ته رسیدلي دي.
(8) بیا ما په لوړ غږ وبلل.
(9) بیا مې په ښکاره او پټه وبلل.
(10) او ورته مې وویل:له خپل رب څخه بښنه وغواړئ.بې شکه چې هغه ډیر ښه بښونکی دی.
(11) هغه په تاسې له بره څخه ورښتونه ووروي.
(12) په مالونو او ځامنو سره به مو ملاتړ وکړي باغونه به در کړي.او ویالې به درته تاندې کړي.
(13) تاسې ولې د الله لوړوالی او لوی والی نه ستایې؟
(14) په داسې حال کې چې تاسې یې پړاو په پړاو پیدا کړي يي.
(15) تاسې نه ګورئ چې الله پاک څرنګه اوه اسمانونه یو د بل د پاسه پيدا کړي دي؟
(16) سپوږمۍ یي پکې رڼا او لمر يې روښانه او پړ کیدونکی څراغ ګرځولی دی؟
(17) الله تاسې له ځمکې څخه را زرغون کړي یاست؟
(18) بیا مو همدې ته ګرځوي او بیا به مو بیرته ترې راوباسي.
(19) او الله درته ځمکه فرش وغوړوله.
(20) تر څو یې په لویو او ارتو لارو ولاړ شئ.
(21) نوح وویل:زما ربه!هغوی له ما څخه سرغړونه او د هغه چا مننه وکړه چې مالونه او اولادونه یې سرکښه کړي وو.
(22) لویه دسیسه یي وکړه.
(23) او ویې ویل:باید خپل خدایان پرې نږدئ باید ود،سواع یغوث،یعوق او نسر بوتان پرې نږدئ.
(24) او په تحقیق چې ډیر یې بې لارې کړل.نو ای زما ربه!ته هم ظالمانو ته یوازې بې لارې او عذاب ور زیات کړه
(25) د خپلو ګناهونو له کبله غرق کړای شول.او په اور کې ننویستلی شول نو پرته له الله یې هیڅ ملاتړ ونه مینده.
(26) نوح وویل:زما ربه!د یو کافر کور هم د ځمکې په مخ مه پریږده.
(27) که تا پريښوول نو:ستا بنده ګان به بې لارې کړي او پرته له بې باکو او ناشکرو کافرانو څخه به بل څه ونه زیږوي.
(28) ای زما ربه! ما وبښه مور او پلار مې وبښه او هغه وبښه چې زما کور ته منونکي ننوځي.ټول نارینه مؤمنان او ټولې مؤمنې ښځې وبښه.او د ظالمانو لپاره پرته له بربادۍ او هلاکت څخه بل څه مه ور زیاتوه.