73 - Al-Muzzammil ()

|

(1) ای ځای نغښتونکیه

(2) ګرده شپه پرته له لږ یې په عبادت تیره کړه.

(3) نیمایې شپه عبادت وکړه یا له نیمايي څخه لږ کم.

(4) یا له نیماني شپې څخه ډیر عبادت وکړه او قران خورا ښه واضح او کره لوله.

(5) مونږ به ډير ژر ستا پراوږو درنه خبره در واچوو.

(6) بې شکه د شپې پورته کیدل د نفس په واک کولو کې ډیر پیاوړی او د خبرې ښه سموونکی دی.

(7) بې شکه چې د ورځې ستا مصروفیتونه ډیر اوږده وي.

(8) د خپل رب نوم یاد کړه او له هر څه ورته ګوښه شه.

(9) د ختیځ او لویدیځ رب دی پرته له هغه بل معبود نشته.نو کار جوړوونکی یوازې هغه ونیسه.

(10) د کافرانو خبرې وزغمه او په غوره ډول ترې لرې والی خپل کړه.

(11) ما او په نعمتونو کې ډوب درواغ ګڼونکي سره پریږده او لږ مهلت ورکړه.

(12) بې شکه له مونږ سره ځنځیرونه او لمبه وهونکی اور دی.

(13) په ستوني کې نښتونکی خوراک او دردناک عذاب دی.

(14) په هغه ورځ چې ځمکه او غرونه ولړزیږي او غرونه او خوزیدونکو ډیرو پشان وي.

(15) بیشکه مونږ تاسې ته رسول درلیږلی دی چې پر تاسې شاهد دی او همدا وړ مو فرعون ته رسول لیږلی ؤ.

(16) فرعون له رسول څخه سرغړونه وکړه نو کلک او سخت مو ونیولو.

(17) که تاسې کافران شوئ نو په هغه ورځ به څرنګه ځانونه ساتئ چې:ډار ئې کوچنیان بوډاګان کوي.

(18) اسمان به وچوي د هغه وعده هرو مرو کیدونکې ده.

(19) دا ایتونه پند دي نو چې د چا خوښه وي د خپل رب په لور دې لار ونیسي.

(20) بیشکه ستا رب پوه دی چې ته د شپې له دوه برخو څخه کم وخت ودریږي او نیمايي شپه ـ او دریمه برخه یي هم ودریږي.او ستا د ملګرو یوه ډله هم ستا په شان عبادت کوي.الله شپه او ورځ ښه اندازه کوي ـ الله پوه دی چې تاسې ګرده شپه نشئ ګڼلی(چې په عبادت یي تیره کړئ)نو په تاسې یې مهرباني وکړه نو د قران څومره چې درته اسان وي وئې لولئ.الله پوه دی چې تاسې کې به ناروغان وي او ځینې نور به مو سفر ته ووي.چې د الله فضل ولټوي.او ځیني نور به مو د الله په لار کې جنګ کوي.نو د قران هغه برخه چې درته اسانه وي ولولئ.لمونځونه ودروئ(زکاتونه ورکړئ.او الله پاک ته قرض حسنه ورکړئ او هغه څه چې د ځان لپاره يي وړاندې ولیږئ له الله سره به يي مینده کړئ دا ډیر غوره کار دی او اجر يي ډیر لوی دی.له الله نه بښنه وغواړئ.بیشکه چې الله بښونکی او مهربان دی.