80 - Abasa ()

|

(1) (محمد)تندی تر یو او مخ یې واړولو.

(2) چې ړوند ورته راغی.

(3) او ته څه پوه کړې؟کیدای شي ځان پاک کړي.

(4) او یا له تا څخه پند واخلي او ترې ګټه پورته کړي.

(5) مګر هغه چا چې بې پروایې وکړه.

(6) تا هغه ته پاملرنه وکړه.

(7) سره له دې چې ته ملامت نه یې که هغه ځان پاک نه کړي.

(8) او هغه چې تاته په منډه راغلی وو.

(9) او د الله ډار ورسره وو.

(10) نو ته ترې برې پروا شوې؟

(11) نه هیڅکله نه: داسې باید ونه کړې ځکه دا قران یو پند دی.

(12) د چا چې خوښه وي وادې خلي.

(13) دا پند په غوره پانو لیکل شوی.

(14) په لوړو او پاکو پاڼو کې.

(15) د لیکونکو په لاسونو.

(16) چې غوره او نیکو کاره وي.

(17) مرګ دې وي پر کافر انسان څه شي کافر کړی؟

(18) الله له څه نه پیدا کړی دی؟

(19) له یو څاڅکي نطفې نه یې پيدا ،او ټول انداندمونه یې ور برابر کړل.

(20) او بیا یې لار ورته اسانه کړه.

(21) بیا یې مړ او له خاورو یې لاندې کړ.

(22) او بیا کله یې چې خوښه شي نوراپورته به یې کړي.

(23) نه :انسان هغه څه پوره نه کړل چې الله ورته امر کړی وو.

(24) انسان دې خپل خوراک ته وګوري.

(25) مونږ اوبه له بره راتوي کړې.

(26) بیا مو ځمکه وڅیرله.

(27) غلې دانې مو پکې زرغونې کړې.

(28) او هم انګور او سابه.

(29) زیتون او کجورې.

(30) ګڼ باغونه.

(31) میوې او واښه.

(32) تر څو تاسې او ستاسې څاروي ترې ګټه واخلي.

(33) نو کله چې ګڼه وونکي چیغه وشي.

(34) په هغه ورځ به هر سړی له خپل ورور څخه تښتي.

(35) له مور او پلار.

(36) له ښځې او بچیو څخه.

(37) په دې ورځ به هر سړی له داسې څه سره مخ وي چې له بل څخه به یې بې پروا کوي.

(38) ځینې مخونه به په دې ورځ روښانه وي.

(39) خندان،تازه او خوښ به وي.

(40) او ځیني مخونه به په همدې ورځ په خړو ګردونو کې پټ وي.

(41) تک تور به اووښتي وي.

(42) هو!همدوي کافران او بد چلنه دي.