(1) کله چې لمر نغښتل او توره تبۍ شي
(2) ستوري خړپړ شي.
(3) غرونه له خپلو ځایونو څخه روان شي.
(4) د لسو میاشتو بلاربې اوښې په خپل سرپریښوول شي.
(5) ټول ځناور سره راټول کړای شي.
(6) او بحرونه سرې لمبې شي[۴]
[۴] ـ ساینس پوهان وایې چې اوبه د(دوه هایدروجن او یو اکسیجن)له یو ځای والي نه جوړې چط هایدروجن اور او اکسیجن د اور په بلولو کې کومک کوي.
(7) او روحونه او بدنونه سره جوړه(یوځای)شي.
(8) او له ژوندۍ خښې شوې انجلۍ پوښتنه وشي.
(9) په کومه ګناه وژل شوې ده؟
(10) عمل پاڼې خپرې شي.
(11) د اسمان پرده[۵]وویستل شي.
[۵] ـ د پوستکي په شان (کابلی تفسیر).
(12) د دوزخ لمبې په زوګ شي.
(13) او جنت را نژدې شي.
(14) نو:هر څوک به پوه شي چې څه یې له ځان سره راوړي دي.
(15) نه:لوړه کوم په هغو ستورو چې ځي راځي.
(16) مخامخ ځي،پټیږي راپټیږي.
(17) لوړه کوم په شپه چې مخ په تیریدلو او یا راتللو شي.
(18) او لوړه کوم په سهار چې څرک ووهي.
(19) بې شکه دا قران د محترم استازي خبره ده.
(20) پیاوړی،د عرش د څښتن په وړاندې د مقام والا.
(21) په بر نظام کې منل شوی او باوري.
(22) او ستاسې ملګری لیونی نه دی.
(23) بلکې جبرائیل یي د روښانه څنډو په لمن کې لیدلی دی.
(24) او نه دپټو شیانو په ښکارولو بخیل دی.
(25) او نه قران د کوم رټل شوي شیطان خبرې دي.
(26) نو تاسې په کوم لور روان یاست؟
(27) قران پرته له دې چې دټولو نړیوالو لپاره پند وي بل څه نه دی.
(28) په ځانګړي ډول هغو ته چې روغ او سم ژوند یې د ځان لپاره خوښ کړی وي.
(29) خو تاسې یو څه نه شئ خوښولای تر څو چې د رب العالمین الله خوښه نه وي.