84 - Al-Inshiqaaq ()

|

(1) کله چې اسمان وچوي.

(2) د خپل رب حکم په بشپړ ډول ومني او ورسره ښايې چې د خپل رب حکم پوره ومني.

(3) او کله چې ځمکه په بشپړ ډول هواره شي.

(4) او څه چې پکې دي بیرونه راوویستلی او ځمکه تشه کړای شي.

(5) ځمکه د خپل رب حکم پر ځای کړی او ورسره ښايي چې همدا وکړي.

(6) ای انسانه!ته خپل رب ته ترورتګ هلې ځلې کوونکی یې،نو له خپلو هلو ځلو سره به مخامخ کیږې.

(7) نو چاته چې برخه لیک په ښي لاس ورکړ شو.

(8) نو ډیر اسان او سر،سري حساب به ورسره شي.

(9) او خپلې کورنۍ ته به په خورا خوښۍ بیرته ورشي.

(10) او چاته چې برخه لیک د شا له لورې ورکړ شي.

(11) نو ژر به خپل مرګ[۶]روابلي.
[۶] ـ د خلاصون بله لار به یې پرته له دې په نظر ورنشي چې مرګ ته غږ کړي چې ما له دې ستونزو څخه خلاص کړه.(کابلی تفسیر)

(12) او د لمبو ډک اور ته به ولاړ شي.

(13) ځکه چې په دنیا کې له خپلو خلکو سره خوښ اوسیدلی وو.

(14) او باور یې درلود چې هیڅکله به بیرته نه ژوندی کیږي.

(15) نه:ولې نه:رب ئې هره کړنه لیدله.

(16) داسې نه ده.لوړه مې په هغه سپين والي چې د ماښام له سوروالي وروسته راځي.

(17) لوړه په شپه او د هغې په رانغښتو څیزونو.

(18) او په بشپړ او روښانه سپوږمۍ.

(19) چې:تاسې به پوړۍ په پوړۍ وړاندې ولاړ شئ.

(20) په دې خلکو څه شوي دي چې ایمان نه راوړي؟

(21) او چې قران ورته وړاندې شي غاړه نه ږدي؟او سجده نه کوي؟

(22) بلکې کافران قران درواغ ګڼي.

(23) الله پاک ته یي پټې او ښکاره کړنې معلومې دي؟

(24) نو ځکه د یو دردناک عذاب زیری ورکړه.

(25) البته چاچې ایمان راوړی او نیک کارونه یې کړي بې مننه او بې احسانه اجر او ثواب يي په برخه دی.