88 - Al-Ghaashiya ()

|

(1) ای محمده!ایا تاته دپټوونکي مصیبت خبر رسیدلی دی؟

(2) په دې ورځ به ځینې مخونه خوار او سپک وي.

(3) د ربړونو او ستړتیا نښې به پکې ښکاري.

(4) ګرم او سوزوونکي اور ته به ورننوځي.

(5) د جوشیدونکې چینې له اوبو څخه به خړوبه کیږي.

(6) پرته له اغزي لرونکي بوټي به یې بل خوراک نه وي.

(7) نه چاغوالی کولای شي،او نه د لوږې چاره پرې کیږي.

(8) په همدې ورځ به ځینې مخونه ښیرازه او ښکلي وي.

(9) له خپلو کړو څخه به خوښ وي.

(10) په لوړ جنت کې به اوسیږي.

(11) هلته به هیڅ ډول بابیزه خبرې نه اوري.

(12) هلته به تل بهیدونکې چینه وي.

(13) لوړ او دنګ تختونه به وي.

(14) ډک جامونه به ایښوول شوي وي.

(15) بالښتونه به کتار شوي وي.

(16) او فرشونه به غوړول شوي وي.

(17) ایا(انسانان)اوښ ته نه ګوري چې په څه ډول پيدا شوی دی؟

(18) او اسمان ته نه ګوري چې په کوم کیفیت پورته شوی دی.

(19) او غرونو ته نه ګوري چې څنګه ځای په ځای ودرول شوي دي؟

(20) او ځمکې ته نه ګوري په څه ډول غوړول شوې ده؟

(21) نو پند ورکړه.ستا دنده پند ورکول دي.

(22) ته مکلف نه یې چې په زور یي پرې ومني.

(23) خو که څوک مخ واړوي او د کفر لار خپله کړي.

(24) نو الله به لوی عذاب ورکړي.

(25) دا پخه خبره ده چې بیرته به مونږ ته راځي.

(26) بیا ورسره حساب زمونږ کار دی.